لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
10.01.2018 ارواښاد عبدالروف قتيل خوږیاڼی 22.12.2017 د ښاغلي ميوند قرار شعرونه 22.12.2017 د ښاغلي عرفان الله بیدار شعرونه 30.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه 20.11.2017 د ښاغلي هدايت الرحمن يار شعرونه 15.11.2017 د ښاغلي نیازالدین باچا شعرونه 09.11.2017 د اغلې ذکيه باران شعرونه
 
زموږ حکومت، کوم حکومت؟
لیکوال: سرخط ورځپاڼه   نېټه: 28.01.2018   خپرونکئ:   سمسور  

 هيټلر وايي، کله چې محکوم او مجبور انسان تبسم کوي، جابر او په جګړه کې بريالي خلک د خپلې کاميابي لذت نه‌شي حس کولای، خو برعکس دلته چې چاودنه وشي، ټولې رسنۍ لاشعوري د جګړه‌مار طالب د کرايې لاوډسپېکرونه شي، زموږ ساندې د طالب د زړه راګونه دي چې هره نغمه يې د کپچه مار غوندې له خونده خمار خمار کوي. 

پوښتنه دا ده چې موږ کولای شو ستونزه يوازې د رسنيو په غلي کولو پټه کړو؟ ستونزه په نه يادولو ورکېږي؟ نه! هيڅکله نه!

د ژورناليزم يو مهم کار همدا دی چې واقعيتونو ته انعکاس ورکړي، ژورناليزم اجراييه قوت نه دی چې خلک خپلې ټولنيزې اړتياوې پرې تمثيل کړي.
له خلکو سره دغه پوښتنه تر اوسه پوښتنه پاتې ده چې حکومت څه کوي؟

د ملي امنيت اصلي دنده څه ده؟ 
په دولتي يونيفورم کې ننوتلي پر چيک پواينټونو ولاړ کسان څوک دي چې د جوارو دست‌فروشان تر نرو لېنګو تلاشي کېږي او ځانمرګي تر کانټينينټل، کورنيو چارو وزارت، صدارت څلولارې، ارګ، زنبق څلولارې او... پورې سهي سلامت په پوره تمرکز رسېږي؟
د تورو ښيښو دا ترخه ترخه لنډکروزونه څوک ګرځوي چې نه يې عسکر د تلاشي حق لري، نه يې ټرافيک د سټاپ په ډنډه مهارولای شي؟

ارګ په څه لګيا دی؟ 
د سر اعلی قوماندان سر به څوک ورخلاصوي چې ته ولسمشر يې او ولسمشر چې بيا د قوماندې څوکه نيولې وي صلاحيتونه لري، صلاحيتونه کارېدای شي او کارېدل يې ګټه لري. دا خو بديهي خبرې دي، دا خبرې خو داسې دي لکه چا ته چې وايې، ډوډۍ د خوراک شی دی، خوراک د مړېدو له‌پاره ګټور دی، کوه يې!
ولې ولسمشر د دغسې چاودنو په بدل کې د خپلې قضا او محکمې پاس کړې دوسيې او احکام نه‌شي تعميلولای؟ ايا زموږ ژوند په قصاص کې نه دی!؟ ولې طالبان چاغېږي، ولې ستا زندانونه د لنډيو مارانو په سوړو بدل شوي، په دغو پنډغالو کې پراته قاتلان ولې ستا د فرمانونو په شپېليو له دغو غارونو بېرته ژوندي راوځي؟

که څه هم نن د دغو حسابونو وخت نه دی، نن زما د ملت په حساب ۱۰۰ کورنۍ د خپلو شهيدانو سر ته ناستې دي، تر سل دقيقې په کم وخت کې سلګونه ماشومان يتيمان دي، موږ خو ۹۹ فيصده مسلمانان يوو، زه باوري يم چې په دغو شهيدانو کې به هر يوه د نبي د امت ډېرېدو ته کار کړی وي، خو د نبي کوم امت؟ هغه چې طالب ثوابونه پرې ګټي؟ د دغو شهيدانو تورسرې سرتورې شوې او د خپلو اسرو سر ته کښېناستې، نه نه سر ته يې هم نه دي ناستې، بلکې په توره شپه په کرايي موټرونو کې د اوښکو او سلګيو په بدرګه شفاخانه په شفاخانه په سويو غوښو او ماتو هډونو پسې ګرځي، موږ چېرته ولاړ شو!؟

