لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
له «څو ژونده مزل» سره دوه درې ګامه
لیکوال: احسان الله درمل   نېټه: 04.07.2019   خپرونکئ:   سمسور  

تاسو ته به راشد خټک ژباړن او ژورنالست ښکاري، خو ما یې چې کله هم ذکر او نوم اورېدلی نو د ذهن پر پرده مې د یوه شاعر تصویر غځونې کړې دي. ښایي زما او د راشد خټک رشته د مینې او شعر له تارونو غړل شوې ده. له راشد سره مې یوه مشترکه وجه دا ده چې موږ دواړه ځینې داسې ذوقي مشترکات لرو چې ډېر کم خلک پکې را شریک دي. په پښتنو کې ځینې داسې متفق علیه بدبخت شاعران شته چې څوک یې پاڼه نه اړوي خو زه او راشد دواړه یې عاشقان او مریدان یو. ما او راشد چې کله هم د دوو، درو خبرو وخت سره موندلی نو د خپلو مینو پر مشترکو جذېرو ګرځېدلي یو او له یو بل سره مو د هنر او شعر په اړه بېخي متفاوت بحثونه کړي دي. زه راشد ته تل د یوه داسې باذوقه هنرمند په سترګه ګورم چې ژوند او مجبوریتونه ورنه د تخلیق شېبې تروړي خو دی د کمپیوټرونو د کېبورډونو په ټک ټوک کې لګیا دی او له مجبوریتونو سره د خپلو عظیمو تخلیقي شېبو پر سر جنګ کوي؛ څه شېبې مجبوریتونه وتروړي او څه راشد ته ورپاتې شي. راشد چې له مجبوریتونو سره په جګړه کې کومې تخلیقي شېبې ګټلې دي، ډېرې قېمتي دي؛ د دې ښکلیو شېبو لپاره ارزي چې سړی له ژوند او مجبوریت سره جنګ وکړي. د راشد د ژوند او د دې جګړې ننداره وکړئ:

زه په دفتر کې کمپیوټر ته ناست یم 
د نړۍ پېښې ټولوم د انټرنېټ په ګوتو 
چې په ورځپاڼه کې یې ونغاړم، ترتیب ورکوم 
شپه چې پخه شي زما ستړې سترګې
د مخامخ ساعت په لور پورته شي
د ساعت ستنو لکه وینځې د بُت 
جوړه لاسونه په تندي ایښي وي
خو زه پوهېږم چې د وخت په «درمسال» کې مې بیا
د سرمایې د بُت په پښو کې د یوې شپې په مرۍ
چاړه راتېره شوله
بُت د شپې پیغلې وینې څښي او ښه په جار یې وایي
«خلک په مینه پایي
خو زه په وینه پایم
د خواریکښ په وینه»
په دې شعر کې شاعر یوازې خپل درد نه، بلکې زموږ د زمانې د لالهاند بشر یوه عظیمه تراژیدي او درد تصویر کړی دی؛ موږ هره ورځ او هره شپه یوه ورځ او یوه شپه د سرمایې د بُت په پښو کې حلالوو او لا معلومه نه ده چې څومره قربانۍ به نورې ورکوو؟ شاعر کمال کوي، د سرمایې بُت له شاعره د مینې او تخلیق شېبې تروړي خو شاعر د خپلو شېبو د قتل مرثیه لیکي او په دې توګه د سرمایې له بلا غچ اخلي. بُت غواړي چې د شاعر د زړه جیب ووهي او د خیالونو مرغلرې یې وتروړي خو شاعر د خپلو بایللو مرغلرو درد سندره کوي او دا سندره دومره له درده ډکه ده چې یوازې د درد په خوند پوهېدونکي خلک یې اندازه کولای شي. 
