لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه 18.07.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 13.07.2018 د ښاغلي اکبر سيال شعرونه 31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه 15.05.2018 د ښاغلي صميم مضمون شعرونه
 
د ملي یووالي حکومت باید لاس په کار شي
لیکوال: حمیدالله فیضي   نېټه: 24.04.2018   خپرونکئ:   سمسور  

 د ملي یووالي حکومت نږدې درې کاله تېرېږي خو بیا هم کاواکه، بې‌واکه او حاکمیت يې لړزانده ښکاري او لا یې هم ځینې ماموران رسمي مکتوبونه نه مني او نارې او سورې یې پیل کړې وي چې د ملي یووالي حکومت مکتوب ورته د منلو وړ نه دی او دوی پر خپل ځای پاتې دي.

په دغو دريو کلونو کې د ملي یووالي حکومت کمزوری حاکمیت، کورني اختلافات او د منظم او مناسب بهرني سياست نشتوالی د دې سبب شوي چې د هېواد حالات لا ډېر ترينګلي شي، امنيتي وضعيت ورځ تر بلې خراب شي، سياسي بې‌ثباتۍ او بې‌کارۍ خپل اوج ته ورسېږي او د خپلو مامورانو تر څنګ د ملي هویت د تذکرې وېش یې هم له خنډونو سره لاس و ګرېوان دی.
په ځینو ولایتونو کې له ملي یووالي حکومت سره د مخالفت اوازې خپرېږي او ځینې کسان بیا ولسمشر او د ملي یووالي حکومت لوړ پوړي چارواکي د دقدرت په انحصار تورنوي او حکومت باید په داسې یوه اقدام لاس پورې کړي چې هم د ولس اعتماد او باور ترلاسه کړي او هم نړیوالو ته څرګنده کړي چې څوک ولسواکي نه مني، د ملي یووالي حکومت له تاوتریخجن غبرګون سره مخ کېږي.
له یوې خوا کورني اختلافات له بلې خوا د کابل ښار په ګوټ ګوټ کې چک پاینټونه او پولیس ولاړ دي او په ډېریو سړکونو د پولیسو د وسایلو لیدنه کېږي چې له بلې خوا یې کابل ښاریان دومره اندېښمن کړي چې ګواکې ټول د چمتوالي په حال کې دي او ژر ده چې په کابل ښار کې جګړه پيل شي.
ډېری ماموران په ډېره وېره او ډار کې خپلو دندو ته ځي او له سهار تر مازدیګره د وره له غږ سره هم غبرګون ښیي او د شهادت کلمه تېروي، سهار چې له کوره راوځي په دې اندیښنه کې وي چې د دندې تر پایه به بېرته کور ته روغ ولاړ شي که نه؛ نو په دې چاپېریال کې کار کول هم ستونزمن وي. د ملي یووالي حکومت باید په څرګنده د امریکا له متحده ایالتونو وغواړي چې لاس په کار شي او د افغانستان د تلپاتې سولې او ثبات لپاره لارې هوارې کړي.
ویل کېږي د انسانیت او اسلامیت دښمنان هره ورځ په لسګونو ځانمرګي بریدګر کابل ته را لېږل، ۲۲ نړیوال ترهګریز سازمانونه په افغانستان کې خپلې ناوړې کړنې تر سره کوي، د ۴۸ هېوادونو نیابتي جګړې هم افغانستان ته لاره کړې ده او ډېری دغه هېوادونه یوه بل ته د زیان رسولو په موخه په افغانستان کې خپل فعالیتونه تر سره کوي.
د ترهګرو اصلي پټن‌ځایونه په افغانستان کې نه‌شته، خو نړیوال په تېره بيا امریکا هم د ترهګرو په پټن‌ځایونو پسې نه ځي او د ترهګرۍ اصلې ریښې نه وچوي. د افغانستان په کلیو او بانډو کې يې جګړه روانه کړې چې په روان زیږدیز کال کې نږدې ۱۲ زره ملکي کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.
له حکومته دباندې سیاسي ډلو ټپلو ته هم لاره هواره شوې چې د ملي یووالي پر حکومت نیوکې ډېرې کړي چې د حراست او ثبات شورا، د افغانستان د جهادي او ملي ګوندونو د عالي شورا، د نوې ملي جبهې، د امرالله صالح د روند سبز او یو شمېر نورو سياسيونو د مخالفت مثالونه يې ورکولای شو.
دغه ډلې ټپلې هره ورځ خپلو مخالفتونو ته بېلابېلې څېرې ورکوي او د ملي یووالي په حکومت کې له شته تشو پوره پوره ګټه اخلي او خپلو مخالفتونو ته دا ډول رنګ ورکوي چې ګواکې د ملي یووالي حکومت کمزوری، بې‌واکه او د خلکو د امنیت او تلپاتې سولې په موخه هیڅ کار نه‌شي کولای.
په حکومت کې د سیاسي بې‌ثباتي او د واک پر سر د ناندریو له کبله هره ورځ دغه ډلې ټپلې او د سیاسي قدرت‌طلبو څېرو له لوري د خلکو د ملاتړ را خپلو په موخه مخالفتونه او تبعیض‌امیزه خوځښتونو ته لمن وهل کېږي. په برېښنایي پېژندپاڼو کې د افغان کلمې د لیکلو پر سر له ډېرې مودې روان اختلاف، د والیانو له خوا په ملک الطوایفي او یا خپلو چوکیو ټینګار یې څو ښکاره بېلګې دي، خو د دې هر څه تر شا که له یوې خوا سیاسي عوامل ځای لري، له بلې خوا د ګاونډیو هېوادونو لاس‌وهنو هم قومي اختلافونه زیات کړي.
د دې اختلافاتو اوږدېدا پخپله د ترهګرو او داعشیانو په تله کې ځان ور اچول دي او د افغان ملت د بربادۍ پر ډول لرګی وهل دي.

