لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
دوه ډوله منطق لرو
لیکوال: ډاکټر احسان الله درمل   نېټه: 29.05.2019   خپرونکئ:   سمسور  

 یو یې د غرایزو د اشباع په خدمت کې دی او بل د حقیقت موندنې. لومړی منطق له حقیقت سره کار نلري؛ د انساني غرایزو د پوره کېدو په لار کې خولې تویوي او ښه او بد د انسان د اړتیا پر بنسټ بېلوي. دې ډول منطق ته انساني غرایز یو هدف ټاکي او دی د نوموړي هدف په تر لاسه کولو کې شپه ورځ په ځان یوه کوي. استاد سلجوقي وایي چې پدې حالت کې غریزه ړوند او منطق شل کس ته ورته وي. ړانده دغه شل پر اوږو اخیستی وي او د دې په بدل کې دی ړانده ته لاره ورښیي. د دې منطق اقدار او ارزښتونه خپل نه وي، بلکې غرېزه یې ورته ټاکي. په بله اصطلاح، دا منطق د یوې پدیدې له ذاتي او حقیقي ښه والي یا بدوالي سره کار نلري، بلکې اول یو شی د غریزې له نظره ښه یا بد دی او وروسته دغه ډول منطق د دې شي ښه والی یا بدوالی توجیه کوي. د مسلکي منطقیونو کار زیاتره وخت له همدې منطق سره وي. 

د چڼي په شلیدلې څپلۍ پورې چا خندلي ول؛ ده استدلال کاوه:
زما په څپلۍ پورې خندا په ما پورې خندا ده؛ په ما پورې خندا زما په استاد پورې؛ په استاد پورې خندا په پیغمبر پورې؛ په پیغمبر پورې خندا په خدای پورې خندا ده او پدې دلیل ته کافر یې.
دا د منطقیونو د غریزي منطق یوه وړه بیلګه وه. دلته د حقارت احساس له خندیدونکي سره کرکه پیدا کړېده. د کرکې غریزې د چڼي د منطق قوه اغوا کړې او مقابل کس یې تر کفره رسولی؟ ولې؟
ځکه چې د چڼي د کرکې غریزه اشباع کیدل غواړي. د غریزي او غرضي منطق یوه ځانګړنه یو اړخیز لیدلوری وي. که دا منطق د یوې پدېدې د ښه والي پر اثبات مکلف شي نو غرونه، غرونه بدرنګۍ نه ګوري او د ریګ د دانې هومره حسن ترې نشي پټېدای. خو برعکس که د یوې پدیدې د بدرنګۍ او بدۍ د اثبات وکالت ور وسپارل شي نو پر غرونه، غرونه حسن پټې سترګې تېرېږي او د ټکي هومره داغ د نړۍ د ټولو تیارو مسئول وګڼي. رحمان بابا د همدې ډول مستنطق په اړه وایي چې:
که یوه جو دانه عیب وینې په بل کې
هغه یوه جو دانه عیب به یې لوی غر کړې
که د خپله ګناه لویه لکه غر وي
په حیله حیله به غر د مچ وزر کړې
تو لعنت دې پر دا هسې منصفۍ شه
چې له حق نه و باطل و ته ګذر کړې

دې ډول مستنطقیونو ته استدلالیان هم وایي چې د مولانا په قول په لرګینو پښو روان دي: 
پای استدلالیان چوبین بود
پای چوبین سخت بی تمکین بود

دوهم ډول فلسفي منطق دی چې کار یې صرف له حقیقت سره وي. دا منطق نه د غریزې غلام دی او نه یې بل کوم عامل پر اوږو جغ تړلی شي. دغه ډول منطق اول د یوې پدیدې پر ذاتي ښیګڼو او بدګڼو تمرکز کوي؛ محاسبه کوي یې او په پای کې نتیجه وایي. دا نتیجه وار له مخه غریزې نه وي ټاکلې، بلکې منطق یې په فعالانه او اکټیو ډول مومي. دوهم ډول منطق ته چې کله د یوې پدیدې د حقیقت موندلو کار وسپارل شي نو د دې پدیدې د حقیقت په اړه وار له مخه موجودې فرضیې ټولې نادیده ګڼي او خپل کار له صفره پیلوي. دغه منطق که یو شی ښه ګڼي نو دلیل یې دا نه وي چې غریزې ښه ګڼلی دی او یا هم د منطق ویونکي ورته اړتیا ده او برعکس. د غریزي منطق پر خلاف د فلسفي منطق یوه لویه ځانګړنه دوه اړخیز لیدلوری دی. یعنې که دا منطق د یوې پدیدې ښه والی بیانوي، بدرنګۍ یې هم نه هېروي او برعکس. بله دا چې د دې موازنې کار هممهاله روان وي. یعنې داسې نکوي چې یوه ورځ یو شی مکمل ښه او بله ورځ هماغه شی مکمل بد ګڼي. فلسفي منطق د حقایقو د موندلو او د علم و فکر په تولید کې لویه ونډه لري خو غریزي منطق د حقیقت په لاره کې اصطکاک جوړوي او پر روغو سترګو پردې غوړوي. اوسنی ساینسي تمدن د فلسفي منطق مولود دی او چېرته چې د دې ډول منطق کمی وي، ټولنه په مزخرفاتو، وهمونو، بدګمانیو او تیارو کې غرقه وي. د فلسفي منطق د پېژندلو او عملي کولو لپاره د علم د تاریخ لوستل اړین دي.
استاد پسرلی وایي:
ناروا دی تول پسرلیه، د شخصي غرض په کاڼي
که دا تول دا ترزو و، ښه به بد او بد به ښه کړم

حمزه بابا فرمایي:
بد هغه ته مه وایه چې بد له مجبورۍ کوي
ښه هغه ته مه وایه بدان چې ورته ښه وایي

دا لا ډېر ژور او لوی بحث دی چې کوم شرایط او عوامل یو کس د غریزي منطق ویلو ته اړ کوي او کوم یې د فلسفي منطق ویلو ته؟
هر مستنطق ته منطقي مه وایئ. تاسو باید دومره سترګې پیدا کړئ چې د غریزې د ړانده پر اوږو سپور د منطق شل ولیدلای شئ.
 
بېرته شاته