لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي شفیع الله با برزی شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه
 
زه، زه نه يم
لیکوال: جمشيد غزنيوال   نېټه: 09.11.2017   خپرونکئ:   سمسور  

 په «ناوې» فلم کې د ناظر په نامه د کندهاريانو خبره، يو ماتو کرکټر و. ناظر د قوماندان ناظر وي، د قوماندان خبره يې تر کولو مخکې تاييد کړې وي، د قوماندان پر ادعا يې له کولو سره جوخت د قسم ټاپه لګولې وي، د ژوند محور يې د «خانه توی يې نه کړې، خانه مات يې نه کړې» متل په زاويو کې را ګير وي.

په يوه صحنه کې چې کله د قوماندان پر پټن‌ځای يرغل وشي، لګه درګه ولګېږي، منډې شي، فايرونه شي، د کليوالو خبره درز غوبل شي، ټول تښتي... ناظر چې په منډه کې هم تورې ټکې وهلی، د د توپکو په ليدو پر سر پکول را ټيټ کړي، سترګې او نيم غوږ پکې پټ کړي، په چيغو چيغو نارې وهي چې «زه نه يم، زه قران که يمه...!»
پرون «۱۳۹۶-۱۶-۰۸» کابل بيا يوه خونړۍ پېښه وليده، پرون کابل بيا د نارو سورو کورو و، هر چا خپل ملګري، دوست، اشنا، ورور، خور او مور ته د عاجل تماس د نيولو هلهله جوړه کړې وه...
دغه بريد د مسلک له اړخه پر بې‌طرفه خلکو وشو، پر داسې خلکو چې سرتېری او طالب يو ډول وژلي ورته ښکاري، پر داسې اداره چې د طالبا لابي‌ګري ته يې د شوټينګ کېمرې په دوو تلو نيولې وي. دغه بريد د شمشاد ټلوېزيون پر انګړ وشو. ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله واوښته به نه وايم، ځکه دا زموږ د رسنيو يو بې‌خونده ابتکار دی، په لوی عدد پسې مرګ لومړی او ژوبله وروسته وتړي، لومړی ځل دې زړه تر پښو تېر کړي، بيا دې پوه کړي چې ټول مړه نه، بلکې سرسرکي زخميان هم دي.
ورپسې ووايي چې تر اوسه د دې حملې مسووليت چا په غاړه نه دی اخيستی، پلانۍ ډلې لاس لرل رد کړل، پلانۍ ومانه... ځينې چې ځان بې‌طرفه ښيي، د هوايي کارپوهانو له ادرسه د وسله‌والو مخالفانو خوا ته کاڼی ږدي.
خبريالان کله کله د مسلک د مجبوريت په نامه ځان د وحشت او انسانيت تر منځ په بې‌طرفي اړ پېژني، خو حقيقت دا دی چې دغسې وخت د ژورناليسټي بې‌طرفي د بې‌شرفي په مانا ده، بې‌طرفي اصلاً د پلټنې په پروسه کې د قضيې د متقابلو اړخونو تر منځ توازن ساتل دي، ګنې هسې خو به بيا ژورناليزم د انساني ذاتياتو د حذف په مانا ودرېږي.
شمشاد د دې هېواد د بل هر بنسټ په څېر د افراطيت په لوګيو پټ شو، شمشاد د دې هېواد د نورو خصوصي ادارو په څېر له دولت سره ثبت اداره ده، اساسي قانون ته ژمن دي، مګر د شمشاد دغه شرم به چېرته پټوو چې ګردي مېزونه يې ګرده ورځ د کابل‌مېشتو طالبانو په پنډغالو اوښتي؟
د دوی په اصطلاح بې‌طرفه خبريالان يې په قطر کې له طالبانو سره په يوه ټغر حلواوې خوري يا مثلاً شمشاد د هېواد په ملاتړ هر اعلان په اخېر کې د سوداګريز په ټکي مسخره کوي...
پر زبير شفيقي تر اوسه د نسيم حجازي د زهرو د شيندلو له امله خلک په تروه تندي ورځي، زما د يوه دوست په خبره، شفيقي صاحب پخپله د کرايي کور له غولي د دريو څلورو شخصي اپارتمانونو ايزوګام بام ته وخوت، زامن يې په ماسټريو پسې د اورال تر غرونو اړولي دي. په کور کې يې نه د محمد بن قاسم داستان ويل کېږي، نه د ابوعبدالله پر بې‌غيرتي ژاړي، نه يې په وروستي مورچل کې د اندلس او غرناطې غرور احساسات را پاروي.
