لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه 18.07.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 13.07.2018 د ښاغلي اکبر سيال شعرونه 31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه
 
د دې هر څه مسوولیت د چا پر اوږو ور واچوو!؟
لیکوال: جان اغا بهار   نېټه: 01.06.2018   خپرونکئ:   سمسور  

 په تېرو دورو کې د ولس استازو له ولسه څرمن وایستله/لا یې باسي، د ولس ټوله ملي شتمني یې په خپل نس کې واچوله، تر ننه د هېوادوالو په وژنه، اختطاف او نورو جنایي پېښو کې د همدوی لاس دی.

د ولس په وینو او زوو یې ځان ته ماڼۍ جوړې کړې، پورنر، لنډکروزر، لس او سله میله وسلې، باډيګارډان یې واخيستل او ونيول. خپل بچي یې بهر امریکا، اروپا او د اسیا پرمختللو هېوادونو ته د زده‌کړو لپاره ولېږل، مانا له هر اړخه یې ځانونه وپړسول. کلونه کلونه به یې پړسوب «مالونه، جایدادونه، بنګلې، غر و پش، تور و سپین موټر او نور...» وي. بیا به یې اولادونو بهر لوړې زده‌کړې کړې وي، راستانه به شي په لوړو پوستونو به ولګېږي، د پلار دستور به ورسره وي، پرې د استهلاک شویو پيسو مساله به کښته پورته کېږي «د زوی خټه د پلار له کوره وي» پلار به یې ورته وايي «پيسې ووهه چې څومره دې وسهکېږي، فساد وکړه. په تا مصرف شوې پيسې جبران کړه. همد اوخت او فرصت وګڼه.»

دا لړۍ به همداسې روانه وي. زوی چېرته د پلار له حکمه سرغړونه کولای شي، هغې شرعي او دیني مسالې زوی ته زوی چېرته ګوري چې وایي، که پلار اولاد د غلا، حرامو، د یو چا د وژلو او نورو نامشروع کړنو دستور ورکوي، زوی دې ورته سر خوځوي، خو نور دې دا کار نه کوي یا دې پلار ته ووایي چې ته کوم څه له ما غواړي دا «دین، قانون او انساني عقل منع کړي دي.»
خو زوی ته یې د کلي د مسجد ملا خبره په زړه نېغه لکه «موړه» ولاړه وي چې د والدینو نافرماني کول، ګناه ده. جرم دی، هرڅه یې باید ومنل شي، واه ملا صاحب دا حکم مطلقیت نه لري، مقید دی.
له داسې لوستي به څه د خیر و ښېګڼې تمه وشي؟ کوم درد ته به دوا شي؟ څه به حق او باطل وپېژني؟ څنګه به فساد او رشوت شدید دیني او قانوني جرم وګڼي؟ د چا چې پلار کلونه کلونه د ولس وینې زبېښلې وي، ځورولی یې وي، د څو پيسو په مقابل کې یې د خلکو عزت و عفت تروړلی وي، د ځان د تکافل غم ورسره وي، د موټرو، بنګلو هوس او شهوت ورسره وي.

خو داسې نه دي شوي چې دا وکیل صاحبان تصادفي مقننه قوې «ملي شورا ته» تللي، یا ورته ستا استازولي چا په تحفه کې ورکړې، یا پرته له کومو ولسواکي مراحلو او اصولو طی کولو په تا مسلط شوي دي، نه رایه ورکول شوې «امانت» دې ورکړی، خو سم سړي ته نه، سړی دې نه دی پېژندلی، ولسه!
ولسه! که ته دا توجیه کوې چې دا هر څه دې نوې تجربه وه، ولسواکي نه وې راغلې وه، موږ ورسره نوي وو، خو دا خلک خو له کوم بل ځايه نه و راغلي، همدا ستا د ولس او ښار سړی و، ګاونډی، د کلي ملک، د جومات ملا او د ښوونځي معلم دې و، یا په تېرو حکومتونو کې یو مامور/مسوول.
ولې زموږ نه یادېږي، خپله رایه او مکلفیت دې راواخيست، د یوې غوړې ډوډۍ، غوړې وعدې، یوې پيپسي، یوه پیاله چای، یا په موټر کې د ګرځېدو لپاره دې بې‌ځایه استعمال کړ، دا هغه تراشل شوې څېرې وې چې په کلي کور او ښار کې یې هم ښه سابقه نه درلوده. جرمي بګراونډ یې درلود. تا خان او وکیل کړ. تېروتنه دې کړې، ښه غټه تېروتنه، خو ځه خیر هر څه چې وو، وشول.

