لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 09.11.2017 د ښاغلي شفیع الله با برزی شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه 06.04.2017 د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه 29.03.2017 د ښاغلي اسیر منگل شعرونه
 
ګنې ما به د مغل ګرېوان پاره کړ...!
لیکوال: نجيب ننګيال   نېټه: 04.12.2017   خپرونکئ:   سمسور  

 پته نه‌شته دا ملت يې له تاريخه ولې نه زده کوي، دوی عبرت ولې نه اخلي، دا په ځان ظالم مظلومان ولې د خپلې بدې ورځې په لور په نڅاوو درومي، د تهذيبونو او تمدنونو زانګو وطن کې مو يو دم تهذيت او تمدن ولې دومره ناپيد شو؟ 

زردشت دلته و، بودا دلته د اخلاقو درسونه ورکول، مولانا همدلته د انسانيت د افاقيت ناره لوړه کړه، شمس دلته غروب وکړ، اجميري له همدې ځايه قصيدې پخې کړې، هجويري په همدې خاوره د للهيت سجدې لګولې وې او افغاني له همدې غرونو د امت د ويښتيا څراخ له ځانه سره واخيست. ايرانيان زردشت د اخلاقو معيار بولي، ترکان په مولانا سر ماتوي، د اجميري زيارت د ټولو هندوستان د سکون مسکن دی، لاهوريانو ته هجويري ګنج بخش دی او د افغاني په نارو ملتونه ويښ شو، خو دلته هر شی قحط دي، په سرچينه کې د هر شي چينه وچه ده، اخر ولې؟
هوتکي تحريک تر ايرانه واکمني وکړه، شاه اشرف هوتک په خپل نوم کرنسي درلوده، اشرفۍ يې بلله. اشرفۍ تر اعراقه او عربستانه حاکمه کرنسي وه. د ميرويس نيکه د هماغه هوتکي خوځښت ګټلی پرتم مو و نه شو ساتلی. هر څه دړې وړې شو. احمدشاه بابا د وخت تر ټولو معاصر طرز حکومت رامنځته کړ، لويه امپراتوري يې جوړه کړه. زامنو يې د ډېرو مېرمنو په هوس او خپل منځي شخړو کې بايلوده. دا تنده دومره غالبه شوه چې ورور د ورور سترګې وويستې. 
موږ بدبخته نه يوو، خو کم بخته حتما يوو. تاريخ موږ ته له هرې سهوې او هرې ويرانۍ وروسته چانسونه راکړي، خو موږ هر فرصت ته لغته ورکړې. خوشال خټک دې خدای وبښي، غربيان يې د دوه ويشت فنونو ماهر بولي. طبيب و، اديب و، پرېمانه شاعري يې کړې، ښه سياستوال و، سټراټېژیجيسټ او نظامي جنرال، جرګه‌مار او د وخت په قانون خبر. 
ويل به يې؛
اتفاق په پښتانه کې پيدا نه شو
ګنې ما به د مغل ګرېوان پاره کړ
خوشال خټک چې په هغه کلونو کې د افغان په ننګ توره تړلې وه، زوی يې بهرام خان د څو ټنګو په بدل کې د مغلانو جاسوسي کوله. د کور دننه ورته اور بل و او د داخلي غدارانو له وجې مات نه شو، خو ستړی ضرور شو. د افغان په ننګ پیل کړې جګړه يې له مغولانو ظالمانو و نه شوای ګټلی.
د اعليحضرت شاه زمان په اړه راځي چې په لاهور به يې بريد وکړ، ايرانيانو به په هرات تېری کړی و چې بېرته به د هرات لومړۍ کرښې ته ورسېد، پرنګي به پېښور لاندې کړی و. شپږ مياشتې يې د اس په زين داسې تېرې کړې چې په څو محاذونو به يې جګړه کوله.
