لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه 18.07.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 13.07.2018 د ښاغلي اکبر سيال شعرونه 31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه
 
د ولسمشر غني سیاسي ملګري ولې لارې بېلوي؟
لیکوال: مشتاق رحیم   نېټه: 10.11.2018   خپرونکئ:   سمسور  

 د ولسمشر اشرف غني له اساسي کارډلې د استعفاوو په لړ کې د هغه په‎ سیاسي چارو کې ځانګړي استازي او د سولې شورا د دارالانشاء مشر اکرم خپلواک له دندې د لاس په سر کېدو سره د ولسشمر غني په کاري دوره کې له هغه د نږدې ملګرو د لرې کېدو لړۍ لا پسې وغځوله.

ډاکټر خپلواک د مخه د ولسمشر د نږدې ملګرو له لړ جېلاني پوپل- چې د ولسمشر د ټاکنیزو هلو ځلو په سر کې وو- د ولسمشر د کاري دورې په پېل کې خپله لار جلا کړه او له هېواده بهر لاړ.
په تېره لنډه موده کې بېا د ولسمشر د باور وړ شخصیت او د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او باندنېو چارو د وزارت سیاسي مرستېال حکمت خلیل کرزي خپلې دندې پرېښودې.
همدا راز کابو دوه نیمې مېاشتې مخکې ولسمشر د خپلې اساسي کارډلې غړي او د امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر استعفا په داسې حال منظوره کړه چې د ولسمشر بل نږدې ملګري او د ملي امنیت مشر معصوم ستانکزي هم خپل استعفا لیک ولسمشر ته وړاندې کړی وو خو ولسمشر ونه مانه.
همدا راز د ولسمشر د لومړۍ حلقې د ملګرو له ډلې حضرت عمر زاخلېلوال- چې په اسلام اباد کې یې د افغانستان د سفیر دنده په غاړه درلوده- خپله دنده پرېښوده او دا اوس مهال داسې برېښي چې هغه هم له ولسمشر خپله لار جلا کړې ده.

له ولسمشر د ملګرو د جلا کېدو لاملونه څه دي؟
د دغې خبرې عمومي ځواب دا دی چې د ولسمشرۍ ټاکنو د بهیر پېلېدو سره سم سیاسي شخصیتونه ځانونه د ولسمشرۍ د نوماندانو په توګه د وړاندې کولو په موخه له حکومت بېلوي.
خو دا خبره بېا د ټولو سیاسي کسانو په اړه ناسمه ده. له ېادو افرادو- چې له ولسمشر څخه بېل شوي- ېوازې حنیف اتمر داسې ېو څوک دی چې د ېو مخکښ کاندید په توګه را وړاندې شې، خو نور افراد بېا سیاسي بحثونو او هلو ځلو ته په کتو نوماندان نه دي.
د ولسمشر د کار د دورې له پېل تراوسه تعاملاتو او ارګ کې د سېاستوالو اړیکو ته په کتو ېوه خبره له لومړۍ ورځې جوته ده چې ولسمشر ونه توانېد خپل سیاسي ملګري منسجم او ګډ کار ته وهڅوي.
ارګ ته د ولسمشر د ننوتو سره سم د ارګ دننه افرادو تر منځ د سیالۍ او اړیکو د ترینګلتیا خبرونه خپرېدل.
د دغو اړیکو د رغاوي او جوړولو په موخه ېو شمېر سیاستوالو او د ولسمشر خواخوږو د ولسمشر د لومړۍ حلقې سیاسي اشخاصو سره ناستې هم درلودې چې د دوی ترمنځ همغږي رامنځ ته شي او دوی په یوه منسجمه کارډله بدل کړی شي. خو له بده مرغه دې هلو ځلو کومه مثبته پاېله نه درلوده.

ارګ کې وېشلي ملګري

بل خوا بیا د کارډلې لخوا په ارګ کې دننه د اغېز خپرونې ېوه ګرمه سیالي روانه وه او د ولسمشر د نږدې ملګرو هر یو دا هڅه کوله چې ډېر اغېز ولري او د ده خبره ډېره واورېدل شي.
په دې لړ کې ډېری وخت دا لیدل کېدل چې د ېادو مشرانو له ډلې افرادو به له خپل کاري چوکاټ د باندې چارو کې مداخلې کولې او ېا به یې هم چارې انحصارولې ترڅو ځان د چارو د تنظیم په سر کې د شخصیت په توګه څرګند کړي.
د افرادو په دندو ګومارلو کې هم یو ډول رقابت په تېرو څه د پاسه څلورو کلونو کې تل تر سترګو ګېده او هر مشر به هڅه کوله چې هغه ته نږدې افراد په دندو وګومارل شي چې دې کار هم د ولسمشر لپاره یو ډول سر خوږی جوړ کړی و.
بله خوا که وکتل شي نو ولسمشر به هم چې کله په چارو کې په ېو اړخ اتکا کوله نو د کارډلې نور ټول ملګري به یې یوې څنډې ته کړل.
د هغه د کاري دورې په لومړۍ نیمايي کې سکاټ کوګنهېم- چې د ولسمشر پخوانی ملګری او د کار په اوږدو کې یې سلاکار وو د ټولو چارو واک په لاس کې درلود.
همدا راز، ډاکټر هماېون قیومي، چې اوس مهال د مالیې وزارت سرپرست دی، په اقتصادي چارو کې خورا پراخ اغېز درلود چې ډېری وخت د ولسمشر د ملګرو لخوا ورته زغمل ګران وو.
همدا راز په ډېرو چارو کې د کارډلې د خوښې او مشورې خلاف خپل سرۍ هم داسې ېو څه وو چې د ولسمشر ملګري یې ورڅخه خپه کړي وو.
د ولسمشر یو شمېر ملګرو په خپلو استعفا لیکونو کې په دې اړه څرګندونې کړې او هغو چې په استعفالیک کې څه نه دي ویلي په شخصي ناستو کې یې په دې اړه د خپل خپګان اظهار کړی.

ولسمشر ته ننګونې

ولسشمر ته په داسې وخت کې د خپلو ملګرو له لاسه ورکول خورا ستر سیاسي زیان دی چې افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو په درشل کې دی او ولسمشر غني د بېا ځلې لپاره د نوماندېدو اعلان هم کړی.
دا کسان چې ولسمشر په تېره څه موده کې له لاسه ورکړي هغه څوک دي چې په مرسته یې ولسمشر غني په ۲۰۱۴ کې ولسمشرۍ څوکۍ ته ورسېد.
په داسې حال کې چې د تېرې دورې په پرتله اوسني سیاسي حالات تر ډېره بريده د ولسشمر غني لپاره ننګونکي دي، د سیاسي ملګرو د لاسه ورکول به ولسمشر غني ته را روانو ټاکنو کې د بریا درشل ته رسېدل خورا ګران کړي.
بل خوا بېا د ولسمشر غني بېل شوي ملګري چې د افغانستان د سیاست خورا ماهره لوبغاړي دي د هغه سره سېالي کوي.
په ټول کې له ولسمشر د هغه د تکړه سیاسي ملګرو بېلېدل د افغانستان د را روانو ولسشمریزو ټولټاکنو معادله بدلوي چې ډېری وخت باور دا وي چې په ټولټاکنو کې د برحاله ولسمشر د ګټلو سلنه د نورو نوماندانو په پرتله تل پورته وي.
وبه کتل شي چې ولسمشر د دغو ننګونو په مقابل کې له کومې سیاسي تګلارې کار اخلي ترڅو بېا ولسمشر شي.
 
پښتو بی بی سي پاڼه
 
بېرته شاته