يوه رښتيا خبره دا ده چې زموږ اکثره رسنۍ او خبريالان بې‌طرفه نه، بلکې بې‌تفاوته دي. بې‌طرفي او بې‌تفاوتي خپل توپيرونه لري. کله چې د هماغه ناظر غوندې په پوره بې‌تفاوتي کې هم له دوښمني نه شو معاف کېدای، د «زه نه يم، زه نه يم» ناره به لکه د شا ګوزار، تر عمره د سړي د پزې پېزوان وي. دلته بختور هغه څوک دی چې د جګړې مخالف وي او دا جګړه يې واخلي، د جګړې موافق يا د جګړې په اړه د ټول وطن پر وړاندې ستر بې‌طرفه چې په جګړه کې مړ شي، پړ هم دی.
عطا محمد نور د شمشاد په اړه خواشيني دومره ژر وښووله چې ان ځينې د ده د غم‌شريکي له پيغامه خبر شول چې پر شمشاد بريد شوی، دا چې په هېواد کې د حکومت داخلي کړۍ کله کله له افراطيت سره موازې په وراني کې د ونډې شريکان ګڼل کېږي، د معلم عطا نور پر ژړا هم ځينو د هغه د خولې پېښې وکړې.
د شمشاد له دېوالونو به لا د پروني بريد غبار نه وي پاک شوی، لکن دغه بې‌تفاوتي پر شمشاد د عملي جګړې غوندې را ښکاره شوه. زما يو ملګری چې له يوې مشهورې رسنۍ سره کار کوي، بې‌واره يې راته وويل، «کاشکې يو چا د شمشاد رييس ته زنګ وهلی وای چې وزغمه! زمريه!» دغه اصطلاح د شمشاد په سريالونو کې د افغانستان کابو هغه کلي ته هم ورسېده چې خلک يې اوس هم پاچا ظاهرشاه ګڼي... د قلم په اړتيا معيوب ولس ته د ماشې نمايش له خودکشي پرته څه کېدای شي؟
د افغانستان په جګړه کې نور ښه بريد نه‌شي تعيين کېدای، پر شمشاد چې بريد وشو، نشرات يې لا نه وو پيل شوي چې په نورو رسنيو کې يې بيا د سياسي کارونې هڅه وشوه.
په خواله رسنيو کې هم شور ګډ شو چې پر شمشاد بريد پر پښتانه بريد دی، پر شمشاد بريد د پښتانه پر عزت بريد دی، دا ده او ها ده... يوه بل خصوصي ټلوېزيون بيا د ورور د جنازې په مراسمو کې هم ورېندارې ته سترګې خړې کړې وې، په خبرونو کې يې د شمشاد نوم نه ياداوه، ويل يې "په کابل کې پر يو خصوصي ټلوېزيون بريد وشو..."
دا خبره بيا واضح شوه چې که څوک له وسله‌والو مخالفانو سره هر څو د نرمي خواخوږي وکړي، سرتېری وژلی ورته وبولي، هېوادنی اعلان مسخره کړي او مېزونه د هغوی بړېڅو ته په ټېکه ورکړي، بيا يې هم نه پرېږدي، بيا هم د رحم وړ نه‌شي ګڼل کېدای.
له لويه سره خو د افغانستان غميزه جګړه ده، په دويم قدم کې غميزه دا ده چې دغه جګړه د يوه لوی کور ستونزه نه بلل کېږي، په کور کې مو کورګي جوړېږي. داسې نه ويل کېږي چې دلته جګړه د هيڅ تهذيب او استدلال په دايره کې نه ده، هيڅ دوښمن يې معلوم نه دی، بلکې هر څوک يې دوښمن دی چې نن يې د لړۍ په سلسله کې شمشاد هم يوه کړۍ شوه.
د رسنيو د خړوب سرچينې مو دومره خطرناکې خېژي چې د بيان ازادي ورباندې زندۍ ښکاري. دغه بريد د بيان پر ازادۍ بريد بالکل دی، مګر له دوښمنه سړی د دوښمني په ډول کې فرمايش نه‌شي کولای، يو څوک چې له تا سره په ارزښت کې شريک نه وي، د خپلو انساني معيارونو په اساس له هغوی غوښتنې کول، هوښياري نه ده.
سرخط ورځپاڼه
 
بېرته شاته