لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه 18.07.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 13.07.2018 د ښاغلي اکبر سيال شعرونه 31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه
 
۴۰۲يمه کوټه؛ کانټیننټل هوټل او د راز کیسه
لیکوال: سرخط ورځپاڼه   نېټه: 25.01.2018   خپرونکئ:   سمسور  

 د انټرکانټيننټل هوټل د ودانۍ د څلورم پوړ په څلور سوه او دويمه کوټه کې استوګن مساپر چې د پي‌اچ‌ډي ډاکټر و، څه زیات درې میاشتې وړاندې په پېښور کې د افغان جنرال کونسل له څوکۍ ایسته او د پاکستان په کراچۍ کې افغان کونسل ګومارل شوی و.

د دغه کس نوم وحید پویان دی او په وروستیو ولسمشریزو ټاکنو کې یې د اشرف غني‌ په بري‌ کې مهم نقش لوباوه.
هغه مازیګر مهال کوټې ته راته او تقریباً درسته ورځ به يې په سیاسي، ټولنیزو او تر یوه حده حکومت مدده ناستو کې برخه اخیسته.
دا راز یوازې ولسمشر غني، د جمهور ریيس د دفتر ريیس سلام رحیمي او خپله پویان ته مالوم و چې د پېښور له کونسلګري هغه څنګه لېرې کړای شو.
دا یوه نورماله تبدیدلي‌ وه، که تر شا یې څه ناویلي رازونه هم شته؟
ایا هغه تبدیل شو، که پاکستان ګواښ وکړ چې د پویان پښې د پاکستان د خواهشاتو تر ګیلم وتلې دي؟
پویان په پېښور کې د خپل ماموریت له پیل سره هلته د افغان کډوالو له استازيو سره د پټو او ښکاره ناستو لړۍ پیل کړه، پخوا تر دې چې پاکستان د افغان کډوالو د را شړلو ضرب الاجل وټاکي، افغان حکومت د یو پلان له مخې هڅه کوله، د ډېورنډ پر کرښه د نانندریو، د پاکستاني حکومت له خوا له افغان کډوالو د ابزاري استفادې او د کډوالو په منځ کې د ای‌ايس‌ای له خوا د طالبانیزېشن د نوي‌ تحریک چلولو له کبله، افغان کډوال وهڅوي یا یې پر حقیقت پوه کړي چې نور یې د راوتلو وخت را رسېدلی او که را و نه وځي، خپلې ټولې شتمنۍ به د پاکستاني حکومت ته وبایلي.
هغه اقدام چې څو ورځې وړاندې د افغان کډوالو د را شړلو په هکله پاکستان وکړ، افغان دولت د پویان پر ماموریت له وړاندې په خپل ابتکار مخ ته وړی و.
که د پویان مهاجرت ختمولو ماموریت د ده له برنامې سره سم مخته تللی وای، ښايي پاکستان ته نه د سیاسي‌ ګوزار موقع ور پاتې وای، نه د فشار له‌پاره بله موثره لاره ورسره وای، نه د کډوالو په نوم د راټولېدونکيو مرستو په نوم د خیرات غوښتلو فشار پر نړیواله ټولنه د تطبیق وړ وای.
نو پاکستان وار ړومبی کړ، پویان یې د نیمګړي ماموریت په منځ کې دندې پرېښودو ته اړ کړ.
داسې مالومات هم شته چې هم له ډیپلوماټیکو چېنلونو او هم په افغان حکومت کې په لوړو دندو ګومارل شويو، ځینو پاکستان متمایله اشخاصو له لارې فشارونه وکارېدل چې پویان له پېښوره و ایستل شي.
د پویان د ماموریت بل اړخ تر پاسني هغه چې ډېر پاکستاني استخباراتو ته خطرناک برېښېده، له پښتنو قبایلي مخورو، پښتنو سیاسي مشرانو، مدني فعالانو او ځینو نشنليسټو پښتنو سره د اړیکو تارونه غځول و.
