لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
24.11.2019 د ښاغلي پير محمد کاروان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي رحمن الله ریحان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي نصرت وفا شعرونه 05.10.2019 د ښاغلي نسیم شاه عادل شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه
 
د شک څراغ
لیکوال: ډاکټر احسان الله درمل   نېټه: 24.11.2019   خپرونکئ:   سمسور  

کلونه مخکې مې د حقیقت موندنې په کار کې د حواسو پر کمزوریو یو څه لیکلي ول. د هغې مقالې ټول مطلب دا و چې حواس د حقیقت موندنې وسیلې دي خو دقیقې وسیلې ندي. دوه ډېر لوی عوامل دي چې په موجودیت کې یې حواس ذهن ته دقیق مالومات نشي انتقالولای. یو ابهام دی بل احساسات. ابهام دا دی چې موږ د یوې پدیدې د حقیقت په اړه دقیقه پوهه ونلرو او د شک و یقین ترمنځ سرگردان یو. احساسات د پدیدو او حوادثو پر واړاندې زموږ رواني عکس العملونه دي. مینه، کرکه، غوسه، مايوسي او گڼ نور رواني عکس العملونه ذهن له نیوټرال حالته باسي او یوې خواته یې متمایل یا چارجداره کوي. کله چې ستاسو ذهن چارج وي، یانې په شدید عاطفي حالت کې یاست، پدې حالت کې د حواسو له لارې ذهن ته روان مالومات خپله بڼه بدلوي او حتی ممکنه ده چې تور درته سپین ښکاره شي یا برعکس. د عالم او جاهل یو ډېر جدي توپیر دا دی چې لومړی د حقیقت موندنې پر مهال دوه لوی حواس گمراه کوونکي عوامل(ابهام او احساسات) تر ممکنه حده فلتر کوي یا ښه ده ووایو د خپلو حواسو له هندارو د دې دوو عواملو دوړې پاکوي خو دویم د خپلو حواسو له هندارو په داسې وخت کې هم د حقیقت تصویر غواړي چې د دې عواملو تر لوېشت، لوېشت دوړو لاندې پټې وي. د دې دوو عواملو د دوړو د تصفیې لپاره عالمان دوې صافۍ لري. اوله د شک او پوښتنې صافي ده او دوهمه د زغم، صبر او ساړه ذهن. عالمان د هر پدیدې او حادثې په اړه اول شک او بیا پوښتنه کوي. شک او پوښتنه دحواسو له هندارو د ابهام دوړې څنډي او د پدیدو د روښانه تصويرونو لپاره یې اماده کوي. شک او پوښتنه د عالم او حقیقت پلټونکي ذهن ځانگړنې دي او پر هر څه په پټو سترگو باور د جهل او ړانده هغه. علم او حقیقت ته د رسېدو لپاره تر هر څه اول شکاک او بیدار ذهن ته اړتیا ده. که حقیقت غواړې د یقین پر ځای به د شک لاره نیسې. د اقبال خبره:


چون همای علم افتد بدامت
یقین کم کن گرفتاری شکی باش

د عالمانو دوهمه صافي چې د حواسو له هندارو غبار په صفا کوي، د احساساتو کنټرول، زغم او نیوټرال ذهن دي. دوی د یوې پديدې د حقیقت په اړه تر هغه پورې خبره نکوي چې په رواني لحاظ چارجداره وي او له دې پدیدې سره یې عاطفي اړیکی موجود وي. په عاطفي حالت کې زموږ پر حواسو د شخصي غرض دوړې ناستې وي او دا دوړې نه پرېږدي چې د حواسو هندارې ذهن ته د پدیدو روښانه تصویرونه ولېږدوي. په دې اړه د استاد پسرلي خبره د کاڼي کرښه ده:

ناروا دی تول پسرلیه، د شخصي غرض په کاڼي
که دا تول دا ترازو و، ښه به بد او بد به ښه کړم

