لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
د جوهرپېژندونکیو جوهر
لیکوال: ډاکټر احسان الله درمل   نېټه: 15.12.2019   خپرونکئ:   سمسور  

ما اقلاً تر اوسه د شعر څلور ډوله کره کتونکي لوستي دي. اول ډول یې مالوماتي کره کتونکي دي. دوی ژور افاقي مالومات لري خو د شعر د ذاتي جمال په اړه یې پوهه محدوده وي. دا ډول کره کتونکي پر ادب، فلسفه، تاریخ، عرفان، جمال، سیاست او حتی ساینس ژور بحثونه کولای شي خو چې شعر ته را ورسېږي، ناڅاپه سرسري شي او د شعر له جماله غلي غوندې تېر شي. دغه ډول کره كتونكي بیشکه چې لوی عالمان گڼلای شو خو کره کتونکي ندي. د دوی تبصرې چې لولو د علومو د مختلفو څانگو په اړه نوې خبرې لوستلای شو؛ د مختلفو لویو لیکوالو نظریات مو مخې ته راځي او د گڼو څانگو د شهکارو اثارو نومونه او ماخذونه گورو خو ذوق مو حرکت نه ورسره کوي. دا ډول کره کتونکي صرف زموږ په مالوماتو کې اضافه کولای شي خو هغه پټ لذت نشي را څکلی چې د شعر د ذاتي توکیو د مناسب اوډون له مجموعي تاثیره را زېږي. د دې ډول کره کتونکیو لپاره شعر پخپله ذاتي ارزښت نه وي، بلکې د یوې وسیلې په توگه یې کاروي او پدې سلواغه د خپل ذهن له ژورې څاه د مالوماتو اوبه را وباسي. د دوی ذهن د گوگل سکالر غوندې د مالوماتو ذخیره وي او د تداعي پر بنسټ کار کوي. گوگل سکالر کې چې کومه کلیمه یا موضوع ولټوې، ټولې هغه مقالې درته کتاروي چې دا کلیمه یا موضوع پکې یاده شوې وي. دغه ډول کره کتونکي هم همداسې دي. مثلاً دوی ته که په کوم شعر کې د "لمر" کلیمه مخې ته ورشي، د ده په ذهن کې ټول هغه لوستل شوي متون را و خوټېږي چې لمر پکې یاد شوی و. بیا نو د لمر په اړه له اساطیرو، فلسفې او تصوفه نیولې تر ساینس پورې د ټولو برخو نظریات ولیکي او په اخر کې د هماغه شعر بیلگه ورکړي. تر بیلگې وروسته پر شعر هیڅ نه وایي او د راتلونکي بحث لپاره د بل شعر یوه بله کلیمه یا موضوع پسې وغځوي او بیا بېلگه. زه چې د دوی لیکنې لولم داسې احساسوم لکه په یوه ډېر علمي سمینار کې چې ناست یم او له هرو څلورو، پنځو علمي مقالو وروسته د تفریح لپاره یو شاعر شعر ته را غوښتل کېږي او اوریدونکي یو شعر اوري. نور نو شاعر كښېني او بېرته علمي مقالې لوستل کېږي. دغه ډول کره کتونکي د عامو لوستونکیو مالومات زیاتولای شي ځکه چې لیکنې یې د دایرة المعارفونو په بڼه وي خو هغه لوستونکي ته څه نشي ورکولای چې د شعر د جمال د نندارې تږی دی او غواړي د شاعر عظمت وویني. له بلې خوا د دې کره کتونکیو ستونزه دا ده چې ځوانو شاعرانو ته سمه لاره نه ورښيي. ځوان شاعران چې د دوی تبصرې لولي، فکر کوي چې د دې شاعر اصلي کمال دا دی چې دومره لوی لوی نظریات یې شاربلي دي او په دې توگه د هنر د راز پر ځای د مالوماتو په را ټولولو پسې سرگردانېږي. ځوانو شاعرانو ته دا تفکیک سخت وي چې دا نظریات د شاعر کمال ندی، بلکې د کره کتونکي د مطالعې نتېجه ده چې تا سره شریک کېږي. شاعر که څه کمال لري هغه دا دی چې عواطفو ته یې د خیال، ژبې او آهنگ سکڼلې جامې څومره مناسبې دي او په کوم دلیل مناسبې دي. 

