لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه 18.07.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 13.07.2018 د ښاغلي اکبر سيال شعرونه 31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه 15.05.2018 د ښاغلي صميم مضمون شعرونه
 
د ډېوه نیازۍ لنډه پیژندنه!
لیکوال:   نېټه: 04.10.2018   خپرونکئ:   سمسور  

 

ډېوه نيازۍ څوک ده؟
ډېوه نيازۍ د سیدعلي نیازي لور په لوی افغانستان کې د لوې مشرقي څخه ده, ډېوه ليکواله، شاعره او خبرياله ده
په 1993 کال د اکتوبر په 5 نېټه د هېواد په ختيځ لغمان ولایت کې یې دونیا ته سترګې غړولې، 
خو له ماشومتوبه تر پېغلتوبه یې په جلال اباد ښار کې ژوند کړی
مشرقیوالې ډېوې آن د ښوونځي له دورې له ژورناليزم سره مينه درلوده، په 2011 زېږديز کال کې د ښوونځي زده کوونکې وه چې د ښوونځي د درسونو تر څنګ يې د ژورناليزم شپږ مياشتيني پروګرام پیل کړ.
له یو کال زیات د جلال اباد ښار په دوو سيمه ييزو راډيو ګانو کې یې له ټولنيزو ستونزو سره, سره د يوې خبريالې په توګه کار وکړ, چېرته چې د ښځو لپاره کار کول د عامو خلکو له سترګو د کابل په څېر نه دي. د دې تر څنګ يې د کار يوه زياته برخه د ښځو لپاره ټولنيزې خپرونې وې.
ډېوې په 2012 کال کې د خپل ژوند د برخليک له ډېرو لوړو ژور سره مبارزه وکړه, د یو کال کړاو وروسته په، 2013 کال کې څنګه چې له دولسم ټولګي فارغه شوه هند ته ور کډه شوه، په نوي ډهلي کې يې له خپلې کورنۍ سره ګډ ژوند پيل کړ، او د نورو ورځنیو چارو ترڅنګ یې په ډهلي کې سیاسي علوم هم ولوستل او خپلو مدني فعاليتونو ته يې د هند مېشتو افغانانو په يوه ټولنه کې دوام ورکړ. دې ټولنې د افغانانو د ستونزو دحل په موخه فعاليت کاوه.
اغلې نيازۍ په همدې ټولنه کې تر ډېره د ښځو او نارینه و د حقونو او ستونزو د حل لپاره په ډېرې خوښۍ کار کاوه, ډیوې چې د پخوا په څېر رسنيو ته لاس رسى نه لره، نو فېسبوک (ټولنيزه شبکه) يې د خپل دې کار لپاره د يوې غوره وسيلې په توګه ټاکلې وه.
نوموړې په نوي ډهلي کې له جګړو، نښتو او شخړو ډېر لرې ارام ژوند درلوده, خو ذهن او زړه يې له افغانستان سره تړلي ول، د افغان مېرمنو, نجونو او ځوانانو درد او فرياد يې لا هم نه وه هېر کړي، په فېسبوک کې يې په ننګه او ملاتړ خورې ورې ليکنې وکړې او لا یې هم کوي چې د مخالفینو تر څنګ یې زيات مينه وال هم موندلي. ډېوه هڅه کوي، څو هغوى ته ووايي چې ستاسې حقوق څه دي، چا درنه اخيستي او د تر لاسه کولو لارې چارې يې کومې دي؟
د دې ټولو ناخوالو د ورکېدو لپاره یې ولسي جرګې ته د تګ لار غوره کړه, وروسته له 5 کالو هند ډهلي څخه خپل ګران وطن افغانستان ته ددې لپاره را ستنه شوه تر څو وکولی شي چې د یوه قوي ادرسه( ولسي جرګې) څخه د خپلو جنګ او غربت ځپلو افغانانو غږ شي دا غږ نه یوازې د افغانستان لوړ پوړو چارواکو پورې ورسوي بلکې, تر نړیوالو یې هم ورسوي او د خپلو افغانانو له حقونو دفاع او رښتنی خدمت ورته وکړي, تر څو د واک تږو ته وښیي چې خپل وطن او خلکو ته څه رنګه خدمت وکړي.
 
بېرته شاته