لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه 18.07.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 13.07.2018 د ښاغلي اکبر سيال شعرونه 31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه
 
خپلواکې ته چې دا بنګړي بنګړي خبرې کوې
لیکوال: شرر ساپی   نېټه: 07.04.2018   خپرونکئ:   سمسور  

پورتنۍ خبره زما نه ده، دا د خپلواکې خپله خبره ده، د خپلواکې خپل نوم شفيقه دی، او دغه بنګړي بنګړي خبرې يې ( چې لاس دې نه راکاوه) په شعري ټولګه کې کړي دي. دغه شعرې ټولګه له سریزو سربېره يوسل اتيا مخونه لري، چې د چاپ زيار يې د مصور بنسټ پر غاړه دی، کمپوز او ډيزاين يې داود تپان کړی دی، په دغه کتاب کې غزلونه ، نظمونه او ازاد شعرونه راټول شوي دي.

الله ج په ښځينو باندې دا لورينه کړې ده چې هغوی يې ګلبدنې، نازکه اود نارينه په نسبت کمزورې پيدا کړي، دغه کمزورتيا د دوی عيب نه بلکې ښکلا ده.
رحمن بابا وايې:
زه رحمن په زړه نری کړم هغو نجونو
چې يې ملاوې د ويښته په شان نری
خو د نارينه ښايست او ښکلا د هغه په شډلتوب او ناريتوب کې نغښتې ده، حمزه بابا وايې:
زه برندې سترګې او شډله ځواني حسن ګڼم
نه نرۍ ملا لکه ويښته نه ټيټې مړې سترګې
دا چې ښځينه د نارينه په پرتله کمزوری ده، نو د تل له پاره نارينه ته اړتيا لري، له هغه مرسته غواړي، او هيله لري چې په هره وړه او زړه کې يې ترڅنګ ودريږې، نو اغلې شفيقې خپلواک د خپلې شعرې ټولګې په نوم کې دغه ښکلا رانغښتې ده.
شفيقې د خپل زړه په وينو رنګ توري او لفظونه خپلې خوږې مور، درانه پلار او خپلې کورنۍ ته ډالۍ کړي دي،اغلې زمزمې نيازۍ پرې څو کرښې تورې کړي او شفېقه خپلواک يې د پښتو ادب په ګلبڼ کې نوښت پلوې شاعره بللې ده.
ما د اغلې شفيقې خپلواک دغه شعرې ټولګه بيا ځلي ولوسته، په دغه ټولګه کې شاعرې د خپل زړه غږ ته غوږ نېولی او بيا يې د لفظونو او تورو جامې ور اغوستي دي، خپلې تجربې يې راسره شريکې کړي دي، او هڅه يې کړې چې موږ ته د خپلو تجربو په نتيجه کې نوې ښکلا جوړه کړي، اغلې شفيقي د مخاطب ځواني او خپل ژوند هم له ګلاب سره تشبيه کړی دی، خو دا هر څه يې په استفهامي ژبه وړاندي کړي دي. بې له شکه چې په شعر کې انشائيه جملې د خبرې جملو په پرتله ژوندۍ جملې دي، داسې لکه په يوه ګلبڼ کې چې ويالې بهيږي، اغلې وايې:
چې خوږې خوږې وږمې ترېنه راخيژي
ځوانيمرګ شې دا ځواني ده که ګلاب
د خزان په يوه باد شوه پاڼې پاڼې
خدايه! دا مې زندګي ده که ګلاب
په لومړي بيت کې د مخاطب ځواني د خوشبوي په خاطر د ګلاب سره تشبيه شوې ده، يعنې د ورته والي وجه يې خوږ بوی دی، خو په دوهم بيت کې يې خپل ژوند د ګلاب د ژوند سره تشبيه کړی دی. په پښتو کې يوه محاوره لرو چې وايې ګل شې خو عمر دې د ګل مه شه، ځکه چې ګلاب د څو ورځو مېلمه وي او په نري شمال هم پاڼې، پاڼې رژيږي، په وروستي بيت کې يوه بله ښکلا هم شته دی، او هغه دا چې شاعره په نا مستيقمه توګه د مخاطب ذهن ته دا خبره رسوي چې د ګلاب په څېر ژوند لرم. او د ګلاب په ژوند هيڅ باور نشته دی.
