لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
افغانستان ولې نړیوال جام کې یوه لوبه هم ونه ګټله؟
لیکوال: جعفر هاند   نېټه: 05.07.2019   خپرونکئ:   سمسور  

د نورو علتونو تر څنګ زما په نظر په لوبډله کې دننه د یوې بلې لوبډلې موجودیت، د ځینو مجربو لوبغاړو کاذب غرور او بي اتفاقي‌د افغانستان د ماتو مهم علتونه دي. له نړیوال جام مخکې د لوبډلې د غوراوي‌کمیټې مشر دولت احمدزي‌له کپتانۍ څخه د اصغر افغان د لېرې کېدو او ګلبدین نایب د کپتان کېدو اعلان وکړ او د بورډ عمومي مشر عزیزالله فضلي دا پرېکړه امضی کړه. 

ستونزه له همدغه ځای نه پیل شوه. 
که له ما څوک سل ځلې وپوښتې زه به سل ځلې ووایم چې په داسې حساس وخت کې د کپتان بدلېدل د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې یوه لویه تېروتنه او نه جبرانېدونکې پرېکړه وه. خو تر دې لا بد کار د نوي کپتان سره په مخالفت کې د محمد نبي او راشد خان ټویټونه او د اصغر افغان او د هغوی د ځینو نورو ملګرو غبرګون وو چې نړیوال جام کې د افغانستان تر وروستۍ ماتې پورې یې منفي تاثیرات محسوسېدل او لیدل کېدل. د نوي کپتان او ځینو دغو لوبغاړو ترمنځ‌لفظي شخړې شوې، یو بل ته سپکې سپورې ویل شوي،‌ ګواښونه شوي او یو بل یې رټلي او سپک کړي‌هم دي. دلته یوه خبره چې زه هم پرې ځوریږم او ښايي اصغر افغان او مینوالو ته یې هم ځوروونکې وي، دا ده چې اصغر افغان ته هېڅ‌ویل شوي‌نه وو چې له کپتانۍ به لېرې کوي. هغه د جنوبي افریقا سفر ته ځان برابر کړی و چې احوال ورته راغلی چې نور کپتان نه دی. دا پرېکړه که د بورډ هر غړي کړي وي،‌شخصي عقده یې پاللې او د ملي ټیم د یو مهم لوبغاړي حیثیت ته یې درناوی نه دی کړی،‌باید داسې نه وای شوی. هغه باید قانع شوی وای،‌د لاس ته راوړنو ستاینې یې شوې وای او په رسمي مراسمو او ښه فضا کې یې مسولیت ترې اخیستل شوې وای! راشد، نبي او اصغر په هېڅ صورت چمتو نه وو او نه دي‌چې د ګلبدین په مشرۍ د افغانستان په ټیم کې ولوبیږي، دوی له نړیوال جام سره د بایکاټ غیر مستقیم ګواښونه هم کړي وو.‌راشد، نبي او اصغر به خپل دلایل لري او باید دلایل یې واورېدل شي، خو آیا دا اختلافات په دې ارزېدل چې په دومره یو حساس وخت کې په ټیم کې د یوالي‌روحیه ووژل شي؟ له نوي کپتان سره همکاري‌ونشي؟ کپتان ته د کپتان په سترګه ونه کتل شي؟ د یو ګډ ټیم د کارکولو روحیه وځپل شي؟ ګلبدین چې هر څوک و او هر څوک دی،‌خو په نړیوال جام کې د افغانستان د ملي ټیم مشر و، دوی که د بورډ او ګلبدین سره ستونزه لرله، د کپتان د مقام احترام یې باید کړی وای، دا کار یې باید د افغانستان لپاره کړی وای. د لوبډلې مشر روزونکی فیل سیمنز په رسمي ډول لا څه نه دي ویلي‌خو د ځینو لوبغاړو په مخکې یې د بورډ تغیرات غندلي او د دغو دریو لوبغاړو د دریځ‌ننګه یې کړې وه. البته د بورډ ځينې پخواني چارواکي هم په دغو تغیراتو خوښ نه دي‌، اوبه خړوي چې ماهیان ونیسي. دلته دا یادونه هم کوم چې دا یوازې افغانستان نه و چې تر نړیوال جام مخکې یې کپتان بدل کړ،‌ سریلنکا هم دا کار وکړ. خو د هغوی مجربو لوبغاړو د نوي کپتان ملا وتړله، خپله لوبډله یې له یو سخت حالت څخه را وویستله او نړیوال جام کې یې افغانستان ته هم ماتې ورکړه او نورې لوبې یې هم وګټلې.
