لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
د ډاکټرنثار جمدر قلم
لیکوال: مصطفی سالک   نېټه: 20.06.2019   خپرونکئ:   سمسور  

دا چې ولې د ډاکټرنثار قلم جمدر بولم د لیکنې په ترڅ کې به روښانه شي، په پیل کې د هغې زمانې پر لوري وګرځم چې نثار په کې د ښکلیو د اننګو او د وطن د شهیدانو په وینو خړوبه څانګې، څانګې ارغوان شاعري کړې ده، کله چې سرو لښکرو پر وطن او هیواد یرغل وکړ افغانانو یې پر ضد وسله پورته کړه، خو یوازې وسله یې نه کاروله بلکې قلمونه یې هم چلول، د جهاد په سنګرونو او د هجرت په دیار کې ګڼو شاعرانو شاعري پیل کړه، ددغو شاعرانو یوازینې موخه دا وه چې په فرهنګي ملاتړ سره د جګړې ډګر تود وساتي دغه شاعري که له هنري اړخه کمزورې وه ، وه به خو بې ارزښته بیخي نه وه او خپله موخه یې پوره کوله، که رښتیا ووایو جهادي تنظیمونو پر دغه شاعرۍ بلها ډیر لګښت کاوه، هر دفتر فرهنګي څانګې او کومیټې لرلې چې لسګونه شاعران او لیکوالان په کې راټول وو، خو ددغو شاعرانو د تیغ یو اړخ پریکنده وه و او هغه د شوروي او شوروي پلوو پر ضد غږ پورته کول وو او هغو چلوټو ته یې نظرونه نه رسیدل چې د جهاد په نامه پر افغانانو تحمیل شوي وو، لکه مخکې مو چې وویل ددغه پیر شاعري د هنر له مخه ډیره کمزوري وه بلکې تر ډیره په وړو کې د مالګې په کچه هنر هم په کې نه وو ګډ . خو بیخي قحط الهنر هم نه وو، دغه مهال که څوک رانه پاتې نه شي یوازې محمد صدیق پسرلي، سید بهاوالدین مجروح، نور الحبیب نثار، او فضل ولي ناګار هنري شاعري کوله، ناګار صاحب د اسلامي حزب غړی و نو ځکه یې حالاتو ته له تنظیمي لیدلوري کتل او د شعر تیغ یې جمدر نه و، خو د محمد صدیق پسرلي ، سید بهاوالدین مجروح او نورالحبیب نثار د شاعرۍ تیغونه جمدري وو اوله دواړو اړخونو پرې کونکي وو، هم یې د شورویانو پر ضد مقاومت کاوه او هم یې د جهادي تنظیمونو له ناخوالو او نارواوو پرده پورته کوله هغه هم په هنري ډول مجروح خو پرې سر ورکړ او ارواښاد پسرلی او نثار خدای وساتل. پسرلي صیب په دغه وخت کې ډیره شاعري کړې او ډیرې غزلې یې لیکلي دي خو فکر کوم ډیره یې خپله شاعري نه خپروله خو نثار په هر سټیج ولاړ و، او پر ډاګه یې ویل چې افغانستان د شمال او سویلي ګاونډي دواړو له خوا سوزي، څه ښه یې ویلي دي.