سړی چې تاريخ، د دې ملت سياسي شعور او د دې خاورې ابدي دښمنانو ته ګوري کټ مټ کيسه بيا روانه ده. تاريخ موږ ته بل چانس راکړی، خو موږ يې په خپله کم بختۍ په لغته وهوو. يو داسې نظام چې د سقوط له ګواښ سره مخ و، لاهوري کارغانو د کابل تاج ته کاغ کاغ کول او داسې ورځ نه وه چې د تباهۍ او بربادۍ بد زیري نه اورېدل کېدل، هيجان ګډ و، وارخطايي حاکمه وه، نړۍ ستړې شوې وه او نور يې د خيراتونو ژمنې نه کولې، کلی په کلی، ولسوالۍ په ولسوالۍ او پوسته په پوسته خالي کېدې، په موږ او د دې نظام په راتلونکي زموږ د نړېوالو متحدينو باور دومره خلاص و چې ټانکونه، توپونه، وسلې او الې يې هر څه اسلام اباد ته په ډالۍ ورکړل. الوتکې ډکېدې او زموږ د دفاع په پلمه راغلو سپاهيانو د خپلې ماتې خاطرې ليکلې.
په ۲۰۱۲ کې مو کور د حقانيې مدرسې ته څېرمه د اکوړي په کمپ کې و. په خدای اعتبار وکړئ، په ما يې مه کوئ چې د حقانيې ملايانو به الهي قسمونه کول. د (نصر من الله و فتح قریب) وروسته به يې ويل، ياد لرئ په ۲۰۱۴ کې به په کابل د طالبانو حکومت وي او د حقانيې بچي به بيا په طاغوتيانو (؟) بريالي کېږي. 
زموږ به غونی ځيګ شو، فکرونو او هيجان به واخيستو چې د کډوالۍ ذلت به نور هم دوام کوي، د وطن ښاپېرۍ به بيا په تورخم راوړي او د جومات.... به بيا د کابل په زلفو ټالونه وهي.
داسې اوونۍ به نه وه چې په پېښور پوهنتون کې به د پوسټ ټو تاوزن فورټين افغانستان په اړه سيمينار نه کېده. سليم ساپي به د جي‌ايچ‌کيو نه اخيستي مالوماتو په اساس د کابل راتلونکی تور ليده. يوه ورځ يې له کابله ورغليو ژورناليستانو ته په وينا کې ويل، حالات خرابېږي، د کابل حکومت سقوط کوي، حامد مير به په خپل ناشولته تحليل کې ويل، پلان ای داسې دی چې امريکا غواړي تړون ور سره وشي، پلان بي داسې دی چې افغانستان تجزيه شي او پلان سي داسې دی چې افغانستان پاکستان ته حواله شي.
زړه به دې بوټ وواته. سياست‌والو کورونه بارول او پانګه‌والو کاروبارونه، خو په دا دومره بدبينه حالت کې چې خلکو ته يوازينۍ هيله او د رڼا څرک و، هغه اشرف غني و. دې په تن خوار خو په فکر غني سړي چې د افغانستان ملت ته کوم اميدونه او هيلې ورکړې، له کومې ماتې يې چې دا لښکر وژغوره او له کومې بربادۍ يې چې دا وطن وساته، تاريخ به دا کيسه هيڅکله هېره نه کړي. هغه د دې وطن د سياسي تاريخ طرز بدل کړ. هغه خوځښت چې دې سړي په خلکو کې را ژوندی کړ، تر اوسه هيچا نه و کړی. اته مليونه خلک د رايو مرکزونو ته راووتل او د يوې لويې کتلې خلکو ذهنونو کې يې ډيموکراسي نهادينه کړه. داسې سيمه نه وه چې ور نغی او داسې څوک نه و چې خپل پيغام يې ور و نه رساوه. په لومړي ځل يې د دې وطن په قاموس کې د برنامې، طرحې، ځان بساينې او د ځواک د مشروع استعمال اصطلاحات ځای په ځای کړل. د خلکو د سياسي شعور او مثبت سياسي رقابت د رامنځ‌ته کولو له‌پاره يې د ولس پر وړاندې د سياسي مناظرو بنسټ کېښود او ولس ته يې د انتخاباتي کمپاين له لارې د حکومت، قانونيت او ملي حاکميت په اړه لکچرونه ورکړل. د خوست د جواز خان کيسه به د ټولو ياده وي. هغه د خپل بريالي او روڼ سياسي کمپاين له لارې په غرونو او جګړو کې را لوی شوی جواز خان د رایې په ځواک پوهولی و. داسې چې د خپلې لور مړينه يې هېره وه، خو رايه اچونه او له سوله‌یيزې لارې د قدرت د انتقال فکر يې نه و هېر.
