لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه 18.07.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 13.07.2018 د ښاغلي اکبر سيال شعرونه 31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه 15.05.2018 د ښاغلي صميم مضمون شعرونه 09.05.2018 د ښاغلي غزت الله ځواب شعرونه
 
طلوع نيوز پرون د قومندان رازق د څرګندونو په اړه تبصرې ته غوښتی وم
لیکوال: نجيب ننګيال   نېټه: 05.01.2018   خپرونکئ:    

 طلوع نيوز پرون د قومندان رازق د څرګندونو په اړه تبصرې ته غوښتی وم.  هک پک حيران وم، چې څه ووايم. له کومه ځايه يې پيل کړم؟ د ښادۍ وطن يې کړې، ډېرو خولو، ډېرو خبرو پکې ولس بېچاره ګنګس کړی. چا ته غوږ شي، د چا ومني؟ دلته هر سړي ځان د ولس غمخوار او د قام ټېکه دار معرفي کړی. چې مزې وي، پيسې وي، ټېکې وي، بيا يې نه ولس په ياد وي، نه قام، نه ژبه او نه خپل خلک. بس چې دا شيان يې خطر کې شي. بيا د کندهار او ننګرهار، خوست او مزار غله په يوه خوله نارې کړي، زه خو ولس راوستی يم. ما پسې خو ولس ولاړ دی. که زه لرې شوم ولس به د تيونس انقلاب راولي او.... 

بس ملنګ ته د سپو سلا يوه وي. ټول يو ځای ورته غاپي. هلکه کوم ولس؟ هغه ولس چې په قفس کې دې بند ساتلی او تنفس درڅخه نشي کولی؟ هلته چې ستا د بدماشيو د لاسه د ښار شريفان سرماښام په کور ننوځي.  د فکر او نظر ځوانان دې ګونګيان کړي او يا درڅخه کابل ته فراري شوي. د شملو او جرګو په وطن کې يواځې د سپيو د جنګولو مېلې پاتي. لوی ملت دې په وړو وړو قبيلو وېشلی او واکمني دې تر ګرګين کمه نه ده. ستا کورنۍ دې ورځ تر بلې پنډېږي، ملياردره کېږي، خو د همدې ښار په منځ کې دې ماشومان له ولږې په نس خوږي اخته وي. 
هلته عطا ځان د ولس مسيحا بولي. چې که دی ولاړ، طوفان به راشي. ولس به داعش وخوري. له داعشه اوس داسې ببو جوړ دی چې حاجي ظاهر پرې د ۱۰۰۰ تنو ملېشو معاش غوښت او عطا پرې دوامداره واکمني. بيا عجيب منطق دی. سهار وايي زه ولايت نه پرېږدم. ولس مې را ته ګران دی. نغواړم دلته داعش راشي. ماښام وايي نه که ۳ وزارته، ۵ سفارته راکول کېږي، واک پرېږدم. ښه مسلمانه! له دې ولس سره دې ځوانمردي او وفا همدومره وه چې په درې وزارتونو او څو سفارتونو يې د داعش وحشت ته تنها پرېږدې؟ که رښتيا د داعش وېره وي، بيا خو بايد په دې اړه هيڅ مذاکرات او د امتياز غوښتنه ونشي، او په ځوانمردۍ د ولس تر څنګ ودرېږې. که داعش هسې خيالي ببو وي چې حاجي ظاهر پرې د ملېشو اعاشې را وباسي او ته پرې غواړې خپل فرعونيت ته دوام ورکړې، نو دا خو اشد درجه منافقت دی. څومره سپين سترګي ده، څومره د منطق او وجدان فقدان. چې واک او ځواک يې خطر کې شي، بيا ولس ته پنا وېسي. هغه ولس چې په همدې مزار کې يې د ولږې له لاسه په ۲۵۰۰۰ افغانۍ خپله کوچنۍ لور پلورله او ستا مليحه جانې د شيدو په حوض کې لامبل، د ليمو په اوبو يې مخ وينځه او په مشکو يې تشناب پاکوه. د ميترا په نوم دې تلويزون جوړوه او ډمې دې ورته له تاجکستانه را غوښتې. هو، ته د هغه بلخ غم خوړلی يې چې د مولانای روم د عشق و روحانيت څلی دې پکې ړنګ پروت وي خو ستا د شطرنج خانې قنديلونه دې په يو مليون ډالر اخيستل کېږي.  
خبره دا ده، چې دا حالت نور د زغملو نه دی. د دې ملت شيرازه د دې وطن مرکزيت دی. د دې وطن د بقا راز په ټولو نقطو د حکومت حاکميت دی. د دې خلکو قوت، هغه نه بېلېدونکې ريښې دي، چې د ولسونو تر منځ غځېدلي. دلته پلار پښتون، مور فارسيوانه ده. لور ملالۍ او زوی بکتاش نومېږي. نور دا خلک نه غولېږي. غل قام نلري. غل رهبر نشي کېدای او غله په هيچا رحم نکوي. غل، غل وي. د ناموس، رزق، عزت او دولت غل. غلو ته د قامونو په منځ کې پناه مه ورکوئ. غله مه ژغورئ. د غلو غږ ته لبيک مه وایئ.
 
بېرته شاته