اوس دې اراده څه ده؟
هوښیار شوی یې، که نه بیا غولېږې، د یو پاو چای، یوې خلطې رومیانو، الوګانو، یوې لوټې غوړیو، یوې توڼې اوړو په بدل کې بیا رایه کاروې، بیا په ځان قیامت راولې، بیا په ځان دا یا دې ورته خلک مسلطوې؟ بیا کږېدل غواړې، بیا لوېدل غواړې، داسې چې دا ځل دې ورمېږ پسې مات شي!؟
تر دا پرونه پورې همدې خلکو څه کول «غصب، ظلمونه، وژنې، رټل او بې‌عزتۍ» دې هېرې شوې، دا دی نن دې بیا خوا ته درغلی، غولوي دې. رایه در نه اخلي او بیا دې په لغته وهي، دا ټولې ټراژيډۍ او ساندې بیا درباندې راولي. انتظار کوه.

د خلاصون لاره څه ده؟
دا ده چې یو داسې کس وټاکه چې د انسانیت، افغانیت او اسلامیت ټول فکتورنه پکې ومومې، رایه نه ورکول د خلاصون لاره نه ده، که ته رایه و نه کاروې، بیا به هم پارلمان ټاکل کېږي، ځکه دا په ریاستي نظامونو کې درېيمه او مهمه پایه ده. حتماً باید وي او له دې پرته هيڅ ممکن نه دي.
رایه وکاروه، خو وړ او کادر وپېژنه. مه یې خرڅوه، مکلفیت ادا کړه، امانت وکاروه. ښه یې وکاروه.
په دې غوړیو، رومیانو او وړو ځانونه او خپل هویت مه پلورئ. د وطن خبره ده. د ژوند خبره ده. د راتلونکي خبره ده. د نماینده‌ګانو د ټاکلو خبره ده. ټوکې نه دي. پارلمان ته استازي لېږئ.

د دې هر څه مسوولیت، تر ډېره د جنګي ډلو پر اوږو دی، که دوی جنګ نه کولای، د اقتصاد بېخ به نه و وتلی، د خلکو د کاروبار زمینه به وه، هر چا به یوه مړۍ ډوډۍ خپلو اولادونو ته ګټله. ولس دومره پاګل هم نه دی چې هویت دې د یو څو روپو په مقابل کې وپلوري، یا دې د یوې لوټې غوړیو، وړو او الوګانو په مقابل کې. دا هر څه لوږه کوي، دا هره څه وږی نس او وږی اولاد کوي، دا هرڅه د له لوږې له وېرې چې ګوندي ژوند له لاسه ور نه کړي او د دې هر څه زېږنده جګړه ده. د جګړې ښکېل اړخونه دي، هغوی دې چې په باطل دي او بیا هم جګړه کوي، هغوی دې چې د نورو د ګټو لپاره جنګ کوي، وسله‌واله مبارزه مخ ته وړي. 
خو د دین او عقیدې د ایډیالوژۍ په عنوان!
که جنګ نه وای، کونډه به نه وای، یتیم به نه وای، معیوب به نه وای. لوږه به نه وای، غلا به نه وای، وژنې به نه وای. سوال به نه وای. اختطاف به نه وای. هدیرې به تر ښارونو نه را رسېدای!

سرخط ورځپاڼه
 
بېرته شاته