په بل ځای کې هم خپل ژوند د رڼاګانو له ماتې اينې سره تشبيه کوي، چې د ژوند د سپيڅلتيا او بې نصيبۍ معنی تعبيروي:
د خپلواکې ژوند په دغسې معنی دی
لکه ماته اينه د رڼاګانو
داغلې شفيقې خپلواک په شعرونو کې تر ټولو لويه ځانګړنه دا ده که يې له شعرونو څخه نوم وباسو، بيا هم پوهيږو چې دغه شعرونه د ښځينه نفسياتو څرګندونه کوي، اغلې په يوه ازادنظم(ته به راځې) کې وايي:
ما به ژړل ما به ويل
ما به ژړل ما به ويل
چې د سپرلي په راتګ
زما د څڼو د وږمو د ټوکېدلو سره
به ته هم راشې
او د دې وږمو منځ کې به
ژوند تېروې، سا به اخلې
زما د سترګو دا نرګس به نور
د لارو له څارلو خلاص شي
د اغلې شفيقې خپلواک د دې بيتونو سره راته د عربي شاعر نزار قباني د هغې قصېدې بيتونه راياد شول چې خپلې معشوقې ته وايې:
صغيرتي : إن عاتبوك يوما
كيف قصصت شعرك الحريرا
وكيف حطمت إناء طيب
من بعدما ربيته شهورا
وكان مثل الصيف في بلادي
يوزع الظلال والعبيرا
قولي لهم: ((أنا قصصت شعري
… لان من أحبه يحبه قصيرا))
زما ماشومې: که يې کومه ورځ په دې خبره ورټلې چې دغه وريښمي ويښتان دې ولې کم کړل؟! دا د خوشبوی لوښی دې ولې مات کړ؟! دا خو تا په مياشتو مياشتوساتلی و، کټ مټ زموږ د هيواد د اوړي غوندې يې سيوري او خوشبويانې ويشلې، نو ورته ووايه زما چې څوک خوښ دی د هغه داسې خوښ دي.
اغلې نه يوازې د خپلو نفسياتو څرګندونه کوي، بلکې د خپلو څڼو د وږمو د ټوکېدلو سره د خپل محبوب د راتګ خبره هم کوي، د خوشبويه او عنبرينو زلفو خبره نوې نه ده، خو اغلې دغه خبره په بل ډول تعبير کړې ده، او کله چې هم د مهفوم د وړاندې کولو لاره بدله شي نو زړې خبرې ته نوې ساه ورکوي. که رحمان بابا په مشکينو زلفو باندې د باد د لګېدو سره سم په ختن کې د مشکو د قيمت او ارزښت د راټيټېدلو خبره کوي:
چې يې دلته باد په زلفو برابر شي
په ختن کې شي قيمت ارزان د مشکو
نو زموږ پښتنه شاعره د خپلو زلفو د وږمو د راټوکېدلو سره د خپل محبوب د راتګ خبره کوي . د اغلې په هر غزل کې ښځينه نفسيات له لرې نه بريښي:
راځه چې ووايو ټپه، پېغله يم
وخته حالت دې بدلوه، پېغله يم
شاعره که په دې پښتنه ټولنه کې هر څومره په وخت باندې غږ وکړي چې خپل حالات بدل کړه، خو بيا يې هم د رواجونو او دودنو په زولنو تړلی ده، او د خپل ژوند او ځان واک نه لري:
زما د ژوند اختيار د بل په لاس کې
زه کليواله پښتنه پېغله يم
په یو بل نظم کې د ماشومتوب د ارمان تر سرليک لاندې وايي:
نه رواج د پښتنو وی
نه مې دا کړۍ په پښو وی
زما غېږ کې دې سر ايښی
زه شروع په اللو وی
خالونه د شرقي پېغلو يوه کلاسېکه ښکلا ده چې ټولو شاعرانو ستايلي دي، حميد بابا وايي:
مشکين خال دې په سرو شونډو هسې زيب کا
لکه مست په ميخانه کې ملنګ کيني
يو عربي شاعر وايې:
وبين الخد والشفتين خال
کزنجي اتی روضا صباحا
د شونډو او اننګو ترمنځ يې خال داسې ښکاري لکه زنګي چې سهار ګلبڼ ته راشي.
يو بل عربي شاعر وايې:
لها خال علی صفحات خد
کنقطه عنبر فی صحن مرمر
په اننګو يې خال داسې ښکاري لکه په مرمرين غوري چې د مشکو ټکی ښکاره شي. />خو زموږ شاعره اوس که له يوې خوا خپل ګران ته خپل خالونه وريادوي، نو له بلې خوا د خالونو د له منځه وړولو دود ته اشاره کوي:
ماته نن ملنګ ويلي چې اوبال دی
دا زما د مخ خالونه، ګرانه ګرانه
زموږ پخوانيو او اوسنيو شاعرانو پېروته د خپل محبوب سره تشبيه کړې ده چې ډېره په زړه پورې تشبيه ده، د پيروتې ښکلا په دې کې ده چې له هر څه نه غاړه تاووي، او په خپله غيږه کې يې کلک نيسي، نو د همدغې ورته والي له امله خپله معشوقه ورسره تشبيه کوي:
شرره ځوانيمرګه دا نو مه وايه هر وخت:
(( پېروتې غوندې شه رانه چاپېره خدای دې مړه کا))
خو د نجونو له خوا د پيروتې سره د نارنيه تشبيه کول ماته نوې خبره ښکاري، اغلې شفېقه خپلواک وايې:
لکه شنه پېروته لاس رانه چاپېر کړه
زما ځواني ده چېنارونه ګرانه ګرانه
د پېروتې سره د(شنه) ستاينوم د لوستونکي ذهن ته تازګي راولي، او خپله ځواني د چينار سره تشبيه کوي، که څه هم پېروته له چيناره نه تاويږي، خو دلته يې موخه دنګوالی دی، چې د پېروتې سره مناسب راغلی دی.