«څو ژونده مزل» د راشد خټک دوهمه شعري ټولګه ده چې له نویو افکارو، نویو هنري تجربو او نویو خیالونو مالامال ده؛ د راشد شاعري زموږ د زمانې همځولې ده؛ معنا دا چې شاعر د شعر لیکلو لپاره عاطفي تومنه له خپلې زمانې اخیستې ده. د راشد شعر چې لولو، د خپلې زمانې د جنګ، غربت، سرګردانۍ او سرمایې ځپلي انسان د زخمي روح لویه تابلو مو مخې ته درېږي او دا تابلو په هممهاله ډول زموږ د خپل روح تابلو هم وي. لوی ایرانی کره کتونکی رضا براهني وایي چې شاعر او هنرمند ته په یو وخت کې درې څلور مسئولیتونه ور په غاړه وي؛ د ځان پر وړاندې مسئولیت، د ټولنې پر وړاندې مسئولیت، د تاریخ پر وړاندې مسئولیت او د هنر پر وړاندې مسئولیت. یوازې لوی هنرمندان کړای شي چې په دنګه غړۍ له دې ټولو مسئولیتونو څخه بریالي را ووزي او همدا بریالي هنرمندان دي چې د هنر او ادب تاریخ جوړوي. ځینې شاعران د ټولنې او خلکو پر وړاندې دومره مسئول شي چې د هنر پر وړاندې ورله غاړې مسئولیت هېر کړي او ځکه نو د تخلیقي ادبیاتو تاریخ د دوی نومونه هم هېر کړي. زه چې د راشد خټک په «څو ژونده مزل» کې هر څه لولم، داسې راته ښکاري چې دا باذوقه شاعر له دې ټولو مسئولیتونو بریالی را وتی دی. شاعر نه ټولنه هېروي، نه خپله زمانه، نه خپل دروني کیفیات او تر ټولو لویه دا چې له دې ټولو لانجو سره سره، د هنر پر وړاندې مسئولیت هم د شاعر پر زړه لیک دی او هیڅکله یې نه هېروي. 
د راشد په شاعرۍ کې ګڼ فلسفي، سیاسي او ټولنیز فکرونه شاعرانه شوي دي خو دا فکرونه لواړ او شډل نه دې پاتې شوي، بلکې شاعر د خپل هنر او تخیل زرینې اوبه ورکړي دي. زموږ د زمانې لویه لانجه استقطاب او پولارایزیشن دی؛ دا چې خلک په ډلو وېشل کېږي او یو قطب د بل پر وړاندې سنګر نیسي. زموږ نړۍ په تېرو پېړیو کې څو ځله قطبي شوه او لا هم د قطبي کېدو خوا ته روانه ده. دا قطبونه د ضد او کرکې پر بنسټ جوړېږي او نړۍ لړزانده کوي. که له نړۍ تېر شو او خپلې ټولنې ته ځير شو نو دلته هم لا د افکارو او عقایدو استقطاب په اوج کې دی؛ خلک لا هم خپله خبره تر ټولو غوره ګڼي او د خپل فکر د مخالف پر مرګ اختر کوي. خو راشد پخپله ټوله شاعرۍ کې د اضدادو له امتزاجه حسن پیدا کوي؛ شاعر د خپل شعر تصویرونه د اور او اوبو له ګډو رنګونو جوړوي او په دې ډول موږ ته په غیرمستقیم ډول وایي چې اضداد که سره غاړه غړۍ شي حسن زېږوي؛ حتمي نه ده چې متضاد اړخونه دې د یو بل محوه کوونکي وي. راشد وایي: ما چې د رندانو یارانه په جار پاللې ده 
وګوره نامه مې رسېدلې تر منبره ده
یا: 
بس دا ثواب مو بس دی چې سحر مانځه د پاره 
ملا را پاڅوو د جام په کړنګ، سبحان الله!
