لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه 18.07.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 13.07.2018 د ښاغلي اکبر سيال شعرونه 31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه 15.05.2018 د ښاغلي صميم مضمون شعرونه 09.05.2018 د ښاغلي غزت الله ځواب شعرونه
 
حکومت طالبان په ديني چلينج مات کړل
لیکوال: جمشيد غزنيوال   نېټه: 10.06.2018   خپرونکئ:   سمسور  

 هسې وايي، د خدای د لارې يوه عابد يوه سړي ته وويل چې پر ډېران لمونځ نه کېږي. ده ورته وويل چې نه دا هسې ستا وېره ده، همدا لږ مخکې مې وکړ، ډېر ښه کېده.

ده فکر کاوه چې کله سړی پر ډيران ودرېږي، د ملا تېر به يې نه را غبرګېږي يا به شل کېږي او يا به بل افت پرې لوېږي، خو د عابد په خبره کې يو مرموز عمق ته اشاره وه. دغه مرموز عمق د ديني چارو کيفيت بيانوي او په ظواهرو کې ګير کسان يې اسانه نه‌شي درک کولای.

د ۱۳۹۷ کال د جوزا مياشتې پر ۱۴مه په کابل کې ۳۵۰۰ عالمانو يوه ۲۶مخيزه مفصله فتواء صادره کړه چې هم پر ديني عالمانو د نيوکه کوونکيو خوله وتړله، هم يې د طالبانو او د هغوی د تمدن‌نما ملاتړيو خولې خلاصې کړې. دې فتوا هم د علماوو د رسالت د ادينې شاهدي ورکړه، هم يې د عوامو د تذبذب ولاړ ذهني ډنډ ته د لازم جرات د تحرک يوه تيږه ور واره کړه. دې فتوا په معاصر تاريخ کې د افغانستان د مذهب په نامه د توجيه کېدونکو جګړ د چلينج اساس کېښود، دغه باب د افغانستان غوندې سنتي ټولنې لپاره دومره عالي او بې‌سابقې دی چې د سياسي اسلاميسټانو پر څېره د هغو وينو کرښه کاږي چې مخکې هدر بهېدې، اوس به د دوی حيثيت هم ورسره ولاړ شي.

په دغه فتوا کې له ډېر غوره کار اخيستل شوی، ادبيات يې ساړه، مګر مستحکم دي. مقابل جانب ته د يوه داسې درناوي څرک لري چې هغوی هم ترې انکار نه‌شي کولای. د حکومت ملاتړ پکې احساساتي نه، بلکې مستدلل دی. هغه شواهد چې حکومت يې پرې له نااسلاميتوبه را ايستلی، ډېر واضح دي او د قراني او تسنني استنباطاتو په اساس لومړی د افغانسان ديني ـ تاريخي حيثيت بيان شوی او د عملي جريانونو او برجسته ديني او عرفاني اشخاصو مثالونه ورکړل شوي دي. علما‌ء پر دې خبره په ټينګار خپل دريځ روښانوي چې افغانستان د حضرت عثمان رضي‌الله‌عنه له وخته «۳۲هـ» راهيسې ديني بکګراونډ او ابرو لري. دغه ابرو يې د ډېرو جنګي تورو او د نوييمو کلنو په اصطلاح، قسم‌خوړولو دښمنانو په دوښمني کې هم تويه نه‌شوه. په فتوا کې دغه ديني ـ تاريخي سير ته کتنه خورا مهمه ده.

په دويم عنوان کې د صلحې او نرمي د اصالت پر اساس د هغې اهميت، ضرورت او په افغانستان کې وجوب تشريح شوی، حيثيت يې واضح شوی او بيا يې په هکله عمومي مسلمانانو ته مسووليت راجع شوی دی. صلح د اسلامي شريعت فطري حالت بلل شوی او جګړه په استثنااتو کې راځي.
درېيم عنوان نېغ په نېغه پر دې را څرخېدلی چې په افغانستان کې روانه جګړه ناجايزه ده او هيڅ ډول شرعي صبغه نه لري. د دې جګړې د نارواوالي په هکله دغسې صراحت کله هم نه و شوی، خو دا ځل د تېرې دوشنبې په غونډه کې علماوو د نړۍ مخې ته کېښود.

انتحار، انفجار، د خلکو وژل، وېره اچونه، مختلف ډول فساد، قطاع طريقي، اختطاف او هر ډول تاوتريخوالی غوندې پديدې له اسلامي دايرې وتلې پديدې معرفي شوې دي. دا چې په افغانستان کې دغه کارونه د جګړې له لاسه د اسلامي دين پر ذمه ور تپل کېږي، دې فتوا د دين دغه عاقلانه دفاع هم وکړه. هغه کسان چې له عقدې دغه شيان زموږ پر دين تاوانوي، تر دې وروسته کرښه ورسره واضح شوه او دغه کرښه زموږ د حکومت له خوا ورته روښانه شوه.
د فتوا د متن په ۲۴م مخ کې د علماوو د ټولو خبرو نچوړ دی او د مادو په شکل يې خپل موقف څرګند کړی دی.

