لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه 18.07.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 13.07.2018 د ښاغلي اکبر سيال شعرونه 31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه 15.05.2018 د ښاغلي صميم مضمون شعرونه 09.05.2018 د ښاغلي غزت الله ځواب شعرونه
 
د پرون منظور، د نن رهبره!
لیکوال: نجيب ننګيال   نېټه: 10.04.2018   خپرونکئ:    

د پرون منظور، د نن رهبر ته سرخلاصی ليک!

 
پوهېږم له نيشت نه هست شوې. د ډي وي ايم ډاکټر وې. عام سټوډنټ. د يوه غريب سړي زوی. خو زړه دې په قام و دردېده. ويښ شوې. چيغې دې ووهلې. خبره کې دې درد و. تاثير يې وکړ. خلکو همدردي درسره پيل کړه. همدردي په مينه بدله شوه. مينې رهبر کړې. اوس خلک عشق در سره لري. يو نه دی. دوه نه دي. مليونونه پښتانه در سره ولاړ دي. د نړۍ ګوټ ګوټ ته دې نوم تللی. واړه زاړه دې پېژني. هيلې، ارمانونه، ژوند او نجات يې په تا پورې تړلی. ستا خولۍ د مزاحمت او حق غوښتنې په سمبول بدله شوې. ميندې دعاوې درته کوي. پلاران په خپلو زامنو ستا نوم ږدي. ستا نوم اوس په دې قام کې تر ټولو منظور او مقبول نوم دی. د ځوانانو ايډيال وګرځېدې. جراءت يې پيدا کړ. شعور يې خپل کړ. سر يې خلاص شو. دا هر څه داسې نه و، چې تا پلان کړي و، يا ستا ستراتيژي وه. حقيقت دا دی، چې دې ملت انتظار وېسته. د يوې نارې انتظار. د يوه غيرتي زوی انتظار. د يوه داسې ځوان چيغې ته يې انتظار وېسته چې د ځان هيڅ پرواه ور سره نه وي. ځان وسوځوي. د ژوند ډيوه بله کړي. دا جراءت تا وکړ. د دې نارې سرلاری ته شوې. د ډار او وېرې طلسم تا مات کړ او له پېړۍ حاکم سکوت تا ختم کړ.

ګوره سړيه!
پښتانه د رهبرۍ له شديد قحط سره مخ دي. له حضرت باچاخان وروسته په هيڅ پښتون دومره خلک نه و را ټول شوي، لکه په تا چې را ټول شو. ته ځوان رهبر يې. کټ مټ لکه احمد شاه چې ځوان و، د ملت د پاچاهۍ تاج ور په سر شو. لوی افغانستان يې جوړ کړ. تاريخ يې ثبت کړ او تر ننه د خلکو په زړونو کې ځای لري. هغه هم په ځوانۍ د يوه ملت زړه ګټلی و، تا هم. هغه هم د پاني پت جګړه د مرهټيآنو له ظلمه د مظلوم شاه ولي الله د نجات لپاره وکړه. ته هم بايد نور له يوې پېړۍ د ظلم او بربريت لاندې خپل قام د تور پنجاب له ظلمه خلاص کړې. دا حالت بايد نور بدل شي او سم بدل شي. داسې چې بيا هيڅوک د دې ملت ژبه بنده نکړي. ګلان يې ونه رېژوي او چينار چينار ځوانۍ يې ړنګې نکړي. دې قام په تا ډېر لوی باور کړی. بيخي ډېره مينه يې درکړه. بيخي ډېره ملا يې در وتړله.

زه وېره لرم،
يوه شديده وېره. 
هسې نه واخيستل شې. هسې نه د نېشنل اسمبلۍ په يوه سيټ خرڅ شې. هسې نه د کومې سیاسي سودابازۍ په جال کې ګير شې. هسې نه لالچ او جبر ته تسليم شې. هسې نه و ډار شې. هسې نه ستړی شې. غلی شې او د رهبرۍ په چکچکو کې د خپل ورک، مات او دانه دانه ملت ارمانونه درڅخه هېر شي.


پوهېږې څه به وشي؟
بيا به يوه پېړۍ وروسته هم دا ملت، ملت نشي. بيا به يوه پېړۍ وروسته هم دلته په ځوان او رهبر څوک باور ونکړي. بيا به يوه پېړۍ وروسته ته خاين ياد شې. د تاريخ تر ټولو مختورن خاين. داسې چې د لکونو پښتنو لښکر سره دې ماته وخوړه او له منزله په شا شوې. داسې چې يوه پېړۍ به بيا په دې ملت د مايوسۍ څپه خپره وي او سکوت به حاکم. د ظلم په وړاندې به ګونګيان او هر جبر به تحمل کوي.