غني واک تر لاسه کړ. د واک له لومړۍ نېټې په ناروغتيا د مشهور غني يوه ورځ وقفه چا و نه ليده. د خپل واک حلقه يې ځوانان وګرځول. داسې ځوانان چې په ځمکه يې سيوری نه درلود په اسمان ستوری. ده ریيسان کړل، معينان او وزيران يې کړل. له نا اميدۍ او انزوا يې وويستل، د جهادي او فسادي مافيا له انحصاره يې خلاص کړل. په تېرو درې کلونو کې داسې مياشت شايد و بايد کې تېره شوې وي چې په چار چينار ماڼۍ کې د برېښنا د بندونو، سړکونو، سولر پلانټونو، ښارګوټو، هوايي دهلېزونو، د ملي اردو شهيدانو ته د ښارګوټو، ښاري ماسټر پلانونو، د ګازو او رېل ليکو تړونونه نه وي لاسليک شوي.
په ۲۰۱۴ کې حکومت په داسې حال کې ور له غاړې شو چې خزانه خالي وه او اقتصادي وده يوازې ۱،۳ سلنه وه. شديده بې‌کاري حاکمه، وېره خوره او خلک د تشويش سره مخ و. نن اقتصادي وده تر ۲،۶ سلنه ته پورته شوې او راتلونکي کال۳،۶ سلنه اټکل شوې، د بې‌کارۍ کچه ټيټه شوې او د طبعي او ځان بسيا افغانستان پر لوري قدم اخيستل شوی. په وچه کې را ايسار افغانستان کلابندي ماته کړې او د منځنۍ اسيا د څو ګونو لارو څخه يې دې هېواد ته نوې ساه ورکړې. د چين سره د واخان دهلېز تړون شوی، د لاجوردو لارې تړونونه وشو، افغانستان د سوداګرۍ د نړېوال سازمان غړيتوب خپل کړی، د دوبۍ او ډیلي هوايي دهلېزونه فعال شوي، د چابهار بندر له لارې د غنمو لومړي کاروانونونه نيمروز ته رسېدلي، د ټاپي پروژې څخه ګټه اخيستنې ته يوازې څو مياشتې پاتې دي، په درې کالو کې درې نوي هوايي ډګرونه جوړ شوي. خوست، کندوز او د فراه هوايي ډګرونه.
په لومړي ځل د اوبو، برېښنا او سړکونو رغاونې لومړيتوب خپل کړی. د اوبو را ګرځول او د بندونو جوړول د بهرنۍ تګلارې او کورني پلان برخه ګرځېدلې. د سلما بند چارې بشپړول، د شاه عروس بند، شاه توت بند او بخش اباد بند جوړول يې ښې بېلګې دي. د سړکونو د بيا رغاونې چارې پېل شوي. په لکونو جريبه ځمکه له غصب څخه را ګرځول شوې او ټولو دولتي او نادولتي ځمکو د راجسټر په خاطر د ځمکو ملي بانک جوړولو له‌پاره کار روان دی. داسې چې د افغانستان د لوېشت لوېشت ځمکې ډېټابېس به په دې بانک کې خوندي وي او د ځمکو غصب مخه به په بشپړ ډول ونيول شي.
