لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
24.11.2019 د ښاغلي پير محمد کاروان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي رحمن الله ریحان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي نصرت وفا شعرونه 05.10.2019 د ښاغلي نسیم شاه عادل شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه
 
منېر بونېري ته د سپینې سپینې مه وایه مبارک وي
لیکوال: نيازک خان   نېټه: 08.12.2019   خپرونکئ:   سمسور  

مونږه واړه وو چې چرته به تلو نو په ګاډو،لارو،کوڅو او دکانونو کښې به د اردو سندرې غږېدې۔په هغه وخت کښې به هم د پښتنو شاعرانو ملګرو شعرونه لیکل۔ وخت بدل شو ټولنیزې رسنۍ راغلې، هر څه ئې بدل کړل، تش په نوم ټي وي چېنلو باندې ئې خاورې واړولې۔ یا هغه وخت وۀ چې د ټي وي پروګرامونو له به څوک تلل نو د ځان سره به ځینو خلکو د چخچي ګبینان وړل چې داسې د بیا راتلو لپاره ځان ته اسانتيا پېدا کړي۔هم دغسې به د غزل وئيلو لپاره به دغه لاره خپلېدله۔اوس د سوشل میډیا دور دے، هغه د تش په نوم ټي وي چېنلو والا هم فېسبوک او یوټيوب چېنلو ته کښېناسته، اوس هر سړے خپل غږ ټولې نړۍ ته ښه په اسانه رسولے شي۔

قيصه اوږديږي خو څو کلونه وړاندې کینګرګلۍ بونېر ته د باچا بونېري خوا له تلے وومه د هغوي په حجره کښې د موسی احمد سالار، سمیع الله ارمانی، سلمان یوسفزے او نور ګڼ شمېر ملګرو سره په خبرو کښې بوخت وومه چې ناڅاپه راته باچا بونېري ووئيل چې نیازکه! دلته نانسېر بونېر کښې بخت منېر نومې هلک دے بلها ښکلے شعر لیکي او دا شعرونه ئې راته ووئیل:

پلار به مې وئیل ته خپل سبق وایه
لَو مه کـوه لور له نزدې مه ورځه

مــور به مې ټوپک ته ګوته ونیوه
دغې سړي خور له نزدې مه ورځه
دا شعرونه چې ما واوريدل نو د بخت منېر ليدو ته لېواله شومه او باچا بونېري ته مې ووئیل چې دا شعرونه او نور شعرونه خو چې سړے د بخت منېر نه رېکارډ کړي۔ ما به په دغه وخت کښې "د وصال مازيګر" په نوم خپرونه د فېسبوک لپاره جوړوله نو ځکه مې وغوښتل چې دا ښکلي شعرونه هم د بخت منېر په غږ کښې رېکارډ کړم۔د باچا بونېري دې کور ودان وي د بخت منېر سره یې په موبائل رابطه وکړه او لږ ساعت پس د باچا بونېري حجرې ته يو ساده باده کلیوال هلک راغے او هم دغه منېر بونېرے وو۔
د خېر پخېر نه پس ئې راته بلها خواږه شعرونه ووئیل۔یو خوا ئې په خپلو شعرونو کښې د پښتون اولس درد نغمه کړے وۀ نو بل خوا ورله خداے پاک لهجه او غږ هم ورکړے وۀ۔د شعر د وئيلو انداز ئې داسې لګېدۀ لکه پهې په پرهرـ دغه مازیګر مو په عمربېګ کینګرګلۍ کښې د منېر بونېري نه "د وصال مازیګر" خپرونه رېکارډ کړه او د ملګرو سره مو د فېسبوک له لارې شریکه کړه۔
نن منېر بونېرے په ټوله نړۍ کښې د ادب مینه وال لري، زه ویاړم چې د بخت منېر سره تر منېر بونېري ملګرے یمه او هيله مند يم چې زمونږ د مينې او ملګرتيا دا سفر به تر عمره روان وي ـ زۀ د منېر بونېري په شاعرۍ خبره نه کوومه ځکه چې زۀ د ادب په ميدان کښې په خپله زده کونکے یم، تکنیکي غلطۍ به پکښې وي، د منېر بونېري په شاعرۍ کښې کلیواله او په خصوصي توګه بونېرۍ لهجه ډېره زیاته ده، باید په دې پرې نیوکه ونه شي۔ کار ته دې ورله ملګري وګوري چې منېربونېري او نورو شاعرانو ملګرو د ادب یعنې د شعر په مېدان کښې څومره کار وکړو، څومره خلک یې د شعر سره اشنا کړل ـ
اوس خو په لارو،کوڅو، ګاډو او دکانونو کښې د اردو سندرې نه بلکې خلک د پښتنو شاعرانو شعرونه اوري،د شاعر لیدو ته لېواله وي او د زړۀ نه ورله مینه هم ورکوي۔ مونږ د ځېنو مشرانو شاعرانو نه دا هم اورېدلي دي چې هغوي به چاته دا هم نه شو وئيلي چې زۀ شاعر یمه خو اوس شکر دے دغه هر څه بدل شو،خلکو ته شعر هم وئیلے شو او ځان ته شاعر هم۔
منېر بونېري خپله شاعري د عام اولس نه واخله د پاکستان تر پارلېمانه ورسوله۔دا د منېر بونېري خوش بختي ده چې په ژوند ورله پښتنو مینه ورکړه ګنې پښتانه خو پس له مرګه خلکو ته درناوے وربخښي۔
زه خوشحاله یمه چې زما کړاو بې ځايه نه وو، هغه د بونېر په دنګو دنګو غرونو کښې کښې هغه ورک اواز مې ريکارډ کړو او پښتنو ته مې ورسوو۔ خو کله کله د ځان سره د استاد صابر دا شعر هم زمزمه کړمه
چې زما ملګري دې پښتو وائي پښتون دې مني
ماته دې خېر دے نوموړے ادیب نه وائي څوک
هر څو که ما د منېر بونېري د شاعرۍ مسوده نه ده لوستې خو شاعري مې ورله اورېدلې ده، د پښتون اولس درد ئې نغمه کړے۔ په دې کړکېچن حالاتو ئې نيوکې کړې دي۔په شاعرۍ کښې ئې د راتلونکي سبا زیرے دے۔
خداے دې وکړي چې منېر بونېرے خپله د شاعرۍ لار هم دغسې جاري وساتي او خداے دې وکړي چې منېر بونېرے په دې لاره ستړے نه شي
په پښتنه مينه او درنښت
نيازک خان
درګۍ ملاکنډ
۰۶.۱۰.۲۰۱۹
 
بېرته شاته