له استثنا پرته، پویان له هغوی سره ناستې ولاړې لرلې، سیاسي او حزبي مجالسو ته ورته، له ځینو پاکستان مېشتو ملایانو سره یې په خپل کارځای کې لیدنې او جدي ‌غونډې کولې.
د کونسلګري ځینې ماموران وايي، د پویان د ماموریت په دوره کې په پېښور کې د افغانستان کونسلګري د ډېورنډ ها غاړې مهاجرو او سیاستوالو له‌پاره په نهایت فعال دفتر بدله شوې وه.
پویان هلته د پښتنو په منځ کې داسې سیاسي ساه پو کوله چې د ډېورند په اړه د دوی خاموشي د پښتنو د ابدي جلاوالي لامل کېدای شي
دغه راز هغه په ډاګه کوله چې د پاکستاني استخباراتو له سیوري سېوا د قبایلو د اړیکو یو وار بیا غښتلي کول کولای شي، نه یوازې دا چې د ډېورنډ په اړه د پاکستان اقدامات خنثا کړي، لا کېدای شي د طالبانیزېشن پښتون‌محوره لمبه خاموشه کړي.
دا هغه څه وو چې پویان غوښتل، خو پاکستان یې په اړه تر حد زیات حساس دی.
د پویان د ماموریت تر ټولو جدي چاره له پاکستان مېشت افغان طالبانو سره د هغه پټې ناستې وې، اکثره افغان طالبان د پویان دفتر ته په پټه راتلل او دغه راز ناستو ځینې وخت ساعتونه دوام کاوه.
سرخط ورځپاڼې ته په لاس ورغليو مالوماتو کې راځي چې په پېښور کې د افغان کونسلګري په چاپېریال کې به ټوله ورځ د ای‌ايس‌ای ماموران په څارنه بوخت وو او په دې کې هم هیڅ راز شک مه کوئ چې په کونسلګرۍ کې یو تعداد محلي ماموران د پاکستاني استخباراتو ډیټا ټولوونکي ماموران دي.
د پویان قضیه یوازې د هغه تر برطرفۍ یا په بله اصطلاح تر تبدیلۍ نه رامحدودېږي.
کابل ته له رسېدو سره سم ولسمشر غني پویان د یو بل مکتوب په ترڅ کې په کراچۍ کې د افغانستان د کونسل په توګه، د پاکستان حکومت ته ورمعرفي کړ، خو له تېرو دوو میاشتو راهیسې په کابل کې د پاکستان سفارت پویان ته وېزه نه ورکوله.
پاکستان د پویان په اړه کوټلی انکاري دریځ و نه نیو، خو هغوی هيڅکله نه غوښتل چې پویان یو وار بیا د یوه ډیپلوماټ په توګه د پاکستان پر خاوره پښه کښېږدي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت څو ځله د پویان د موضوع په تړاو د پاکستان له بهرنیو چارو وزارت سره اړیکه نیولې وه، خو دې ټولو هڅو د پویان د مرګ تر ورځې نتېجه ور نه کړه.
جالبه دا ده ‌چې د پویان په هکله پاکستان د نه ځواب هم نه ورکاوه، مګر د هو ځواب د پویان وېزه وه ‌چې نن په سبا ځنډېده.
۴۰۲يمه کوټه او د پویان وژنه؛
پر کانټینينټل برید کوونکي په یو وار له لومړي پوړه، څلورم پوړ ته نه دي رسېدلي.
د پېښې عیني شاهدان وايي، په یوه وخت په څلورو منزلونو کې بریدونه پیل شول، له برید کوونکيو سره خطرناکې اور اچوونکې وسلې، مرمۍ او هومره زیات ګرنېټونه وو چې په یو ځل او د شپږو کسانو په اوږو وړل یې تر باور پورته خبره ده.
