لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي شفیع الله با برزی شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه
 
د ښځو اقتصادي پیاوړتیا
لیکوال: نرګس تره‌کې   نېټه: 09.11.2017   خپرونکئ:   سمسور  

 د ښځو اقتصادی پیاوړتیا د دوامدارې توسعې او پرمختګ مهمه برخه ده. ښځې د بېوزلۍ، تاوتریخوالې، د تغذيې او حفظ الصحې نشتوالي اصلي قربانیانې دي، د ښځو پیاوړتیا د ټولنې د وضعیت د ښه‌والي په مانا دي.

که چېرې زموږ په ټولنه کې د ښځو وضعیت وڅېړو د هغوی پر وړاندې د تاوتریخوالي اصلي ریښه د هغوی اقتصادي اتکا پر نارینه ده، یانې همدا اقتصادي اتکا ده چې ښځې اړباسي چې د نارینه‌وو تابعداري وکړي او د خپل ژوند د دوام له‌پاره هر ډول وضعیت وزغمي. دا د تاوتریخوالي یو ډول دی او له بده‌مرغه زموږ په هېواد کې همدې اقتصادي تاوتریخوالي ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې.
اقتصادي تاوتریخوالی د ښځو اقتصادي ناتواني او له مالي اړخه د هغوی اتکا پر نارینه‌وو ده. د کار د نړیوال سازمان د یوې څېړنې پر بنسټ، د ښځو د زده‌کړو او تخصص د سطحې ټیټوالی، زموږ د ټولنې عرف، د کور مسولیتونه، د بازار په اړه د ښځو مالومات نه لري او د ښځو کار ته د دولت له خوا بې‌پامي ټول هغه لاملونه دي چې ښځه يې له کاره محرومه کړې او د هغوی د اقتصادي ځواکمنتیا مخه يې نیولې ده.
له دې ټولو سره سره یوازېنی څه چې تل د ښځو د پیاوړتیا پر وړاندې خنډ ګرځېدلی د ښځو جنسیت دی، سره له دې چې نړۍ په یویشتمه پېړۍ کې د برابري او ټولنیز عدالت پر اصولو ولاړه ده، خو بیا هم ښځه هر ځای دويم جنس ګڼل شوی او ګڼل کېږي، کله چې صنعتی انقلاب را منځ ته شوی او د نارینه‌وو، ښځینه‌وو او حتا د ماشومانو کار بېل شو، سره له دې چې ښځو د نارینه‌وو په اندازه کار کاوه، خو تر نارینه به یې کم مزد او تنخوا اخیسته چې ښځو په ۱۸۷۵م د مارچ پر اتمه د همدې نابرابري پر وړاندې غږ اوچت کړ، خو بیا هم جنسیتي توپیر ختم نه‌شو.
زموږ په هېواد کې لا تر اوسه د دولتي اداراتو د تصمیم نیوونکې سطحې ۹۸٪ نارینه دي او یوازې ۲٪ ښځې دي، پر دې مانا چې لا تر اوسه هم زموږ ټولنه د ښځینه‌وو کار ته د احترام په سترګه نه ګوري، د هغوی پر وړتیا باور نه لري، د ښځینه‌وو د کار په پرتله د نارینه‌وو کار ته ترجیح ورکوي.
د ښځو اقتصادي پياوړتیا له څو لحاظه مهمه ده؛
۱. د افغانستان څلوېښت کلنې جګړې د دې لامل شوې چې د کورنۍ سرپرستي ښځو ته ور په غاړه شي؛ نو په ټولنه کې هغه مېرمنې چې د کار خاوندانې دي او دنده لري د کورنۍ سرپرستي ښه کولای شي او خپلو ماشومانو ته ښه راتلونکی جوړولای شي، خو چې کار نه لري، نه‌شي کولای د خپلې کورنۍ او ماشومانو لومړنۍ اړيتاوې پوره کړی.
۲. د ښځو کار کول او دنده لرل د هغوی اقتصادي درامد لوړوي او کولای شي د خپل خاوند تر څنګ د کورنۍ په لګښتونو کې ونډه واخلي چې په پایله کې د کورنۍ عواید لوړ ځي.
۳. په یوه هېواد کې که ټول وګړي هم ښځینه او هم نارینه کار وکړي او خپل عواید ولري د هېواد کلني عواید لوړوي چې د هېواد اقتصادي وضعیت د ښه‌والي لامل ګرځي.
۴. له رواني پلوه د ښځو خپل اقتصادي درامد د هغوی پر ځان اعتماد او ټولنیز موقف لوړوي.
۵. د ښځو اقتصادي پیاوړتیا د ښځو د ځواکمنتیا لامل ګرځي، د هغوی اقتصادي استقلالیت په کورنۍ او ټولنه کې د هغوی تاثیر او کارافریني ډېروي.
د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې تر هر څه انساني ځواک مهم رول لوبوي، که چېرې د انساني ځواک ډېره برخه له کاره محرومه شي، اقتصادي پرمختګ له خنډ سره مخامخ کوي یا هم د اقتصاد پرمختګ ځنډوي او زموږ د ټولنې ډېره برخه ښځینه دي او همدا ښځې باید کاري ځواک ته اضافه شي چې د دولت اقتصادي وده چټکه کړي.
د ښځو اقتصادي پیاوړتیا د ښځو په زده‌کړو او تخصصي سطح پورې اړه لري او له بلې خوا افغان مېرمنې ډېرو کمو اقتصادي فرصتونو ته لاس‌رسی لري، زموږ په هېواد کې ډېری ښځې لاسي صنایع او لاسي هنر لري، دولت باید د ښځو د تخصص مطابق هغوی ته کاري زمینه مساعده کړي، په تېره بیا هغه ښځې چې کار نه لري او کورنۍ سرپرستي ور له غاړې ده.
د ښځو اقتصادي پیاوړتیا، اهمیت او ارزښت ته په پام سره د افغانستان دولت باید د ښځو اقتصادي استقلالیت او پیاوړتیا له خپلو لومړیتوبونو وګڼي او د ښځو د کار د ملاتړ له‌پاره، د ښځو د کاري چاپېريال، د اقتصادي مالکیت په رسمیت پېژندلو، د ښځو د کاري فرصتونو له‌پاره قانوني چوکاټ را منځ ته کړي او هغه قوانین او پروژې چې دولت په همدې برخو کې لري، سم پلي شي او باید منظمه ارزيابي يې وشي، په دې ډول به د ښځو د حقوقو حمایت یوازې د کاغذ پر مخ پاتې نه‌شي.
سرخط ورځپاڼه
 
بېرته شاته