د علم او تمدن تاریخ صرف د حواسو د حساسیت د زیاتوالي کیسه ده. د اساطيري انسان په زمانه کې د حقیقت موندنې وسیله صرف حواس ول؛ هغوی چې د دې پنځو کړکيو له لارې خپلو ذهنونو ته څه ورلېږدول، منل یې او د خپلو باورونو د اثبات لپاره به یې د تخیل لمنه نېوه. مثلاً، دوی به چې هره ورځ په لویدیځ کې د لمر ډوبېدل او په ختیځ کې بیا را ختل لېدل نو ځمکه به یې ساکنه او لمر به یې له ځمکې را تاوېدونکې طلایي ارابه گڼله. د دې باور د اثبات لپاره به یې له تخیله مرسته وغوښته او هغه به ورته اسطوره وتراشله. پر دې اسطوره به باور وشو، مقدسه به شوه او بلاخره به پر یوه داسې عقيده بدله شوه چې که چا یې په اړه سوال کولای د برونو غوندې په اور کې سوزېدلی شوای. د دې زمانې یو جانانه تصویر د حافظ په شعر کې وگورئ:

جنگ هفتاد و دو ملت همه را عذر بنه
چون ندیدند حقیقت رهِ افسانه زدند

که د اساطيري زمانې په اړه لنډه خبره کوو نو هغه دا ده چې:
په دې زمانه کې د حقيقت موندنې وسیلې حواس او تخیل ول.
څرنگه چې تخیل د هنر د ایجاد مادي علت دی، همدا دلیل دی چې د اساطيري انسان په معرفت کې هنري کیف فوق العاده زیات دی خو حقیقت پکې د اساطيري مار د پښې په څېر نشته.

تر اساطيري دورې وروسته فلسفي دوره پیلېږي. پدې دوره کې صرف د معرفت یوه وسيله بدلېږي. مانا د دې دورې د معرفت له سپیڅلي ښاره تخیل د شاعر غوندې تبعید کېږي او د منطق او تعقل قاضي پر څوکۍ کېني. دغه نوی قاضي له شک او تردیده ډک دی، نه پخوانۍ اسطورې مني او نه نوې. په فلسفي دوره کې د کایناتو، الهیاتو او نږدې هر څه په اړه نوې پوښتنې او شکونه را ولاړېږي. دغه شکونه او پوښتنې بوږنوونکي وي، ځینې یې آن د پوښتونکیو په ستونو کې د زهرو غوړپونه شي خو بلاخره پاراډایم بدل شي. د دې دورې په پای کې د اساطیرو مجللې ماڼۍ څه ونړېږي او څه دومره بې رونقه شي چې نور نو د چا سترگې نه ور اوړي. تر څنگ یې د معرفت یو نوی ښار آباد شي چې د حواسو او منطق له خټو گټو جوړ وي. جمال یې په هر صورت، خو جلال یې د کتو وي. د معرفت د اساطيري او فلسفي ښارونو لوی توپیر دا وي چې په لومړي کې د تخیل او په دوهم کې د منطق او تعقل سکه چلېږي. په دې نوي ښار کې شاعر ځکه بې قدره دی چې د ده سکه سوچه تخيلي ده او دا سکه د نوي ښار نوي قاضي اعلان کړېده. پدې ښار کې د شاعر د زړه اواز دا دی چې:

دې ښار کې ښایست په زړه او سر نشي په زر شي اوس
عشقه ځو به وخت زما او ستا سکه ناچله کړه

