لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه 18.07.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 13.07.2018 د ښاغلي اکبر سيال شعرونه 31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه 15.05.2018 د ښاغلي صميم مضمون شعرونه 09.05.2018 د ښاغلي غزت الله ځواب شعرونه
 
د پاکستان د پوځ نوی چال
لیکوال: عبدالله حسرت   نېټه: 25.05.2018   خپرونکئ:   سمسور  

 د پښتون‌ژغورنې غورځنګ له غوښتنو څخه یې یوه دا وه او ده چې د پښتنو له سيمو دې د پنجابي پوځ چېک پوسټونه او پوستې ورټولې کړای شي. دليل یې دا و چې پر دغو چېک پوسټونو ترهګر ازادانه تېرېږي، خو عادي پښتانه پرې هره ورځ ربړول کېږي.


د غورځنګ د غږ له پیاوړي کېدو سره پاکستاني پوځ په پېښور او قبایلي سيمو کې خپلې یو شمېر پوستې او چېک پوسټونه پولیسو ته وسپارل. د پاکستان دغه کار کاملاً غیر متوقع و، ځکه چې له تېرو څو کلونو د پښتنو او په تېره بیا د قبایلي سيمو د مېشت ولس د «پاکستاني کولو» پروسه په چټکۍ روانه وه. د دوی پر دوکانونو او کورونو د پاکستان بیرغونه جبراً ترسيمېدل او ځړول کېدل. همدا راز د پاکستاني استخباراتو له نظره، په افغانستان کې له ۲۰۱۴ مېلادي کاله د را وروسته سناریو لپاره په دغو سيمو کې د پوځ په بېسونو کې د طالبانو ساتل، روزل او پالل اړين وو.
د پاکستان پوځ او ادارو د پښتون ژغورنې غورځنګ حتا کوچنۍ غوښتنې تر اوسه نه دي منلې، بلکې د دغه حرکت د بدنامولو او ناکامۍ لپاره یې له ټولو لارو چارو کار اخیستی. د پوځ دغې رویې ته په کتو سره، د دوی له خوا د پوستو لرې کول له «سټراټېژيکي شاتګ» پرته بل هيڅ نه‌شي کېدای. په دې کار کې ممکن دوی څو هدفونه ولري؛

لومړی
په تېرو شا و خوا څلوېښتو ساعتونو کې په وزيرستان، نوښار او کوټه کې د پاکستان د پوځ پر استوګنځایونو بريدونه وشول. ښايي په راتلونکو ورځو/اونيو کې ورته څو نور بريدونه هم وشي. په ځينو بريدونو کې ممکن عام پښتانه ووژل شي. له دې سره سم به د پاکستاني رسنيو له لارې تبليغات وشي چې دغه بريدونه ګواکې د پوځ له پوستو را ټولولو او د «امنیتي خلا» تر ایجاد وروسته وشول. په ګردي مېزونو کې به د څو پلورل شویو پښتنو او دانشورانو له خولې د پوځ د بېرته راستنېدنې غوښتنې وشي او پر منظور پښتون او ملګرو به یې د ناامنۍ د وروستۍ څپې پړه واچول شي.

دويم
له دغې مصنوعي خلا په استفاده به په مهمو قبایلي سيمو کې د طالبانو د ځای پر ځای کېدو زمينه برابره کړي.
په تېرو دوو کلونو کې د بهرني فشار له امله پاکستان پوره هڅه وکړه چې له خپل کنټرول لاندې قبایلي سيمو وسله‌وال طالبان وکوچوي او د ډېورنډ کرښې دې غاړې ته «د افغانستان په اوسنۍ جغرافيه کې» ورته پټنځایونه برابر کړي، خو بریالی نه‌شو. اسلام‌اباد ممکن دا وخت یو ښه فرصت وګڼي چې خپله دغه سټراټېژيکي پانګه د کرښې هغې خوا ته بېرته منظمه خوندي کړي چې له امريکا سره پرې د ترينګلو اړيکو د سمولو لپاره د فشار د الې په توګه او یا هم د افغان وژنې د لړۍ د تېزولو لپاره کار واخلي.

