لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
24.11.2019 د ښاغلي پير محمد کاروان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي رحمن الله ریحان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي نصرت وفا شعرونه 05.10.2019 د ښاغلي نسیم شاه عادل شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه
 
یوه متفاوته او بریالۍ غونډه
لیکوال: نعمان دوست   نېټه: 19.09.2019   خپرونکئ:   سمسور  

نن د ارګ چنارونه د یوې کاملاً متفاوتې غونډې شاهدان وو. د چنارونو پاڼو پر هغو ستړو او ستومانو خلکو سیوری کړی و چې له لرې او نږدې ځایونو څخه په پوره اخلاص راغلي و او د خپلې مینې ننداره یې وړاندې کوله.
دا د بیلابیلو ولایتونو او ژبو خلک و چې د ملي ثبات ټولنې په بلنه راټول شوي و. دا د ملي ثبات ټولنې غړي او همفکره وګړي و.د اټکل له مخې یې شمیر شاوخوا (۱۰۰۰۰) ته رسیده. غوښتل یې له ولسمشر سره خپل عهد تازه کړي او ډاډ ورکړي چې بیا یې هم همدا انتخاب دی.
تفاوت په څه کې و؟
مخکې مې د تفاوت لپاره د ( کاملاً) صفت وکاراوه. د همدې ادعا د اثبات لپاره غواړم له څو اړخونو تفاوت روښانه کړم:
د خلکو مینه:
دې غونډې ته له لیریو ولایتونو څخه هم ګڼ شمیر خلک راغلي و. دوی د دې لپاره چې ناوخته نشي، شپه یې کابل ښار کې سبا کړې وه او سهار وختي د غونډې ځای ته راټول شوي و.
غونډه د غرمې دولس بجې پیل شوه؛ خو ځینې خلک آن سهار اوه بجي حاضر شوي و. دومره انتظار یې په سړه سینه وکړ او هیڅ داسې حرکت یې ونکړ چې د دوی غصه او شکایت وښيي. داسې په شوق ناست و لکه له ډيرو اشتهاراتو وروسته چې د هالیوډ کوم نوی هنري فلم نندارې ته وړاندې کیږي.
د خلکو احساسات
د شعارونو لپاره له مخکې څوک نه و انتخاب شوي، خو د ولسمشر د خبرو په منځ کې داسې کسانو د هغه په پلوۍ په شعارونو ورکولو پیل وکړ چې هیڅ توقع یې نه کیده. د خړو پړو کلیوالو له خولې به رنګین او له ولولو ډک شعارونه را پورته شول. دوی غوښتل د شعارونو له لارې د خپلې مینې او ملاتړ اظهار وکړي.
خلک د ښې حکومتولۍ په ارمان دي. خلک له موجوده دوه سري حکومته ستړي دي. نو خلکو په دې نیت ملاتړ کاوه چې ګوندې راتلونکې دوره کې یو واحد حکومت رامنځ ته شي او شته دردونه یې ټکور شي.
موږ د رسنیو له لارې د ګڼو داسې کمپایني غونډو شاهدان یوو چې اخره کې په کې شخړې رامنځ ته کیږي. هغه ځکه چې کاندید یا د هغه ټیم له خلکو سره دوکه کړي وي. ګډونوالو سره یې د اجورې وعده کړي وي اما بدبختانه اخره کې پر خپله وعده په غبرګو پښو ودریږي؛ خو دې غونډې ته په انفرادي توګه خلک په خپله کرایه راغلي و. حتی ځینې یې ډوډۍ ته هم معطل نشول ( که څه هم د ډوډۍ تابیا یې شوې وه) یو سپین ږیری ،چې د لکړې په مرسته یې ګامونه اخیستل، د غونډې له پای سره سم روان شو او ویل یې: زه ډوډۍ ته نه یم راغلی.
د وینا برخه