په فلسفي زمانه کې چې شک او پوښتنو د حواسو له هندارو دوړې وڅنډلې، ډېر حقایق افسانې شول او ډېرې افسانې په حقیقت بدلې شوې. اوس نو د فلسفي انسان په مرسته د حواسو د گمراهۍ یو مسئول علت نسبتاً ایسته شو خو دوهم یې لا هم پر خپل ځای پاتې و. د انسان له حواسو به د احساساتو دوړې څنگه ایسته کېږي. دا دوهم عامل چون طبیعي او بيولوژيکي منبع لري، نو ایسته کول یې هم اسان کار نه و. حتی د فلسفي زمانې اتل اپلاتون هم له دې جنجاله ځان نشو خلاصولای. هغه ته یونانی تر بل ځایي، بادار تر مریي او سړی تر ښځې غوره دی. احساسات چې د تعقل او منطق پر سیمبول او او د حقیقت پر عاشق (اپلاتون) بې اغېزې ندي، عادي وگړي به څنگه ترې ځان ژغوري؟
ښه نو چې د اپلاتون دا حال دی سړي ته د حافظ خبره وریاده شي چې:

دوش از مسجد سوی ميخانه آمد پیر ما
چیست ياران طریقت بعد ازین تدبیر ما

د احساساتو زور چې د اپلاتون منطق گوډولای شي، نو د دې سیلاب چاره به څنگه کېږي؟ د معرفت په درېیمه او طلایي دوره کې دې مشکل ته هم حل پیدا شو. حقیقت پلټونکیو تر هر بل حقیقت وړاندې یو حقیقت دا وموند چې انسان د یوه بيولوژيکي موجود په توگه بې شمېره علایق او غرایز لري. د انسان ذهن او روان په سختۍ نیوټرال کیدای شي. دی که په ویښه د شعور تر کنټرول لاندې وي خو د لاشعور په ژورو کې خوټېدونکې لاوا یې داسې یو توپان دی چې د ده د شعور ځمکه په ویښه او حتی خوب کې لړزوي. لاشعوري فورانونه او ټكانونه دومره زورور وي چې د انسان د شعور ټول قوتونه تر اغېز لاندې را ولي او دا خبره دې ته لاره جوړوي چې انسان د حقیقت موندلو په لټه کې هیڅکله له چارجدار او عاطفي ذهن او روح څخه د خپلو حواسو لمنه نشي خلاصولای.
ښه نو چاره څه ده؟
د معرفت په درېیمه او طلایي دوره کې بلاخره انسان دا چاره پیدا کړه او داسې یې پیدا کړه چې خپل ذهن یې پکې بای پاس کړ. مطلب دا چې د حقیقت د اثبات د هغې برخې کار چې د انسان ذهن به ورته منطق تراشه، د انسان له ذهنه واخیستل شو او بې روحه او بې عاطفې لابراتوار ته وسپارل شو. لابراتوار نه حس لري نه عواطف او د مینې او کرکې له سیوري ور هاخوا مثبت ته مثبت او منفي ته منفي وایي. د حقیقت پلټنې په سفر کې چې څنگه د انسان ذهن د لابراتوار او تجربې په مرسته بای پاس شو، انسان ته نویو حقیقتونو سترگکونه وو وهل او د معرفت یو بیخي نوی ښار ودان شو چې ساینسي معرفت ورته وایي. د ساینسي معرفت په ښار کې حتی د اپلاتون او ارستو سکې هم کوټه را ختلای شي، ځکه چې په دې ښار کې اول باید پر هره سکه د تجربې محک تېر شي او بیا یې د ارزښت په اړه خبره وشي. د تجربې محک د حضرت حافظ خبره ده:

