لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه 18.07.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 13.07.2018 د ښاغلي اکبر سيال شعرونه 31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه 15.05.2018 د ښاغلي صميم مضمون شعرونه
 
د ښاغلي نصرت الله وفا لنډه پیژندنه!
لیکوال:   نېټه: 10.10.2018   خپرونکئ:   سمسور  

 

نصرت الله وفا د محمدافضل عبدالرحیمزي ځوی په ۱۳۶۸ کال کې د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ د کنج ګمران په کلي کې د مرحوم علي خان عبدالرحیمزي په کور کې دې نړۍ ته سترګې وغوړولې. ښاغلی وفا له تیرو دولسو کلونو راهیسې له کورنیو او نړیوالو دفترونو سره په بیلابیلو برخو کې کار کوپ.

زده کړې د لیسې دوره : د سفیدسنګ له عالي لیسې څخه په لوړه درجه فارغ
لوړې زده کړې : کابل پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځۍ
کاري تجربه : له شمشاد نړیوال تلویزیون سره د ژورنالیست ، د خبرونو ویاند او د خپرونې چلونکی
(۲۰۰۷ کال څخه تر دیسمبر ۲۰۰۸)آواز خبري آژانس سره د ژورنالیستانو د مدیر په توګه
( دیسمبر ۲۰۰۸ څخه تر جولای ۲۰۰۹) د نړیوالو مرستو پراختیایې ادارې سره د ژورنالست په توګه
( جولای ۲۰۰۹ څخه تر فبروری ۲۰۱۱) د افغانستان کرکټ بورډ د مطبوعاتي څانګې مدیر او ویاند په توګه
(مارچ- ۲۰۱۱ تر نوامبر ۲۰۱۲) د نړیوال بانک ARTF پروژې سره د عامه اړیکو ستر مدیر په حیث
(نوامبر ۲۰۱۲ تر سپتامبر ۲۰۱۵) په کابل کې د امریکا د نړیوالو مرستو پراختیا ادارې له EQUALS پروژې سره د عملیاتي او دولتي اړیکو ریئس په توګه
(سپتامبر ۲۰۱۵ تر می ۲۰۱۶) په کابل کې د بلومونت نړیوالې پراختیایي ادارې عمومي استازی
ټولنیز فعالیتونه :نصرت الله وفا اوسمهال په لوګر کې د کاروان ادبي ټولنې مشر دی ، کاروان ادبي ټولنه د عدلیې له وزارت ثبت او راجستر شوې چې له ۱۳۹۲ کال راهیسې په لوګر کې فعالیت کوي .
کاروان ادبې ټولنې له پیل څخه تر اوسه په سلګونو ځوانانو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره کړې او د دې ترڅنګ یې په ټولنه کې د شته ناخوالو په وړاندې جدي مبارزه کړې چې لا هم دوام لري.
نصرت الله وفا د خپلو پراخو اړیکو او فعالیتونو له امله په کابل کې د لویې پکتیا ځوانانو ټولنې ګډې جرګې مرستیال او د زیار ټولنې مخکښ غړی هم دی .نصرت الله وفا له زیږون تر اوسه مهاله په لوګر کې ژوند کوي او د خپلو خلکو په درد او ستونزو تر نورو ښه پوهیږي ،نو ځکه خو د ولس له منځه راولاړ شوی او د ولس په مټ غواړي په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې د یو مستقل نوماند په توګه ګډون وکړي. 
وفا له خپلو خلکو او ولس سره ژورې اړیکې لري او تل د خپل ولس په منځ کې پاتې شوی ، که په ښاغلي وفا مو راتلونکو پارلماني ټاکنو کې باور وکړ او پارلمان ته یې لاره پیدا کړه نو انشالله چې د خپل کړیدلي او محروم ولس د حقوقو د اعادې لپاره به جدي مبارزه وکړي.
نصرت الله وفا د پورتنیو کړنو تر څنګ یو ښه لیکوال او څیړونکی هم ده چې ګڼ شمیر مقالې او علمي لیکنې یې په یو شمیر رسنیو کې چاپ شوي.
 
بېرته شاته