د راشد په شاعري کې پېچلي فلسفي مفاهیم دومره ساده بیان شوي دي، چې حتی د فلسفې له نوم سره نابلد لوستونکي یې هم په یو وار جذبولای شي. پوښتنه کوو چې «حقیقت څه دی؟» که په ځواب پسې یې فلسفي کتابونه ولټوئ نو بویه چې عمر مو یوازې د همدې یوې پوښتنې د ځواب په لټه تېر شي. له حقیقت سره حقیقت پلټونکي د خپلو عواطفو او احساساتو په لمسه چلند کوي. حقیقت موږ ته د حواسو له لارې د پدېدو درک ښکاري خو نه حواس د باور وړ دي او نه حقیقت دومره ساده دی. مجبور یو چې د انشټاین مرسته وغواړو او له حقیقت سره د «نسبي» صفت وتړو. راشد خټک دا پېچلی بحث داسې خلاصه کوي:
خان وایي چې سپینه هیلۍ ګرځي د شنه سیند پر سر
خوار بزګر ته لمر هم د اسمان د لاس تڼاکه ده
شاعر د جنګ پېچلې مسئله د پورتني حقیقت غوندې اسانه او ښکلې کړې ده؛ جنګ اول زموږ په ذهنونو کې وي، وروسته وسلو او لاسونو ته انتقالېږي. په بله ژبه، جنګ یوه اوږده عملیه ده چې د انسانانو د کرکو، کېنو او عقدو له ولاړو ډنډنو سرچېنه اخلي او بیا وروسته د بې ګناه انسانونو له وینو سره ګډېږي. راشد خټک ورته شاعرانه مثال جوړ کړی، وایي کرکه د باران غوندې د جنګ فصل را ټوکوي. وګورئ:
بېګاه مې خوب لېدو چې بیا د کرکې باران شوی 
د اوسپنې فصلونه له پټو را ټوکېدل
راشد هم د خپلې زمانې او ټولنې د رنځورې اروا انځورګر دی او هم درمانګر. زموږ د وخت انسان کرکه، وېره او وحشت دومره ډېر کړ چې اوس انسانان باید له هر څه ووېرېږي. انسان د وحشت له وېرې ځنګل پرېښود او تمدن یې رامنځته کړ خو په ښار کې هم وېره ورسره د سیوري غوندې ګرځي. توپیر دومره دی چې په ځنګل کې د مار او زمري وېره وه خو په ښار کې د متمدن انسان د مضرې پوهې وېره ده چې د انسان خوب یې له اظطرابه ډک کړی دی. تمدن د انسان وحشي غرایزو ته رنګین لباس ورواغوست؛ بږوې او لیوان یې د مېږو او وریو په وړیو کې پټ کړل او دې هر څه ته یې بیا د فرهنګ او تمدن نامه ورکړه. د ایران د لویې شاعرې فروغ فرخزاد د یوه شعر مفهوم و چې: 
هلته لارې په صحرا کې
یو دوه ټکي د رڼا دي ماته ښکاري
خو پام، پام ور نږدې نشې
هسې نه چې دا هم سترګې د لېوه وي. 
د لیوانو سترګو ته د نور او بږوو ته د مېږو وریو لباس ور اغوستل زموږ د تمدن یو راز دی او ځکه خو موږ حق لرو چې حتی له هر ښکلي او معصوم شي ووېرېږو. راشد خټک زموږ همدا ټولنیزه وېره سندره کړې ده؛ فرمایي چې:
هاغه چې له ورایه را روانې دي بږوې دي 
پام کوه شپونکیه مېږې نه دي، وري یې مه ګڼه
خو پوښتنه دا ده چې جنګ ولې دی او دومره وېره ولې؟ د دې ځواب ټولو ته مالوم دی، ډېره ګټه، ډېره سرمایه، ډېره ژر او ټوله د ځان لپاره. روغاني بابا وایي چې:
د ځینو خلکو سوال چې نه قبلېږي
څه چې له خدای سره دي ټول غواړي
راشد د انسان د دې دردونو او رنځونو څومره ښکلی علاج را ښیي، که انسان د شاعر په همدې پیام سرخلاص کړي، نه جنګ شته نه وېره. رښتیا چې شاعران د مینې پیغمبران دي:
ستوري د هر چا دي لوی آسمان د ټولو خلکو دی 
پرېږدئ چې آباد وي دا جهان د ټولو خلکو دی
د راشد خټک د شاعرۍ په پیام او مضمون که خبرې کوو، نو مقاله به کتاب شي؛ اوس به پر دې رباب یوه بله نغمه را واړوو. 