خوش بود گر محک تجربه آید به میان
تا سیه روی شود هر که در او غش باشد

وایي په عربو کې چې طلایي سکې دود شوې، نو ځینو خلکو به چل کاوه او له زرو سره به یې مس گډول. بلاخره یې د محک یا زركاڼي په نوم یو کاڼی وموند، دا کاڼی چې پر مسو تېر شي نو رنگ یې تورېږي. د سکو د کوټه یا کره کولو لپاره به خلکو پر سکو محک تېر کړ، که به د سکې رنگ تور شو، مانا مس پکې گډ دي او سکه کره نده. حافظ تجربې ته هماغه د عربو محک وایي چې د غش او دروغو مخ توروي.
د ساینسي معرفت په زمانه کې له هر دوکاندار سره د تجربې محک دی، دا محک نه لوی گوري نه وړوکی، نه استاد گوري نه شاگرد، نه مور نه پلار، د هر چا د فرضیې سکه چې تر دې محک سور مخ ووته، د مور شیدې یې شه او د هرې سکې مخ چې تور شو، دې بازار ته دې له نوې او کره سکې سره راشي.
د ساینسي معرفت مخالفین گڼ دي. دلیل دا دی چې د تجربې د محک تر کشف وړاندې مشر، ملا، استاد، پلار، سړی، عالم او گڼ نور منابع ول چې فرضیې به یې د کره او قاطع احکامو غوندې چلېدې. تر دې محک وړاندې د حقیقت پلټنې په لاره کې د انسان ذهن تر شدید عاطفي اغېز لاندې کار کاوه. د استاد، د عالم، د کتاب، د ملا، د مشر، د پلاني او پلانۍ د احترام یا ډار عاطفي اغېز. دې اغېز حقیقت سخت زیانمن کړی و او خلکو صرف هغه حقایق حقایق گڼلی شوای چې دې منابعو به حقایق گڼل. ساینس دا طلسم مات کړ او اوس که د لومړي ټولگي د شاگرد خبره پر ساینسي منطق برابره وي، شاید د پوهنتون د پوهاند خبرې ته څوک غوږ و نه نیسي.
کیسه نوره هم اوږدیدای شي خو اوس به یې یوه بل اړخ ته ور وگرځو.
د ساینسي معرفت په زمانه کې د معرفت پخواني وسایل له یوې مخې د بطلان په توره و نه وهل شول(لکه د فلسفي معرفت په زمانه کې چې تخیل بیچاره تبعید شو)، بلکې نوې او د هغوی له شان سره مناسبې دندې ور وسپارل شوې. فلسفې تبعید کړی تخیل، ساینس بیرته را پخولا کړ خو د اساطيري زمانې په څېر د باورونو د توجيه کولو لپاره نه، بلکې د نویو او بکرو افقونو د ډیزاینولو او موندلو لپاره. په اساطيري زمانه کې له دې تېز نظره شاهین څخه د بار وړونکي کار اخیستل کېده خو ساینس ښکار ور وسپاره. تعقل او منطق یې د قضا له مسنده را ښکته کړل، خو کور ته یې رخصت نکړل. د ښه او بد د اثبات دنده یې ترې واخیسته او صرف د شته شواهدو له مخې یې د نویو فرضیو د تولید دنده ور وسپارله. پاتې شو اثبات. دا به څوک کوي؟
پر دې مسند ساینس پخپله ډډه ولگوله.
د دندو دا وروستی وېش مناسب دی. د تخیل خو له حقیقت سره کار نشته؛ د اپلاتون خر چې هم پکې گوډ شو، ښه نو چاته یې سپارې؟
اوس نو ویلای شو چې د علم یا حقیقت په پلټنه کې کارنده وسایل یوه برخه د انسان په وجود کې دي او یوه مهمه برخه یې د هغه تر وجود د باندې.
دروني وسایل یې همدا حواس، تخیل، منطق او تعقل وبولئ او بېروني یې تجربه او لابراتوار. هغه قومونه چې دا ټول وسایل لري، علم او حقایق توليدوي او پر ټوله نړۍ یې پلوري. هغه ملتونه چې دا وسایل یې نيمگړي وي، بیغمه د دیوالونو په سيورو او پيتاوو کې د خرافاتو او اساطیرو د توليد کارخانې چلوي او د یو بل د تولید په منلو او نه منلو یو بل سره وژني.

اوفف! کاش تراژیدي تر دې حده وای!

