لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
15.05.2018 د ښاغلي صميم مضمون شعرونه 09.05.2018 د ښاغلي غزت الله ځواب شعرونه 24.04.2018 د ښاغلي شرر ساپي شعرونه 27.03.2018 د ښاغلي فریدون فطرت شعرونه 22.03.2018 ښاغلي حيران شينواری شعرونه 18.03.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 17.03.2018 د ښاغلي جاويد ودان شعرونه
 
فکري روزنه
لیکوال: بصيرالحق عادل   نېټه: 10.03.2018   خپرونکئ:   سمسور  

 زموږ په ټولنه کې يو شی بايد موږ ومنو چې فکراً کمزوري يوو او په ډېرو کمو مسايلو باندې سرسري پوهېږو يا يې ترې بل هدف اخلو، خو پر ژورو اړخونو يې هغه وخت پوهېږو چې اوبه له ورخه تېرې وي.

له يوې خوا خو زموږ د ټولنې ډېری برخې له لسيزو راهيسې له علمه محرومې پاتې شوې دي، بل پلو مو د لوستو کسانو کچه هم په هماغه اندازه چې بايد پوه وای، نه ده. که يا لوستي کسان لرو دې وطن ته يې ګټه نه رسېږي يا خو له هېواده دباندې دي او يا په هېواد کې دننه پر سياسي او نورو حرکتونو بوخت دي.

زموږ ټولنه په فکري برخه کې ډېر کار ته اړتيا لري، موږ ته تر اوسه پورې خپل دين، مقدسات، ملي شتمنۍ او ټول هغه څه چې لومړی موږ د مذهب په سترګه او دويم د کلتور په سترګه ورته ګورو ناسم راته تعبير شوي دي.
د اسلام مقدس دين د نړۍ تر ټولو سپېڅلی دين دی او موږ په دې هم عقيده لرو، خو زموږ د ديني عالمانو داسې مېتود نه دی زده چې له مخې يې زموږ خلک پوه کړي او د دوی فکرونه وروزي او نه مو ولس په داسې ډول پوه شوی دی چې د عالم او عام سړی چې د ملا په نوم خلک تېرباسي توپير وکړي؛ نو ځکه مو خلک له خپل دينه هم تر ډېره ناخبره دي.

دويم، زموږ کلتوري برخه ده چې ځينې کسان پرې سختې نيوکې کوي، سره له دې چې دوی پوه دي، زده‌کړې يې کړې دي، خو ولې ځينو کلتوري مسايلو ته په منفي نظر ګوري، زه به يوه بېلګه وړاندې کړم؛
موږ لومړی د اسلام مقدس دين ته تسليم خلک يوو، هر هغه څه چې زموږ په دين کې ترې منع شوي يوو نه يې کوو او چې امر راته شوی دی بايد و يې کړو او دا راباندې لازم دي، دويم موږ ځينې مسايل په خپل کلتور کې ګورو که کلتوري اړخ يې لاره، يا يې له فرهنګ سره جوړه وه؛ نو کوو يې که نه ترې تېرېږو.

زموږ دين راته وايي چې ښځې بايد حجاب وکړي، که دباندې ټولنې ته راووځي هم اصول ورته ټاکل شوي دي، له خپل دينه بايد سرغړونه و نه کړي.
بل پلو کلتور تاريخ هم راته وايي چې پښتنې سترې دي او حجاب بايد وکړي، يو شاعر وايي؛
حسن چې بې‌ستره شي بې‌قدره شي
ځکه پښتنې مخونه پټ ساتي

دا زموږ په ټولنه کې يو دود دی چې نجونې بايد حجاب وکړي، ښه دليل يې دا دی چې موږ د مېلمنو او هغه خلک چې خپل مو نه وي يا ترې ستر/پرده کوو د دوی د مېلمه‌پالنې له‌پاره حجره لرو، د حجرې تاريخ زموږ په کلتور کې څرګند او پخوانی دی.
مالومه شوه چې هم راته خپل دين وايي چې بايد نجونې مو حجاب وکړي او هم کلتور، خو زموږ ډېری لوستي ځوانان چې نارينه و ښځينه دواړه پکې شامل دي پر ټولنيزو شبکو د نجونو د بې‌ستري له‌پاره کمپاين کوي، پر حجاب يې ملنډې وهي، کله يې د يوې ټولنې کلتور ګڼي، کله د بلې ټولنې. دلته مالومه شوه چې زموږ فکري پوهنه لږ ده، ذهنيت مو نه دی جوړ شوی، نه د خپل دين په اړه سمه پوهه راکړل شوې ده او نه د خپل کلتور او تاريخ په اړه، دا يوازې يوه بېلګه وه نورې هم ګڼې بېلګې شته.

سره له دې چې ۲۱ مه پېړۍ د نړۍ د بدلون پېړۍ ده، چټک پرمختګ روان دی، افغانستان هم د نړۍ د يوې برخې په توګه لږو ډېر له بدلون او پرمختګه برخمن دی، موږ ټولنيزې شبکې لرو، پر ځای د دې چې د فکر جوړونې له‌پاره يې وکاروو، پر نورو منفي کارونو لګيا يوو، خپل کلتور خلکو ته ناسم معرفي کوو، د قوم په نوم د يو بل شخصيتونه وژنو او بې‌مانا سياسي او تکراري ليکنې کوو.

د فکر جوړونې او روزنې په برخه کې د دې ټولنې هر وګړی، که ملا دی، که عام افغان دی، که استاد دی، که ځوان دی او که پېغله بايد د خپل هغه دين چې د نړۍ تر نورو اديانو يې سپېڅلی ګڼو او هغه کلتور چې پرې وياړو، لومړی پرې ځان سم پوه کړو، بيا يې خپل راتلونکي نسل او نړۍ ته سم ور وپېژنو، زموږ اوسنۍ ډېری ستونزې د دې له امله دي چې فکري کمزورۍ لرو.

سرخط ورځپاڼه
 
بېرته شاته