لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه 18.07.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 13.07.2018 د ښاغلي اکبر سيال شعرونه 31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه 15.05.2018 د ښاغلي صميم مضمون شعرونه
 
ممتاز د هر عصر معاصر
لیکوال: صابر شينواری   نېټه: 13.03.2018   خپرونکئ:   سمسور  

 په زخمک زما سریزه چې په کتاب کې چاپ ده:


ممتاز اورکزی اوس په داسې مقام ولاړ دی چې د خپل دور متاثر کول یې شروع کړي دي او د رڼا د ويش کار يې په غاړه اخستی دی. هغه د ”زه په چاک پروت يم“ د شعري مجموعې په اشاعت مستند شو او د ”زخمک“ په چاپ سره به خپل تشخص د يو عظيم شاعر او آګاه دانشور په حيث لا توانا او واضح کړي. دده فن د هغه کسانو دپاره جواب دی چې فکر کوي چې دا ژبه د فارسي او اردو نه په روانۍ او خوږلت کې کمه ده يا دا ژبه د درنو مضامينو د بيان تاب نه لري. 
له ممتاز سره لفظونه عزتمن شي او د زمانې طنابونه را لنډ شي. ځکه خو هغه په لنډ وخت کې ډیر مزل طی کړ او د يو ځانګړي اسلوب، لب و لهجې او موضوعاتو سره مخ ته راغی. هغه د داسې يو دور شاعر دی چې پکې زاړه اصول، معیارونه او مفاهيم کار نه ورکوي نو ځکه خو هغه په دې درې واړو برخو کې تخليقي بدلونونه راوستل او پښتو ژبه او ادب يې يو قدم وړاندې راوستل. نو ځکه ویلی شو چې هغه د جدید عصر معاصر هم دی او د راتلونکي ډیر وخت معاصر هم. يو چا د داسې شاعر په هکله چې د اوږدې زمانې شعري او فکري ضرورتونه پوره کوي، د لا زماني معاصر اصطلاح کار کړې وه چې دده په هکله بيخي مناسبه راځي. او همدا د هغه د عظمت دليل دی. 
له هغه سره مزاحمت په ملائمت بدليږي او د سوالونو په بڼه زړه او ذهن ته لاره پيدا کوي. د کلک ادبي تربيت او د کلاس سره د مضبوط ربط په سبب د مزاحمت غږونو د هغه د شاعرۍ نه د فن ضرورتونه نه دي کم کړي بلکې په هر ډول حالاتو کې يې د جذباتي نعره بازۍ په ځای شاعري کړې ده. د هغه همه ګير فن د جديدو ذهنونو د تقاضا په تول هم پوره دی او روايت پسند پکې هم د خپل ذوق رنګونه ګوري. ځکه خو د هغه کتاب ”زه په چاک پروت يم“ د ملت د هرې طبقې له دروند هرکلي سره مخ شو. کتاب سره د ګران قيمته په مياشت دوه کې دننه په مارکيټ کې ناياب شو. له دې نه معلوميږي چې پښتون لوستونکی د ښه او بد کامل شعور لري او په هغه زړه ورسته خبره يو ځل بيا سوچ پکار دی چې د پښتو کتاب څوک نه اخلي. کله چې په کتاب کې داخلي دم وي نو ولې يې خلک نه اخلي. ”زه په چاک پروت يم“ د ممتاز يقينا claim to fame ثابت شو.
د ګلوبلائزیشن د دور ددغه شاعر مسئله او الميه دومره خطرناکه ده چې که يو ذی هوش او د بصيرت خاوند يې تش ادارک هم وکړی شي نو لوی کار به يې کړی وي. د هغه په دور هر څه خرڅيږي او د خرڅ دپاره هره لاره اختياريږي. تر دې چې علم هم اوس د عرفان په معنی کې نه دی پاتې بلکې علم هم اوس يو کاروبار دی چې ځمکه به نيسي، مريخ به تسخيروي او سرمايه به ګټي. د هغه قام د لويې ونې په ښاخ پورې هغه زوړنده زيړه پاڼه ده چې تند و تيزو بادونو ته مخامخ ده او هرې خوا ته يې خوزوي. د commodification په دې دور کې د هغه قام بيخي په دې خبر نه دی چې د هغه څه اړتياوې دي او هغه په کومه لاره لاړ شي. بلکې ددې قام په وجود کې خو اول زخم جوړ کړل شي او بيا ورته مرهم د انساني همدردۍ او احسان په شکل وړاندې کړل شي. د ګلوبلائزيشن د دور مجبور پښتون د خپل وجود د ضرورتونو کامل ادارک نه لري. دلته اول دده په وجود کې ضرورتونه پيدا کړل شي او دده په وجود کې لارې وويستل شي او بیا ورته وويل شي چې تاته دا ښه دي او په دغه لاره لاړ شه. د عالمګيريت د رنګ رنګ چلونو او ماهرانه فريبکاريو په وړاندې د علم او ټکنالوجۍ نه محروم قام يواځې د خپل چور تالان پخپله تماشا کولی شي. د نړيوال کلي د سفيد پوشه وسيدونکو خواهش دی چې هر څه دې مونږ توليد کړو او تاسو یې بايد قیمتا واخلئ. د هر څه تشريح دې مونږ وکړو او تاسو يې بايد د مستندې رايې په حيث تسليم کړئ. د ګلوبلائزيشن سره د ممتاز بدي د همدې ځای نه شروع کيږي. په دې تناظر کې د داسې ولس د شاعر ممتاز اورکزي د زړه په درد مونږ پوهيدلی شو او د هغه په فن کې د پروت کرب په راز رسيدلی شو. هغه او د هغه لوستونکي د ګلوبلائزيشن د علمبردارو د مستقيم يرغل سره مخ دي او براهِ راست متاثر دي. هغه چې دا شعرونه وايي نو په دې سيمه د عالمګيريت له تمام فعاليت نه پرده پورته کوي او د ځان د خړوبولو په خاطر د بل د تندې نه د وژلو کاروبار رسوا کوي. هغه د کور کلي يا د دوه سرحدونو عام جنګ نه يادوي بلکې د راپيښې مسئلې لوی فهم وړاندې کوي.