شاعري یوازې د ښو پیامونو او مضمونونو میدان ندی، بویه چې دا پیامونه او مضمونونو له تخیل او هنر سره داسې ګډ شي چې د هضم وړ شي. د راشد په شعر کې تخیل په تشبیهاتو، استعارو، سېمبولونو او اساطیري تصویرونو کې خور وور دی؛ که په «څو ژونده مزل» کې د ښکلیو او نویو تصویرونو بحث را واخلو خبره به لا ډېره اوږده شي، زه یوازې پر یو څو بېلګو بسنه کوم. 
ګلونه د یادونو دې ورو ورو را ټوکېدل
تمامه شپه مې ستوري په بڼو راټوکېدل
شاعر کمال کوي، په دوو مسرو کې یې درې تصویرونه جوړ کړي دي؛ په اوله مسره کې د ګلونو یادونه تشبیهي تصویر دی او په دویمه مسره کې یې دوه استعاري تصویرونه جوړ کړي دي. زموږ تل تمه وي چې دویمه مسره دې د اولې مسرې معنا تکمیل کړي او یا دې تر اولې مسرې زوروره وي. په پورته شعر کې راشد همدا کار کړی. په اوله مسره کې یې تشبیهي تصویر را وړی چې د تصویرونو له ډلې ساده هغه دی او په دویمه مسره کې یې دوه استعاري تصویرونه را وړي دي چې تر تشبیهي هغو ډېر خیال پاروونکي دي. په دویمه مسره کې شاعر د اوښکو لپاره د ستورو استعاره راوړي؛ باڼه قرېنه ده چې موږ ته وایي: د شاعر مطلب ستوري نه اوښکې دي. دا خو د استعارې ډېره مشهوره او ساده بڼه ده. په دې مسره کې دویمه استعاره زما لپاره جالبه او د بحث وړ ده. دې ډول استعارې ته «فعلي استعاره» وایي چې زموږ په ادبپوهنه کې ډېره نه ده شاربل شوې خو د هندي سبک د شاعرانو په شعرونو کې یې زیاته مومو. فعلي استعاره دا ده چې یو فعل یا د استاد زیار په وینا «کړ» پکې د قرینې کار وکړي. موږ وایو: «زړه مې مات شو.» دا فعلي استعاره ده؛ زړه نه ماتېږي ځکه چې د غوښې دی؛ موږ په اصل کې زړه پخپل زړه کې له هندارې یا شیشې سره ورته ګڼلی او بیا مو د «ماتېدلو» فعل چې د هندارې ځانګړنه ده له هندارې څخه زړه ته را پور کړی دی. دا ډول استعارې ډېرې خیال پاروونکې وي. د راشد د پورتني شعر په دویمه مسره کې د «راټوکېدو» په فعل کې فعلي استعاره پټه ده؛ شاعر اول اوښکې له ستورو سره تشبیه کړي او بیا یې همدا د اوښکو ستوري له ګلونو سره تشبیه کړي دي؛ پر بڼو ستوري (اوښکې) یوه استعاره ده او ستوري را ټوکېدل بله استعاره ده. یعنې دلته تصویر په تصویر کې نغښتل شوی. داسې ځکه شوي چې شاعر د هغو اوښکو حسن او ځلا تصویروي چې د یادونو پر ګلونو ورېږي. دا اوښکې باید د ستورو غوندې ځلېدونکې او د ګلونو غوندې پاکې وي. استعاري تصویرونه زیاتره مهال پېچلي وي؛ دوه استعارې چې سره یو ځای شي، استعاري تصویر دوه چنده پېچلی کېږي. خو راشد کمال کړی؛ غبرګ استعاري تصویرونه یې په یوه تابلو کې داسې جوړ کړي چې ابهام ته هم پکې لاره نده پرېښودل شوې. 
