لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه 18.07.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 13.07.2018 د ښاغلي اکبر سيال شعرونه 31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه 15.05.2018 د ښاغلي صميم مضمون شعرونه 09.05.2018 د ښاغلي غزت الله ځواب شعرونه
 
ولس په دستارخوان کې د بدلون پر ځای بې‌دستارخوانه شو
لیکوال: احمد یاسر   نېټه: 01.06.2018   خپرونکئ:   سمسور  

 د افغانستان د مرکزې احصایې ادارې د تازه سروې پايلې ښيي چې (۵۴.۵) سلنه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي. (۴۴) سلنه افغانان غذایې خوندیتوب نه لري او د بې‌کارۍ کچه هم (۲۴) سلنې ته رسېدلې. د سروې پايلې زياتوي چې له نيمايي ډېر افغانان له (۳۰) امريکايي ډالرو څخه لږ مياشتنی عايد لري. په (۱۳۹۱) کال کې د ورته سروې له پايلو سره د اوسنۍ سروې له پايلو جوتېږي چې په تېرو شپږو کلونو کې د فقر په کچه کې (۱۶) سلنه زياتوالی راغلی.

د امنيت ټيګښت، د فساد او بې‌کارۍ له منځه وړل، د خلکو په دستارخوان کې تغير راوستل، په هېواد کې سترې بنسټي پروژې پلې کول... د ملي وحدت د حکومت د غبرګو مشرانو د ټاکنيز کمپاين شعارونه وو چې خلک يې پرې تېرايستل. اوس دغه حکومت څلور کلن شو، خو نه يوازې چې د افغانانو هيلې پوره نه‌شوې، بلکې په تېر پسې ارمان کوي او د ژوند په هره برخه کې يې منفي بدلون راغلی دی.

ناامني خپل وروستي حد ته رسېدلې ده، هره ورځ لسګونه او سلګونه افغانان د دولتي ځواکونو او مخالفانو په بريدونو، چاپو، بمي چاودنو او بهرنيو ځواکونو په بمباريو کې وژل کېږي. په ښارونو کې د غلچکيو بريدونو، بمي چاودنو او استخباراتي شبکو د حملو له امله خلک له ژونده بېزاره شوي. په ولايتونو او لېرو پرتو سيمو کې هم خلک له دوه ټاکنو سره مخ دي، يا به خپله سيمه، شتمني، کور او هر څه پرېږدي او په نسبتاً امن سيمه کې به د اوسېدلو لپاره خېمه دروي او يا به مرګ ته غاړه ږدي.

بې‌کاري هم هغه حد ته رسېدلې چې که په کومه دولتي اداره کې د څلورم او پنځم بست دنده اعلان شي، تر څلور پنځه سوه تنه زيات اشخاص ورته ځانونه نوموي. لوستي او له پوهنتونونو فارغ ځوانان په کراچيو کې مېوه او سبزي خرڅوي، يا د سړک پر غاړه د موبايل کارډونه پلوري او ډېری يې په هوټلونو او نورو ځايونو کې د خدمتګار او صفاکار په توګه کار کوي، سره له دې هم دوی ځکه نېکبخته بلل کېږي چې ګڼو لوستو ځوانانو ته ان د مستخدم او کاروبار په توګه د کار کولو ځای هم نه‌شته. نالوستې ځوانان خو اصلاً د کار حق نه لري.

د فقر کچه دومره لوړه شوې چې د روانې بدمرغې جګړې له امله کونډې شوې ښځې تر نيمې شپې پورې د ښارونو په واټونو کې سوال ټولوي، تر څو يتيمو کوچنيانو ته يوه ګوله وچه ډوډۍ پيدا کړي. خلکو د جګړې له امله خپله شتمني او کور ته نفقه راوړونکي ځوانان له لاسه ورکړي په هرو دوه افغانانو کې يو يې ورځنۍ مناسبه غذا نه لري. مجبورې ميندې د يو ځوی د تداوۍ لپاره بل زوی پلوري او اړ پلرونه خپل نازولي زامن په مرګونو لارو بهر ته د پيسو ګټلو لپاره لېږي.

خو دا د ټولو افغانانو حالت نه دی. چارواکي ښه ژوند لري، هغوی په لوکسو او ښکلو قصرونو کې اوسېږي، اولادونه يې په بهرنيو هېوادونو کې عيش کوي، په دستارخوانونو يې غوښې او پلونه پراته دي او د ارامۍ د هر ډول امکاناتو څښتنان دي. هغوی چي خالي جېبونه په حکومتي څوکيو کښېناستل، اوس د میلیونونو ډالرو شتمنیو څښتنان دي او له ځانونو يې کانکريټي او انساني دېوالونه چاپېر کړي دي.
د دې ټولو ستونزو، بدبختيو او نابرابرۍ اصلي لامل د يرغلګرو لخوا د افغانستان اشغال او د پانګوالي نظام تحکيم دی. د دغه نظام اساس په اقتصادي نابرابرۍ ولاړ دی چې د ټولنې اکثريت خلک د فقر په توره خونه کې بندوي او ټوله پانګه د کم شمېر خلکو په لاس کې لويږي چې دوی بيا له اکثريت بې وسو خلکو څخه د غلامانو په توګه کار اخلي.

هيله ده چې د دې واقعيتونو په ليدلو سره به افغانان پوهېدلي وي چې پر دوی حاکم چارواکي د امريکا غلامان دي، دوی خپل ولس ته دروغ وايي او په ډول ډول درواغجنو وعدو يې غولوي. دوی ته لومړی د خپل بادار او ورپسې خپلې شخصي ګټې مهمې دي، که ولس په بمونو مري او که له لوږي، دوی يې نه پروا لري او نه پرې دردمن کېږي.
لا يُلْدَغُ الْمُؤْمِنُ مِنْ جُحْرٍ وَاحِدٍ مَرَّتَيْنِ.[صحيح البخاري]
مومن له یوه غاره دوه ځله نه چېچل کیږي.

سرخط ورځپاڼه
 
بېرته شاته