لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه 18.07.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 13.07.2018 د ښاغلي اکبر سيال شعرونه 31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه
 
طالبانو د مرکزي افغانستان لور ته مخه کړه
لیکوال: سرخط ورځپاڼه   نېټه: 21.09.2018   خپرونکئ:   سمسور  

 له اتلسو کلونو وروسته په لومړي ځل بیا طالبانو د افغانستان په مرکزي سیمو کې د خپلو فعالیتونو پراخولو ته زړه ښه کړی او له هزاره توکم‌مېشتي ولس سره یې مخامخ لوی ټکر په دایمیرداد کې وکړ. طالبانو په تېرو ۲ لسیزو کې پرله‌پسې هڅه کړې چې له قومي او مذهبي تربګنیو خپل جنګي ماشین لېرې وساتي او پر همدې اساس یې د وردګو، غزني، ارزګان او هلمند په ګډون په پروان او ډېرو نورو هزاره‌مېشتو سیمو کې تر پښتنو ډېر هزاره ټبر ته درناوی کړی او هڅه یې کړې چې له دوی سره یې شخړې ته قومي رنګ ور نه کړل شي.


طالبانو ان څو کاله وړاندې د غزني او زابل تر منځ په لاره کې د لسګونو هزاره یرغمل شویو نارینه او ښځو د خوشې کېدو لپاره له خپلو سیمه‌یزو سیالانو له داعش سره خونړۍ جګړې تر سره کړې چې بالاخره وتوانېدل د ښځو په ګډون یو شمېر یرغمل شوي هزاره وګړي را خوشې کړي.
دغلته د تري تم شویو تور هم ترډیره طالبانو ته متوجه وو، چې وروسته ځینو راخوشې شویو وویل چې دوی داعش نیولي او طالب وسله والو یې د خوشې کیدو په پار جګړه کړې.

له هزاره افغانانو سره دوسله والو طالبانو د احتیاط کچه په هلمند، ارزګان او غزني کې له ورایه ښکاري چې وسله والو په ټول درناوي سره په تیرو ۱۷ کلونو کې یوه ورځ هم په هزاره میشتو سیمو کې برید ته زړه ښه نکړ، کوم ماین یې خښ نکړ او د هغوی په سیمو کې یې پرښوونځي، دولتي ادارې، حکومتي مامور او پولیس برید و نه کړ.

ان د وسله‌والو طالبانو مشرانو خپلو سرتېريو ته لارښوونه کړې چې د دوی پر سیمو تېرېدونکي هیڅ هزاره‌مېشتي ته زیان و نه رسوي، ان که هغه د حکومت عسکر او یا هم مامور وي. په تېرو ۱۷کلونو کې داسې بېلګې په نشت حساب دي چې وسله‌والو طالبانو دې کوم هزاره توکمی حکومتي مامور په غزني، ارزګان، وردګو، غوربند، بغلان، بلخ او ان سرپل او نورو سیمو کې د پښتنو هغو په څېر له موټر را کوز او یا له خپل کور او کلي را ایستلی او وژلی وي.

برعکس طالبانو په پښتون میشتو سیمو کې دا چاره په پراخ ډول ترسره کړې او لاهم ښه په درز سره روانه ده. په تیرو ۱۷ کلونو کې د افغانستان په نژدې ټولو پښتون میشتو کلیو کې په منځنۍ ډول ۲ تر ۵ پورې کسان له حکومت او بهرنیانو سره د همکارۍ په تور وژل شوي دي، چې د ډیرو مخامخ تور او شواهد طالبانو ته راجع کیږي.

د ۹۰ یمو کلونو په وروستیو کې هم طالب غورځنګ د افغانستان د مرکزي هزاره‌مېشتو سیمو د نیولو لپاره دروند انتظار وایست او د افغانستان شمالي ولایتونو ته له ور اوښتو وروسته یې بامیان او نورې هزاره‌مېشتې سیمې تر خپل توپک لاندې کړې.
طالبان هغه مهال هم قومي او مذهبي حساسیت ته له کتو سره سره و نه توانیدل چې د هزاره‌مېشتو سیمو د خلکو پام ورجلب او خوا یې ورخپله کړي او اوس هم دې نتېجې ته رسېدلي چې د افغانستان د دغه ټبر د خوشالولو چارې یې نتېجه نه ده ورکړې.

د طالبانو له ټول احتیاط او ترحم سره سره د دغې جنګي ډلې تصویر په هزاره ټبر کې ډېر تت دی او نه یوازې له دوی سره د طالبانو د احتیاط یادونه نه کوي، برعکس په ډېرو مواردو کې پخوانیو نادودو ته په اشاره پر هغوی د قومي تربګنیو تور لګوي. خو له ۱۵ کلونو احتیاط، انتظار او د افغانستان په ټولو ولایتونو کې له هراړخیزو جګړو وروسته د افغانستان د مرکزي سیمو پر لور طالبانو خپل لومړني ګامونه پورته کول پیل کړل. 
د دایمیرداد ولسوالي نیول په وروستیو ۱۷کلونو کې پر هزاره‌مېشتو سیمو د وسله‌والو طالبانو تر ټولو زورور برید و چې د نظامي تلفاتو او واک غځېدو په خوا کې یې په پلازمېنه کې هزاره مشرانو ته وریاده کړه چې د دوی حوصله نوره نه‌شي ازمویلای.

محمد محقق په دې ډله کې تر ټولو توند غبرګون وښوو او په خپلو څرګندونو کې یې دولت تورن کړ چې د ده په ټکيو، د هزاره‌مېشتو سیمو په خوندي کولو کې پاتې راغلی او د میدان‌وردګ د پخوانۍ جلګې د ژغورنې لپاره یې ملاتړي ځواکونه سیمې ته و نه لېږل.
د افغانستان د حکومت وینا دا ده چې وسله‌وال قوم، مذهب او سیمې ته له پام پرته د افغانانو د ژوند تباه کولو په چاره بوخت دي او په دې موخه کې ورته پښتون، هزاره او تاجک توپیر نه لري، خو په سیمه کې حقایقو ته په کتو سره د داعش د سټراټېژي خلاف طالبانو د هزاره‌مېشتو سیمو د لاندې کولو پلان را برسېره کړی.

برعکس حالات ښيي چې د داعش د ټول‌وژنې د پلان یوه خاصه برخه پر هزاره افغانانو متمرکزه ده او په کابل کې د دوی فرهنګي، سیاسي، اقتصادي، مذهبي او سپورټي مرکزونه د بریدونو له جدي ګواښ سره مخامخ دي. دغه بهرنۍ ډله غواړي چې په افغانستان کې د مذهبي او قومي شخړو اور ته پکی ووهي او هزاره افغانانو ته وښيي چې دوی په مشخص ډول د دوی د بریدونو په نقشه کې ښه نښه شوي دي. 
خو د ننګرهار وروستیو بریدونو وښووه چې دغې ډلې د طالبانو په څېر پر پښتنو بریک نه دی نیولی او موخه یې د افغانانو وژل او د دوی تر منځ د مذهبي شخړو را منځ ته کول دي.

سرخط ورځپاڼه
 
بېرته شاته