درېیم
د منظور پښتون په چيغه د لر و بر په پښتنو کې پیاوړی شوی د پیوستون احساس په تېرو دريو لسیزو کې بې‌ساری دی. د پښتون‌ژغورنې غورځنګ په جلسو کې د «لر و بر، یو افغان» نارې په پوره شدت وهل کېږي او د بر وطن پښتنو هم د کوزې پښتونخوا د وروڼو غږ ته بشپړ انعکاس ورکړی دی. بلې خوا ته پاکستان تل هڅه کړې چې دغه تړون مات او دوی له یو بله پردي او متنفره کړي. د پخواني تکتيک په تکرار، د تېرو څو ورځو له بريدونو وروسته د پاکستان د پوځ ویاند او رسنيو د بريدونو تر سره کوونکي «افغانان» یاد کړي. د دوی هدف دا دی چې ووايي، د لر وطن پښتانه ای‌ایس‌ای نه، بلکې د بر وطن افغانانو وژلي او په دې سره د پیوستون نوې څپې کمزورې کړي. د پاکستان هدف د هغو پښتنو له پښتون‌ژغورنې غورځنګ څخه راجلا کول هم دي چې په شعوري نه، بلکې احساساتي توګه له دغه غورځنګ سره یو ځای شوي دي.

څلورم 
په راتلونکو دوو میاشتو کې په پاکستان کې ټولټاکنې کېدونکې دي. د ۲۰۱۳ مېلادي کال په ټاکنو کې هم پاکستاني استخباراتو د ترهګرو طالبانو په لاس د ملتپالو، مترقي او هغو ګوندونو کمپايني غونډې په نښه کړې چې د پوځ سیاسي رول کمول او د ملکي ادارو پیاوړي کول یې غوښتل. په دې سره یې د پاکستان تحريک انصاف په نوم ګوند ته د راټوکېدو او په مرکزي او ایالتي کچه له تمې د زیاتو چوکيو ګټلو زمينه برابره کړه. ښايي پاکستانی سټبلشمنټ د ورته «کنټرول شوې ناامني» په را منځ ته کولو سره بیا ځل د خپلې خوښې ګوندونو ته په حکومت کې د راتګ لاره هواره کړي. دا وېره هم موجوده ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ناستې، مشرتابه او غړي هم په چاودنو او هدفي وژنو کې په نښه شي.

پنځم
د پاکستان سټبلشمنټ په ملکي حکومت کې خپل حریف یو وار بیا له دېوال سره لګولی. نوموړی چې نه یوازې د لومړي وزارت له چوکۍ، بلکې له سیاست څخه هم د تل په مخه معذور وګڼل شو، په دې ورځو کې تر سخت سیاسي فشار لاندې دی. د شريف سیاسي رول، د هغه کورنۍ او شتمنۍ ټولې په خطر کې واچول شوې. همدا لامل شو چې ښاغلي شريف هم څو ورځې وړاندې د پردې تر شا خپل اصلي حريفان «پوځ او استخبارات» د ټروریسټانو په پاللو او له هېواده بهر د هغوی په استعمال کې پر ښکېلتيا معرفي کړل او دغه اعتراف يې په واز کومې وکړ. 
ښاغلی شريف چې د پاکستان د تر ټولو لوی او حاکم ګوند مشر، درې ځله لومړی وزير او د دغه هېواد دننه او دباندې یو منل شوی شخصيت دی، دغو څرګندونو یې د هغو هېوادونو ادعا ته تقويت ورکړ چې وايي، اسلام‌اباد ترهګر روزي او په سيمه کې یې د خپلو سټراټېژيکو اهدافو لپاره کاروي.

په دې سره د پاکستان پوځ سخت په غوسه برېښي او په رسنيو کې یې شريف تر سختو بريدونو لاندې نيولی.
په کوزه پښتونخوا کې په وروستيو وسله‌والو بريدونو سره پوځ غواړي چې ځان د ترهګرۍ پالونکی نه، بلکې د ترهګرۍ قرباني څرګند او په پایله کې یې نړیوالو ته د نواز شريف څرګندونې له حقيقتونو لرې او سياسي وښيي. یوه موخه یې ښايي دا هم وي چې د پښتون‌ژغورنې غورځنګ له شعار «یه جو دهشتګردی هی، اسکی پیچهی وردی هی» او د نواز شريف له خوا د ترهګرو د پالنې له توره په پاکستان دننه او نړۍ کې راپورته کېدونکي شکونه په یقين بدل نه‌شي، ځکه خو پاکستانی پوځ له خپل پخواني چاله کار اخلي، ځان وينې کوي، تور لګوي او همدردۍ خپلوي، خو داسې ښکاري چې دغه تاریخ‌ تېره تکتيکونه به «له پاکستانه بهر» کار ور نه کړي.

سرخط ورځپاڼه
 
بېرته شاته