لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه 18.07.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 13.07.2018 د ښاغلي اکبر سيال شعرونه 31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه
 
د ناامنه سیمو دښمنان
لیکوال: رومان زرمتی   نېټه: 01.04.2018   خپرونکئ:   سمسور  

 له بده‌مرغه باید ووایو چې زموږ د هېواد یو شمېر سیمې د نورو سیمو په نسبت ناامنه دي یا یې یو شمېر ناامنه بلل شوې دي، د دغو ناامنه سیمو اوسېدونکي نږدې له ټولو هغو امتیازاتو او امکاناتو چې د نورو نسبتاً امنو سیمو اوسېدونکي یې لري، بې‌برخې دي. د دغو سیمو خلکو ته روغتیایي خدمتونه نه رسېږي، د ناامنیو په وجه یې ناروغان روغتیایي مرکزونه ته په خپل وخت نه لېږدول کېږي. د وطن دښمنانو د دغو سیمو زیاتره ښوونځي یا سوځولي یا یې هم د زده‌کوونکو پر مخ تړلي دي. 

په دغو ناامنه سیمو کې د بیا رغونې پروژې هم نه پلي کېږي. سره له دې چې دغه سیمې دومره هم ناامنه نه دي لکه څومره چې پسې ویل کېږي، خو بیا هم نړیوالې موسسې زړه نه ښه کوي چې دغو سیمو ته ولاړ شي او هلته د بیارغونې او کلیو د پراختیا پروژې تطبیق کړي. په نتېجه کې د دغو سیمو اوسېدونکي له ډېرو هغو مرستو چې نورو سیمو ته رسېږي، محروم پاتېږي.
و مو ویل دغه سیمې دومره هم نه دي ناامنه لکه چې پسې ویل کېږي، که ښه غور وکړو له بده‌مرغه خبره همداسې ده. هغه سیمې چې تل په رسنیو کې ناامنه بلل شوې دي او هر وخت یې له نامه سره مثلاً ویل کېږي هلمند یا کندهار یا کنر یکی از ولایات ناامن کشور... خو د دې سیمو خلک حاضر دي چې په سیمو کې یې عمراني پروژې پیل شي او ان په زیاترو سیمو کې د پروژو د امنیت تامینولو لپاره هم چمتو دي.
خو لکه چې پلان شوې وي چې په دغو ولایتونو هر ډول مرستې او امکانات ودروي هر وخت یې د ناامني په اړه خبرې کېږي. که په دغو سیمو کې کومه د خوشالي او پرمختګ خبره وي، رسنۍ او ژورناليسټان دومره توجه نه ورته کوي، مګر که د ناامني یوه وړه خبره هم وي ډېره ستره ښوول کېږي.
یوه ورځ د یوه خصوصي ټلوېزیون په دفتر کې ناست وم، هغه ساعت د ټلوېزیون خبرونه وو، لومړی خبر دا و؛ در اثر یک حمله انتحاری در ولایت کندهار یک تن جان باخت. ما ورته وویل دا هم شو خبر؟ ایا دا خبر دومره مهم و چې د خبرونو په سر کې راشي؟ پوه شوم چې خبره بل ځای ده.
په لوی لاس ځینې سیمې ناامنه ښوول کېږي چې خلک يې د ژوند له ټولو امکاناتو لېرې وساتل شي. که په دغو سیمو کې ناامني ده، د دغو سیمو خلکو څه ګناه کړې ده. یو څوک له پولې را اوړي زموږ په سرحدي سیمو کې په دولتي کاروانونو یا تاسیساتو څو ډزونه وکړي، ځينې غرضي رسنۍ هم خبره پسې غټه کړي په نتېجه کې خلک د ژوند له ډېرو امکاناتو محروم کړي.
یو خو هغه ترهګر دي چې د افغانستان د دښمنانو په اشاره دلته ناامني جوړوي او د دغو سیمو خلک لا هم پسې شا ته بیایي، بله ډله په کابل او ښارونو کې ناست جنګسالاران او د ځینو غرضي رسنیو مسوولان دي چې له دغو سیمو سره دښمني کوي. څو څو ځله مو د همدوی له خولو اوریدلي چې ناامنو سیمو ته باید مرستې و نه وېشل شي، ان اعتراضونه یې کړي دي چې ولې په ناامنو سیمو کې پروژې پلې کېږي.
که په کندهار، ارزګان،کندز، زابل، هلمند، فراه، پکتیا، فاریاب، پکتیکا، کونړ یا ننګرهار کې کومه ملي پروژه تر کار لاندې ونیول شي همدا په اصطلاح سیاستوال او یو شمیر چارواکي پرې نیوکې کوي. په داسې حال کې چې تر هر څه ړومبی همدا سیمې مهمې دي په همدې سیمو کې باید د نورو سیمو غوندې عمراني کارونه تر سره شي تر څو یې ځوانان له جنګه راوګرځي او د وطن ابادولو په چارو بوخت شي.
د ټاکنو په برخه کې هم همداسې وه. د دغو سیمو ډېرخلک په لوی لاس د رایې ورکولو له حقه بې‌برخې شول. د ټاکنو خپلواک کمېسيو هم په تېرو ټاکنو کې د مرکزونو د جوړولو په برخه کې توپيري چلند کړی و.
په تېرو کلونو کې په همدې په اصطلاح ناامنو سیمو کې د بیا رغونې په برخه کې کارونه په نشت حساب وو. د دغو سیمو ډېر حقوق نورو سیمو ته ورکړل شول چې په نتېجه کې په لوی لاس ډېری ځوانان بې‌کاره پاتې شول او دغه سیمې له روان کاروانه پاتې شوې.
هیله ده زموږ سیاستوال دې موضوعاتو ته له تنګې سیمه‌یزې او ژبنۍ کړکۍ و نه ګوري، د افغانستان د ټولو خلکو حقوق وپېژني او ټولو ته یو ډول امکانات برابر کړي.

سرخط ورځپاڼه
 
بېرته شاته