لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه 18.07.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 13.07.2018 د ښاغلي اکبر سيال شعرونه 31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه 15.05.2018 د ښاغلي صميم مضمون شعرونه 09.05.2018 د ښاغلي غزت الله ځواب شعرونه
 
د ولاياتو سقوط که معماوې؟
لیکوال: ګل احمد محبت   نېټه: 25.05.2018   خپرونکئ:   سمسور  

 دوه کاله وړاندې دوه ځله پرله‌پسې کندوز په ډراماتيک ډول سقوط وکړ. تېر کال لغمان د سقوط پر پوله ودرېد. د ولاياتو سقوط په دې مانا نه دی چې د دولت مخالفان به دغه ولايت ونيسي او خپل امارت به پکې اعلان کړي. که کندوز سقوط شوی له څو ساعتو ډېر د مخالفو په لاس کې نه دی پاتی شوی او که فراه سقوط شوه له لنډمهاله يې ډېره و نه شوه ساتلای، خو په دې ټولو پېښو کې مخالفانو دومره تلفات ورکړل چې څلورمه حصه يې هم په دغسې لنډمهاله بري نه ارزي. د هېواد فرد فرد پوهېږي چې جګړه پردۍ ده او پر مخ وړونکي يې د نورو قرباني دي، خو يوازې جګړه‌مار په دې خبره نه پوهېږي او که پوهېږي، بيا د خپل جهالت په ... سپاره دي.


طالبان او د دولت وسله‌وال مخالفان به کله پوهېږي چې هسې د بل په لاس بل کړي اور کې دوی سوځي او رڼا يې د نورو کورونه روښانه کوي. په دغو ټولو پېښو کې دوی ته بې‌درېغه ځاني زيانونه واوښتل او که بيا دغسې جرات وکړي، تر دې به ډېر نور هم ووژل شي، خو کومه لنډمهاله او اوږدمهاله ګټه به ورته و نه کړي. په دغسې قضيو کې که موږ د دې قضيې دا خوا را اخلو چې جګړه نيابتي ده او طالب د نورو د ګټې قرباني دی، دا له طالبه پرته نور دې ولس ته لکه لمر روښانه ده، خو د قضيې پر دا بله خوا هم فکر کول په کار دي. اصلي خبره او تشويش دا دی چې يو ولايت ولې سقوط شي؟ که يوه ولسوالي يا يوه پوسته سقوط شي، خو ناڅاپي او طبيعي خبره ده. دا جګړه ده او په جګړه کې پرمختګ او شاتګ دواړه شته.

د يو ولايت سقوط کېدل که هغه يوه ثانيه هم وي، هيڅ د منلو نه ده، ځکه په هر ولايت کې کافي قوه پرته ده او طبيعي ده چې دا قوه داسې ځای پر ځای شوې چې د ښار د نیولو له ارمانجنو سره اوږده جګړه کولای شي. د دولت او مخالفانو حدونه هم کابو مالوم دي. يو ولايت هغه وخت سقوط کوي چې د ښار شا و خوا ټول کمربندونه مات شي او مخالفان تر ښاره راورسېږي او دا کار په يوه مياشت کې هم نه‌شي کېدای. دلته به دښمن ورو ورو مخکې راځي او سيمې به نيسي.

دا تجربه موږ په لغمان کې لرو. د ښار له څلورو خواوو مهترلام تر تهديد لاندې و. له يوې ورځې بلې ته له ښاره بهر پوستې راټولېدې. تر دې چې جګړه د مهترلام پنځه سوه مټرۍ ته راغله. د ولايت مقام پر ټاور د فيکا ډزې وشوې، د امنيې قوماندانۍ پر ودانۍ د فيکا ډزې وشوې او د لومړۍ پلې لوا پر بالون د دهشکې ډزې وشوې. جګړه تر دې راغله چې نور يې ځواکونه له مرۍ ونيول، خو دا کار په يوه ورځ او يوه مياشت کې و نه‌شو. دې کار کابو شپږ اووه مياشتې ونيوې. 
په دې لړ کې که محلي حکومت مرکزي حکومت ته هر څه وويل چې لغمان سقوط کوي، خو هغوی يو غوږ بړستن کړ او بل يې ليمڅی کړ. بالاخره د لغمان په ولسي زور له مرکزه هوايي ځواک راغی او د مرکز په ملاتړ دښمن په شا وتمبول شو چې اوس مهال د مهترلام څلورو خواو ته په څلوېښت کيلومټرۍ کې د امنيتي ځواکونو خطونه او کمربندونه پراته دي.

که يو ولايت سقوط کوي، په دغه سقوط کې له مخالفانو سره د مرکزي دولت او محلي ادارې مستقيم او غير مستقيم لاس دی. که يې لاس نه وي په په ټول کال کې يې هم نه‌شي سقوط کولای چې د ټول هېواد مخالفان هم ورته را ټول شي. دا داسې يو حقيقت دی چې په چوپه خوله هر سړی پرې پوهېږي. مثلاً که موږ چاته ووايو چې خدای شته او هغه راته ووايي چې زه يې نه منم. که خدای وي نو ما ته يې وښايه! خو موږ وايو چې خدای په خپلو قدرتونو پېژندل کېږي او هغه بيا ووايي چې زه يې نه منم، هله ما ته يې په سترګو وښيه، دانو بيا د حماقت وروستی حد دی. د دغسې پېښو تر شا هغسې حقايق دي چې ثبوت يې هيڅ سند نه غواړي او موږ پر شواهدو حکم کولای شو.
د مخالفانو د ورانکارو عملياتو او جګړو پر وړاندې د مرکزي حکومت بې‌اعتنايي، د محلي ادارې د استازيو په شکايتونو ځان غلی کول او هغوی ته په وخت هر ډول ملاتړ او ځواک نه لېږل، پخپله له مخالفانو سره د لاس يو کولو په مانا دي. که محلي اداره په حقايقو سترګې پټوي دا خبره په دې مانا ده چې دوی له مخالفانو سره خواخوږي لري او په لوی لاس دوی ته خپلې سیمې پرېږدي.