ویناوالو د ځینو نورو غونډو خلاف ځانونه یوازې په صفتونو ستړي نه کړل. که څه هم دوی د ارګ د دیوالونو په منځ کې و؛ خو په ډاډه زړه یې د موجوده حکومت ناوړه کارونه وغندل او د ښو پروګرامونو یې ستاینه وکړه.
یو ویناوال په زغرده مخامخ ولسمشر ته وویل: کابینه دې سمه نه ده، ځینې غړي یې بې کفایته دي. د خلکو په ژبه نپوهیږي. بل ځل درنه سمه کابینه غواړو. داسې وزیران غواړو چې ژمن او مسلکي وي. مرګ او ژوند یې همدې وطن سره تړلی وي.
دغه شان ویناوال په زغرده د معارف او تحصیلاتو پر ټیټ کیفیت نیوکې وکړې. پر وارداتي بریښنا یې نیوکې وکړې او پر خپلو سیندونو یې د بریښنا تولیدونکیو بندونو د جوړولو غوښتنه وکړه. هغه وویل چې هغه بریښنا ستونزه نشي هوارولای چې سوچ یې د پردیو په لاسونو کې وي.
ویناوال همدارنګه د سولې بهیر د ګړندي کیدو جدي غوښتنه وکړه او په ډاګه یې کړه چې د روانې جګړې له شامته ورته د هیڅ افغان وژنه، د زغم وړ نه ده.
یوې میرمنې په پوره شهامت ولسمشر ته وویل چې په تیرو اتلسو کلونو کې د نشه يي موادو پر ضد سمه مبارزه نه ده شوې. پوډریان ورځ په ورځ ډيریږي. د پلازمینې داسې کوڅه نشته چې پوډري پکې ونه لیدل شي. د پوډریانو میرمنو ته توجه نه ده شوې. هغوی له خپلو نشه يي خاوندانو سره په سختۍ ژوند تیروي او هر ستم یې زغمي؛ خو د ژړا د اوریدو یې څوک نشته.
ویناوالې، پر عدلي ارګانونو هم زړوره نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې میرمنې له دې ویرې په یوازې توګه د خپل پایمال شوي حق د غوښتنې لپاره نشي ورتلای چې مبادا هلته له کومې بلې جدي ستونزې سره مخ نشي.
هغې په هیواد کې د ښځو له روان ناوړه وضعیت څخه هم یادونه وکړه، ګیلې یې وکړې او سپارښتنې یې وکړې.
د غونډې ویناوالو په جرئت وویل چې ملاتړ یې په پټو سترګو او فرمایشي نه دی.غوښتنې لري، هغه د ولس غوښتنې دي او دغه غوښتنې یې یوه یوه شریکه کړه.
د ویناوالو د جرئت لامل
ویناوال د ملي ثبات د ټولنې غړي و. د دې ټولنې مشر او د ولسمشر ستر سلاکار ښاغلی ضياء الحق امرخیل یوه ښېګڼه دا ده چې خپل نظر پر چا نه تحمیلوي. هغه ویناوالو ته ډاډ ورکړی و چې څه مو زړه غواړي او څه چې حق وي، وې وایئ؛ خو مشوره دا ده چې شخصي غوښتنې پریږدئ. د ملت غوښتنې مطرح کړئ. حق لرئ چې پر حکومت سالمې نیوکې وکړئ. ځکه حکومت د ولس دی، د اشخاصو نه دی.
وروستۍ خبره:
د یوه عادي افغان په توګه مې له ولس څخه غوښتنه دا ده چې په پټو سترګو او د ناڅیزو شخصي مفاداتو لپاره د کاندیدانو له حمایته تیر شئ. کاندیدانو ته یې د ماضي نیمګړتیاوې په جرئت یادې کړئ او په اینده کې ترې د پوره کولو لپاره تعهد واخلئ.
کمپاین مې نه خوښیږي، کنه ویل مې چې دا ځل هم همدې موجوده ولسمشر ته رایه ورکړئ، ځکه بل یو یې هسې هم نشي ګټلای. البته که دا ځل یې پر خپلو ژمنو وفا ونکړه، نر غوندې ورپسې له قانوني لارو را پورته شئ.

 
بېرته شاته