په لومړۍ ماده کې د ولس د مسلمانۍ خبره شوې او پر دې اساس يې پر وړاندې جبهه‌يي او جګړه‌يز سياست منع بلل شوی، ورپسې ويل شوي چې د روانې جګړې زيان يوازې د مسلمان ملت پر تباهۍ منتج کېږي، ځکه خو يې ملاتړ شرعي جنبه نه‌شي لرلای.
درېيمه او مهمه خبره دا ده چې انتحار او د اسلام د دفاع په نامه د انفجار او خشونت اساس دين نه دی بلل شوی، علماء وايي چې دغه کارونه مطلق حرام دي.
څلورمه خبره دا چې د سولې د هڅو سبوتاژ کوونکي او سرغړاندي د خدای مختورن دي. پنځمه دا ده چې د افغانستان ټولنه اسلامي ده، د دوی په وينا ټول هغه کارونه چې ځوانان ناسالمو لوريو او بې‌لاريو ته برابروي، مردودې دي.

د دې فتوا د متن په شپږمه ماده کې قومي، ژبنی او مذهبي تعصب ناروا ياد شوی، او په اوومه ماده کې د هغه افرادو، بنسټونو، ډلو او هېوادونو مداخله ترديد شوې چې په افغانستان کې د جنګ سب ګرځي.
د دې فتوا له تيوريکي چلينجه طالبانو ځان خلاص نه‌شوای کړای، يوازې يې دغه علماء يې په رنګارنګ تورونو تورن کړل او داسې يې وښووه چې ګواکې دوی يې په غوښتنو پسې سر نه ګرځوي.
ځينو پاڼو او افرادو په خواله رسنيو کې هم د تمسخر او له حقيقته د تېښتې نورې لارې انتخاب کړې. يوه تر ټولو لويه نيوکه يې دا وه چې په دې فتوا کې د بهرنيو ځواکونو د وتلو په هکله چوپتيا موجوده ده، خو داسې ښکاري چې دوی د فتوا په متن کې دغه ځای نه دی لوستی او يا يې په پټو سترګو ګام ترې اړولی دی او يا يې د عقدې په پټۍ تړلې سترګې يوازې د مخ څو ګامه لاره ويني. په متن کې راځي؛ «موږ په دې عقيده يو چې د سولې په موجوديت کې د اسلامي شعايرو د تطبيق لپاره بهتره زمينه مساعده کېږي او د هر ډول فساد او بېروني مداخلو څخه مخنيوی کېږي. همدا سوله ده چې د هيواد څخه به د خارجي قواوو د وتلو مهال وېش ته لاره هواره کړي او د بهرنيانو د شتون ضرورت له مينځ وړي. او په دې اړه حکومت او ولس دواړه سره سلا دي.»

د بهرنيانو د وتلو او نه وتلو په هکله وضاحت نور څنګه وي؟ تاسې وګورئ طالبانو د هغو ولايتونو د سقوط هڅې کړې چې يا خو ناټو ځواکونه ترې وتلي او يا ترې په وتلو و. د کندوز په جګړه کې طالبانو لاسي ناټو ځواکونو ډېرولو ته زمينه مساعده کړه.
د دې ليکنې منظور دا دی چې د علماوو موقف لا ښه توضيح شي او څرګنده شي چې طالبانو څنګه هغه څېره بايلوده چې د شريعت په امارتي تعبير کې يې خلکو ته ښووه. حکومت د دې فتوا په احترام او ملاتړ شا و خوا يوه اوونۍ اوربند اعلان کړ، خو طالبانو تر اوسه ولس ته د سولې د يوې وړې هيلې څرک هم نه دی ښوولی، ټول وطن يې د ظلم په يوه داسې ناهيلې تياره کې ډوب کړی چې خلک د خپل ځان هيڅ ارزښت په سترګو نه ويني.

دا چې طالبان ولې د امريکايانو د وتلو خبره کوي، موږ به په يوه بله ليکنه کې کتنه ورته وکړو او که د طالبانو دغه غوښتنه کله حکومت ناببره ومني، کومې پس‌لړزې به ولري؟
حکومت طالبان په ديني چلينج مات کړل، داسې ديني سنګرونه يې ورته ونيول چې دوی يې د خپلو تعبيراتو له سره تدوين او توږنې ته اړ کړل، خو تر اوسه د دې نښه نه ليدل کېږي چې طالبان دې د يوه سالم تفاهم لاره غوره کړي، خو که هر څومره له زوره کار واخلي، هغومره به يې په وطن کې د خپل نفرت زياتېدو ته کار کړی وي.

سرخط ورځپاڼه
 
بېرته شاته