له فراه هم دا چيغې دا څو مياشتې کېږي چې راپورته کېدې، خو مرکزي حکومت قرار په خپلو کې سره د امتيازاتو پر وېشلو او کمپايني او نمايشي چارو بوخت دی. د دولت دا پالېسي قابل نقد او قابل تجديد نظر ده چې دوی يوه سيمه خپلو مخالفو ته په داسې حالت کې ورپرېږدي چې د يو عادي عمليات په کولو يې تصفيه کولای شي، خو کله چې هلته مخالفان ريښې وکړي او پلويان پيدا کړي، په دې صورت کې بيا دولت پرې علميات او جګړه کوي. دلته نو د دولت تلفات هم ډېرېږي او هغه غوټه چې پرون په لاس خلاصېده، نن يې په خوله خلاصوي.

د فراه يوه يوه پوسته سقوط شوه، يو يو خط مات شو، مخالفان په تدريج سره مخکې راغلل، دفاع وزارت يې د وخيم امنيتي وضعيت په اړه غونډه وکړه، دې غونډې ته ولسمشر پخپله ورغی، خو بیا هم فراه سقوط شوه. ولې؟ ولې؟ شرم نور څومره وي او شرم څه ته وايي؟ زه پوهېږم چې دا جګړه نيابتي جګړه ده او د مختلفو سيمو جګړه‌مار پکې جنګېږي، خو افغان حکومت لا دومره کمزوری نه دی چې دغسې جګړې دې په خپل وخت مهار نه کړای شي. که بې‌غوري، بې‌اعتنايي او لټي نه وي په هيڅ صورت دغسې پېښې نه‌شي را منځ ته کېدای.
که دښمن هر څومره ډېر دی، خو د جګړې لپاره يوازې خپله عادي وسله لري. بيا ولې پر دومره ځواکونو راوخېژي، عامه تاسيسات له منځه يوسي، پوځي وسايل وسوځوي او سربازان شهيدان کړي. له دښمن سره په مخامخ جګړه کې د سربازانو قرباني، مېړانه او شجاعت فوق العاده د ستايلو وړ او قابل قدرداني ده، خو د مشرانو بې‌اعتنايي او شعوري او لاشعوري چوپتيا هماغومره د غندلو او خطرناکه ده لکه څومره چې د نظام پر وړاندې د مخالفانو جګړه خطرناکه ده.
بالاخره جګړه‌مار د فراه ولايت تر مقامه راورسېدل، د امنيت يو ټاور يې ونيو او د امنيې قوماندانۍ تر قره‌وله راغلل. سربازان شهيدان شول، عوام خلک شهيدان شول، ښوونځي وتړل شول، عامه تاسيسات ونړېدل، وېره او دهشت خپور شو، وينې وبهېدې، د افغان حکومت حيثيت تر سوال لاندې راغی، د حکومت پرسټېژ راټيټ شو او له هغې وروسته له کابله تازه دمه قوه ورولېږل شوه. تر دې ټولو وروسته بيا هوايي ځواک ولېږل شو. بیا هم جګړه هوايي ځواک او تازه‌دمو قواوو په شا وتمبوله؛ نو ولې دا ځواک لا له وړاندې نه ورتو او جګړه يې په نطفه کې نه خنثی کوله؟ کله چې هوايي ځواک په ښار کې پر جګړه‌مارو بمونه غورځول ولې يې له هماغې لومړۍ ورځې نه ځپل چې په ډېرو لږو امکاناتو يې هم پر شا تمبولای شوای؟ ولې دغه ځواک په هغه ورځ نه ور رسېده چې له فراه د سقوط د وېرې چيغې راوتې؟

خو که څوک نه خپه کېږي تصميم‌نيونکي مراجع او مرکزي حکومت همدا غواړي چې وينه تويه شي، سربازان شهيدان شي او بيا دوی د جګړې لوړ قيمت پرې کړي. که د مرکزي حکومت همدا حال وي او دغسې په امتيازاتو سره په خپلو کې اخته وي، هر څوک د خپل ځان لپاره کمپاينې ګومارنې او تظاهري حرکات کوي او د سرتېريو قربانيو ته کوم ارزښت ورنه کړي؛ نو دا پېښې به د هېواد په داسې برخو کې تکرار شي چې دوی به يې بيا له شرمه خپلو اتلو سربازانو او خپل ولس ته هيڅ مخ نه لري.
ژوندي دې وي هغه اتل سرتېري چې د يو احساس له مخې د خپلې خاورې دفاع کوي او د هغو سربازانو روح ته سلام چې د خپلې خاورې په دفاع کې يې د شهادت جام نوش کړ!

سرخط ورځپاڼه
 
بېرته شاته