لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه 18.07.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 13.07.2018 د ښاغلي اکبر سيال شعرونه 31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه 15.05.2018 د ښاغلي صميم مضمون شعرونه 09.05.2018 د ښاغلي غزت الله ځواب شعرونه
 
اروپايي شرکتونه به (د ایران اقتصادي زوال) مخه ډپ کړي؟
لیکوال: طایر ځلاند   نېټه: 09.08.2018   خپرونکئ:   سمسور  

 لا له هم هغه ۲۰۱۵ زیږدیز کال اټکل کيده چې آټومي برنامو د درولو پر سر به د ایران، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۵ دایمي غړو هیوادونو اوالمان ترمنځ شوې هوکړه د ډير وخت له پاره دوام ونه کړي.

هغه مهال د ایراني چارواکو له خوا دغه هوکړه له دې کبله یوستر بری وګڼل شو، چې له بحران سره مخ اقتصاد یې او په کور دننه سیاسي کړکیچونو مدیریت له پاره یې یو فرصت وموند، خو بل لورې ډونالډ ټرمپ په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې په زغرده ایران سره د شوې هوکړې په اړه انتقاد وکړ او ژمنه یې وکړه چې دغه هوکړه به ماته کړي.
د امریکې ولسمشر ډونالډ ترمپ وړمه ورځ په ایران د بندیزونو په اجرایوي فرمان لاسلیک وکړ او په دې سره یې پر ایران د بندیزونو لومړۍ برخه عملي کړه چې دویمه برخه به یې د نومبر په میاشت کې عملي شي.
د اوسنيو بندیزونو غټه اغیز د ایران پر بودیجې او سوداګریزې راکړې ورکړې باندې پریوزي، نو له دې کبله د بندیزونو اغیز یواځې پر ایراني لوري نه بلکې هغې شرکتونو ته هم مواجهې کيږي چې ایران سره تعاملات کوي، په دې برخه کې د چیني شرکتونو د زیانمېدو ګواښ کم دی خو نوې مسایل د اروپايي شرکتونو په اړه د متحده ایالاتو د دریځ له امله راپورته شوي چې په اړه یې د اروپايي ټولنې چارواکو او استازو د تمې خلاف دریځونه بیان کړي.
د اروپايي ټولنې د چارواکو په څرګندونو کې ایران سره د شوې هوکړې د امریکا په وتلو خوښ نه دي او زیاتوي چې دوی به دوام ورکړي. 
خو بلخوا د خپل دریځ پیاوړي کولو له پاره متحده ایالاتو په خپلو ستراتيژيکو دوستانو هم زور اچولی او سرې کرښې یې ورته کش کړي دي.
ډونالډ ټرمپ په خپل یو ټویټ کې لیکلي وو: «پر ایران له بندیزونو لګولو وروسته هر څوک چې له دغه هیواد سره تعامل کوي هغه به امریکا سره له تعاملاتو لاسونه مینځي»
بل لورې اروپايي ټولنې ایران سره د شوې هوکړې څخه د امریکا وتل او د ټرمپ د حکومت له لورې پر ایران د بندیزونو لګول غیر معقول ګام بلل شوی او پرېکړه یې کړې چې پرته له امریکا به هم دوی هوکړې ته دوام ورکړي.
په همدې حال کې اروپايي ټولنې د سه شنبې په ورځ د ۱۹۹۶ میلادي کال دهغه قوانينو د اجرایي کولو پرېکړه هم وکړه چې له خپلو سرحدونو د باندې امریکا په کیوبا، لیبې او ایران باندې بندیزونه وضع کړي و او ددغه قوانينو په تصویب سره له اروپايي شرکتونو چې دغه هیوادونو سره تعاملات لري په ملاتړ په حقیقت کې د بندیزونو مخه نیول غوښتل.
هغه مهال متحده ایالاتو پر دغو دريو هیوادونو د بندیزونو په لیست کې اروپايي شرکتونه مجاز کړل چې دوي د خپلې خوښې وړ هیواد سره سوداګریز تعاملات کولای شي، خو تر دا مهاله دا قضیه له پخوا هغې بدله ده.
څو ورځې وړاندې د فاکس نیوز سره په یوې خپرونې کې ډونالډ ټرمپ ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د سرغړونې په صورت کې به اروپايي شرکتونه هم تر بندیزونو لاندې راشي؟ وویل: «هو دا حتمي ده او مونږ به خامخا دا کار کوو» 
خو په ورته وخت کې بیا اروپايي ټولنې ویلي که د دوی اړوند شرکتونه له دې ډاريږي چې ایران سره په تعاملاتو به د امریکا د قضايي او نظمي تهدیدونو سره مخ شي نو تر هغه ځایه چې د اروپايي ټولنې په قوانينو پورې تړاو لري دوی به له دا ډول ګواښ خوندي وي.
