لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
15.05.2018 د ښاغلي صميم مضمون شعرونه 09.05.2018 د ښاغلي غزت الله ځواب شعرونه 24.04.2018 د ښاغلي شرر ساپي شعرونه 27.03.2018 د ښاغلي فریدون فطرت شعرونه 22.03.2018 ښاغلي حيران شينواری شعرونه 18.03.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 17.03.2018 د ښاغلي جاويد ودان شعرونه
 
له کلي ووځه، خو د نرخه نه!
لیکوال: ډاکټر ګل مرجان منګل   نېټه: 28.01.2018   خپرونکئ:   سمسور  

 افغانستان له مختلفو قومونو جوړ شوی، ګډ کور دی، د افغانستان د اساسي قانون څلورمه ماده، څلورمه فقره حکم کوي او واضح وايي چې د افغان کلمه پر ټولو افغانانو اطلاق کوي، هر هغه څوک چې په دې خاوره کې ژوند کوي افغان دی، دا په یو خاص قوم پورې اړه نه لري.


افغان کلمه یوازېنی ارزښت دی چې د همدې جغرافيې ولس تر یو چتر لاندې سره راټولولای شي، ځکه موږ بل داسې څه نه لرو چې د ټولو ولسونو سره ګډ وي، ځکه ویلای شو چې د افغان د کلمې پر وړاندې چې هر څوک درېږي او نه یې مني هغه د ټول ملت دښمن دی، باید افغانان یې په ګډه مخه ونيسي.
کله چې موږ د همدغې جغرافیې ټول اوسېدونکي افغانان یوو، بیا نو یو تعداد ولې له افغان کلمې سره مخالفت وکړي؟ ولې د افغان کلمه و نه مني؟
یوه ساده پوښتنه، کله چې یو ایرانی یا کوم بل بهرنی له همدغو افرادو او اشخاصو څخه چې د افغان کلمه نه مني، پوښتنه وکړي چې ملیت( Nationality ) دې څه شی دی؟ د دوی ځواب به څه وي؟
واضح خبره ده چې د همدغه افرادو ځواب به افغان وي، کله چې افغان یې او د افغانستان اساسي قانون هم امر کوي بیا نو په کوم دلیل د افغان کلمه ردوې، نه یې منې؟

څه خبره ده چې یو کم تعداد د افغان کلمه نه مني؟
دلته یو څه شته، هغه دا چې همدغه د افغان کلمې مخالفان چې شمېر یې په فيصدي کې هم نه راځي، غواړي یو ملت له منځه یوسي، د دوی په خولو کې ایران او پاکستان ژاولې ورکړې دي، په پرديو ژاولو خولې وهي.
خدای حاضر دی چې موږ اکثراً ډېر احتیاط کوو، نه غواړو چې پر ژبنيو، قومي، سمتي او مذهبي مسایلو باندې تماس ونیسو، خو تر کومه به موږ حوصله کوو؟ او تر کومه به موږ دا روژه نیولې وي!؟

یو څو د ګوتو په شمار افرادو او اشخاصو هټۍ یا دکانونه خلاص کړي دي، له ایران او پاکستانه همدغه د نفرت، تفرقې او له یو بله د کرکې تخمونه راوړي، د خلکو تر منځ یې لکه زهر کري، کله یې د پوهنتون او دانشګاه خبره راپورته کړې وي، کله د پښتو او فارسی خبره او کله هم د افغان خبره، همدارنګه یې همدغو توکیو ته د تعصب او کرکې هټۍ خلاصې کړې دي، د کرکې توکي پکې سودا کوي، یو تعداد متعصب، په سترګو ړانده او په غوږونو کاڼه افراد او اشخاص ورځي سودا ورځنې کوي، همدغه دکانداران خپل لوکس ژوند لري، ښې پرېمانه سرمایې لري، یا يې پرې جاسوسي پیدا کړي او یا یې د ملت مال غلا کړي، ښې ښايسته ماڼۍ لري، ژوند یې ښه اسوده تېرېږي، خو مشتریان یې چې په کور کې د سونګ توکي نه لري چې کوټه ورباندې ګرمه کړي، ډاکټر ته د ناروغ ماشوم فیس نه لري، په وچه ډوډۍ په مړه ګېډه موړ نه دی، بیا هم د همدغه خدای ناترسه او د پردیو جاسوسانو پل نیسي، څه چې هغوی په خوله کې ورکوي دوی ورباندې شخوند وهي، ډېره د تعجب او خپګان خبره ده.

