لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
24.11.2019 د ښاغلي پير محمد کاروان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي رحمن الله ریحان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي نصرت وفا شعرونه 05.10.2019 د ښاغلي نسیم شاه عادل شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه
 
خپګان دې پکې نه وي
لیکوال: نعمان دوست   نېټه: 02.12.2019   خپرونکئ:   سمسور  

زموږ ځینې ژورنالیستان لکه د کابل – جلال اباد، د لویې لارې موټروانان. دغه موټروانان مخکې له دې چې ټرافیکي کورس کې ګډون وکړي، ټرافیکي نښې وپیژني، ټرافیکي اصول زده کړي؛ لویې لارې ته راوځي او بیا په خپلو تیروتنو کورنیو ته داسې داغونه پر زړونو کیږدي چې هیڅ درمان نه لري.

زموږ ځینې ژورنالیستان هم همداسې درواخله. مخکې له دې چې ژورنالیستیک اخلاق زده کړي، د ژورنالیزم له اصولو خبر شي، د خپلو نشراتو له پس لړزو خبر شي، میدان ته راودانګي او بیا داسې شیان خپاره کړي چې د کورنیو زړونه داغداره کړي. دا ستونزه خو له هغې وروسته جدي او لا پراخه شوه چې رسنۍ ( ټولنیزې رسنۍ: فیسبوک، ټویټر) لکه ارزان بییه آیسکریم د هر ماشوم تر لاسونو ورسیده.
وګورئ، د رسنیو د قانون په ۴۵ ماده کې لولو چې د جنسي تیریو د قربانیانو تصویرونه خپرول منع دي.د دغې مادې د ۷مې فقرې له مخې په داسې توګه د جنسي تجاوزونو د قربانیانو د هویت رسواکول او د هغوی تصویرونه نشرول چې ټولنیز حیثیت ته یې صدمه رسیږي، منع دی.
دا په حقیقت کې قانوني جرم دی؛ خو زموږ فیسبوکونه او حتی رسمي رسنۍ په دغه شان تصویرونو او ویډیوګانو ډکې وي. هغه ټکان ورکوونکې لحظه مې هیڅ نه هیریږي چې کابل کې د یوې مطرح تصویري رسنۍ خبریال له هغې مور سره خبرې کولې چې پر ماشومې لور یې جنسي تیری شوی و او دغه قرباني نجلۍ هم ناسته وه.
د جنسي تیریو د قربانيانو تصویر یا ویډیو نشرول، په حقیقت کې د هغې غمجنې کورنۍ او خپله ماشوم ته ( که ژوندی پاتې شوی وي) عمري سزا ده. لکه هره ورځ چې وژل کیږي او بیشکه دا قتل د رسنیو کارکوونکي کوي.
زموږ افغاني ټولنه ده. دغه ټولنه د ګڼو ښېګڼو سربېره، بېشماره بد ګڼې هم لري. دلته تربګني په اوج کې ده. دلته شخصي کورني رقابتونه دي. هغه څوک چې اولاد یې قرباني شوی او بیا یې هویت رسنیز شوی دی، ممکن ځینې پست او لویدلي خلک یې کورنۍ ته پېغورونه ورکړي، له رسنیو ترلاسه شوي عکسونه یې قصداً لاس په لاس وګرځوي او په دې پیغورونو یې بار بار ووژني.
همدارنګه هغه ماشوم، چې د جنسي تیري قرباني شوی، د خپل تصویر په لیدلو به تر عمره رنځیږي، دغه رنځ به یې د عمر په لوړیدو لاپسې شدت اخلي، هره شیبه به وژل کیږي او ممکن یو وخت دې ته اړ شي چې په ځان وژنه له دې عذابه نجات پیدا کړي.
ښاغلیو ژورنالیستانو او د بې بندو باره ټولنیزو رسنیو کاروونکیو!
لطفا، لطفا، لطفا او بیا هم لطفا، د خپلې ناپوهۍ، سرټمبګۍ او ځان فعال ښودلو له مخې، د جنسي تیریو قربانیانو ته عمري سزا مه ورکوئ، د هغوی کورنۍ بار بار مه وژنئ.
تاسو له پوره څیړنې وروسته کولای شئ راپور خپور کړئ، داسې چې پیښه رسوا شي خو د قرباني هویت خوندي وساتل شي.عکس خپرول خو یې شین کفر دی.

او:
" و بدخواهو ته هیڅوک نصیحت نه کا
رحمان ستا په غم شریک دی که باور کړې"
 
بېرته شاته