لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
زه او ډاکټر عبدالله!؟
لیکوال: محمد اسمعيل يون   نېټه: 31.08.2019   خپرونکئ:   سمسور  

کله چې ما د ولسمشريزو ټاکنو د څرنګوالي په باب يو ويډيويي پيغام خپور کړ، نو د اکثرو هېوادوالو د تائيد وړ وګرځېد، خو د ډاکټر غني يو شمېر کنځلمارو او اومغلنو پلويانو او د ناسټېکر شويو تذکرو فيسبوکي کمپاينرانو يو ځل بیا خولې هوايي دهلېزونو ته ونيولې او پر کنځلو يې پيل وکړ، ځينو په کې وويل چې يون، ډاکټر عبدالله ته کمپاين کوي او ځينو وويل چې دا کار يې د پنجاب په اشاره کړی دی

ای بې ادرسه او بې ولسه کمپاينرانو! موږ خو له غني څخه په همدې خبره خفه وو چې ولې يې د ډاکټر عبدالله په مشرۍ له نظار شورا سره پنځوس په سلو کې واک شريک کړ؟ ولې يې د ډيورنډ پر منحوسې کرښې د اغزن تار پر سر پنجاب ته سر ټيټ کړ؟ ولې يې خوله کې مشنګ واچول؟ ولې يې امریکايانو او نورو ته ونه ويل چې دا د افغانستان خاوره ده، پيسې مه ورکوئ؟ خير دی که موږ اوس کمزوري يو، خو تاريخي حقايق ولې تر پښو لاندې کوئ!؟ ولې يې په نړيوالو حقوقي ادارو کې خپل غږ پورته نه کړ؟
ما د غني او عبدالله د ګډوله حکومت په پنځه کلنه واکمنۍ کې يو ځل له ډاکټر غني او يو ځل له ډاکټر عبدالله سره کتلي او هغه هم د ملي هويت د تذکرو په باب، دواړو سره مې د اساسي قانون په رڼا کې موضوع څېړلې ده، (له ډاکټر عبدالله سره د هغه وخت د کتنې عکس له دې ليکنې سره مل دی)، نور نو د خدای فضل دی، له ټلوېزيون پرته مې د دوی څېرې له نږدې نه دي ليدلي.
ډاکټر غني د عجولانه ائتلافونو ډېرې بېلګې وړاندې کړي؛ ده له ډاکټر عبدالله سره په ګډ حکومت کې په ډېره ريشخندۍ ګوزاره وکړه او همدا اوس يې د نظار شورا او د وحدت ګوند له يو يو ګروپ څخه خپل ټاکنيز مثلث جوړ کړی دی، عليپور، قيصاري، جنرال مالک او نور جنګسالاران خو يې اوس د زړه د کمپاين ستوري دي، نو که نظار شورا سره د هر چا د ائتلاف او ګوزارې خبره مطرح وي، نو تر ټولو غني په کې ډېر ګناهکار دی. پاتې شوه له ډاکټر عبدالله سره زموږ د پيوستون خبره، دا به هېڅکله ونه شي، دا زموږ په شان، ايډيالوژۍ او فکر کې نه شته او دغه راز له پنجاب او ای ايس ای سره د پټې او ښکاره يارانې خبره زموږ د ذهن او ضمير، فکر او عمل مخالف کار دی. زه د ټول پاکستان د شتوالي فلسفه نه منم، نو پاتې لا د هغه د يوې منحوسې ادارې د خبرې منل، نو ای پټ سترګو او وازخولو غوړه مالانو! اوس خو تاسو ښاغلی مفکر د نابودۍ کندې ته برابر کړی او موږ چې بېرته د هغه د ژغورنې هڅه کوو، نو تاسو نه غواړئ چې مفکر وژغورل شي او غواړئ لا يې له ګړنګونو او هوايي دهلېزونو ګوزار کړئ.
زه يو ځل بيا پر خپلې خبرې ټينګار کوم او وايم چې که غني په همدې شکل ټاکنو ته لاړ شي، نو ناکامي يې حتمي ده، که نه خپل پلرني ولايت ( لوګر) کې دې يو ډول نمونه يي او تمثيلي ټاکنې وکړي، که نتيجه يې مطلوبه وه، پر مخ دې لاړ شي او که نه وه، نه دې ځان شرموي، نه دې قوم، نه ملت او نه ټاکنې، سولې ته دې لومړيتوب ورکړي او تر هغې وروسته دې ټاکنې ترسره کړي، د غني او د هغه د کنځلمارو کمپاينرانو دا ډول سرزوري، په لوی لاس ډاکټر عبدالله او نظارشورا ته د قدرت لېږدول دي او په دې ټاکنيزه غميزه او توطيه کې بيا سل په سلو کې همدا ښاغلی غني او د هغه نافکره غوړه مالان شريک ګڼل کېږي.

 
بېرته شاته