بالمقابل دا سوال نه ورسره پیدا کېږي چې له ايران او پاکستانه د نفرت د توکیو سوداګر ولې دومره شتمن دي، زه ولې دومره بې‌چاره او غریب یم؟ ایا همدغو تجارانو کله هم د دوی د غربت پوښتنه کړې ده؟
دغه کسان چې د افغان د کلمې مخالف دي دوی څه غواړي؟
لکه چې وړاندې هم ورته اشاره وشوه همدغه افراد او اشخاص چې افغان نه مني او یا نورو سمتي، قومي او ژبنيو مسایلو ته لمن وهي یوازېنی هدف یې خپلو اجنبي بادارانو ته د خپلې مزدوري او چوپړ ثابتول دي او په خوا کې د یو څو پیسو تر لاسه کول، همدارنګه د ځینو ناروغو افرادو پر ځان راټولول دي چې په ټولنه کې ځان مطرح کړي. هغوی ته په دې نوم چې ګويا هویت، ژبه، قوم او دین دې په خطر کې دي، ورباندې د شخصي ګټو په خاطر تجارت وکړي.

که څوک یې مني او یا یې نه مني په ټوله نړۍ کې د اکثریت او اقلیت اصول، رواج او قانون شته او پلی کېږي، خو په افغانستان کې همدغه اصل بلکل له پامه غورځول شوی دی ځکه خو یو تعداد افراد د خپلې کمپلې پښې اوباسې او ناوړه سو استفاده کوي .
که له حقیقت څخه څوک سترګې نه پټوی موږ هم د همدغی نړۍ برخه یو باید ټول افغانان همدغه اصل په پام کې ونیسي، دا که څوک مني او یا یې نه مني په افغانستان کې پښتانه غوڅ اکثریت دی، څنګه چې د نړۍ دستور او رواج وي افغانان هم د نړۍ له اصولو نه‌شي وتلای.

وايي چې کوم کور ته غل ورغلی و، په داسې حال کې چې د کور خاوند ویښ دی، ځان یې غلی نیولی و، غل په کور کې اخوا دې خوا تاوېږي چې یو څه پیدا کړي، که ګوري تر کټ لاندې يې یوې بوجۍ ته چې د تخم غنم پکې و، لاس ور اوږد کړ چې راکش یې کړي، په دې ځای کې د کور څښتن ورباندې غږ کړ، چې په دې به سره خپه کړو!

هغو افرادو او اشخاصو ته چې له افغان او افغانستان کلمو سره حساسیت لري، باید پوهه شي چې افغان او افغانستان د افغان ولس له‌پاره سره کرښه ده، په دې باندې بحث کول هم افغانانو ته د منلو وړ نه دي، د تغيیر ورکولو او له منځه وړلو خو يې سوال نه پیدا کېږي، ځکه متل دی چې وایې له کلي ووځه، خو له نرخه نه!
افغانستان خواره ډیرې ستونځې او ډیر مشکلات لري، که په چا کې همت وي نو همدغه شته ستونځې او مشکل د حل کړی نورې ستونځې د افغانانو ته نه پيدا کوي.

وړاندیز
دا چې څلوېښت کاله کېږي په افغانستان کې جګړه ده، د افغانانو له‌پاره لومړی تر ټولو مهمه خبره د جګړې له منځه وړل دي، ځينې هېوادونه په تېره بيا همسايه ایران او پاکستان دلته د خپلو لاس‌پوڅو په لاس داسې تکتیکونه او مانورونه په کار اچوي لکه قومي،سمتي، ژبني او مذهبي مسایل چې جګړه دوامداره وساتي، افغانانو ته فرصت په لاس ور نه‌شي چې د مېز پر سر سره راټول د حق غوښتلو او حق ورکولو غوښتنه له یو بله وکړي، ځکه خو د افغانانو له‌پاره په کار ده چې لومړۍ جګړه له هېواده وباسي بیا د میز ته سره کښېني، مالومه کړي چې چا د چا حق خوړلی دی. تر هغه چې د ایران او پاکستان لاس‌پوڅي ژبنيو، قومي، سمتي او مذهبي مسایلو ته لمن وهي جګړه به دوام لري، جاسوسان او غله به شتمن کېږی، پاتې اکثریت هېوادوال به ورځ تر بلې بدبخته کېږي.
له بدبختيو د خلاصون يوازېنۍ لار د افغانانو تر منځ رښتينی ملي يووالی دی او بس.

سرخط ورځپاڼه
 
بېرته شاته