لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې ته سرخلاصی لیک
لیکوال: میراحمد یاد   نېټه: 16.09.2019   خپرونکئ:   سمسور  

 لومړی ټولو ته سلامونه او نیکې هیلې...!
لوبې مو همداسې ښې روانې اوسه او راتلونکې لار مو روښانه؛ خو ځینې خبرې درته کوم.
زما ښه یادېږي چې ستاسې یوه لوبه هم په ټلویزیون نه خپرېدله او په راډیوګانو کې هم د اوس په شان نه تکړه کمنټیټران وو او نه انټرنټ دومره عام و چې هر چا کارولی وی، خو یو ولس و چې زړه یې له ولولو ډک و، مېرمنو به درته خپلو ټیکرو پيڅکې نیولې او سپین ږیرو به چې څنګه له لمانځه سلام واړوه، دستي به د جومات د مخې چوترې ته راووتل او راډیو به یې کلکه غوږ پورې ونیوله.
زما یادېږي چې یو سپین ږیري بابا ستاسې د لوبو په وروستیو شېبو کې تر خپلې ساه اخیستو غوث العظم دستګیر ډېر یادوه او په رپېدلو شونډو به یې د دعا توري رغړېدل. ماښام لمر لوېده، په شنه پټي کې ناست بابا ته د نړۍ تر ټولو ستر ارزښت همدا ستاسې لوبه وه او ستاسې د بري زیري ته داسې په تمه و، لکه له لرې وطنه یې چې د کلونو مسافر بچي زیری راځي.
زما یادېږي چې په ۲۰۱۱ کال په لومړي ځل تاسې شل اوریزو سیالو ته ووتې، لوبه د شپې ناوخته پيل کېده، زما د کوټې ملګري ویده وو او کله چې په میدان کې ملي سرود وغږېده، زما له خولې ورته له خوشالۍ د ژړا داسې کړیکې ووتلې چې د کوټې ملګري مې وارخطا له خوبه را ويښ شول.
تاسې به نه وي اورېدلي، خو په د کلیو په مجلسونو کې به د ښځو مجلسونه ستاسې په مېړانو او بریاوو تاوده وو او سپين سرو ښځو به هره دعا کې د خپلو جمله بچو تر څنګ ستاسې د بریالیتوب دعا غوښته.
دا به مو یاد وي چې کله مو له زیمبابوی سیریس وګاټه، ټول افغانستان ډزو په سر اخیستی و او خلک د ښار په واټونو کې په نڅا او اتڼونو نه ستړي کېدل.
تاسې به لوبه وبایلله او خلکو به درته زړونه درکړل. که چا به ستاسې په تخنیکي تېروتنې نیوکه وکړه، همدې ولس به رټه او ورته به یې ویل چې خیر دی! که یې لوبه وبایلله زړونه یې وګټل ... ستاسې پر هرې خطا دې ولس د خپلې مینې او عاطفې پرده اچوله.
په اي پي ایل که ستاسې ملګري ولوبېدل او ګټه یې خپلو کورونو ته یوړه، خو من من غوښې ورته دې ملت اخیستې او داسې یې ګڼله لکه د دنیا ستره خزانه چې دوی ترلاسه کړې وي.
خو بېګاه او تېره شپه چې تاسې له یوه ټيسټ میچ ګټلو وروسته یو ځل بیا زمبابوې او بنګله دېش مات کړل، دا ځل مو لوبه وګټله، خو داسې ښکاري چې زړونه مو وبایلل. نه درته چا اټن وکړ، نه یې د خوشالۍ ډزې وکړې، نه درته د چا تلوسه وه او نه يې له لمانځه وروسته په دعا کې یاد کړئ.
دا ولې؟! دا ځکه چې دې خلکو تاسې ته سوچه مینه درکړه، خو تاسې چې د همدې خلکو د مینې او دعاګانو په برکت یوه ځای ته ورسېدئ، نو خپله ځانځاني درباندې زوروره شوه، د ملت پرځای په خپل نوم پسې لاړئ، د ملت په مینې او عاطفې مو لوبې وکړې، خپلو کې د یوه واحد افغانستان لپاره نه بلکې، د ډلو او بانډونو لپاره ولوبېدې.
دا ملت نور هېڅ نه لري چې تاسې یې درکړي، یوه مینه لري، هغه یې تاسې ته تر خپلو بچو ډېره درکړه، دا ملت غریب دی، خو بې غیرته نه دی! څوک چې یې په مینه او احساساتو لوبې وکړي، که د سرو زرو په کاسه کې خوري هم یې په کیسه نه وي.
نو؛ اوس هم سر وخت دی، په خپل قدر پوه شئ، د دې ولس د مینې، عاطفې او دعاګانو قدر وپېژنئ. ولس له هغو خفه دی چې یوازې د ځان غم ورسره وي او د دوی له احساساتو د خپل پرمختګ پوړۍ جوړوي.
نن سره راټول شئ، یو ځل سره کېنئ، د یو بل سترګو ته ځير شئ او له یو بله په سترګو سترګو کې دا پوښتنه وکړئ چې ملت درنه ولې خفه دی؟!
که مو ددې سوال ځواب وموند، دا ملت به بیا خپل زړونو ستاسې د قدمونو لاندې فرش کړي.

 
بېرته شاته