پاس مو څو ځله د هندي سبک خبره وکړه؛ که رښتیا ووایم د راشد په شعر کې مې د دې پېچلي سبک ځینې نورې ځانګړنې هم وموندې. زه به د هندي سبک شاعر نه ورته وایم خو د شیدا او د هندي سبک د ځینې نورو شاعرانو ژوره مینه خو به دومره نعم البدل خامخا لري چې د راشد په شعر کې د دې مشکلترین سبک ځینې مهم خو ابتدایي تخنیکونه را ښکاره شي. راشد وایي:
لار د مینې څه غواړي، خو زړه غواړي توکل غواړي دومره اوږده هم نه ده، بس «څو ژونده مزل» غواړي
یا: 
ته څومره بدمرغۍ په خوا کې جنګه ګرځوې؟ دا «دوه دوزخه اور» په لاس کې څنګه ګرځوې؟
په دې بیتونو کې «څو ژونده مزل» او «دوه دوزخه اور» هغه ترکیبونه دي چې یوازې د هندي سبک له خوند سره بلد ذوقونه یې شاعرانه عظمت تللی شي. دې ترکیبونو ته شفیعي کدکني «عددي ترکیبونه» وایي چې د نامحسوسو کیفیتونو د تللو او مجسمولو لپاره هنري وسیلې دي. د دې هنري ترکیبونو ډېرې ګڼې او ښکلې بېلګې د ابوالمعاني بیدل په شاعرۍ کې موندلای شئ خو که په پښتو شاعرۍ کې مو لټولې نو راشد هم مه هېروئ.
د راشد د شعر ژبه په لر و بر نه ده وېشلې؛ بس د ټولو ژبه ده حتی دومره د ټولو چې د استاد زیار «شتون» او د استاد اروښاد پسرلي «لوګ ګودر» یې هم نه دي هېر کړي. البته که استاد شپون ژوندی وای او د راشد په لاندې شعر کې یې د «شتون» پر «شته والي» سترګې لګېدلې وای، نو راشد ته به یې څه ویل؟
«شتون» لري خو سیوری مانا نلري دلته خو کمزور مانا نلري
زما په نظر راشد په لر و بر کې یوازېنی داسې لیکوال دی چې د لر و بر بې خونده مفهوم یې عملاً د خپل تخلیق د مشترکې ژبې پواسطه محوه کړی دی؛ که موږ دا برید په ادب کې محوه کړ، په سیاست او جغرافیه کې یې هم محوه کولای شو. 
د راشد پر شعرونو د کېدو لپاره خبرې بېخي ډېرې دي. ځینې شعرونه یې دومره ښکلي دي چې لوستونکی ورسره له رخې پرته بل عکس العمل نشي ښودلای. وایي:
د نګهتونو جامې شلېږي چې سیلۍ الوزي 
خیر به یې غواړو چې د ګل سر ته کیسه جوړه ده
او:
یو څوک خو به د زړه په کور کې خامخا اوسېږي
پروا نشته که غم وي خو چې ښکلی غوندې وي
راشد خپله شاعري هره ورځ نه خپروي او د خپل ذوق په خانقا کې یې د قصېدو غوندې پخوي؛ راشد د لایکونو او کمېنټونو په تله نشو تللی؛ د راشد ذوق خاص او طبعه یې د هندي سبک د شاعرانو ده؛ او که راشد همداسې پاتې شي، زه باور لرم چې دا سړی به د شعر او هنر د یوې پرتمینې او مجللې پاچاهۍ ټولواک وي. هیله ده چې راشد همداسې پاتې شي او اقلاً زما پر ذهن د خپل شاعر شخصیت جوړه شوې تابلو ورانېدو ته پرېنږدي. 
مینه او مننې
۱۱/۷/۹۶
 
بېرته شاته