لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه 18.07.2018 د ښاغلي نصرت الله سرور شعرونه 13.07.2018 د ښاغلي اکبر سيال شعرونه 31.05.2018 د ښاغلي عبدالمعروف سباوون شعرونه 28.05.2018 د ښاغلي مفتون مسيد شعرونه
 
جمالناصر هم په ابدي خوب ويده شو
لیکوال: صديق کاوون توفاني   نېټه: 06.04.2019   خپرونکئ:   سمسور  

راچـــليــــږې د سېــــليـــو توفان ورو ورو

د ژونــــدون لـــه باغه ريبي گلان ورو ورو

هــــــره ورځ د چا د تللــو هنـــگامـــه ده 

کډې باسې له دې ښاره ، ياران ورو ورو

 

هغه لا ځوان و او د مرگ تر پولې نه و رسېدلی . ډېر کلونه او واټنونه يې په مخ کې وو . ډېرې هيلې او ارمانونه يې درلودل چې غوښتل يې ترسره يې کړي . 
د هغه د بې وخته مړينې د خبر په اورېدو مې په ذهن کې يوه پخوانۍ خاطره بيا راژوندۍ شوه .
د ۱۳۷۱ کال د غوايي مياشت وه . د چور او تالان لښکرې تازه د کابل په ښار راننوتې وې . د وېرې او وحشت څپو د ښار فضا نيولې وه . له عزيز هوتک سره يو ځای زموږ کور ته راغی . لا ناست نه و چې راته ويې ويل : امر وکړه ، څه وکړم ؟ شپه او ورځ به درسره دلته پاتې شم . که ضرورت شو نور کسان به هم راولم . تر څو ژوندی يم ،پرې به نږدم چې يو باڼه دې هم خيانت شي . په غېږ کې مې ونيو،مخ مې ورته ښکل کړ او مننه مې ترې وکړه .
بهر ته چې راغلم ، زما د ورور نقيب جان له لارې ترې خبرېدم . له هغه سره يې نژدي وروري درلوده ، يو وخت هغوئ دواړه پېښور کې وو، بيا مسکو کې او وروسته هرڅوک په خپله مخه ولاړل خو يو بل سره يې اړيکي درلودل او زه يې هم له احواله خبرېدم .
په وروستيو کلونو کې مو د انترنت له لارې يوبل سره اړيکه درلوده ، ما لږ خو ناصرجان همېشه راته ليکل او زما پوښتنه يې کوله . 
بيا وروسته زموږ په انترنتي اړيکو کې ځنډ پېښ شو . تشويش راته پيداشو . لږ وروسته وپوهېدم چې ناروغه دی او سختې ناروغۍ يې د ژوند لمنه نيولې ده . څو ځله مې ورسره د مسينجر له لارې خبرې وکړې ، روحيه يې لوړه وه ويل يې خپلې مبارزې ته دوام ورکوم .
د تېر نومبر په څلورمه نېټه مې ورته بيا وليکل ، سمدستي يې ځواب راکړ خو نوره ورته هغه پخوانۍ لوړه روحيه پاتې نه وه . پوهېده چې جگړه يې بايللې ده . وروستی ځل يې د خپل روغتيايي حالت په هکله زما د پوښتنې په ځواب کې داسې راته ليکلي وو :
« گران او مهربان کاوون صاحب ، نېکې هيلې او پېرزوينې ډالۍ کوم .
د دوستانو دوعاگانې دي که نه ښه وضعيت نه لرم . »
او پرون مې دا تريخ او دردوونکی خبر واورېد چې : « جمالناصر هوتک په ابدي خوب ويده شو » . هغه ولاړ خو د زړورتيا،مېړانې او ملگرتوب يادونه يې له موږ سره د تل لپاره پاتې شول .
اروايې ښاده او ياد يې تل ژوندی اوسه .
د هغه محترمې مېرمنې او بچيانو، زما ورونو او ملگرو انجنير زمان هوتک او زلمي هوتک او زموږ د هوتکو سترې کورنۍ ته د خپل ځان او زموږ د کورنۍ له خوا د غمشريکۍ او تسليت مراتب وړاندې کوم .

 

 
بېرته شاته