په يو بل ځای کې د خپل پلار ته! تر سرليک لاندې ازاد نظم کې وايي:
پلاره
ته لکه شنه پېروته
زما له څانګې ځوانۍ
داسې کږه تاو شوې
د خزان دا سپېره سپېره بادونه
زما ځوانۍ باندې ته کله پرېږدې
په بل ځای کې بيا غمونه له پېروتې سره تشبيه کوي:
په يوه خوا کې د خلاصون لاره راپاتې نه ده
لکه پېروتې له وختونو شول چاپېر غمونه
اغلې شفيقې هڅه کړې چې نوې خبرې وکړي او يا هم زړې خبرې نوې کړي، د يوه غزل په مطلع کې وايي:
لکه ډک جام په ميخانه کې راشه
بيا د ګناه په څېر توبه کې راشه
په دې کې هيڅ شک نشته چې ګناه د توبې مقدمه ده، او چې ګناه نه وي نو توبه هم نه وي، او چې کله توبه ياديږي نو ګناه ورسره لازمي وي، ځکه چې له ګناه پرته توبه نشته، همدغه ده چې حمزه بابا وايي:
وايې چې توبې ته روا څه مطلب؟
شېخه د دې داسې خطا څه مطلب؟
يانې چې شېخ راته توبه ډېره يادوي معني يې دا ده چې ګناه وکړو، او بيا توبه وباسو، نو اغلې شفېقه هم خپل محبوب ته وايې چې د ګناه په څېر توبه کې راشه، او دا په دې معنی دی چې زما د ژوند په هره زاويه کې بايد ته موجود يې.
په يو بل بيت کې خپل غمونه او دردونه د کوچيانيو پېغلو سره تشبيه کوي چې د دې په ژوند کې يې کېږدې وهلې ده:
د دردو او د غمو کوچيانو پېغلو
د خپلواک ژوند کې وهلې څه خېمې دي
يو بل ځای خپلې خبرې د بنګړو سره تشبيه کوي، چې ډېره خوندوره تشبيه ده:
څو خو دې شته په زړه کې مه يې ساته مړه به دې کړي
خپلواکې ته چې دا بنګړي، بنګړي خبرې کوې
خپلواکې خپل کاکا او د افغان ادبي بهير ملګري ارواښاد محمد هاشم مصور ته يوه مرثيه ليکلي چې ډېره عاطفوي او دردونکې ده، راځې چې يو څو بيتونه يې په ګډه ولولو:
په دې پوهېږې ګرانه؟!
له کومې ورځې نه چې ته تللی يې!
ستا د مينې سترګې هم لمدې وي
هغه خمارې سترګې نه توروي
هغه اوس خپل لاسونه نه سره کوي
سپين يې ساتي!
هغه په شونډو مسکا وکړي خو خندا نه لري
هغه بې تا ده ژاړي تا غواړي چې تا نه لري
(( لکه بې ځالې مرغۍ)) دغسې شپه تېروي
ستا ماشومان هم د زړګي قراره!
د ژوند په لاره کې نېمګړي روان
هر څه لري خو مګر ستړي روان
شاعرې خپلې مور ته هم يو ازاد نظم ليکلی دی چې د يادولو وړ دی، په دغه نظم کې وايې:
مورې نيکمرغه يمه
غم غلطولو ته زنګون لرمه
چې تا لرمه نو سکون لرم
زموږ شاعره که موږ ته بنګړي بنګړي خبري کوي خو بيا هم په دغه بنګړيو خبرو کې تود سنګر نه هيروي او مات شوي لالي ته پېغور ورکوي:
د هغې تورې به پېغور نه و اوس
چې په سنګر پاتې له تانه نه وی
په ټول کتاب باندې خبرې ډېرې ګرانې دي، او له بل پلوه راسره روغتيا دومره ياري هم نه کوي چې نور څه پرې وليکم. د انسان د لاس داسې ليکنه نشته چې تېروتنې ونه لري خو ما په دغه تېروتنو پسې دومره مخ نه دی اړولی، په کتاب کې ځای پرې ځای داسې بيتونه شته دی چې وزنونه په کې مات دي او له دې سربېره املايې تېروتنې هم لري، د پښتو ادب په دغه ګلبڼ کې د دغه نوې ګل په راټوکېدلو ټولو ته مبارکې وايم، په راتلونکي کې ورته د لا برياو غوښتونکی يم، قلم يې تاند او ژوند يې ښېرازه، او په پای کې تاسې د يو غزل څو بيتونو ته رابولم
لکه چې اوس راته د پټ زړګي خبرې کوې
ګله چې ماته د چارګل غمي خبرې کوې
زه د خزان غېږ کې پيدا خزان کې لويه شوم
جانانه ته راته د کوم سپرلي خبرې کوې؟
نه پرې خبره يمه نه مې سر خلاصيږي په دې
وخته پوهيږم نه، د کوم سړي خبرې کوې؟
څه خو دې شته په زړه کې مه يې ساته مړه به دې کړي
خپلواکې ته چې دا بنګړي بنګړي خبرې کوې
شرر ساپی
د ننګرها عامه روغتيا
 
بېرته شاته