برتانوي وزير آلیستر برت ویلي: «دا چې شرکتونه ایران سره د تعامل غزولو پریکړه کوي که د پرېکولو د دوی په نظر دا یو سوداګریز تصمیم دی.»
څه موده وړاندې د فرانسې د مالیې او اقتصاد وزیر برونوله مر هم ویلي و چې «د G20 غړي ټول هیوادونه په دې پوهيږي چې د غربي اروپا او امریکا ترمنځ سوداګریز جنګ روان دی؛ دغه فرانسيي چارواکي زیاته کړې وه چې له امریکا غواړي د خپلو متحدینو ګټې هم په نظر کې ونیسې او له غیر معقولو پرېکړو او لارو خپلولو څنډه وکړي»
خو اصل پوښتنه دا ده چې دا او دې ته ورته خنډونه به ایران د امریکا له سختو بندیزونو خوندي کړای شي؟ 
د جانز هاپکینز پوهنتون د اقتصاد استاد سټيوهانکه وايي چې پر ایران دا ډول بندیزونه به په سیمه کې د توربازار د ایجاد اود جرمي اقتصاد د ودې سبب شي.
هانکه زیاتوي چې دا بندیزونه به د یوې نړیوالې جرمې شبکې ایجاد کې مرسته وکړي چې د قاچاق او نورو ناقانوني لارو به ایران یا نور هیوادونه له دغه سخت حالته ځان خوندي کوي.
خو که وکتلای شي نو معلوميږي داسې چې ددې ویرې سره سره چې هانکه یې یادونه کوي اروپايي شرکتونه به زړه ښه نه کړي چې یو داسې ګواښوونکي ډګر ته کوز شي چې د زیان او خصارې پرمهال یې خپل هیوادونه ملا نه شي ورتړلای، دا سمه ده د قوانينو په برخه کې به یې ملاتړ وکړي خو کله چې ایراني کرنسي لویږي او ددغه شرکتونو او ایران ترمنځ راکړه ورکړه په ډالر نه وي نو ښکاره خبره ده چې اروپايي شرکتونو له پاره نه جبرانېدونکی تاوان رسیدلای وي.
بل لورې که وکتلای شي وروسته له هغې چې ایران د خپلو اټومي برنامو د درولو هوکړې ته چمتو شو بیا هم په لویه پیمانه اروپايي ټولنې شرکتونو په ایران کې سرمایه ګذارۍ ته زړه ښه نه کړ او له هم هغه وخته ورسره دا ویره وه چې د دغې هوکړې په ماتېدو سره به له لویې خصارې سره مخ شي.
د بیلګې په توګه د مسافر وړونکو د ۱۰۰ الوتکو د ایرباس قرارداد او همدا ډول د فرانسيي توتال شرکت د نفتو په برخه کې قرارداد چې له انعقاد کابو له یو کال زیات وخت په تېرېدو سره هم لا قابل د لمس پرمختګ نه دی شوی چې یو دلیل یې هم د سرمایې د مصرف او د بندیزونو له کبله د رامنځته کیدونکي کړکیچ ویره ده.
د صنعت او کارموندنې په برخه کې د اروپايي ټولنې یو پخوانی ډیپلومات ګونتر فرهویګن، چې له ۲۰۰۴څخه تر ۲۰۱۰زیږديز کال پورې یې دنده ترسره کوله که څه هم د امریکا له خوا یو داسې ګام زیاتی بولي خو د فرانسيي چارواکي خبرو ته په اشارې چې د اروپايي شرکتونو سره د خصارې پرمهال د درېدو خبره یې کړې وه وویل: اروپايي ټولنه به داسې کوم کار ونه کړی شي ځکه چې اروپايي ټولنه له مالي پلوه د خصارې د پرې کولو مالي توان نه لري.
ګونتر دا هم زیاتوي چې په خپله د اروپايي ټولنې شرکتونه به هم د امریکا او ایران ترمنځ ایران ته زړه ښه نه کړي او د ده په قول (له بده مرغه)دوی مجبور دي چې د ډونالډټرمپ پرېکړې ته غاړه کېږدي.
نو اټکل داسې کيږي چې د امریکا متحده ایالاتو له خوا د وضع شویو بندیزونو په عملي کولو سره به ایران له یو سخت حالت سره مخ شي او شونې ده چې دغه حالت حتی په ایران کې د سیاسي نظام د بدلېدو او په دغه هیواد کې د خلکو د راپورته کېدو سبب شي، خو بل خوا د امریکا په اړه د ایران سیاسي بیانیه چې د (لوی شیطان) په نوم یې په خپلو سیاسي ادبیاتو کې ځای کړی دې ته پریږنږدي چې ایران په شا قدم واخلي او امریکا ته ژر غاړه کيږدي، زما ددې خبرې مقصد دا دی چې دا کړکیچ به دوام پیدا کړي او د امریکا رقیب اړخونه به دې اور ته په لمن وهلو سره ایران هڅوي خو د یو شي تمه چې سړی لږ له ویرې راباسي هغه دا ده چې د امریکا له لورې د اقتصادي بندیزونو اغیز به سیمه کې جنګي پالیسیو ته ډيره اړتیا پیدا نه کړي او کوښښ به دا کيږي چې ولسي فشارونه سیمه کې د سیاسي ځواک او واک د بدلون سبب شي.
 
بېرته شاته