لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه 18.07.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 13.07.2018 د ښاغلي اکبر سيال شعرونه 31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه
 
څه کول په کار دي؟
لیکوال: شګوفه نورزۍ   نېټه: 21.09.2018   خپرونکئ:   سمسور  

 زموږ ټولنه چې په بېلابېلو برخو کې له ستونزو سره مخ ده، يو تر ټولو لوی مشکل پکې د ځان لپاره امتياز، واک او چوکۍ غوښتل هم شامل دي.


له بده‌مرغه ډېری لوستي او مشران خلک چې په اصطلاح تر نورو يو څه پوهېږي هم په دې مرض اخته دي، د ملي ګټو پر ځای ورته شخصي ګټې مهمې دي چې په دې سره يې هر خيانت ته لاس اچولی او که هېواد لولپه کېږي هم دوی له خپلو غوښتنو نه تېرېږي.
اوس زموږ هېواد له يو بحران سره مخ دی، داسې بحران چې قتل عام شروع دی، موږ په خپلو سترګو وينو چې دښمن ته دا مهمه نه ده چې عسکر وژنم، سپين‌ږيری وژنم، ماشوم وژنم، ښځه وژنم که ځوان، خو تر ټولو لوی هدف يې وژنه او وحشت خپرونه ده چې ښه په درز کې روانه ده.

د وحشت ښکاره بېلګه په ننګرهار کې وروستۍ پېښه ده چې په يوه ورځ مکمل يوه نوې هديره جوړه شوه؛ نو تر دې بل بحراني حالت کوم کېدای شي.

زه خپل اصلي هدف ته راځم، په داسې بحراني حالتونو کې څه کول په کار دي؟
د ځان لپاره امتياز که د خلکو غم؟
د نظام مخالفت او تخريب که حمايه؟
زه خپله پر دې اند او باوري يم چې تاسې به هم راسره موافق ياست، په اوس وخت کې چې د نظام په مخالفت کوم ايتلافونه جوړېږي تر ټولو مهم مسووليت يې بايد دا وي چې حکومت ته لار وښيي، هغه لار چې له دغه بحراني حالته پرې راووځي، دغه راز د نظام په ګټه بايد ښه ښه پروګرامونه او غونډې جوړې کړي، مشورې او طرحې وړاندې کړي چې حکومت يې استفاده کړي او له روان بحراني حالته دا هېواد او خلک وژغوري.

په داسې حالاتو کې د نظام مخالفت کول نورې ستونزې هم را پيدا کولای شي، د خلکو بې‌باوري، خپل‌منځي شخړې، د دښمن نفوذ او يو شمېر نورې ستونزې.

موږ بايد خپل مسووليت تر سره کړو، هغه مسووليت چې ايماني او وجداني دي چې راتلونکي نسل ته خو مو لږ تر لږه په دې نوم ښه شي چې موږ د اصلاحاتو، له بحران څخه د وتلو او د يو ښه حکومت په پلوي چغې وهلې او خپل مسووليت مو تر سره کړی دی.
په دې برخه کې تر ټولو مهم رول ځوانان لري چې دوی بايد امنيتي ځواکونو ته ډېره روحيه ورکړي، د دوی ستاينغونډې جوړې کړي او پر شا يي وټپوي.

دغه راز دې ځوانان د حکومت د هغو برنامو او پروګرامو کلک ملاتړ وکړي چې د دې هېواد او خلکو په ګټه دي.
که موږ ټول لاسونه سره ور نه کړو، له دې حالته نه‌شو وتلای.
دروېش دراني څه ښه ويلي دي؛
که زړونه سره ورکړو او لاسونه سره يو کړو
دا کاڼي به لعلونه شي، دا بوټي به لونګ شي

سرخط ورځپاڼه
 
بېرته شاته