دا کیسه څنګه پیل شوه؟
پر اصغر افغان د بورډ د ځینو چارواکو، د لوبډلې د غوراوي‌د کمېټې د غړو او زیاتو مینوالو انتقادونه وو چې خپله هم ښه نه لوبیږي او په لوبډلې کې خپل ورور او خوری هم لوبوي‌او ګواکې د نورو ځوانو لوبغاړو مخه یې هم نیولې ده. همدغه راز هغه د بورډ له ځینو چارواکو سره په نه همکارۍ هم تورن و. خو یادونه کوم چې اصغر افغان د افغانستان یو بریالی کپتان بلل کېږي‌او د ده په کپتانۍ کې افغانستان د خپلې کچې او تر ځان پورته ټیمونه مات کړي‌او لوبې یې ګټلې دي. د بورډ ځینې چارواکي‌وايي‌چې د راشد په ګډون ځینو لوبغاړو د دولت احمدزي او عزیزالله فضلي سره په شخصي او رسمي‌غونډو کې د کپتان افغان د لېرې کېدو غوښتنه کړې وه. بورډ پرېکړه وکړه چې راشد خان کپتان کړي، راشد خان ومنله،‌په آی پي‌ال کې و، ورته وویل شول چې یوه ویدیويي پیغام ثبت کړي،‌کپتاني‌ومني‌او له اصغر افغان څخه مننه وکړي. پلان داسې و چې بورډ به په یو کنفرانس کې دا پیغام خپروي او هر څه به اعلانوي.‌خو راشد خان ناببره له خپلې پرېکړې په شا شو او بیا یې بورډ ته وویل چې دی په دې اړه نور وخت غواړي، بورډ‌ډېر وخت ورنکړ او ګلبدین کپتان شو. 
راشد خان ولې ونه منله؟
راشد خان په خپل ټویټر کې لیکلي وو چې په داسې یو حساس وخت کې باید داسې پرېکړه ونشي، ظاهرآ دا خبره یې مسلکي وه، زه هم او نور هم ورسره موافق وو، خو تر دې وراخوا ځینې نورې خبرې هم شته او وې. راشد خان، محمد نبي او مجیب الرحمن نن سبا د نړۍ په هر تجارتي لیګ کې لوبیږي، د اصغر افغان په کپتانۍ کې هغوی دا آزادي لرله چې د افغانستان د رسمي سفرونو او تمرینونو پر وخت هم خپلو تجارتي لیګونو کې ولوبیږي. ډېر کله داسې شوي وو چې افغانستان له نورو لوبډلو سره لوبو ته په هند،‌افریقا یا کوم بل ځای کې تمرینونه کول خو راشد،‌نبي او مجیب به خپلې تجارتي لوبې کولې. همدا تېرکال لسګونه افغان لوبغاړو په هند کې له ایرلنډ سره سیریز ته تمرین کاوه، خو راشد،‌مجیب او نبي په بګ بش کې لوبېدل. دوی له ایرلنډ سره تر لوبې یوه ورځ مخکې هند ته را ورسېدل، البته په دې کې کرکټ بورډ هم شامل دی،‌بورډ چې غږ نکوي په دې مانا چې راضي او خوښ دی. ظاهرآ په لیګونو کې د دغو لوبغاړو لوبېدل نهایتآ افغانستان ته ګټه رسوي، خو که راشد کپتان شوی وای،‌بیا خو مجبور و چې په هر تمرین کې له ټیم سره وای، له لوبغاړو سره وای. البته راشد خان اوس د افغانستان د ۲۰ اورونو د لوبډلې کپتان دی. 