په ميرانشاه کې د يو رخت په دکان چور تالان وو
زما يو دوست پکښې کپړه د کفن اونيوله
د ماهيپر په مورچه زنو ژڼو زيرے کوم
د مار ګلې د سر مورچه خو دښمن ونيوله

ميرانشاه د ګلوبلائزيشن د غوښتنو د پوره کولو دپاره د ګلوبل قوتونو ايجنټانو او ګماشته ګانو وران کړ. د ماهيپر نه تر مارګلې پورې اور څه معمولي خلکو نه دی بل کړی، بلکې د هر شي نه د جنسِ زر د جوړولو (commodity) نړيوالو سوداګرو او د هغوی سيمه ايزه شريکانو بل کړی دی تر څو دا جنت نظيره وطن د اور په بټۍ بدل شي او بيا دا اور ورو ورو منځنۍ ايشيا، چين او د روس لمنو ته هم انتقال کړل شي او هلته هم خلک يا اسلام وغواړي يا نام نهاد جمهوريت. او دوی زر زر سيمې ته ننوځي او د بيلا بيلو ډلو د اړتيا وړ تمام شيان مهيا او خرڅ کړي. داسې به دوی په سيمه کې شتون هم پيدا کړي. د ترکيې د چاودنو نه نيولې، تر شام، عراق، ليبيا، يمن، يوکرين، او زمونږ تر خاورې پورې بل شوی اور ټول د منډهۍ د تلاش نتيجه ده. د ګلوبلايزيشن نمائندګانو ددې خاورې د ولس نفسيات او کړه وړه تشخيص کړي دي نو ځکه يې د خپلو ارادو د عملي کولو او تقويه کولو دپاره دا تر ټولو مناسب ځای ګڼلی دی. ممتاز اورکزی د همدغه غم شاعر دی چې په مشکلاتو کې ګير دې ولس ته شعور ورکړي او د مسئلې د اړخونو نه يې آګاه کړي. د هغه حيران او پريشان ولس چې ټول وخت د ذات د دفاع او بقاء د مسئلې سره مخ دی، خپل حال ته ګوري او دی د هغوی حال ته ګوري. مونږ دا سوچ کولی شو چې د داسې شاعرۍ د تخليق په وخت به هغه د عذاب د کومو مرحلو نه تير شوی وي.

دا کرامت وو د ولي چـــې يې هر څۀ پريښودل
مــــــونږ هره ستونزه د ولي په کرامت پريښوده
څۀ مهذب يو د برباد، برباد وطـــن قصه مو
د زيړو پــــــــــــاڼو د اخبار تر مذمت پريښوده

د هغه د لاندې بيت مطلب د ځان نه خبراوی دی. هغه د پښتون ځوان نه د خوشحال خان په شان مبارز او د پښتنې پيغلې نه د ملالۍ په شان د توانا آواز د جوړولو خواهشمن دی او همدا د ستونزو نه د راوتلو لار ګڼي. خوشحال خان او ملالۍ د آګاه پښتنو نمائندګي کوي او ممتاز هم د آګاهۍ غوښتونکی دی. 
ممتازه زوی ته مې ديوان د خوشال خان هديه کړو
لور مې اوده د ملالۍ په حکايت پريښوده