د ځمکو د غصب دوسيو څېړلو له‌پاره ځانګړې محکمه جوړېږي او ټولو دوسيو ته به په شفاف ډول رسېدنه کېږي. د سالنګ دویم تونل په جوړولو کار روان دی. د ټولو دولتي ادارو له‌پاره د يوې ځانګړې ساحې مشخصول او کابل ښار په رسمي او سوداګريزو ساحو وېشلو کار روان دی. د دېرش میليونه ډالرو په ارزښت د دارالامان تاريخي ودانۍ به راتلونکې کال پسرلي کې پرانستل شي او همدا راز د کابل ښار د ميټرو جوړولو له‌پاره ډيزاين بشپړ شوی او چارې به يې پيل شي. دتدارکاتو ملي کمېسیون په مرسته د میليارډونو افغانۍ د فساد مخنيوی شوی. همدا سږ کال د ملي لومړيتوب ۵ کلن پلان جوړ شو. د افغانستان د سولې او پراختيا ۵ کلن ملي پروګرام Afghanistan National Peace and Development Framework (2017-2021) طرحه شو او هېڅ وزارت او ارګان نه شي کولای د دې پروګرام پرته بله پروژه تطبيق کړي. د ملي زېربناوو جوولو National Infrastructure Plan 2017-2021 د لومړي ځل له‌پاره جوړ شو او ملي زېربناوې به د لومړيتوبونو او ضرورتونو په اساس د همدې پلان له طريقه جوړېږي. د ښځو له‌پاره د ځانګړي پوهنتون جوړولو ژمنه چې د ټاکنيز کمپاين برخه وه، بشپړ شوه او همدا يوه اوونۍ مخکې د بهرنيو چارو وزارت او د ترکيې حکومت ترمنځ هوکړه‌لیک لاس‌ليک شو او افغانستان به ډېر ژر د ښځو له‌پاره د يوه مجهز، معاصر او ځانګړي ښځينه پوهنتون څښتن شي. له دې سره به زموږ په سنتي ټولنه کې نجونو ته د لوړو زده کړو پر وړاندې يو ستر خنډ له‌منځه ولاړ شي. د افغانستان کابو ټولو ښارونو ښاروالان د ازاد رقابت له لارې وګمارل شول او د اکثريت څخه يې ولسمشر خپل انټرويو اخيستې.
د ځوانو ښاروالانو ګمارنې پروسې په ښارواليو کې واضح تغيرات راوستي او د ښارونو وضعيت بهتر شوی. د کابل، کندهار، هلمند، خوست او پکتيا ښاروالان يې بهترينې بېلګې دي. په تېرو پنځه‌لس کالو کې د هر سکټوري وزارت له‌خوا د هماغه سکټور د ستونزو او پراختيا په اړه اکاډيميک کنفرانسونه جوړ شو او د اکاډيميک ريسرچ په اساس به ستونزو ته رسېدنه کېږي. د ښارواليو عوايد ۱۲۰۰ فیصده زيات شوي او د پراخ فساد مخينوی شوی. ځانګړي ځواکونه چې زموږ تر ټولو موثر او مجهز ځواک دی، شمېر يې دوه چنده کړای شوی او تر ټولو ډېره پاملرنه په دفاعي سکټور کې اصلاحاتو ته شوې. د جهادي مافيا ۱۵۰۰۰ جنرالان د تقاعد ليست ته برابر شوي او ملي اردو کې به په لوړه کچه ځوانانو ته د رشد فرصتونه ورکړل شي. د ملي اردو د شهيدانو کورنيو له‌پاره د ۱۰۰۰ اپارتمانونو جوړولو پروژې چارې پېلول او د ملي اردو د شهيدانو کورنيو ته رسېدنه کول. د الکټرونيکي تذکرو د وېش له‌پاره بشپړ چمتووالی نيول شوې او يوازې د مشرانو جرګې او ولسي جرګې له‌خوا د قانون په اړه پرېکړې ته معطله ده. د الکټرونيکي حکومتولۍ په برخه کې د اسان خدمت اداره رامنځ‌ته کول چې يو ستر ملي مرکز به يې په کابل کې په راتلونکیو دوه کالو کې بشپړ شي.
