لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
24.11.2019 د ښاغلي پير محمد کاروان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي رحمن الله ریحان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي نصرت وفا شعرونه 05.10.2019 د ښاغلي نسیم شاه عادل شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه
 
د ډیموکراسۍ د برکت یوه ننداره
لیکوال: محمد یار یار   نېټه: 24.11.2019   خپرونکئ:   سمسور  

 ځینې وطنداران مو وایي چې ډبموکراسې یوه باطله لار ده؛ دوی ملامت نه دي ځکه دوی لا تر اوسه پر دې لار تللي نه دي، دوی ته لا د دې لارې حقانیت ثابت شوی نه دی، دا لار یې تجربه کړې نه ده؛ دا تر تیورۍ ډېره د عمل لار ده؛ که چا پر دې لار د عمل ګام نه وي ایښی نو یوازې یې په تیوریک حقانیت سر خلاصول او منل ستونزمن ګڼل کیږي.

کله چې یوې ټولنې خپل سنتي پوست نه وي اچولی او تر یوه ډیموکرات چتر لاندې یې د مدني ژوندانه زمینه نه وي موندلې نو هلته هر سنتي رهبر ځان جامع الکمالات، عقل کل، د خلکو له غمه مړ، د ارزښتو مدافع او تل پر حق ګڼي؛ هغه د خپلو ادعاوو د ثبوت ضرورت نه ویني، هغه دا کافي بولي چې مشر دی، نور یې نو وګړي باید د سجدې تر بریده تابع اوسي، که څوک سرکښې کوي باید سرکوب شي او دلته د رهبر په وړاندې سرکښې د خدای پر ضد بغاوت انګېرل کیږي ځکه په سنتي و استبدادي ټولنو کې رهبر د خدای استازی دی، د اوو ولیانو مرتبه لري او عام ذهن په تقدس ور ته قایل وي.
په ناولسواکو ټولنو کې مشر شپون او عوام څاروي (العوام کالانعام) وي؛ څاروي یوازې ټیټ سرونه څري، هغه هم یوازې د شپانه د لښتې په فرمان، هرې خوا ته چې هغه شړل، دوی به منډې وهي؛ دلته شپون ځکه تر بل هرڅه مهم دی چې پسونه د لېوانو له داړلو ساتي مګر دې ته بیا د چا پام نه وي چې تر قصابۍ یې هم رسوي.

دا یوازې ډیموکراټیک نظام دی چې هلته انسانان څاروي نه، بلکې انسانان دي، یو مشر او يو عادي سړی په بشري حقونو کې او د قانون په وړاندې سره یو برابر دي، دلته باید یو مشر د خلکو په خوښه انتخاب شي، دلته رهبر مقدس نه دی، نه تر نورو پورته، دلته به مشر د هغه د اهلیت او دقیقې علمي- عملي کړنلارې له مخې انتخابیږي، نه داچې له اصیل قوم څخه دی، یا د پلار و نیکه سړی دی، یا سپین ږیری دی، یا دی ځان ښه سړی بولي.
په دغسې سیاسي سیسټم کې د هر چا اهلیت و ظرفیت او اصلیت و ظرفیت اوتومات ښکاره کیږي؛ د ولسواکۍ پر ډګر، هغوی چې په مقدساتو سره معرفي شوي وي، لیدل کیږي چې معمولاً تر ګردو چټل خلک راخیژي او هغوی چې له نظره لوېدلي وي، کتل کیږي چې زیاتره یې خورا اهل انسانان ثابتیږي؛ دلته د ولس لپاره د ګټور و مضر د توپیر چانس برابریږي او دا حق لرلای شي چې د خپلې ګټې لوری انتخاب کړي.

