لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه 18.07.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 13.07.2018 د ښاغلي اکبر سيال شعرونه 31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه
 
د افغانانو وینې او د بلاک واټر سوداګري
لیکوال: رفیع الله زیار   نېټه: 21.09.2018   خپرونکئ:   سمسور  

 د امریکا یوه خصوصي نظامي کمپنۍ چې ځواکونه یې په کرایي قاتلانو مشهور دي، له «۲۰۰۸» م کال راهیسې هڅه کوي تر څو افغان جګړه د ديپلوماتیکو او یا نورو سیمو د ساتلو لا ډېر قراردادونه تر لاسه کړي.


د امریکا د پخواني دفاع وزیر رمزفیلډ په وخت کې د بلاک واټر کمپنۍ پرمختګ او تجهیز ته زیاته پاملرنه وشوه. د یادې کمپنۍ مشر ایرک پیرنس ته دا موقع برابره شوه تر څو د امریکا په پینټاګون کې ددې کمپنۍ باور زیات او داسې قراردادونه تر لاسه کړي چې د نظامي اډو له ساتنې رانیولې؛ بیا د امریکا تر سفارتونو، دیپلوماتیکو مرکزونو او نورو مهمو چارواکو د امنیت مسوولیت پر غاړه واخلي او دا چاره په ښه شکل سر ته ورسوي.

زه نه غواړم چې د بلاک واټر کمپنۍ پر ځواک او واک خبرې وکړم، خو یوازې دومره یادول غواړم چې یاده کمپنۍ د امریکا په څارګره اداره سې‌ای‌اې، پينټاګون او نورو ادارو کې دومره باور لري چې حتا د بلاک واټر نظامیان یې د عراق او افغانستان په څېر هېوادونو کې له جنګي جرمونو څخه مصوون کړي او هيڅ قضایي ارګان نه‌شي کولای چې له دوی پوښتنې ګروېږنې وکړي.

د بلاک واټر کمپنۍ کرایي قاتلانو په «۲۰۰۳» او «۲۰۰۴» کلونو کې د عراق په فلوجه او نورو سیمو کې ګڼې عراقۍ ښځې، ماشومان او نور بې‌ګناه انسانان ووژل چې جسدونه به یې تر څو ورځو په کوڅو او لارو کې پراته وو.

همدا راز دوی د خپلو ماشیندارو شپېلۍ پر هغو لاریونونو ور برابرولې چې یوازې یې د مدني حرکتونو له لارې خپل حقوق غوښتل. د بلاک واټر ځواکونو لاریون کوونکيو ته د ګولیو په اورولو ځواب ورکاوه چې یوازې په یوه لاریون کې یې تر اوو سوو زیات کسان ووژل، خو تر اوسه هيڅ قضایي ارګان د بلاک واټر دغه مجرمان د قانون پنجو ته راکش نه کړای شول.
د بلاک واټر په نوم کتاب، واشنګټن پوسټ او نیویارک ټایمز ورځپانو د بلاک واټر کمپنۍ له لوري د غیرقانوني وسلو له قاچاق او نورو ډېرو سرغړونو څخه پرده پورته کړې ده. اوس بلاک واټر هڅه کوي چې خپل بد نوم بېرته ښه کړي او په رسنیو کې له بدنامیو ځان وژغوري.

بلاک واټر په اکوادور او افغانستان کې هم د جنایتونو ډول ډول داستانونه لري، خو په هغه کچه نه دي لکه په عراق کې، ځکه په عراق کې دوی ته د عملیاتو کولو، د امریکا سفارت، د نظامي مرکزونو، ډیپلوماټیکو کسانو او نورو امریکایي چارواکيو د ساتنې مسوولیت ورکړل شوی وو.
د بلاک واټر مشر ایرک پيرنس اوس هڅه کوي چې په افغانستان کې د روانې جګړې د مهارولو په نوم داسې طرحې سپینې ماڼۍ ته وړاندې کړي او د ټرمپ اداره قانع کړي چې افغان جګړه بلاک واټر ته په قرارداد ورکړي.

که څه هم افغان جګړه د زبرځواکونو د وسلو پلورلو او نورو شومو موخو د سر ته رسولو لپاره یو ښه بازار دی، خو که دغه جګړه بلاک واټر ته په قرارداد ورکړل شي، دلته به نور هم جنګي جنایتونه زیات شي او د بې‌ګناه افغانانو د وژل کېدو اوسنۍ کچه به څو برابره زیاته شي.
افغانان باید اوسنۍ جګړه سوداګریز کېدو ته پرې نه ږدي. که دا جنګ سوداګریزه بڼه خپله کړي او بلاک واټر ته په قرارداد ورکړل شي، زموږ بې‌ګناه وژنه او وینه تویېدنه به لا ډېره شي، ځکه وسله‌والو ډلو او په تېره بيا هغو ملایانو ته چې په پاکستان کې زموږ د وژلو فتوا ته نېغ ناست دي، دا موقع برابره شي چې زموږ د وژلو او په ښارونو کې د قوي چاودنو د تر سره کولو حکمونه صادر کړي.

له بل لوري به بلاک واټر هم، جګړه سړېدو ته نه پرېږدي او زموږ پر وژلو او وینه تویولو به خپله سوداګري مخکې وړي، ښه دا ده چې موږ د دې را روانې فتنې مخه په خپل وخت ونیسو او د جګړې د تازه کېدو پر ځای باید د سولې پر مذکراتو او نورو حل لارو تمرکز وکړو.

سرخط ورځپاڼه
 
بېرته شاته