طالب دښمن دی، دښمن ته فرمايش نه کېږي، بيا د افغان په سر کې کله هم دښمن ته د زارۍ بې‌غيرتي نه را ګرځي، افغان هر څه منلای شي، خو خپل مرګ د بدماش دښمن تر يوه شېبه زغم زر ځله غوره ورته ښکاري.

ولس ولې طالب ته لاس تر زنې ناست دی؟
لنډه خبره دا ده چې افغانان خپل حکومت بې‌غيرته کړي، د سولې درواغجنه داعيه يې په‌کې ګډه کړې ده، افغانان چې د زړه او خولې خبره يې يوه ده، پر بل هم همدا باور کوي. حکومت که د ولس په وينو کې لامبو نه وهلای، د طالب د تېغ رحم ته به يې په شکېدلي ګرېوان د سولې سولېدلې او توهين شوې کلمه کښته پورته نه کولای!

که حکومت ګنګس وي چې له طالب سره څه وکړي، لنډ ځواب دا دی، له طالب سره دې هغه څه وکړي چې طالب يې له موږ سره کوي، خو وېره دا ده چې هسې نه دا حکومت زموږ نه وي، که زموږ وای، زموږ به يې اورېدلې وه، زموږ د سلګيو په شور به يې غوږونه څک شوي وو. قراني لاره هم همدا ده، الله تعالی فرمايي؛ «فَمَنِ اعْتَدَىٰ عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُوا عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَىٰ عَلَيْكُمْ ۚ» [۱۹۴ البقرة]
ژباړه؛ که څوک پر تاسې تېری وکړي، تاسې هم پرې هماغه ډول تېری وکړئ.
نن طالب څه کوي، حکومت څه کوي؟ طالب د تذکرو مامور د موچي په تار حلالوي، د ذبح وېډيو پر فېسبوک درته خپروي، د حکومت مشران يې وروڼه بولي. 
سر اعلی قوماندان ځان ته چکچکې کوي، ملا هبة الله په هلمند کې د خپلو جګړه‌مارانو د جنګ په سرخط کې ناست وي او د جګړې قصېدې ورته وايي.

طالبانو د ملا رسول په اړه د هغه تر معنوي حذف پورې تبليغ وکړ، د حکومت وياند په سلماني کې په تار د مخ اضافه وېښتان کاږي، طالب په کليو کې هر څه يرغمل کړي، چارواکي په ترکيه کې کورونه اخلي، طالب هره ورځ يو ليکوال، يو مفکر، يو انجنير، يو عالم، يو معلم، يو مامور او... ترور کوي، حکومت په څرخي پله کې په طالبانو د هغوی ښځې نيسي، خيمې يې ورته جوړې کړې دي او لګيا وي، د جنسي لوږې غم يې هم ورسره دی، معصوم ستانکزی خدای له نومه معرفي کړی، ملي امنيت د معصوميت اداره نه ده، ملي امنيت د هېواد د دفاع د قاطعيت سنګر دی، په چيندروکيو بازان نه ګيرېږي.
ولې؟ په کوم منطق دغه خبرې ننګولای شئ؟ په شرعي، په فلسفي؟ په عقلي؟ په څه شي!؟

