لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه 15.05.2018 د ښاغلي صميم مضمون شعرونه 09.05.2018 د ښاغلي غزت الله ځواب شعرونه 24.04.2018 د ښاغلي شرر ساپي شعرونه 27.03.2018 د ښاغلي فریدون فطرت شعرونه 22.03.2018 ښاغلي حيران شينواری شعرونه
 
خپل وطن، ګل وطن
لیکوال: شکور کامران   نېټه: 17.03.2018   خپرونکئ:   سمسور  

 سړی کلينيک ته راننوت، شا و خوا لس کلنه لور يې ناروغه وه. 

پوښتنه يې وکړه، ښځه ډاکټره شته؟ 
ما ويل لور دې مکتب ته ځي؟ 
و يې ويل، نه. 
ما ويل؛ نو ښځه ډاکټره له کومه شي!؟ 
زموږ ډېرې غوښتنې همداسې دي، پرته له دې چې خپله د مسووليت احساس وکړو او عملاً لاس په کار شو، هر څه هوايي او له نورو غواړو. مثلاً ډېر وايي ځکه خپلې لوڼې مکتب ته نه لېږي چې ښځينه ښوونکې نه‌شته، خو دې ته يې فکر نه دی کړی چې دی او د ده لور او خور بايد دا قرباني ورکړي، يو نسل بايد دا سخته وګالي چې همدا نجونې له ښوونځي او پوهنتونه فارغې او بيا ښوونکې، ډاکټره، پوليسه، قاضي او وکيله شي او شته قحط ته خاتمه ورکړي، ځکه زما سيمې ته بل څوک نه راځي چې سختۍ مې درک، سيمه مې ودانه او دايمي اسرات مې نصيب شي، همدا زه خپله يم چې قرباني به ورکوم او ثمر ته به رسېږم.

د پکتيا يوې لېرې پرتې سيمې ته تللی وم، له اوسيدونکيو سره يې په ستونزو او غوښتنو غږېدو. په دې کلي او سيمه کې وسله‌وال مخالفان و او د دې ځای اوسېدونکيو ورته ځای او ډوډۍ ورکوله. خلکو ويل له دولته غواړو چې کار راته وکړي، لارې راته جوړې کړي او... په داسې حال کې چې زموږ له ورتګه يو څو ورځې مخکې په همدې سيمه کې د وسله‌والو مخالفانو د سړک غاړې ماين په چاودنه کې هم د همدې کورونو سړي او ښځې وژل شوي وو او هم لاره خرابه شوې وه، خو دې خلکو دا فکر نه کاوه چې مخکې له دې چې له نورو څه وغواړي بايد خپل مسووليت ادا او که نور څه يې له وسه نه وي پوره، لږ تر لږه له وسله‌والو مخالفانو سره خو مرسته و نه کړي، خو دوی برعکس له دولته ګيله‌من و چې کار نه ورته کېږي.

زموږ ځينې خلک هر څه په خدای سپاري او دې ته په تمه وي چې په خارق العاده ډول به يې ژوند بدل او هر څه سم شي، په داسې حال کې چې ستر څښتن تعالی په ډېر حکيمانه ډول دا مساله بيان کړې او فرمايلي يې دي، څوک چې ځان خپله بدل نه کړي، زه يې حالت نه بدلوم. 
همدا رنګه بل ځای ويل شوي چې هر څوک د هغه حالت وړ دي چې لري يې، له دې ښه څرګندېږي چې هر څوک بايد د خپل ژوند او سيمې د بدلون او ښه‌والي لپاره خپله لاس په کار شي.

يوه ورځ چا د يوه پرمختللي اروپايي هېواد په اړه وپوښتلم چې څومره پرمختګ يې کړی دی. ما ورته وويل هغه هېواد دومره پرمختګ کړی، څومره يې چې خلکو کار ورته کړی دی؛ نو د هرې سيمې پراختيا، پرمختيا، ابادي او وداني په مستقيم او غير مستقيم ډول د هغه ځای په اوسېدونکيو پورې اړوند ده، د دې مطلب دا نه دی چې هر څوک دې د والي او وزير هومره څه وکړي او که نه کرار دې کښېني، دلته د وس او مسووليت خبره ده، که هر څوک په اخلاص خپل کار تر سره او مسووليت ادا کړي، که ډېر کم څه وي هم، زيات کار کېږي او د وطن د ابادي غوټۍ مو په خپل حرکت او الهي نصرت ګل کېږي.
که بزګر، ډاکټر، انجينر، سياستوال، اقتصادپوه، والي، وزير، وکيل، معلم، خبريال، مولوي او بل هر څوک په خپله برخه کې خپل کار وکړي، د پرمختګ لارې کچ کېږي.

خپلوان مو له دوبۍ راغلی و، د هغه ځای د اسانتياوو ډېر توصيف يې وکړ، وايي هر څوک خپل کور او چاپېريال پاک ساتي، له خپل وطن، دولت او پوليسو سره ډېر همکار او د قانون پابند دي، ما ويل خو په خپلو خبرو کې دې هر څه وويل چې "خلک" يې پر قانون پوه او درناوی ورته کوي او د خپلې سيمې او هېواد پر وړاندې خپله دنده سر ته رسوي. 
له ډېرو مې اورېدلي چې دلته بې‌قانونه او کاږه افغانان په نورو هېوادونو کې د ګز په شان سيده او قانون پلي کوونکي وي، خو دلته نه ټرافيکي اصول مراعتېږي او نه ځان د قانون مراعت ته اړ بولي.

نور ځايونه او ملکونه که هر څومه ښه شي، بيا هم پردي او د خپلو خلکو لپاره يې ښه دي، ځکه پردی کټ تر نيمې شپې وي او خپل وطن، ګل وطن؛ نو تر هغه چې ټول د خپل کور، کلي، ولسوالي، ولايت او په ټوله کې د خپل هېواد په اړه ځان مسوول احساس نه کړو، خپله برخه مسووليت تر سره نه کړو او د ښه‌والي لپاره همکار او لاس په کار نه‌شو، د ژوند او حالت د ښه کېدو فکر خيال دی، محال دی او جنون!

سرخط ورځپاڼه
 
بېرته شاته