لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي شفیع الله با برزی شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه
 
په هلمند کې د همدرد د ماموريت تر شا د ترخو جريانونو کيسه
لیکوال: بريالی هلمندوال   نېټه: 04.12.2017   خپرونکئ:   سمسور  

 يادښت؛ دا ليکنه د کرزي صاحب له حاکميته د ملي يووالي تر حکومته، د هلمند د مافيا د ستر فساد، درغليو، حکومتي بې‌کفايتيو، غصب، غلاوو او ناخوالو په تړاو يو څه مسايل تر بحث لاندې راولي، خو د دې تر څنګ د سردار محمد همدرد د تازه پيل شوي ماموريت په اړه يو څه خبرې کوي.

هلمند د هېواد يو له هغو ولايتونو دی چې تر ټولو ډېرې تورې پيسې پکې کښته پورته شوې، تر ټولو ډېره جګړه پکې شوې او تر ټولو ډېره مرګ‌ژوبله پکې پېښه شوې ده. د هلمند يوازې په يوه ولسوالۍ کې په تېرو کلونو کې نهه زره افغانان وژل شوي.
کله چې د کرزي صاحب په ډالري واکمنۍ کې د هلمند جګړې ته نږدې ۳۰ زره بهرني سرتېري راغلي وو، خورا ډېرې پيسې مصرف او د ځمکو په غلا برسېره له موسيساتو او شرکتونو ډېرې پيسې په فساد کې را پټې شوې. پر هلمند د ډالرو باران شوی و. باران د غريبو پر کورونو نه، بلکې د وخت د چارواکيو، د موسسو د مشرانو، د شرکتونو د څښتنانو او د وخت د امنيتي چارواکيو د محلي زورواکانو پر کورونو وورېدلی و.
په هلمند کې لسګونه موسيسو کار کاوه، ميلونونه ډالر يې مصرف کړل. د بهرنيو ځواکونو له بېزونو په لکونو ډالر بې‌مورده د خلکو لاسونو ته روان وو. د کوکنارو پر ضد په مبارزه کې تر دې په ډېره کچه پيسې مصرف شوې او تر اوسه هم د کوکنارو مخه و نه نيول شوه.
د کرزي صاحب د واکمنۍ پر مهال د هلمند پر ټولو دولتي څوکيو پخواني زورواکي، د ګوندونو غړي، د کرزي صاحب انډيوالان او ډېره برخه نالوستي کسان واکمنان وو. د اداري شفافيت، د قانون د پلي کېدو او د فساد د ختمېدو فکر له سره د چا ذهن ته نه ورته. هر سړي ته په خپله ونډه کې څوکۍ رسېدلې وه. نه چا ترې لېرې کولای شو، نه د دې توان له چا سره و او نه کرزي صاحب دا کار کاوه. 
د هلمند له ښارواليه، د ولسوالۍ تر څارنواليه، د فساد جرړې، دومره ژورې تللې وې چې د وچېدو او ختمېدو امکانات يې د صفر کچې ته رسېدلي وو. په هلمند کې د «ای‌.ار.ډي» په نامه يوې موسيسې فعاليت کاوه، د ورځې يې يو ميليون ډالر مصروفول. په يوه کال کې يې ۳۶۰ ميلونه ډالر مصرف کړل.
دغې موسيسې دا مصارف ټول پر بې‌ګټو شيان کړي. داسې بې‌ګټې شيان چې هلمند ته يې هيڅ خير نه دی رسېدلی. په دغو پيسو د هلمند زراعت، مېکانيزه کېده، او د کوکنارو د مخنيوي، تر ټولو ښه بديل و. دا، خو پرېږدئ چې بهرنيانو د خپلو پي ار ټيانو لخوا خلکو ته په کڅوړو کې ډالر ور کول، او بيا پر افغانستان شمېرل. په داسې حال کې چې دا پيسې نه پر هلمند مصرفېدې، او نه پر ملي کارونو لګېدې. 
د بهرنيانو د ماموريت پر مهال، په هلمند کې په دومره ستره کچه فساد وشو چې حساب نه ورته کېږي. تر بهرنيانو رادېخوا د هلمند محلي مافيا ۳۶ زره نمرې او نږدې ۱۰۰۰ تجاري مارکېټونه يوازې د لښکرګاه په ښار کې وېشلي. دا وېشنه، سراسر ناقانونه، له فساد او غلا سره مله وه.