خيال دې وي،
ډېرخيال،
دې ملت په لومړي ځل اتفاق کړی. اتفاق يې هم په تا کړی. د تاريخ د وياړ دا تاج يې تا ته در په سر کړی. د سياست ايډيال يې ته وګرځولې او د خپل راتلونکي واک يې تا ته درکړ. اوس نو ته محسود نه يې. وزير نه يې. د لر پښتون نه يې. د بر پښتون نه يې. اوس د دې سيمې د نجات کيلي له تا سره ده. اوس د نړۍ د ګوتو په شمېر مبارزينو کې شمېرل کېږې چې له سوله ايزې لارې دې وکولی شو په لکونو مظلوم او محروم انسانان په ځان را ټول کړې.

پوهېږې منظوره؟
يو زمانه وه، ما به تاته لاس درکولو. يو زمانه وه چې په ۱۹۴۷ کال د يو بل چا په نوم کېدې، ما په اقوام متحده کې د احتجاج غږ پورته کړی و. زه وم چې ستا د هر پرهر د رغولو لپاره مې لاس در اوږد کړی. د هر ازادي غوښتونکي مبارز لپاره مې خپلې دروازې خلاصې پرېښې وې. ستا هر بچی مې ساتلی او خپله سپوره ډوډۍ مې ور سره نيمه کړې وه. هو، پوهېږم چې زمونږ په وجود يوه توره کرښه ده. چې دا بدبخته ملت نژدې کېدو ته نه پرېږدي. دواړه پوهېږو چې دا ظلم چا کړی. ولې يې کړی؟ او ولې بايد بېرته له منځه لاړه شي. خو هغه وروستۍ خبرې دي. هغه د پای او د ارام ذهن کيسه ده. بيا به يې وکړو. اوس زه او ته دواړه په غم اخته يو. په يوه داسې غم چې هيڅ پای نلري. هره ورځ زما د ښار په ويالو کې وينې روانې وي او هره ورځ ستا يوه ښکلې څهره په بوجۍ کې بنده موندل کېږي. هره ورځ زما ماشومانو ته ماښام د پلار مړی ور وړل کېږي او هره ورځ ستا ماشومان د خپل ورک پلار تصوير ته اوښکې تويوي. زمونږ د ميندو مخې ته يې زامن په ګېډو کې حلال شو او ستا د ميندو مخې ته يې بچي سوري سوري کړل. زه دومره بېوسه شوی يم، چې په همدې ليکلو مې هم ګوتې رېږدي. تر ماښام په خپل ژوند ډاډمن نه يم. د سبا او بل سبا فکر يې راڅخه اخيستی. د تخليق او پرمختګ سوچ نشم کولی. څنګه يې وکړم؟ چې د يوې ورځې ژوند ضمانت نه وي، هلته انسان څنګه کولی شي ترقي وکړي؟ هلته به زه څنګه ځان سيال کړم؟
اوس زما ټول نظر تا ته دی. اوس پېښور د کابل په تمه نه دی ناست. بلکې کابل د پېښور په ننداره دی. چې څه به کېږي؟ دغه لښکر په کومه ځي؟ څه ځان سره راوړي؟ زه ناتوانه يم. زه د شاهانو د کور هغه شهزاده يم چې د خپلې ورانې کلا په څلي ناست، وير کوم. د يوه هاتفي غږ په تمه، د الهي رحم په لټه. زه تا سره مرسته نشم کولی. يواځې لاس درته خوځوم. په کمين کې ناست دښمن در ښايم. دا درته وايم چې زه چا داسې کړم؟ ته چا داسې ورک؟ که تا ځان ومونده، که تا ځان وپېژنده. زه يقين لرم. د نېکونو نړېدلی کور به هم جوړ کړې. تا ښه لټون شروع کړی. ډېر ښه لټون. د ځان موندلو او ځان پېژندلو لټون. دا لاره مه پرېږده. دوام ورکړه. ازغنه لار ده. پېچلې او له کړاوونو ډکه. خو جنت ته تللې. د ازادۍ جنت ته. د حيثيت او عزت جنت ته. دا قام له دې دوزخه وېستل غواړي. دا شملې د اور لايق نه دي. دا ښکلاوې د سوځېدو نه. 
انتخاب ستا دی. ټول ملت ته نجات ورکوې او که ته يې هم له زمکې ولې. دا ماشوم چې تا يې انځور پروفايل کړ، پلار يې ستا په ناره کې شهيد شو. مور يې بوره او خويندې يې بې پلاره شوې. ده خپل ټول کاينات له تا ځار کړل. سترګې يې اوس تا ته دي. څه ور سره کوې؟ ايا کولی شې نور پښتانه له دغه بدې ورځې وباسې؟ نور د بم، غم، باروتو او جګړې دغه روان بهير ته پای ورکړې؟ ته يې کولی شې. زه باوري يم ته يې کولی شې. که ته مظبوط شوې. که ستا کور اباد شو. بيا هلته چيچن، ازبک، عرب او بل ترهه ګر نشي اوسېدلی. زه به ارام شم. ته به د ژوند ساه واخلې.

يوه اندېښنه وه. څو ګډوډ فکرونه. څو بې ترتيبه خبرې.

په مينه
نجيب ننګيال- کابل
 
بېرته شاته