د اسان خدمت ادارې سره به تر ۱۲۰ عامه خدمات د يوه چتر لاندې تر سره شي او بيا به اړتیا نه ليدل کېږي چې د تذکزو، تحصيلي اسنادو، پاسپورټ، کاري جواز، برق بېل، نکاح نامې، قبالې، جواز سېر او نورو اسنادو لاسته راوړلو له‌پاره په لسو ادارو سړی وګرځي، پيسې او وخت يې ضایع شي. همدا مياشت به د پاسپورټ سیسټم انلاين شي او هر څوک به له انلاين طريقه پاسپورټ واخيستلای شي. هوايي ډګرونه او دخولي خارجي لارې به د تذکرو او پاسپورټ له ملي مرکزونو سره وصل شي. د جعل، ترهه‌ګرۍ او فساد مخنيوی به وشي. د دولتي مامورينو له‌پاره چې ټيټ عايد لري درې زره اپارتمانونه به د دارالامان په سيمه کې د چين په مرسته جوړ شي او پاتې نور يې په نورو ښارونو کې. په تېر يوه کال کې يو میليون کډوال هېواد ته راستانه شوي. د کډوالو له‌پاره به د هېواد په څلورو مختلفو زونونو کې ښارګوټي جوړېږي او د دې ښارګوټو له جوړېدو سره به په لکونو نور کډوال وطن ته ستانه شي. په لومړي ځل د کورنۍ بودجې۴۷ فیصده له داخلي عوايدو څخه پوره کېږي. د لويو اهدافو ترلاسه کولو او د ادارو تر منځ د بهتره هم‌غږۍ له‌پاره عالي کمېسیونونه جوړ شوي. د اقتصاد عالي شورا، د ښاري سکټور عالي شورا، د قانون د حاکميت او فساد ضد عالي شورا او همداسې نور.... . شايد و بايد که په سيمه کې څوک د داسې حکومت مثال ورکړي چې ولس او مدني نهادونو ته يې په مستقيم ډول د حکومت له کړنو څخه د نظارت حق ورکړی وي او د مدني ټولنو استازیو ته دې په دولتي لوړپوړو رسمي ناستو کې د ګډون اجازه ورکړل شوې وي. بهرنۍ تګلاره يې د امريکا په کانګرېس اغېز کولای شي او د رهبرۍ ذهنيت ته يې تغير ورکوي. د ريکا، سام، اسيا زړه او نور لوړه کچه نړیوالو کنفرانسونو کې د افغانستان له دريځ څخه په پوره جرات، وضاحت او صراحت ننګه شوې.
کارونه سم روان دي او حکومت په خپله نيمه موده کې تر نيمې ډېرې ژمنې پوره کړي، خو غم دا دی چې يوه ډله مشهور غله، زموږ د نسلونو وژونکي او زموږ د ارمانونو ډاکوان هره ورځ چيغې وهي، غوغا جوړوي، د سقوط سقوط نارې وي او نه پرېږدي چې دا سړی کار وکړي. د حاکمې مافيا له خولې د دې ولس هغه تروړل شوی رزق را وباسي چې دوی په خورا چالاکۍ او نهايي بې شرمۍ غلا کړی. شرکتونه يې بلېک ليست شوي، حسابونه يې کنګل شوي، د غصب په ځمکو يې حساب را روان دی، قراردادونه د تدارکاتو لاس ته ولوېدل او مقررۍ د اصلاحاتو. دوی ته هيڅ نه دي ور پاتې، بې له دې چې نشې وکړي، په ټلويزیون لکه لېوني... چيغې ووهي او حکومت په بې‌کفايتۍ تورن کړي. د خدای کارو ته ګوره په موږ يې اخر دا ورځ هم وليده چې غله د اصلاحاتو، مجازاتو او مکافاتو نارې وهي.