دا توزيع د لښکرګاه ښاروالۍ له لوري شوې چې تر اوسه يې جنجالونه پر خپل ځای پاتې دي. داسې ډېری کسان په ښار کې اوسېږي چې د حکومت د خدمت له‌پاره يې سرونه سپين شوي، خو تر اوسه کور نه لري، مګر داسې ډېرو کسانو ته له يوې تر پنځو نمرې رسېدلې چې حکومت ته يې تر ګټه تاوان ډېر اړولی.
د هلمند هر کاڼی چې له ځمکې پورته کوې، د فساد دوې درې نمونې پکې پټې دي. د هر چارواکي جېب ته چې ورنږدې کېږې د فساد بوی ترې راوځي. پر هلمند يوه توره دوره راغلې، د غلا، فسا، قتلونو، جګړو، ناخوالو او در بدريو دوره. په دې دوره هيچا په محل کې د ځايي حاکمانو د فساد پر ضد خوله نه‌شوای ښورولای. 
که چا غږ کړی وای، په مرګ ګواښل کېده، تهديده او د سر و مال خطر يې و. په دغه ترخه او ستونزمن جريان کې د هلمند فعال ځوان سردار محمد همدرد چې دا وخت يې فرهنګي فعاليتونه کول، د خپلو ملګرو او دوستانو په مټ وتوانېد چې د يوه ولسي بنسټ دروازه پرانيزي.
دوی په هلمند کې په لومړي ځل مدني ټولنه جوړه کړه. سره له دې چې محلي چارواکيو نهايي هڅه کوله چې دا بنسټ جوړ نه‌شي، خو همدرد او د هغه فرهنګي ملګريو دا بنسټ جوړ کړ او ولسي خلکو ته يې لاره پرانيسته چې خپلې ستونزې ورسره شريکې او د ملي موضوعاتو په ملاتړ پروګرامونه جوړ کړي.
دا په هلمند کې د فساد، زورواکۍ، درغلۍ، او چورواکۍ، يو تريخ جريان و. مدني ټولنه او همدرد د کار په اولو ورځو کې له همدغه تريخجن جريان سره د مبارزې ډګر ته راووت. د محلي چارواکيو، د درغليو ، ناقانونيو او فساد په اړه يې چيغه پورته کړه. د ځمکو له غلا، د چوکيو تر خرڅلاوه او په امنيتي سکتور کې حتا د تېلو تر خرڅولو او د سرتېريو د معاشونو تر غلا د مبارزې دا لړۍ وغځېده.
مدني ټولنه د هلمند ولس د خپلو ستونزو د حل د يوې مرجع په توګه وپېژنده. له ولسواليو نيولې د ښار تر کليو ډېری خلکو خپلې ستونزې راوړلې، له مدني ټولنې سره يې شريکولې. په فساد کې ښکېلو ځايي چارواکيو کله چې د دې ټولنې فعاليتونه او د خلکو ملاتړ وليد، ووېرېدل او داسې يې وګڼله چې ولس يې څارنې ته ور نږدې شوی، هره غلا يې له نږدې ويني.
همدرد لومړنی ځوان و چې د وخت د چارواکيو د فساد، د ځمکو د غلاوو او په هلمند کې زورواکيو ته په ميراث د رسېدلو دندو په اړه يې قانوني تظاهرات وکړل. مدني ټولنې يوازې د هلمند نه، بلکې د هېواد د نورو ملي مسايلو په اړه هم خپل غږونه پورته کړي. د پاکستان او ايران پر مداخلو يې سترې مظاهرې کړې. 
د هلمند د اوبو پر ژغورنه يې احتجاجونه کړي. د روانې جګړې پر ضد يې مدني اعتراضونه کړي. د پاکستان له لوري پر کونړ او نورو ولايتونو د توغنديزو بريدونو په غبرګون کې يې لوی لاريونونه کړي. حتا تر دې چې د مدني ټولنې غړيو، د يوې پراخې مظاهرې پر مهال د پاکستان پر ضد سپين کفنونه اغوستي وو، ښار ته وتلي وو او د وطن د ملي ارزښتونه په ننګه او د پاکستان پر ضد يې په زغرده شعارونه ورکول.
د دا ډول احتجاج نمونه په هېواد کې بل چېرته نه شئ موندلئ. همدرد د مدني ټولنې له لارې د وطن په ملاتړ، او د ناقانونيو پر ضد په روانه مبارزه کې د سر ورښتيان سپين شول. سختې ترخې يې وګاللې. ډېر ګواښونه ورته وشول. په مافيا کې ښکېلو چارواکو بشپړه هڅه وکړه چې د همدرد چيغه خاموشه کړي، خو دا چې له هغه سره ولسي ملاتړ و او په ملي کچه يې د هېواد مدني بنسټونه تر شا ولاړ و، دا کار يې و نه‌شو کولای.
