لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
انځوریز نندارتون!
لیکوال: حکیم شاه یار   نېټه: 12.06.2019   خپرونکئ:    

د انیس بشیر د لاس جوړ کړې شوي انځورونه نندارتون ته وړاندې شول

تیره ورځ د جلال اباد ښار د سپین غر هوټل په انګړ کښی د ځوان او تکړا انځورګر انیس بشیر چا چی پخپلو انځورونو کښی د وطن او اولس درد او مینه رانغښتی د ګران ولسمشر محمد اشرف غني بابا او د هغوي میرمن اغلی رولا غني بي بي پشمول د ډیر نامتو پښتنو سندرغاړو. شاعرانو ادیبانو. خدائي خدمتګارانو خان عبدلغفار خان باچا خان بابا( رح ) خدائي خدمتګار صمد خان او د نورو ډیرو مدني فعالانو جوړ شوي انځورونه نندارتون ته وړاندې کړی شول چی ګڼ شمیر اولسي خلکو سره سره د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل صاحب او د رسنیو غړو نمائیندګانو په دغه انځوریز نندارتون کښی برخه واخیسته. او د انیس بشیر د کار او زیار ستائینه یې وکړه. یاد انځوریز نندارتون د سحر د نهو بجو نه تر دو بجو پورې دوام درلود چی ګڼ شمیر خلک یې لیدو ته ورغلي وو. که څه هم د بعضې خلکو غوښتنه د ننګرهار والي نه دا وه چی پکار وه چی دغه نندارتون یې په ډیر ښه ځاې کښی ترسره کړی وی. او په لوړه کچه نندارتون شوی وی. د ډیوه راډیو په پیښور کښی خبریال او نمائینده ښاغلي فاروق فراق هم د ننګرهار والي دغه غوښتنه درلوده.
ښاغلي فاروق فراق صاحب هم د سوشل میډیا له لاری د فیس بک په پاڼه څه دا رنګ لیکلي وو ... پښتون هنر اؤ تخلیق په خاورو کې پروت دی !
نن په جلال اباد کې دپښتون تخلیقکار ار اؤ وتلي مصور انیس بشیر دفن پارو نمائش کیدلو،په یوه ویډیو کې مې ولیدل چې کومې فنکارې هغه د خپل زړه په وینو تخلیق کړې وې هغه په ډیر ناقدره ډول په زمکه پرتې وې ، ایا دپښتون فن،هنر اؤ تخلیق به کله هم له زمکې پورته نه شي؟ پکار ده چې د ننګرهار والي اؤ نورو پښتنو چارواکو ددې نمائش دپاره دیو بهترین ځائ انتخاب کړی وی اؤ دانیس بشپر په فنکارو ګوتو د باچا خان اؤ صمد خان په څير دنورو ډيرو لویو هستیو جوړ شوي عکسونه یې په خاورو کې داېښودلو پځاي ډیر په درناوي نندارې ته وړاندې کړي وی، ددې ترڅنګ په ننۍ ورځ انیس بشیر خپلې ټولنې ته دهاغه په کړو خدمتونو ښه نازول پکار وؤ.
خو دبې قدره قام فنکار هم بې قدره وي نو !

دنفرتونو ښار کې دا سودا څوک څه پېژني
خو زه ساده یم چې دمینې کاروبار کوومه

په پاې اخر کښی ښاغلي انیس بشیر د ننګرهار له محترم والي صاحب، اولسي خلکو خبريالانو او نورو ټولو وګړو نه مننه وکړه او خوښي یې وښوده چې په ګڼ تعداد کښی خلک نندارتون ته راغلل. د نندارتون موخه دا وه چې له جګړې کرکه او د سولې لپاره هڅې زياتې کړل شي. نندارتون په ډېره ښکلې طريقه وشوو او خدای دې وکړي چې په راتلونکي کې يې تر دې هم ښه نندارتونونه وشي . 
له ټولو هغو دوستانو هم مننه کوم چې په مالي مرسته يې دا نندارتون ممکنه شو. د مينې مو پوروړی یم.

انیس بشیر 11/06/2019 جلال اباد
 
بېرته شاته