لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
نام رستم، به از رستم
لیکوال: احمد ويس وردګ   نېټه: 21.01.2019   خپرونکئ:   سمسور  

 زما د ژوند يو ثلث په پېښور کې تېر شوی. هغه وختونو کې ښاغلی حکمتيار يو فرد نه، يو رهبر نه، بلکې يو فکر و. د شوروي يرغل په مقابل کې د حزب اسلامي تر چتر لاندې، حکمتيار يو فکري مکتب جوړ کړی و. تر بل هر ګوند دده په حزب کې د لوړې کچې لوست کسان ډېر و. د بېلګې په توګه، يوازې د وردګو ولایت د ګوربت په غونډ کې کابو ۱۲۰ نه تر ۱۶۰ لسانسه مبارزينو شتون درلود، چې ځينې يې زه شخصاً پېژنم او د ډاکټر نجيب (اروا دې يې ښاده وي) د حکومت له نسکورېدو سره سره دوی هم وسله کېښوده او د واقعي فکري مبارزينو په څير، تر ننه پورې په غربت کې شپې ورځې تېروي.


په بل عبارت، په معاصر سياسي اسلام کې، اخوان المسلمين له وهابيانو، طالبانو، داعشيانو او نورو سياسي مذهبي خوځښتونو ډېره مهذبه، باسواده او با منطقه ډله وه؛ او په افغانستان کې معلومداره ده چې ددې نهضت له ډلې د انجنير ګلبدين حکمتيار مشري او رهبري په دوه ګوتو نه پټېږي. ماشومانو ته خو بيا حکمتيار د يوه افسانوي کرکټر ماډل و. زما د ماشومتوب ډېرې افسانوي کيسې په ياد دي چې چا به ويل چې د سلو موټرو په کاروان کې بيا درې تور بنسونه تېر شول، خو حکمتيار په آخر کې د اوبو له يوه ټانکره راووت... بل به ويل چې په اسلام آباد کې آی اس آی د «امير صاحب» موټر پسې نژدې نژدې روان و، چې د امير د باډيګاردانو دې مشکوک موټر ته پام شو نو د آی اس آی د موټر د مخې پر دواړو ټيرونو د داشکې ډزې وکړې او نر غوندې يې ميدان پرېښود... بل به د اربابانو او بل به د «اور پرتوګ» کيسې کولې...

خو زه نن د ښاغلي حکمتيار په کړو وړو خبرې نه کوم. نه يې هم په جنګي جنايتونو او د قوماندان زرداد پر سپيو خبرې کوم. نه يې هم د ملتپاله او روشنفکره افغانانو پر وژنو خبرې کوم، ځکه دغه موضوعات ځانته بېله پاملرنه غواړي او د ځانګړي اهميت نه برخودار دي. ټول عدلي او جنايي موضوعات ځان ته خپلې مرجعی لري، چې زه ځان ته دا اجازه نه ورکوم چې د محکمې له محاکمې مخکې د قاضي رول ولوبوم. زه دې ته هم په غوره کې نه يم چې ګواکي دومره نامتو جنګيالی، چې صرف دوه کاله وړاندې له غرونو راکښته شوی، خو نن دا دی راغی مدني شو او دا سياسي پروسه يې په خپل مبارک حضور درنه او وزمينه کړه. نه، هرګز نه! زما په نظر نه بايد انجنير حکمتيار، نه استاد سياف، نه جنرال دوستم او نه هم نورو «اتلانو» ته د افغانانو د وژنې او د بربادۍ برائت ورکړل شي، بلکې ټول ښکېل غړي ښايي يوازې او يوازې د انتقالي عدالت له محاکمې او حساب ورکولو او له خلکو د بښنې غوښتنې وروسته بيا صحنې ته راووځي. په بل عبارت، زه انتقالي عدالت يوازې پر حکمتيار نه محدودوم، بلکې بايد د ټولو جګړو پر ټولو اړخونو او «اتلانو» په عادلانه توګه پلی شي. خو زه نن غواړم د حکمتيار په نني سياست، يوه لنډه «سياسي» او تخنيکي بتصره ولرم.