چې په لومړي منزل کې ډزې پیلېږي، پویان او ملګري یې دروازې ته کوچونه ږدي، خو په همدې وخت کې ور نه دی خلاص شوی، اما کوټې اور اخیستی دی؟؟؟
دلته د صحنې د حاضرانو دوه ډوله شاهدۍ او بیانونه موږ د قضیې عمق ته متوجه کوي؛
څو کسان اعتراف کوي چې برید کوونکيو له افغان وګړيو غوښتل چې یوې خوا ته شئ او په بهرنیانو پسې ګرځېدل، خو په لابي کې یې بیا افغانې مېرمنې او ماشومان هم ویشتلي دي.
هو تر یوه ځایه د دې خلکو ادعا سمه ده، ټول افغانان یې نه ویشتل، خو هغوی چې په څلورم او درېیم منزل کې کوم خلک وژلي، هغوی ټول مطلوب، له مخکې په نښه شوي او یو تعداد یې د ترهې د خپرولو له‌پاره په لاره کې ټپیان کړل شوي ‌دي.
ترهګر تازه هوټل ته نه دي‌ داخل شوي، له دوی سره نه یوازې له داخله همکاري شوې، بلکې ښايي یو تعداد یې په هوټل کې د مېلمنو په توګه مېشت شوي وو.
د پویان کوټه یوازینۍ کوټه ده ‌چې کانټینينټل ورڅخه اور اخلي او دا هم ویلای شو چې یوازېنۍ کوټه ده چې اور ور اچول شوی دی.
د قضیې بل اړخ؛
د پېښې یو عیني شاهد د طلوع د خبریال په توګه، ظاهراً‌ د پویان مېلمه عبدالحق عمري دی.
هغه کلونه کلونه په پېښور کې د طلوع خبریال و او ډېر وخت به د یکې‌یوه افغان خبریال په توګه په هغو صحنو کې په پېښور کې حاضر و چې پاکستانیو پوځیانو او استخباراتو به هلته حتا اکثره پاکستانیو خبریالانو ته د ورود اجازه نه ورکوله.
د عمري د هغه وخت د راپورونو ماهیت چې یوټیوب یې ښه مرجع ده، که تاسې وګورئ، نو اصول ایجابوي چې له عمري څخه په پاکستان کې د خبریالي د مهال د ازادي کارولو راز او هنر وپوښتل شي.
خبریال عبدالحق عمري د کانټیننټل د پېښې پر مهال ادعا کوي چې د پویان مېلمه و.
هيڅ ژوندی شاهد پاتې نه دی چې د عمري مېلمستیا تایيد کړي، خو عمري له لمر ټلوېزیون سره په سبا شپه ډېره جالبه مرکه کوي.
هغه وايي، برید له اوله پوړه پیل شو، نیم ساعت وروسته څلورم منزل ته برید کوونکي راغلل، موږ دروازه تړلې وه، مېزونه او څوکۍ مو دروازې ته کېښودل، بیا هغوی کوټې ته اور راواچاوه…
خبریال پوښتي چې دروازه یې ماته کړه، عمري وايي نه.
عمري بیا ګډې وډې پیل کړي؛
دروازه یې وویشته، زه بلې کوټې ته ولاړم… نه دروازه خلاصه نه وه، کوټې ته یې اوراچوونکي مواد را وغورځول، له کوټې بلې کوټې ته لار تللې وه، زه هغې کوټې ته لاړم، د پویان وراره ځان د لاندې غوځار کړ، فرزان چیغې کړې چې وسوم…
بیا وايي، زه بلې کوټې ته ولاړم هلته اته ګارسونان وو… هلته یو ګارسون و،… ګارسون وویل، دلته چا څه شیان راوړل.