د افغانستان د مدني ټولنو بنسټ د همدرد مدني فعاليتونه رسمي ستايلي او منلي دي. دلته ما فقط د ده د مبارزې څو عمده مثالونه وړاندې کړي، که ټول يې را واخيستل شي او بيا وليکل شي د سلګونو پاڼو کتاب پرې ډکېږي. په داسې يوه ولايت کې چې د هېواد ټوله جګړه ترې تمويلېږي، مافيا پکې تر غوږو حاکمه وي، چارواکي يې له کلونو کلونو راهيسې پر ميراثي چوکيو ناست وي، د مدني حرکتونو له لارې مبارزه کول سخته ستونزمنه ده.
تاسې ګوګل پرانيزئ، د همدرد په نوم پسې پلټنه وکړئ، داسې ډېر تړوني به ومومئ چې د ده څو کلنه مبارزه درته تثبيت کړي. همدرد نه ګوندي دی، نه حزبي دی، نه زورواکی دی، نه جګړه‌مار دی، نه د فاسدانو ملګری دی. تکړه ليکوال، سياسي مبصر، د مدنيت رښتنی لاروی او داسې سړی چې وطن، خاوره، او ملت تر هر څه ورته ګران دي.
کله چې د ملي يووالي حکومت راغی، بيا هم د همدرد مبارزې دغسې جريان وموند، حتا تر اوسه يې هم مدني ټولنه خپله مبارزه کوي. کله چې ولس، خلکو او د همدرد ځايي او مرکزي ملګريو ته دی يو فعال ځوان ثابت شو بيا يې وړانديز ورته وکړ چې بايد حکومتي دستګاه ته ور داخل شي او خلکو ته خدمت وکړي. 
لنډه دا چې همدرد د خپلو ملګريو او ملي يووالي حکومت د چارواکيو په غوښتنه د هلمند ولايت مالي او اداري مرستيال وګومارل شو. دې ګومارنې په هلمند کې ډېر خلک خوشال کړل او د مافيا په کار و بار روږدي پخواني چارواکي يې د نس په درد اخته کړل. همدرد چې کلونه کلونه يې ولسي مبارزه کړې وه، فکر يې د مبارزې تګلارې ته جوړ دی، په حکومتي دنده کې هم دغسې جدي دی.
همدرد په هلمند کې د خپل ماموريت د پيل په ورځو کې بيا هم په يوه ملي مساله کې له څو زورواکيو سره په جنجال اخته شو. دا د هغې ځمکې پر سر جنجال و چې د لښکرګاه په کارېز کې خلکو غصب کړې او حکومت کريکټ بورډ ته د لوبغالي د جوړېدو له‌پاره په نښه کړې وه. محلي زورواکانو د همدرد پر ضد ورځې ورځې په خېمو کې تېرې کړې، د ده عکسونه يې څيرې کړل، سپکې سپورې يې ورته وويلې، په ډول ډول نومونو يې ياد کړ.
همدرد پر ځان د خلکو سپکې خبرې وزغملې، خو اخېر يې ځمکه له غصبه وژغورله. دا ۵۳۵ جريبه ځمکه وه چې د همدغو لاريونيانو له لوري غصب شوې وه. د جمعې په ورځ پر همدغه ځمکه جوړېدونکی لوبغالی له کابله د کريکټ‌بورډ د مشر او راغليو لوبغاړيو په حضور کې د هلمند والي او نورو چارواکيو افتتاح کړ. 
که همدرد د دې ځمکې د ژغورنې مبارزه نه وای کړې، نه به هلمند د کريکټ لوبغالی درلودلی وای، نه به د هلمند خلکو خپل ملي لوبغاړي مخامخ په يوه نمايشي لوبه کې کتلي وای. د دې ځمکې په شمول ۱۴ سوه جريبه نوره دولتي ځمکه له غصبه ژغورل شوې. ۲۲۰ جريبه يې د لښکرګاه په دويمه حوزه او پاتې يې په ګرشک کې ده.
د همدرد د هلو ځلو په لړ کې د دې تر څنګ ۱۳ کسه مجرمان څارنوالي ته معرفي شوي چې د ولسوالي د قوماندان په کچه امنيتي مسوول هم پکې شامل دی چې د فساد او جنسي ځورونې تور پرې لګېدلی. په امنيتي سکټور کې په علني ډول د فساد مخنيوی شوی، د حوزو او ماموريتونو د خرڅلاو بازار ته قلف اچول شوی.
