لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي شفیع الله با برزی شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه
 
ربړې څپلۍ
لیکوال: عرفان الله بیدار   نېټه: 16.11.2017   خپرونکئ:   سمسور  

 په لومړي ځل مې چې کله څپلۍ په پښو کړې، له خوشحالۍ په جامو کې نه ځایدم .نه مې یادیږي چې څو کلن به وم، خو دومره مې یاد دي چې په دریم ټولګې کې مې زده کړه کوله .

ښه مې یاد دي، په هغه ورځ چې کله د ښوونځي د رخصتۍ زنګ ووهل شو، مخکې له دې چې  زده کوونکي د ښوونځې له دروازې د باندې ووځي، سرښوونکي ټول ودرول او په لوړ غږ یې را غبرګه کړه(( ګورۍ بچیانو! سبا په خیر سره لږ وخته راشۍ او هو رېښتیا پاکې جامې مو واغوندۍ چې سبا به چکر ته ځو )).سرښوونکي همدومره وویل او نور د ادارې په دروازه ننوت او موږ هر یوه هم خپله د کور لاره ونیوه .
کور ته په رسېدو سره مې سودا وه چې سبا به په خیر چېرته ځو.  نه پوهیږم چې شپه راباندې څه ډول سبا شوه. ځان مې دښوونځي لپاره چمتو کړ، چای مې  په منډه منډه له ستونې تیر کړ، کتابونه مې را واخیستل او د ښوونځي پر لوري رهي شوم .
 ښوونځي ته په رسېدو مې ولیدل چې ټولګیوال مې له ما مخکې ټول راغلي و. زه لا  له ملګرو سره په روغبړ اخته وم چې سرښوونکي مې راغږ کړل. ((هلکانو! اماده اوسۍ چې راونیږو په خیر)).  
زموږ ښوونځی په شمشتو کمپ کې و، موږ هیله درلوده چې سرښوونکی به مو وچ نېر ته چکر ته یوسي، خو خبره داسې نه وه. په پښو به مو لس کیلومتره مزل وهلی و، چې سرښونکی مو مخکې او موږ ورپسې په یوې برجورې کلا ور دننه شو. هو یواځې زموږ له ښوونځي هلکان نه و تللي، بلکه دشمشتو کمپ ټول زده کوونکي په دې برجورې کلا کې نن د یو څو تنو عربانو لېدو لپاره  تر ساعتونو، ساعتونو به انتظار ناست و.
ساعتونه وروسته څو تنه د سپینو لویو، لویو جامو څښتنان چې په سرونو یې هغه توره منجیله هم وهلې وه، کلا ته په داسې حالت کې راننوتل چې څو تنو پاکستانیانو یې ملتیا کوله . عربانو د پاکستانیو ژباړونکو په ملتیا زموږ او د هغه ټولو سرښونکو سره خبرې وکړي، چې دې غونډې ته یې له خپلو ښونځیو زده کوونکي رابللي و.
شېبه وروسته عربو هغه سپین پاکټونه چې له پاکستانیو ساتونکو سره یې و راخلاص کړل او زموږ له ښوونځي یې راپیل کړه . هر یوه ملګري ته یې ۱۵۰ پاکستانۍ کالدارې په لاس کې ورکولې او له کلا به یې ووېسته . لړۍ همداسې روانه وه، خو هوا ګرمه او زده کوونکي ډیر و. نور نو عربانو پیشوګانو ته دسرخانۍ واک ورکړ، شېبه وروسته د عربو له خوا هر زده کوونکي ته د۱۵۰ روپو ټاکل شوی رقم لومړی ۱۰۰ او بیا ۵۰ کالدارو ته راښکته شو.
زه یې په دې کېسه کې نه شوم چې چا ته یې څومره او چاته یې څومره روپۍ ورکړې، خو بس د ځان لپاره مې راکړل شوي ۱۵۰ پاکستانۍ کالدارې غنیمت وګڼلې او نور مې شاته وکتل. د اوړې سرې ګرمۍ پښې سیځلې یو نیم اغزې به هم یو ټکان راکړ، خو له ډیرې خوښۍ مې ورته پام نه کاوه . ترکوره په رارسېدلو مې ددې پیسو لپاره ډول، ډول پلانونه برابر کړل.
هو ! په دې به د ځان لپاره څپلۍ واخلم، چې نور نو پښې ابله ښوونځي ته نشم تلی. نه !  د ښوونځي کالې مې هم زاړه شوي، ځانته کالي اخلم . زه په همدې فکرونو کي وم چې د انګړه له منځه مې پلار را غږ کړل، ځویه راغلې په خیر. په منډه مې د پلار تر غیږې ځان ورسوه او خپلې ۱۵۰ روپۍ مې یې په لاس کې ور کېښودي. پلار مې دپیسو په اړه راڅخه وپوښتل. ما هم ورته ټوله کېسه تکرار کړه .
دا نو هغه وخت و چې دبابا ناروغۍ مې پلار او زموږ ټوله کورنۍ دومره ځپلې وه، چې ماته یې له څپلیو اخېستو ویستلی و.پلار مې په سر ښکل کړم، سترګې یې را ډکې شوې، خو نه پوهیږم چې د اوښکو تویدو مخه یې څه شي ونیوله .
سبا چې کله له ښوونځي راغلم په مخامخ تاخچه کې مې پر هغه پلاستیک نظر ولګېد، چې تورې ربړې څپلۍ په کې اېښودې وي
 
بېرته شاته