لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه 18.07.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 13.07.2018 د ښاغلي اکبر سيال شعرونه 31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه 15.05.2018 د ښاغلي صميم مضمون شعرونه 09.05.2018 د ښاغلي غزت الله ځواب شعرونه
 
د انسان ځواني
لیکوال: پوهنیار سید اصغر هاشمي   نېټه: 09.08.2018   خپرونکئ:   سمسور  

 ځواني د انسان د هلو ځلو هغه مرحله ده، چې مغز یې د کار او د بدن غړي یې د زحمت لپاره اماده وي. که د ځوانۍ په قدر پوه نه شو، په زړښت کې به ډېر ارمانونه وکړو، دا دوره د کار، تحصیل، خدمت او عبادت لپاره یو ښه وخت دی. سړی چې زوړ شي د نورو محتاج شي، ډېر وخت مریض او د نورو د اوږو بار شي. له انسانانو سربېره حیوانات، نباتات او جمادات هم ځواني او زړښت لري.

ونه چې ځوانه وي، ښه سیوری کوي، ښاخونه یې په خپل وخت له میوو ډک وي او ښکلا ورسره وي، همدا ونه چې زړه شي، چینجي یې وهي، مریضه شي او بلاخره تنه یې ورسته له لرګیو یې هم ګټه نه اخیستل کېږي. د ونې د خدمت وخت هم د ځوانۍمرحله ده.
ځوان غویه ښه قلبه کوي او مځکې ښې اړوي، د دهقان د مځکې د کرلو او تخم اچولو وسیله ګرځي، خو برعکس زوړ غویه دا کار نه شي کولای او قصاب یې د حلالې لپاره اخلي، د زوړ مال غوښه خلک نه خوښوي او په مقابل کې د ځوان مال غوښه په لوړه بیه اخلي.
باز په ځوانۍ کې خپل مالک ته ښه ښکار کولای شي، چې زوړ شي له کاره ولوېږي.
په جماداتو کې ځوان غر ښکلی وي او له تیګو یې ګټه اخیستل کیدای شي او د زوړ غره تېږې پکه او خوړل شوې وي او د ګټې اخیستنې نه وي.
په هرې ټولنې کې د پرمختګ لاملین ځوانان دي، له دوی سره باید نوي او ځوان فکرونه وي. اصلي او حقیقي ځوان هماغه دی، چې د ځوانۍ په مفهوم پوه وي. که دی ځوان او کارونه د زړو کوي، دې ته د ځوان په قواره او جسامت زوړ ویلای شو.
ځواني د مټو غټېدلو په معنا نه ده، نه د قد لوړوالي ته وايي او نه د عمر تېریدل دي، بلکې ځواني د پوهې او فکر ده چې د ځوان او زوړ توپير په همدې فکر کېږي.
د عمر په لحاظ ډېر ځوانان د هغو شنډو ونو په شان دي، چې میوې نه لري، په مقابل کې ځينې فکرمند ځوانان هغه مثمرې ونې دي چې د خپل فکر محصول د ونو خوږو میوو په شان ورکوي. 
ځواني د قد لوړوالی هم نه دی، ځکه چې د ونو قد هم ورځ تر بلې لوړیېږي، ځواني د ښکلا په معنا هم نه ده، ځکه چې ډېر ښکلي شیان د هر چا په معیار پوره نه وي او هر ښکلی شی د هر چا په ذوق برابر نه وي، نو بیا هم وایم چې ځواني د فکر او پوهې پکار ده نه د نورو اعضاوو.
 
بېرته شاته