او بالاخره عمري وايي چې زه تر سهاره د هوټل څنګ ته ولاړ وم. دا ادعا هم کوي چې تر څلور بجې ځانګړي یا عملیاتي ځواکونه هوټل ته نه وو را رسېدلي…
چې د برید په پیل کې عمري له هوټله وتلی او ځواکونه یو ساعت وروسته هوټل ته ورسېدل او عمري ‌هم د هوټل مخ ته یا څنګ ته ولاړ دی، ‌نو دا ادعا څه د غور وړ ده ‌چې ده ځواکونه نه دي ‌لیدلي.
که تر څلور بجې ځواکونه د هوټل چاپېریال ته چې عمري پکې و، نه دي رسېدلي؛ نو واقعاً موږ د مرګ لایق ملت یوو او د دریو واړو امنیتي نهادونو مشران، افسران او منصبداران باید په دار وځړول شي او که وګڼو چې حقیقت هم داشی دی ‌چې متقابل بریدونه تر دوولس بجې مخکې شروع شوي؛ نو عمري د هوټل په کومه ساحه کې ولاړ و چې ادعا کوي ځواکونه تر څلورو بجو نه وو رسېدلي؟
د عمري په مرکه کې ستاسې یو زر سوالونه په یو زر نورو سوالونو او ذهني‌جنجالونو بدلېدای شي.
کریمنل کوروکي، تحقیقات او ساحوي انسداد حکم کوي چې د پېښې دغه ډول ضد او نقیض بیان ورکوونکي په اول قدم کې د تحقیقاتو له‌پاره دستګیر کړي.
عمري چې په دې وروستيو کې په ګردېز کې و، کابل ته ولې راغلی و، ايا دفتر يې پرې خبر و، که نه؟ زموږ مالومات دا دي چې دفتر يې خبر نه و.
پويان په همدې کوټه کې دوې مياشتې تېرې کړې، د وتلو لار نه ده ورته مالومه، فرزان نه‌شي وتلای، د پويان وراره لاره نه‌شي موندلای، خو عمري په همدې لومړي ځل راتګ بيا داسې بلد شو چې ټول شهيدان شول، ده لاره پيدا کړه او ژوندی ووت؟
اخېري ټکی دا دی چې د عبدالحق عمري د مرکې پر بنیاد هغه یو ګارسون چې ده ته یې له مخکې هوتل ته د څه ناپېژانده توکيو د وړلو خبره کړې او بیا هغه اته نور ګارسونان چې دی ورسره یو ځای شوی، هم ونیول شي او ځنځیري پوښتنې پلټنې وشي چې عمري دا ټول مالومات د مسوولیت پر بنسټ شریکوي، که په صحنه کې په خپل حضور او دلیل یې خاورې اړوي.
دغه راز د عمري له مالوماتي نقشې او ادعا سره باید د اطاق موقعیت، د څنګ اطاق، د اور بڼه، د دروازې خلاصېدل او حتا له پویان سره د ده د ملاقات ضرورت او حتا د پویان او عمري ټليفوني مکالمې واورېدل شي.
نو؛
دلته هره پېښه په خپله خېټه کې سل نورې پېښې او داستانونه لري.
دا اسانه ده چې که عمري په حقه وي، یوازې د وارخطایي له امله ګډې وډې وايي چې موږ ټول بښنه ځنې وغواړو، خو دا سخته ده چې یو عیني شاهد چې مهم مالومات وړاندې کوي، خو لکه د نقشې ماتې ټوټې هيڅ سر سره نه خوري او بیا هم عادي وګڼل شي او د کانټیننټل پېښه شهیدانو ته په یوه دعا او جنت غوښتلو پای ته ورسوو؛ نو زموږ خلک پسونه او ترهګر پرې د پاچاهي لایق دي.
که د کانټیننټل اصلي عاملان پیدا شول، ‌په یقین وایو چې افغان امنیت د سلو مخکېنیو پېښو عاملان موندلي دي.

سرخط ورځپاڼه
 
بېرته شاته