دلته یو تر ګردو لاس په لستوڼي دقیق مثال یې د محترمینو -ډاکتر عبدالله او ګلبدین حکمتیار- وروستی ائتلاف دی چې کله دواړه د ناکامۍ د کړنګ پر ژۍ سره ودرېدل نو یو بل ته یې لاسونه سره ور کړل او دا یې ثابته کړه چې دوی دواړه سره همرنګه، همفکره او د یوه ماهیت خاوندان دي؛ د دوی د کار میتود یو دی چې هغه د بحران خلق، عوام فریبې او ملي تباهې ده.
هغه مهال چې نظام ډیموکراتیک نه وو، خلکو د انتخاب حق نه درلود نو دوی دواړو هر یوه، یا د دوی تنظیمي اړخو ځان پر حق او د خلکو اصلي نماینده باله او هغه بل یې د شیطان سکنی ورور ګاڼه؛ آن دا لږ وخت مخکې محترم عبدالله ښاغلی حکمتیار جاهل وباله او د قالو سلاما په فورمول سره یې د هغه په وړاندې د بې تفاوتۍ اعلان وکړ او حکمتیار هم، د عبدالله تيم ته د یوه حکومتي ټیم په توګه، تر ګردو لوی متقلب ووایه مګر دا د ټاکنو ډیموکراتیکه پروسه لا ختمه نه ده چې نور نه حکمتیار جاهل دی او نه هم عبدالله متقلب؛ دوی ته چې یو باوجدانه انسان ګوري نو له حیرته ور ته په یخو اوبو کې خوله کیږي اما دا د نر زامن داسې په ویاړ متبسم سره ناست دي چې هغه د چا خبره، د شرم شپږه یې لا نه خوري مګر ملت یې نو بیا په باب سم قضاوت کولای شي، ممکن ملي لعنت پر ووایي.
څه فکر کوئ! که دلته یو ولسواک نظام حاکم نه وای، بیا به هم دوی قدرت ته د رسېدو لپاره داسې آرام په آرامه یو د بل څنګ ته ور تلای؟ البته هیڅکله نه! نو څه به کېده؟ هغه څه به کېده، لکه په ۱۳۷۱ کې چې وشول؛ هغه مهال که څه هم پنځلسو مجاهدو تنظیمو ټولو د نعرهء تکبیر چیغې وهلې، همه واړو سور کفر پر ګونډو کړی وو، ټولو د اعلاء کلمةالله شعارونه لېږدول، ګردو یونیم میلیون شهیدان ور کړي ول، یومخیزو د اسلامي نظام بریا لمانځله او..... مګر څنګه چې نظام جمهوري نه وو او سیاسي سیسټم مستبد وو نو خلکو ته د څارویو په سترګه کتل د ټولو مشترکه وجه وه، ولس د انتخاب حق نه درلود نو له دوی څخه هر یو، تر ګردو ښه مسلمان او د اقتدار مستحق وو؛ هغه وو چې نتیجې ته نه رسېدل او لکه اوس د ټاکنو کمیسیون غوندې، د ټولو قناعت حاصلول او یو کس واک ته رسول ناممکن ول ځکه نو هر یوه د ځان برحق ګڼلو په ادعا، نور نفي کړل او یوازې یې د درو کالو په ترڅ کې تر اویا زرو پورې کابلي انسانان لکه څاروي سلاخي کړل، آن تر څارویو یې په بتره توګه فتل عام کړل.
همدا اوس هم سیاسي واک ته د رسېدو لپاره د دوی د کار میتود هماغه زورواکې او استبداد دی ځکه خو حکمتیار تر عین ډیموکرات چتر لاندې غره ته د ختو ګواښونه کوي او عبدالله د بحران د جوړېدو سرینده ږغوي او لا جالبه دا چې پړه به یې هم د نورو پر غاړه وي! خو له نېکه مرغه، دوی دواړه، له خپل دغه میتود څخه نور کار نه شي اخیستای ځکه دلته اوس یو جمهوري نظام حاکم دی او په دې نظام کې قدرت ته د رسېدو میتود د خلکو ارادې ته مراجعه ده، نه وسلې ته؛ بیا چې دوی د خلکو په اراده کې کې ځانونه مردود او نفي وویني نو د خپل خصلت له مخې له ډیموکراتو ځواکو سره نه شي یوځای کېدای او پرته له دې چې خجل شي، له خپلو هغو حریفانو سره غاړه غړۍ شي چې پرون یې په ډېر قساوت و بې عزتۍ سره یو د بل غاړې پرې کړې وې.
او دلته مو ممکن په دې منطق هم سر خلاص شوی وي چې دوی او امثالهم یې، ولې هم کاندید ول، هم یې د جمهوریت د حاکمیت د نفي کولو په نیت، د ټاکنو ضد بحثونه کول؟

ډیموکراسې عجب سبسټم دی، هم یې د پلویانو ژوند پکښې مصؤن دی، هم د مخالفانو، آن دښمنانو!
 
بېرته شاته