دواړو لمنو نه یې اور واخست
دا چې لمبو یې دومره زور واخست
دا خبره ښايي نن ورځ ډیر شاعران وکړي خو هغه مهال ایکي دغه یو نثار و چې دا خبره یې په دې انداز کولی شوه. ولې؟ ځکه چې ګڼو تنظیمونو ټاپې درلودې د کفر ټاپې چې پر دغه ډول شاعرانو او لیکوالانو یې لګولې او وژل یې، نثار په دې خبره ښه پوهیده خو د ملي وقار دغه یوه سپاهي خپله خاموشي له وطن او هیواد سره جرم بلله نو ځکه یې د ځان پروا نه کوله او حاضر و چې پر سینه یې دغه راز ټاپه ولګیږي ویل یې:
موږ کافران یو- په وطن کافران
موږ د ملي وقار خبرې کوو
د ملي وقار په دې خبرو نثار خپل ګڼ د څنګ ملګري قربان کړل، هغه د قلندر مومند خبره.
داو به پرې یاران کړې قلندره ډیر
ته چې کومه لار د ژوندانه ساتې
زه نثار د مقاومت اصلي شاعر بولم ځکه چې هغه مهال هیواد له دواړو لمنو اور اخستې و، ټولو د یوې لمنې غم کاوه خو نثار هڅه کوله چې دواړه لمنې وژغوري د هنري تیغ دواړه اړخونه یې تیره وو نو ځکه یې زه د محمد صدیق پسرلي او بهاوالدین مجروح تر څنګ دروم او د مقاومت د هنري مثلث نوم ورکوم.
سربیره پر دغه مثلت که مقاومت بل هنري شاعر درلود نو هغه به ارواښاد سعدالدین شپون وي.
خوشال خان خټک د پښتون قام او پښتو ادب بابا او سمبول دی، هرچا یې په هر راز حالاتو کې نوم اخستی ګڼ شاعران او لیکوال هغه مزار ته ورغلي چې هغه ته منسوب دی خو نثار چې د هغه د مزار غره ته په کوم حکیمانه نظر کتلي بویه که بل شاعر او لیکوال ورکتلي وي د پښتون قام د هغه وخت حالات یې په دغه هنداره کې داسې کتلي وو.
ارامګاه د ستر خوشحال یې ده لمن کې
دغه غر چې زیات سپیره او کم سمسور دی
د پښتون قام د نیمژوانده ژوند تعبیر ته
ترسیم کړی طبیعت د حال انځور دی
چې خبره ستر نابغه خوشال خان خټک ته ورسیده د یوه سمبول یادونه به یې وکړو چې هغه شهباز دی، افغان شهباز دی، همت لري هوډ لري او نظر یې تر لرې، لرې لګي پنجې یې دومره ځواکمنې دي چې بل مرغه ترې ښکار نه شي اخستې، خو دغه شهباز داسې شوی و چې د لوی وطن داعیه یې په پنجو کې ټینګه نه شوه ساتلی او هغه چا ترې اخستې وه چې نثار ورته د ټپوس سمبول کارولی دی، نثار ویل ولې داسې کیږي؟ خپلې پوښتنې ته یې بربنډ ځواب نه دی ورکړی خو دې نتیجې ته رسیدلی چې شهباز، شهبازیت پریښی او څه خطا ترې ضرور شوې ده.
چې ټپوس یې له منګولو سیسۍ باسي
له شهبازه شوې څه خطا ضرور ده
نثار پر خپل مقاومت بشپړ باور درلود او ویل یې چې ګته د افغانانو ده او شورویان به ضرور ماتې خورې.
چا وې وعده او وعید نه پیژني
چا وې نګه سړیخواره راغلي
ما وې، چا دلته ساه اخستې نه ده
پلي راغلي، که سواره راغلي
او کله یې چې دا خوب تعبیر شو نو ویې ویل:
مونږه د شلم قرن فرعون را پرځولی دی
مونږ ته د ایثار، د نر هنر مبارکي راکړئ
په پای کې به اشاره نیمه د نثار عشقیه شاعرئ ته هم وکړم، نثار ښکلي تشبیهات، استعارې او نور شعري پسولونه لري خو بدیعي او بیاني پسولونو د زړه پر ځای له عقل سره کار لري، خو رواني شعرونه د زړه له چینې راوځي او د زړه مړاوې کروندې سمسوروي د نثار ډیر شعرونه رواني دي، رواني شعرونه د هر لوستونکي د زړه غږ وي او زړښت هم نلري یانې په هره زمانه کې ښه لګي د نثار دغه راز شعرونه چې درې څلورو لسیزو کې زاړه نه شو زړښت نه لري د شعر د امتحان لپاره دوه لسیزې ډیرې مهیمې وي هغه شعرونه چې افاقي نه وي په دوو لسیزو کې یې ځلا تتیږي او پخوانی رنګ او خوند یې نه پاتې کیږي.
له مودو یې د ځواب په انتظار یم
له مودو مې ورته زړه کې دغه سوال دی
په دې بیت کې ماته د بدیع و البیان پسولونه نه ښکاري خو یو رواني ارزښت لري، د مین ذهن په ډیرو ټکو تمرکز نه کوي، یوازې د مینې په ټکي راټول وي همدغه یو سوال ورسره وي چې معشوقې ته وايي مینه راسره وکړه، مودې دې تیرې شي خو دا سوال نه بدلیږي دا د هر مین په زړه کې وي پخوا هم داسې وه اوس هم داسې ده او بیا به هم داسې وي.
حمزه بابا په خپل یو رواني شعر کې وايي:

د سحر مسته غزونې د یار
زه د ټول عمر په شوګیر غواړم
رواني شعرونه دې ته اړتیا نلري دا ارواپیژندنه ده د هر چا ذهن ته په یوه ډول راځي ځکه خو یې د هرچا د زړه غږ بولو نثار هم وايي:
لحظه- لحظه دې پر ما کال تیره شي
خو چې په تمه د وصال تیره شي
تداعي په ارواپوهنه کې یو لوی بحث دی، تداعي دې ته وايي چې یو څه بل څه دریاد کړي، داسې څه چې له مخکینې څیز یا حالت سره ورته والی ولري.
بیا مې زړه پسې نری- نری خوږیږي
بیا هغه شانې نری- نری شمال دی
نری- نری شمال او نری- نری زړه خوږیدل دوه ګړنې دي چې تجنیسي خاصیت هم لري سربیره پر دې لفظي ښکلا شاعر ته حال، ماضي یادوي داسې ماضي چې د شاعر مینې غزونې کولې او دا رواني حالت دی، رواني شاعري په اردو کې ډیره ده، د پښتونخوا په شاعرۍ کې هم شته حمزه شینوارې په پښتو کې لوړ پوړ ته رسولې خو د افغانستان په شاعرۍ کې دا رنګ دومره تت دی چې په نشت حساب دی او دا د شاعرۍ اصل جوهر دی.
غوښتل مې د نثار حق ادا کړم او یوه بشپړه مقاله یې پر شاعرۍ ولیکم دې کار ته مې ډیر انتظار وکړ خو روغتیايي حالت مې دې ته جوړ نه کړم نو د اوس لپاره بس همدومره – برگ سبز تحفه درویش.
درنښت
مصطفی سالک
کابل
 
بېرته شاته