لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
دټرمپ ادارې ته يوسرخلاصی ليک
لیکوال: استادشهسوارسنګروال   نېټه: 23.07.2019   خپرونکئ:   سمسور  

ددوشنبې ورځ دجولاې دوه ويشتمه نېټه،چې دلېږدي لمريزکال دچنګاښ له يودېرشمې سره برابره وه،دامريکا ولسمشردونالډ ټرمپ،دپاکستان له لومړي وزيرعمران خان سره له خبرووروسته خبريالاتوته دخبروپه لړکې چې دسترګوکونجونه يې لاورسره ورغلي وو،په داسې حال کې،چې دخولې تنابونه يې شليدلي ښکاريدل ،په يوه داسې هېوادټوپ کړل،چې له امريکا متحده ايالاتو نه څلورنيم زره کاله مشردی،افغانستان يادووم،چې پنځه زره کلن ژوندی تاريخ لري اودامريکا متحده الات په څوارلسوه دوه نوي کال دنړۍ په جغرافېيه کې،چې دګريوان ريښکۍ يې له شمېره وتلې وې،وزيږيد .

ولې افغانستان دتاريخ له پېرنه دمخه (قبل التاريخ )بياترمخزيږدي اوورپسې دعيسی (ع)ترزوېکړې پورې ديوه پرمختللي تمدن درلودونکی هېوادوو...

دې کې شک نشته،چې افغانستان دڅلورلاروهېوادوواوهرښکېلاکګر،کوښښ کاوه چې افغانستان لاندې کړي،ولې دجګړې په ډګرکې ترې خپلې ککرۍ پاتې شويدي...

دهخامنشيانوکروش همدلته سروخوړ،سکندردکونړپه سردروکې دخپلووينونندارې ته ګوته په خوله شو...سساساني يزدګردله خپل تاج اودب دبې سره،دعربوجنګيالېيوله وېرې افغانستان ته پناه راوړه،افغانانوعربوته وويل،داسلام سپېڅلی دين منو،خودتاسوواک اوځواک نشوځغملی،خپل اوښان موله شتوبارکړئ درځی...موږپريږدئ چې داسلام دين تياروګوټونوته وځلوو...چنګيز،تيموراوبابردافغانانووينې توې کړې له ککرېيويې برجونه ودرول خوتابع يې نه کړل...انګريزانودرې وارې په افغانستان بريدونه و کړل ،هغوانګريزانو،چې ترمپ صاحب تاسودهغوغلامان وئ ...ولې په افغانستان کې داسې وځپل شول،چې نړيواله دب دبه يې په اوبولاهوشوه ...

دامريکې ولسمشره ! ستا هغه دښمن،چې ته يې په ويتنام کې په ګونډوکړې،په سراومال دې تالان ګډشو،له شرمه دې نړۍ ته سترګې نه درلودې...شوروي اتحاديادوم،ولې همغه شوروي،چې دبرېتانې په څېر يې ټولواکمنۍ کې لمرډوبېده په افغانستان کې داسې ماته وخوړه،چې نه يوازې مړشوبلکې پړهم شو...ټولواکمنئ يې برغنډ برغنډ شوه...

رابه شوستا زورته!داله يوې لسېزې ډېره موده کېږي تاسوپه افغانستان کې جنګېږی اوداسې خونړي بريدونه موپه بېوځلوافغانانووکړل،چې ساری په نړۍکې نه ليدل کېږي...ايا تاسودبمونودمورپه نوم وسله په افغانستان کې ونه کاروله؟دادتاسوخونړي بمونه اوبمبارئ نه وې،چې دځمکې له تله يې اوبه راستې؟...يوازې تاسودجاپان په څېراټوم بم په افغانستان استعمال نکړ،نورخوهېڅ داسې وژونکې وسله په امريکا کې پاتې نشوه،چې په افغانستان کې مونه وي استعمال کړي...اياپه دې اتلسوکلوکې موجګړه وګټله ؟چې ته لاپې کوې که زه وغواړم دافغانستان جګړه وګټم په يوه اونۍ کې داکار کولی شم اوداهم کولی شم،چې په لسوورځوکې افغانستان له نړۍ نه ورکړم...

موږافغانان په کلي کورکې هغه چاته ،چې لاپويې ښکرکړي وي اودنړۍ په شرم نه پوهېږي هغه ته وايو؛ډرت ...؛که څه هم تا داډول لاپې شمالي کورياته هم کړې وې...تادمکسيکواسمان هم په لوټوويشتلی وو...همدغه پاکستان ته واروارتاسوګواښ وکړ،چې په اصطلاح له موږه؛احمق پولي؛اخلي اوموږبه دډالروچينه پرې بنده کړو...خونن تاسووويل،چې موږ به ځواکونه داسلام اباد په سلااومشوره باسو...

تاسوايران ته هم ګواښ وکړولې تراوسه يې موږکومه پايله نه ده ليدلې !؟داتاسونه وی ،چې دلندن ښار،ښاروال صديق خان موڅووارې په تشواوتوبوتووګواښه،تاسوپه امريکا کې څونجونې،چې سپينانې نه وې په ډېرې بې شرمې موورته ونه ويل،چې له امريکا نه ووځی...ايا تاسوددېپلوماسۍ په نوم کومه سيپاره لوستې ؟ داتاسونه وی،چې دبريتانېه لومړۍ وزيرې ته مو وويل،چې زما سلااومشوره يې ونه منله اوداروپا له ګډبازاره يې پښې سپکې کړې...هغې يوازې دشونډوپه پاس اچولوځواب درکړاودايې دروښوده،چې تاسې لااوس هم زموږسېاسي بچيان استئ...

هوداچې تاسواودتاسوپه څېرسياسي ياغيان داخبره کوي يولامل يې زموږخپله کمزوري ده...موږسره نړۍ مرسته وکړه خوموږپه شخصي ګټوبلډنګونه پرې ابادکړل ... نوځکه امريکا وايي،چې دتاسوداردواوپوځ روزي زما په لاس کې ده ،چې دريې نکړم دولت موله ماتې سره مخامخ کېږي اودارښتيا وايي،چې که کرزي صاحب له يوې خواداوطن په څولنډه غروخرڅ کړ...اوهمدارنګه بل لورته پاکستان په طالبانوسېاسي تجارت کوي او دهمدې طالب په مټ له امريکې نه امتېازات ترلاسه کوي...دغه سېاسي مارکيټ يې دومره پياوړی کړی ،چې امريکا ته په نره وايې څومره پېسې راکوې،چې طالب درسره خبروته کينووم؟ هوټرمپ داخبره سمه کوي،چې موږيوسلواوولس ميليارده ډالره درکړل،ولې مو خپل هېوادپرې ودان نه کړ؟چې اوس موخولې وازې نيولي دي...هوکې تاسوتاسوترمپ کولی شی دافغانستان حکومت وګواښی،ولې ددې حق نه لری اوهم نشی کولی،چې افغان وطن ته سپکاوی وکوئ،چې زه به يې دنړۍ له نخشې نه وباسم ...يووخت بريژنف هم لکه زوړاوښ له خولې ځګونه بادول،خودافغان ولس زوريې وليد...زه تاته هم وايم ،دې کې شک نشته چې ډېرزورور يې،ولې داهېره نکړ ې :

ټيټ مې مه بوله غورځنګ را باند ې مکړه

زه په دې افتادګئ کې لوې ګړنګ يم

 
بېرته شاته