او هغه دا چې، ددې ټولو نيمګړتياوو سربېره، تر پرونه پورې حکمتيار خپلو اکثريت پخوانيو مريدانو ته ډېر وزن او درونوالی درلود. د ده او د افغان ملت ګوند ترخې تاريخچې سربېره، دده ورود سياسي صحنې ته ټولو پښتنو ته يو رواني قوت وروباښه. په سياسي چانه زنيو کې يو قومي انډول غوندې محسوس شو. حکمتيار اکثرو ته پاچا نه، بلکې پاچا ساز معلومېده. حکمتيار ډېرو ته فرد نه، بلکې يو فکري مکتب و، چې ځان ته يې خاص لاروي درلودل. خو ده پر دغه بې وخته او بې موقع کانديداتورۍ، د ځان موقف له يوه نهضتي او فکري رهبر نه يوه واړه ګذري سياست ته راټيټ کړ. ښاغلي حکمتيار خلکو ته دا هم وښوده چې دی له ټولنې څومره لرې او بې خبره پاتې دی. دده له معاونيونو دا څرګنده شوه، چې حکمتيار ان په خپل ګوند کې څومره يوازې او بې اثره شوی. حکمتيار بايد له ځان سره محاسبه کړې وای، چې د نني افغان ولس اوسط عمر څو دی؟ اوسنۍ څېړنې او سروې ګانې دا ښيي چې ۶۴٪ افغانانو عمر له ۲۴ کلونو ټيټ دی؛ کابو ۳۰٪ افغانانو عمر له ۲۵ تر۵۴ کلونو په مينځ کې دی، او يوازې د ۶٪ افغانانو عمر له ۵۵ کلونو پورته دی.

اوس دغه شمېرو ته په کتو سره حکمتيار بايد دا هم له ځان سره محاسبه کړې وای چې دغه ۶۴ سلنه ځوان نسل دی په کوم نامه پېژني او دده پيروان او معتقدي کومه ډله ده، او د کومې زمانې خلک دي. د نن وخت مذهبي ځوانانو کې خو داسې يو خوارجي افراطيت راغلی چې هغه پخواني اخوانيان هم ورته کافر ښکاري، لکه چې اخوانيانو ته ملتپال افغان ملتيان کافر ښکارېدل. او يا به د دواړو مرجعی يوه وي. خو په هر ډول، زما په نظر حکمتيار نن ورځ يوزاې دغه ۸-۱۰ سلنه خلکو چې عمرونه يې له ۵۰ يا ۵۵ کلونو پورته دي، د هغوی په زړونو کې د فکر په اساس نه، بلکې د يوې خوږې خاطرې او ناستالجيا په توګه محبوبيت لري. البته دې شمېرې نه چې د نورو اقوامو نارينه او ښځينه منفي کړو، حکمتيار ته به ۵-۳ سلنه خواخوږي پاتې شي.

زما وړاندوينه دا ده، چې د حکمتيار رايې به له ۳٪ ډېرې نه وي. نو ځکه، ما ته د حکمتيار دغه منډه يوه ډېره لنډه او عجولانه سياسي منډه ښکاره شوه او ما په کې هېڅ ډول حکمت او سياسي ژورتوب ونه ليد. ډېرو هېوادونو کې داسې قوي فکري رهبرۍ شته چې حکومتي ادارې ځانونو ته وړې ګڼي او دوی له ځان نه پاچا نه، بلکې پاچا ساز (کېنګ مېکر) جوړوي. زه د حکمتيار دغه عمل د ده سياسي او فکري مشرتوب ته يوه سياسي خودکشه ګڼم. خپلو لارويوانو ته نن حکمتيار له يوې ناستالجيا او افسانه پورته بل کوم عملي رول او ارزښت نه شي لوبولی.

احمد ويس وردګ
جنوري ۲۰، ۲۰۱۹
کنېټيکټ، امريکا
 
بېرته شاته