د ګلوبلائزيشن په سياق او سباق کې ددې شعر تشريح داسې کيدی شي چې راځئ چې د خپل قام او کلچر په مسائلو او تاريخ ځان خبر کړو او د خوشال د ديوان او د ملالۍ د حکایت نه د تر لاسه شوي انقلابي شعور او د بدلون د خواهش په مرسته د خپلو وګړو دپاره د معياري ژوند، مضبوط اقتصاد، مربوط سیاسي نظام او جمهوري سوچ د ودې منظم پلان جوړ کړو. راځئ چې خپل داخلي ظرفيت دومره لوړ کړو چې د خارجي عناصرو مقابله وکړی شو. راځئ چې مونږ هم د خوشحال او ملالۍ په شان د خپل قام په څنګ کې ودريږو چې د خپلې اړتيا هر څه پخپله پيدا کړو، راځۍ چې مونږ هم په انساني تهذيب کې څه Contribution ولرو او راځئ چې خپله ژبه او فرهنګ دومره غني کړو چې د ګلوبلائزيشن د استعماري فرهنګ او ژبې سره زمونږ ربط د مقابلې يا کم از کم د خود کفالت تر حده شي نه د خوراک او د صارف تر حده. دلته زوی ته خوشحال خان د ديوان د هديه کولو او لور ته د ملالۍ د حکايت کولو نه د هغه مقصد خپلو بچيو ته يواځې د اسلافو عظمت بيانول نه دي بلکې د هغوی تربيت دی چې د خپل ملت د مسائلو او جرياناتو نه ځان خبر کړي او د يو ذمه دار فرد په حيث خپله برخه کار وکړي. 
د ګلوبلائزيشن خوش قسمتي ده چې ډير آرزانه او او flexible مزدوران ورته هم په لاس ورځي. څوک چې پیسې غواړي نو هغه ته پیسې ورکوي، څوک منصب غواړي نو هغه ته د خدماتو په بدل کې منصب حاضر دی، څوک د عالمګيريت د سرپرستانو په مملکتونو کې د استوګنې خواهشمن دی نو هغه ته دا نعمت حاضر دی او داسې قابلِ احترام مزدوارن هم شته چې هغوی دا شيان نه بلکې جنت غواړي. داسې ښاغلو ته جنت حاضر دی. جنت ته د تګ نه مخکې هغه ته جنت ته د تګ اصول او شرائط وړاندې کيږي او دا ورته هم ښودل کيږي چې کوم ګنهګار پل وران کړي، کوم مرتد مکتب والوزوي او کوم کافر سړی ووژني. بيا باقاعده په کرايه بحث کيږي او د اويا حورو سره سره د نور ډير انعام و اکرام معاملات طی کيږي. د ګلوبلائزيشن په اجاره دارو تر ټولو دغه مزدوران ګران دي ځکه چې آرزانه دي او د کثيفې دنيا و ما فيها په ځای د خدای او رسول طلب کوي او جنت غواړي. ددغه مزدور دغه ګرانښت دی چې ورځ په ورځ زياتيږي او نوې نوې ډلې يې راوځي. د هغه په دور جنت ته د تګ باقاعده مراکز قائم شوي او جنت د ځمکې سر ته راغلی. د ګلوبلائزيشن اجاره دار په دې غم کې نه دي چې جنت څومره وويشل شو او دوی ته به هم پکې ځای رسي که نه. په دوی هغه سړی ښه نه لګي چې د سر خبره کوي بلکې هغه چا ته وخت ورکوي چې د سرمايې بحث کوي او د هغې د زياتولو کومه نوې لاره ورمعلومه وي.

د جنت په سفر تلونکي لا ايسار دي
دم ګړۍ په کرايې بحث روان دے
خداے ته اوګوره د سر خبره پريږده
ګورې نه؟ په سرمايې بحث روان دے

د ممتاز اورکزي د شاعرۍ په هکله زما رايې دا ده چې دا د ګلوبلائزيشن د دور د الميې تر ټولو ماثره آه و بکا ده او مسلسل زياتيدونکی کرب دی. د ممتاز شاعرۍ ته د ننوتو صحیح Approach دا دی چې هغه ته د ګلوبلائزيشن له زاويې نه وکتل شي. زما په نظر هغه شايد د پښتو اولنی شاعر دی چې د خپل قام د مسائلو تشخيص يې د علاقائي تناظر په ځای د عالمګيريت د تمامو جهتونو په تناظر کې کړی دی. د هغه دا بيت د ګلوبلائزيشن د تمامو اړخونو او فهم احاطه کوي:
عقيدت له هر منطقه بالا تر شو
يار! صنم هم بس يو خيال دے، زما خيال دے
دا بيت چې کله هم زما په خوله راشي نو ورسره د عقيدې، يارۍ دوستۍ، نړيوالو اړيکو، کلتوري شعائرو، معاشي هلو ځلو الغرض د ژوند د تمامو اړخونو في زمانه بازاري وقعت زما ذهن ته راشي. د هغه دا بيت دومره همه ګير دی چې تشريح يې د پوره يو کتاب متقاضي ده او که د ممتاز ټوله شاعري څوک په يو بيت کې وړاندې کول غواړي نو دغه بيت دی. 
د شليدلي رباب په شان د ويشلي قام له ګډو وډو تارونو يوه نغمه ويستلو ته يو زخمک په کار دی او زما يقين دی چې دا زخمک همغه زخمک دی. 
 
صابر شينواری 
جلال آباد 
۲۰ جنوري ۲۰۱۷
 
بېرته شاته