د ملي یووالي حکومت پر مهال په افغانستان کې د داعش ډلې ظهور او په ډېر سرعت یې د هېواد له ختیځه شمال او نورو سیمو ته پراختیا یوه بله لویه ننګونه ده. سره له دې چې ملي یووالي حکومت د وسله‌والو ترهګرو ډلو پر وړاندې خپل عملیات ګړندي کړي، خو دا ډلې نه یوازې دا چې لا تر اوسه ځپل شوې نه دي، بلکې ورځ تر بلې قوي کېږي چې د خونړیو بریدونو څپې یې ان تر پلازمېنې کابل او ښارونو پورې را ورسېدې او یوازې په تېرو دریو میاشتو کې دغو ډلو د افغانستان په مختلفو سیمو کې تر لسو زیات خونړي بریدوینه کړي دي.
سوله چې په هېواد کې د روانې جګړې یوازېنۍ حل‌لاره ګڼل کېږي، د تېر په شان د ملي یووالي حکومت پر مهال هم تر دې دمه یوازې د شعار په توګه مخ ته وړل شوې ده، خو دا سوله هغه مهال راتلای شي چې کورني اختلافات پای ومومي، نړیوال په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالات دلته د سولې اراده پيدا کړي او افغان حکومت هم د ملت په مشوره او سلا سره د سولې پر لور حرکت وکړي او قانون بشپړ حاکمیت پيدا کړي.
له دغه وضعیته د وتلو لپاره، اوس اوس د یوه قوي او متحد حکومت موجودیت اړین دی چې امریکا او نور نړیوال دې ته اړ باسي چې په افغانستان کې په رښتيا د جګړې پای ته رسولو ته کار ووايي، ځکه که حکومت لاس په کار نه‌شي، لېرې نه ده چې داسې کندې ته ولوېږي چې ژغورل یې بیا میلیوني وژنو ته اړتیا پيدا کړي. 
یوه اړینه خبره هم دا ده له دې سره سره چې د ملي یووالي حکومت کمزوری دی، بې‌واکه به هم وي، خو د حکومت نه‌شتون بیا کولای شي، داسې کړکېچونه را منځ ته کړي چې کوڅه په کوڅه او وره په وره د جګړې اور بل شي.
سرخط ورځپاڼه
 
بېرته شاته