لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
ملي لوبډلې کرکټ څلور کپتانان بدل رابدل شول
لیکوال: جعفر هاند   نېټه: 11.12.2019   خپرونکئ:   سمسور  

ښايي افغانستان لومړی هېواد وي چې په څو میاشتو کې یې د کرکټ ملي لوبډلې څلور کپتانان بدل رابدل شول. او بیا هم ښايي افغانستان لومړی هېواد وي چې په همدغې مودې کې یې یو کپتان لېرې کیږي، بیا معاون کیږي او بیا کپتان کیږي او بیا یې کپتان معاون کیږي. دا جمله به تاسو ته ډېره پیچلې وي، خو همدا زموږ د کرکټ د نن ورځ داستان او حقیقت دی. حتما به تاسو د اصغر افغان په بیا ګمارل کېدو د ګلبدین نایب لایف خبرې، د شاپور ځدراڼ د مبارکۍ پيغام او د بورډ د غړي ضیاالحق امرخیل ټویټ او فیسبوک پوست لیدلی وي. په دې ټولو کې څو مشترک ټکي شته: ځینې لوبغاړي په دغه کار خپه دي او ځینې خوښ دي او دا چې په بورډ کې د غړو او مشرانو ترمنځ د بي باورۍ، بي اعتمادۍ، غیر مسلکیتوب او تضادونو فضا حاکمه ده.

زه د دغې قضیې له تقریبآ ټولو دخیلو اړخونو سره وغږېدم او دې نتیجې ته ورسېدم چې تقریبآ هر یو یې د ځان او د ځان د ګټې په غم کې دي، وطن او د وطن کرکټ ښايي هغوی ته دویم او درېیم لومړیتوب وي. جالبه دا ده چې د ویسټ انډیز سره په لوبه کې د اصغر افغان په صفر له سوځېدو وروسته فرهان یوسفزي اصغر افغان بېرته کابل ته وربللی و او له لوبډلې یې کینوه، خو ناببره یې کپتان کړ. فرهان یوسفزي د اصغر د بیا ګمارل کېدو پر مهال وویل چې دا پرېکړه یې په بورډ کې له ځینو چارواکو او لوبغاړو سره له خبرو وروسته وکړه، خو حقیقت دا دی چې ښاغلي یوسفزي دا پرېکړه په خپله کړې ده.
ده په خپلو خبرو کې ټېنګار وکړ چې اصغر افغان به ټیم لا ښه کړي چې موږ اسیا کپ او نړیوال جام په مخکې لرو چې لوبې وګټو. له دې څو خبرې را وځي:
 
۱-کرکټ بورډ تر ډېره د لنډمهالې ګټې په فکر کې دی؛
۲- د کرکټ او لوبډلې لپاره اوږد مهال پلانونه نشته او یا نه یې لري؛
۳- د لوبو په ګټلو آی سي سي بودیجه ورکوي، ولس خوشحالیږي او ستونزې ورک کیږي؛
۴- د افغانستان د کرکټ د آینده لپاره کومه تګلاره او ستراتیژي نشته؛
۵- په دا ډول کارونو سره ځوان نسل او ځوانو لوبغاړو ته د کمترۍ احساس ورکول؛
۶- دا د دې ښکارندوی دی چې که اصغر کپتان نه وي، د لوبو ګټل ستونزمن دي؛
۷- راشد چې تیار لګیا و او تجربې یې ترلاسه کولې، د هغه لېرې کول په دې مانا چې موږ بېرته شاه ته ورګرځو؛
۸- آی سي سي او نړۍ ته د افغانستان د کرکټ خراب تصویر ښودل؛
۹-نورو ته دا فکر ورکول چې واک او قدرت په اسانۍ پرېنږدي؛
۱۰- بلاخره د افغانستان د کرکټ څخه د ولس زړه تورول دي.

افغانستان بیا هم په یو حساس وخت کې کپتان بدل کړ او د بورډ مشر وايي چې پر کپتان یې دا شرط اېښی دی چې د لوبغاړو په غوراوي او نورو پرېکړو کې به مداخله نکوي. او دا هم په شفاهي ډول ویل شوي چې له نړیوال جام وروسته به اصغر افغان له کرکټ څخه استعفا کوي او هغه وخت به راشد خان لا ښه او اماده وي. دا به وروسته معلومیږي، چې څه کیږي، خو دا یوه خبره ښکاره ده چې په افغانستان کې هر ناممکن ممکن او هر ممکن نا ممکن کیږي! په هر حال په افغانستان کې او د افغانستان په کرکټ کې په روانو حالاتو له زړه خپه یم. خدای دې وطن او کرکټ لا ښه جوړ او ښه کړي!
 
بېرته شاته