د هلمند په ادار کې له کابله د پارلمان او نورو زورواکيو لاسونه بند شوي. په ولسواليو او ښار کې د بې‌ځايه ځورونو مخه ډب شوې، بې‌ګناه خلک د ترهګرو په نومونو پوستو او بېزونو ته نه وړل کېږي. ښاغلی همدرد چې خپله د هلمند اوسېدونکی او کلونه کلونه يې له ولس سره تېر کړي، پراخې اړيکې لري. هر ولسي سړی، له خپل کلي او محله د ټليفون له لارې خپله ستونزه ورسره شريکوي او اقدام يې غواړي.
تر دې اندازې چې اوس پر لويو لارو هغه پوليس چې له باري موټرونو به يې پيسې اخيستې، له دې کاره منع شوي او په زړونو يې ډار ننوتلی. ښاغلي همدرد د هلمند له والي، د ملي امنيت، پوليسو او پوځ له مشرانو او نورو چارواکيو سره په ګډه د هلمند د امنيتي سکټور د شفافيت پر يوه غوره طرحه کار پيل کړی چې په بشپړېدو به يې د خيالي تشکلايتو ليکې ټولې خالي او موجود پوليس به راووځي. 
په هلمند کې د ځمکو غضب درول شوی. د ځينو چارواکيو له لوري پټ شوي حکومتي بستونه اعلان ته سپارل شوي. ډېر تمرکز پر ځوانو فکرونو او کادرونو دی چې دندې ورکړل شي. همدغه هدف ته د رسېدو له‌پاره د هلمند اداره ۷۵ سلنه ځوانه ده. دا د هلمند په تېره ۱۵کلنه دوره کې لومړی داسې ګام دی.
ښاغلي همدرد اراده کړې چې قوم‌ګرايي، سمت‌پرستي، زورواکي او چورواکي پای ته ورسېږي، يوازې قانون لومړيتوب تر لاسه کړي او هر سړی په ټولنه کې د ځان په قدر پوه شي. له بده مرغه محلي زورواکي، قومي ټېکه‌دران او پخواني چورواکان، بشپړ تلاش کوي چې دا هڅې شنډې کړي او دوی خپل قدرت و نه بايلي.
د همدرد پر ضد تېر لاريون د دغو هڅوه يوه ناولې بېلګه وه چې د ولس نوم پرې بدنام شوی و. په هلمند کې محلي زورواکي اکثريت يې د کرزي صاحب د ډلې ملګري دي. دنده په حکومت کې لري، معاش د حکومت اخلي، خو ها خوا ته کرزي صاحب ته ډهول وهي، د لويې جرګې په نامه غونډو کې برخه اخلي او خلک ورته دعوتوي.
همدرد د هلمند له والي، نورو ټولو پوځي او ناپوځي چارواکيو سره خورا ښې سالمې اړيکې لري. د هلمند له هرې ربړې ډېر ښه خبر دی. د فساد پر ضد په مبارزه کې ډېره تجربه او سابقه لري. په خپلو کارونو کې ډېر چټک او جدي دی. د سهار له اتو د شپې تر نهو بجو خلک د خپلو ستونزو د هواري له‌پاره ډله ډله ور روان وي.
ښاغلي همدرد په هلمند کې د محلي ادراې او د هلمند له والي سره په ګډه د نظامي سکټور د اصلاح کېدو له‌پاره ډېرې ښې طرحې جوړې کړې چې اوس عملاً تر کار لاندې دي. دا د ملي يووالي حکومت او په تېره بيا د ولسمشر غني مسووليت دی چې د خپلو مامورانو ننګه وکړي.
هغه ماموران چې مثال يې همدرد دی او له يوې ۱۵کلنې مافيايي ډلې او زورواکانو سره يې په جنجال اچولی. دا جنجال فقط د قانون پر عملي کولو دی. د غصب پر مخنيوي دی. د غلا پر درولو دی. موږ ولسمشر ته دوې غوښتنې سپارو؛
يوه دا چې د ولس له منځه دې دغه ډول رښتني ځوانان حکومت ته داخل کړي او بله دا چې د دغو ځوانانو ملاتړ دې وکړي.
زما هدف له دې ليکنې دا و چې خلک په دې وپوهوم چې همدرد څوک دی، په هلمند کې يې په مخالفت را پورته شوی، جنجال څه عوامل لري او ريښې يې چېري دي.
سرخط ورځپاڼه
 
بېرته شاته