ای کاش! موږ که د ځان له‌پاره نه کولای، د خپلو راتلونکیو نسلونو له‌پاره مو د هغو برنامو ملاتړ کړی وای چې دا سپين ږيری يې د افغانستان له‌پاره لري. زموږ همدا ستره کم بختي وبوله چې کله هم په بهرني محاذ بريا ته نږدې شوي يوو، له کور دننه د بغاوت غږ پورته شوی چې کله مو د مغلو ګرېوان ته لاس رسېدلی، په کور کې مو بهرام را پاڅېدلی او د اورنګزېب ګرېوان يې له پاره کېدو ژغورلی.
په تېرو دوه مياشتو کې افغانستان په بهرني سياست کې لوی لاس درلود او دښمن يې تر شديد فشار لاندې نيولی و، خو بدبختانه حکومت د هماغه مزل تعقيب ته پرې نه ښودل شو او هېڅ بې هېڅه د لويې جرګې نارې پېل شوې. داسې لويه جرګه او د داسې چا له‌خوا يې د راغوښتو غوښتنه کېږي چې په کراتو کراتو يې د خلکو دې اصلي تاريخي مظهر ته توهين کړی، پرېکړې يې نه دي منلي او په خپله را بلل شوي غړي يې د غرب غلامان بللي.
که سړی په ملګرو او دښمنانو پېژندل کېږي، نو د اشرف غني دښمنان واقعا بد خلک دي. داسې خلک چې نه له خدایه وېره لري، نه له مخلوقه شرمېږي، نه غلامي عار ورته ښکاري، نه قتل جرم بولي، نه غصب ګناه له نظره ورځي او نه خيانت د پېغور شی.
ياد يې لرئ، که دا نو زېږې ډيموکراسي زيانمېږي، که بيا دلته ډيموکراټيک بنسټونه ټکان خوري، افراتفري جوړېږي، حکومت له خپلې ټاکلې مودې مخکې له‌منځه ځي او بيا دا له صحنې وتلي شرمښان د واک او ځواک څښتان کېږي، نو د افغانستان بېړئ ډوبه بوله. موږ تاسې ټول مسوول يوو، ټول د يوې کشتۍ سپاره. مه پرېږدئ چې څوک مو بيا وغولوي، بيا مو لښکر کړي، په نامالومه جګړه او نامالومو لارو مو روان. دا شور چې ګډ دی، دا هياهو چې جوړه ده، دا بل هېڅ نه دي، بلکې د لېوانو د زنکندن اوازونه دي، بس يوازې لږ جرات په کار دی، لږ غيرت.
پاچا دې لږ ترخه پيدا کړي، لږ دې ځان وخوځوي، د کمپاين د وخت هغه وعده دې عملي کړي. څو مشهور غله دې په دار کړي، له څو خاينانو سره دې حساب وکړي، د مظلومو او بې‌وسو ځوانانو چې سرونه يې په لاس نيولي د ده له‌پاره يې کمپاين کاوه، خپله بوډۍ مور او معذوره پلار يې د رايو تر مرکزونو رسول، لاسنيوی دې وشي. د مافيا او غلو په ځای دې بېرته ولس ته پناه یوړل شي. بېرته دې همدې خوار خو غيرتي ولس ته مراجعه وشي. بيا ګوره چې ولس د چا په خوا دی. د مظلومانو د دعا لاسونه چا ته پورته کېږي او خدای مرسته چا ته راځي.
سرخط ورځپاڼه
 
بېرته شاته