طالباني تبليغ په کومه کچه؟
د عامه افکارو اغواء طالب تر دې حده د خپل چپ لاس چاره ګرځولې چې د هېواد وګړي يې په «ملکي او نظامي» وېشلي دي. رسنۍ، عام مجلسونه، فېسبوکي پوسټونه او ډېر نور لاشعوريان د دښمن دغه زهر لا لېرې پسې پاشي، دې ته يې پام نه دی چې که نظامي نه وي، د ملکي په جېب کې دې څوک له کبره نسوار هم نه توکوي. همدا نظامي دي چې ملکيان د ښځو تر څنګ پراته دي. د وطن د دفاع هغه عسکر چې په يوه وچه پوسته کې پروت دی، د شرابي چارواکي او ستا د رسنۍ دغه وېش به يې په مورال کومې لوبې نه کوي؟

چارواکي څه کوي؟
چارواکي د تاتاريانو د دورې د بغداد د هغو مشرانو په څېر په جام او خم کې ډوب دي چې د اقتدار ملا يې خم شي، هم يې سترګې نه‌شي غړېدای. کله يې سکسي وېډيو را ووځي، لوی ګګر يې پر ۱۴ کلنه ور ولاړ شوی وي، کله د ۵۰۰ کلدارې په زور هلک ته د لواطت زارۍ کوي، کله په هند کې د نجونو په ليسټونو کې ټيټ عمرې لوړ قيمته پيدا کوي او کله په پرديو هوايي ډګرونو کې د خپل ملت دروېزه کړې پيسې ورسره ګير شي. دا يوازې ستونزې دي، موږ ته د ستونزو په بيان هم ځان اسمان ښکاري، خو چې څنګه مو وينې ځمکه وڅښي، په هغه ورځ بېرته د خوشالۍ سلفيان اخلو. موږ په يوه داسې خوب ويده يوو چې تر را ويښېدو وړاندې وژل کېږو.

طالبه ستا په جګړه کې د تقدس بوی شته؟
زموږ د جګړې درې اړخونه ډېر يادېږي، ايډيالوژيک، استخباراتي او اجتماعي ـ اقتصادي. په ايډيالوژيک اړخ يې ګڼ بحثونه شوي، د طالب جګړه د نړۍ د هيڅ اسلامي معهد له خوا د تاييد د فتوا مُهر نه لري. استخباراتي کرايه‌توب د طالب له هغې ورځې ثابت دی چې بادار يې سفير پر امريکا لوڅ لغړ خرڅ کړ، خو بالمقابل زموږ استخبارات يوازې د سرک د سر د جايزو چای‌فروشان يو دوه ساعته توقيف‌خانې ته بيولای شي او بس!
ځانمرګی هغه وخت پېژني چې والوځي، د طالب پلان هغه وخت تشريح کوي چې تر سره شي او...

په اجتماعي او اقتصادي اړخ کې د حکومت پڅه تبليغاتي دستګاه، د پوهنتونونو کمزوری او حتا جنګي ثقافتي مضامين، د منبرونو موميايي‌توب، د اعلاميو معلوليت او... بې‌کاري، داخلي فساد، تبعيض، زورواکي، د قانون استثنايي تطبيق او... دي. 
د طالب پر تناقضاتو به بل وخت غږېږو، خو نن دومره ورته وايوو چې که بالفرض په چاودونو کې ستاسې اهداف مباح الدم هم وي، بې‌ګناه خلک چې ديت يې لازم دی، څنګه کوئ!!؟

ايا دغه مکرر ځانمرګي د قتل خطا په زمره کې راتلای شي، دا خو قتل عمد دی، ځکه قتل خطا په هغه وخت کې ورته وايي چې سل فيصده احتمال نفې وي، نه لکه ستاسې چې د خدای صلاحيت مو په لاس کې اخيستی وي، څوک په اصطلاح جهنم ته ټېله کوئ، څوک جنت ته اچوئ!!؟ ستاسې کومه يوه وشمېرو!؟ کاشکې تاسې د مباحثې يو فکري جريان وای، تاسې خو د سوټي او لاټۍ خلک ياست!
د موزيګي شلېدليه کټه!
چې زه دې لنګه ټينګوم بازو دې ځينه

سرخط ورځپاڼه
 
بېرته شاته