که تر دې ځایه راسره یاست، نو اوس به درته ووایم چې دا کیسه ټوله د یوې خبرې لپاره مقدمه چیني وه. د کومې خبرې لپاره؟
دا چې:
اوسنی ساینسي انسان چې څومره ځیرک دی، هماغومره ظالم هم دی. دی پوهېږي چې د بې لابراتواره او بې تجربې قومونو د جمعي حواسو هندارې په کومه درجه د ابهام او احساساتو په دوړو خیرنې کړي، چې د یوې پديدې تصویر تور او د بلې هغې سپین وښيي. د دې لپاره یې په دې ملتونو کې ټول هغه عوامل مردود او د تکفیر معادل گرځولي چې د حواسو د هندارو صفا او حساسیت زیاتوي. شک او پوښتنه لا هم کفر دی او د علم او حقیقت د لټون لاره لا هم د دار له رسۍ تېرېږي.
نامتو معاصر اسراییلی فلیسوف او تاریخپوه یووال نوح حراري یو ځای وایي چې نن سبا د کمپیوټري او انټرنیټي نظامونو پر ځای انسانان او قومونه هیک کېږي. د دې خبرې مطلب دا دی چې هوښیار خلک کولای شي چې د خلکو او ملتونو د حواسو چینلونه داسې عیار کړي، چې د دوی ذهن ته حوادث او پدیدې هغسې ور ولېږدوي لکه هوښیاران یې چې غواړي. د دې هیک کولو وسایل به گڼ وي خو رسنۍ، خصوصاً ټولنیزې هغه پکې لوی نقش لري. د رسنیو له مثبت نقشه انکار پر خپل جهل اقرار دی، خو په دې کې هم شک نشته چې دا وسایل د فقیرو او بیسواده ملتونو د هیک کولو تر ټولو دقیقې وسیلې دي. د ټولنیزو رسنیو یو مشکل دا دی چې پکې ناست کسان ټول د کافي حساسو حواسو خاوندان ندي. ځینې یې د ریبوټونو غوندې صرف قومانده اخلي او ځینې یې هغه خبره خامخا مني چې ډېرو منلې وي. په کومه ټولنه کې چې د شک او پوښتنې دا او د تجربې او لابراتوار هغه حال وي، هلته د خلکو د حواسو چینلونه د بې نظامه ښار دروازې وي چې هم ترې وسلې تیرېدای شي او هم قاچاق. بده یې دا چې دغه وسلې او قاچاق بیرته د همدې ښار پر ضد استعمالیدای هم شي.
زه نور نه پوهېږم خو دومره پوهېږم چې د اساطیري زمانې انسان تر موږ په ښه حالت کې و. دلیل دا دی چې د ټولو د حواسو چینلونه یو ډول غیرحساس ول، د هیک کېدو ویره نه وه. موږ د حواسو د حساسیت له مخې په اساطيري زمانه کې یو، خو چاپېریال مو ساینسي دی. که شاوخوا خلک وغواړي موږ داسې هم عیارولای شي چې د ماشومانو او ښځو مرگ ثواب وگڼو او ښوونځی کفر. داسې هم کولای شي چې د ورور مرگ غیرت وگڼو او غلامي د ازادۍ جگړه.
وخت به لگي چې د ساینسي معرفت طلایي گلکڅ ته رسو، خو تر هغه مهاله د فلسفي معرفت په وسیله گوزاره وکړئ. د هر ابهام د روښانولو هڅه وکړئ او د هر حقیقت په اړه پوښتنه وکړئ. د اقبال خبره د ړانده یقین پر ځای عالمانه او فلسفي شک ته د ذهن دړې پرانېزئ او هر تعریف شوی له سره تعریف کړئ. هغه ښه او بد چې په پېړیو، پېړیو درته دیکته شوي، یو ځل بیا له سره وگورئ. هغه چې خلک یې کاږه او سم گڼي تاسې بیا ورپسې د منطق شاقول را واخلئ او د استاد پسرلي بیت زمزمه کوئ چې:

ویرېږم چې راستي پخپله بله کجي نه وي
د اوښ په کږه غاړه چې سمون وهي ملنډې

د حقیقت او پوهې غره ته ختلې لاره له تیارو او کړنگونو ډکه ده. دم گړی درسره د شک او پوښتنې څراغ واخلئ، د تجربې بدرگه به څه وخت در رسي؟ 
 
بېرته شاته