په جنوبي افریقا کې څه وشول؟
د راشد او نبي له ټویټونو وروسته پر بورډ باندې د وزیرانو،‌وکیلانو،‌امنیت شورا او ډېرو نورو ادارو څخه فشارونه زیات شول چې دا پرېکړه بدله کړي،‌خو ونشوه. له یو لړ فشارونو وروسته د بورډ مشرتابه له اصغر افغان او د هغه له ملګرو سره ومنله چې جنوبي افریقا ته به ځي او له ګبلدین سره به خبرې کوي، که اصغر افغان، ګلبدین او نور لوبغاړي خپلو کې سره جوړ شول او بېرته یې اصغر افغان کپتان کړ، بورډ په کې کومه ملاحظه نلري. هلته د نوروز منګل په ګډون ځینو لوبغاړو له ګلبدین او نورو لوبغاړو سره خبرې وکړې، هغوی ته دا اندازه وشوه چې اکثریت لوبغاړي په نویو تغیراتو خوښ دي او ګلبدین هم چمتو نه دی چې ورسپارل شوې دنده پرېږدي، هغه دا کار تر ډېره د خپل حیثیت او شخصیت مسئله ګڼله، خو ویلي وو که مجبور شو،‌هر څه پرېږدي او بېرته کابل ته روانیږي. عزیزالله فضلي چې دا حالت ولیدل، بېرته کابل ته روان شو او بلاخره اصغر پیډونه وتړل او ظاهرآ د ګلبدین تر کپتانۍ لاندې یې تمرین پیل کړل، خو لا یې هم مخالفت پر ځای دی. البته مشر روزونکي فیل سیمنز هم ګلبدین ته د کپتان په توګه د نوې دندې مبارکي‌نه وه ورکړې او هغه هم په دغو تغیراتو سخت خپه او خواشینی دی. هغه ژمنه کړې ده چې د خپل زړه خبرې به کوي. ما په انګلنډ کې دواړو، اصغر افغان او روزونکي سیمنز ته د مرکو پېشنهادونه وکړل،‌خو راته وویل شول چې هغوی مرکې نکوي.
نتیجه او وړاندیز:
زما خپله شخصي ارزونه دا ده که اصغر افغان کپتان وای،‌ټیم به په لوړ مورال سره نړیوال جام کې لوبېده، اتحاد او ملي روحیه به لا غښتلې وه او شاید افغانستان یوه یا دوې لوبې ګټلې وای. خو په غلط وخت کې د بورډ پرېکړې او د مجربو لوبغاړو مخالفتونو افغانستان له تاریخي‌ماتو سره مخامخ کړ. ډاډ یم چې له دغو ماتو بورډ،‌لوبغاړو، نوي کپتان او مینوالو ډېر څه زده کړل او باید یې هم زده کړي. بوډر باید هېڅکله هم په حساس وخت کې داسې لویه پرېکړه ونکړي. که یو لوبغاړي له مهم موقف څخه لېرې کوي،‌باید یې خبر او قانع کړي او دنده یې رسمآ انتقال کړي. مجربو لوبغاړو ته نه ښايي‌چې په ټیم کې شخصي عقدې او سلیقې وپالي، دا ملي ټیم دی او ملي ټیم کې ملي ګټې باید مهمې وګڼل شي. بورډ باید د نظم او ډسپلین داسې یوه قوي کمیټه جوړه کړي چې قانون پر ټولو لوبغاړو یو ډول پلی کړي. هېڅ‌لوبغاړی باید تر بل لوړ ونه ګڼل شي او لوبغاړي‌باید لوبغاړي وي. هر لوبغاړی چې سرغړونه کوي،‌باید مجازات شي. په بورډ کې سیاسي مداخلې بندې او ولس ته بربنډې کړل شي. بورډ او د غوراوي‌کمېټه باید په ځوانو لوبغاړو پانګونه وکړي، په اوسني ټیم کې ځینو مجربو لوبغاړو ته د تقاعد زمینې برابرې کړې او په بورډ کې یې په نورو برخو په دندو ګماري.
 
بېرته شاته