دوهمه ډله یې ماهر کره کتونکي دي چې یوازې د هنر د ذاتي جمال پر برسېرنو رازونو پوهېږي او ځینې وخت یې دغه رازونه هم په میخانیکي ډول زده کړي وي. دوی دا ویلای شي چې دا تشبه هغسې یا دغسې ده او د دې استعارې ترکیبي عناصر دا دي خو پر دې مو نشي پوهولای چې مثلاً ولې یو شاعر د یوه مشبه د تصویرولو لپاره یو نیم وخت د تشبیه، بل وخت د استعارې او ځینې وخت د سیمبول یا اسطورې مویک کاروي. د دې ډول کره کتونکیو لیکنې د شاعرۍ د ډېرو سرسري تخنیکونو په پېژندنه کې راسره مرسته کولای شي خو د لویې شاعرۍ د جمال باغ ارم ته مو نشي بیولای. دلیل دا دی چې د لویې شاعرۍ د عظمت رازونه تر دې برسېرنو تخنیکونو ډېر ور هاخوا دي او هغه د لوی شاعر دروېش دراني خبره چې: 
شونډې او زلفې یو پړاو دی دا منزل مه گڼه
پوی شه چې ډېر د خپل جمال په هغه خوا دی جانان
د دې دوهمې ډلې خیر عامو لوستونکیو ته کم رسېږي خو زلمیو شاعرانو ته یې هم چندان گټه نه رسي. د دوی له لوستلو ځوانان دا تاثر اخلي چې د شاعرۍ اصلي کمال لکه همدا بدیع و بیان دي او پدې توگه د اصل پر ځای په فرع پسې روانېږي. 
د شعر د کره کتونکیو درېیم ډول یې مجذوب کره کتونکي دي. دوی د یوه شاعر په شاعرۍ کې د مینې یا عقیدت له مخې دومره ډوب شي چې نور هیڅ نه ورته ښکاري. دغه شاعر د ټولو کمالونو مجموعه گڼي او که چاته خوند نه ورکوي، بد ذوقه یې گڼي. څو کاله وړاندې مې د غالب په اړه د یوه نوي خپاره شوي کتاب خبر واورېد. کتاب نايابه و خو ماته چا د کره کتونکي دومره صفت کړی و چې لوستل یې راته اړین ښکارېدل. بلاخره مې هغه کتاب پیدا کړ او په ډېره تلوسه مې ولوست، مګر کره کتونکي د ځان په اړه زما تصورات بیخي اپوټه کړل. ده ته د غالب هره خبره نوې ښکارېده او حتی د هغو شعرونو کریډیټ یې هم غالب ته ورکړی و چې کټ مټ یې له لویو فارسي ژبو شاعرانو ژباړلي دي. دې کتاب ماته یوه خبره دا را زده کړه چې د یوه شاعر په اړه زموږ قضاوت تر هغه پورې پر حقیقت ندی ولاړ چې تر ده وړاندې لوی شاعران او خصوصاً هغه شاعران مو نه وي لوستي چې دا شاعر تر اغېزمن دی. د دې ډول کره کتونکیو ستونزه دا ده چې د شاعرانو په اړه کاذب تصورات خپروي او لوستونکي حقیقت ته نشي رسولای. 
د شعر د کره کتونکیو یوه څلورمه ډله هم شته چې د کلیمې په اصلي مانا هنرپېژندونکي یا اصیل کره کتونکي دي. دوی هم افاقي مالومات لري او هم د لویو هنرونو د عظمت له رازونو سره بلد وي. دوی چې شعر تشریح کوي، هم د لوستونکیو علم زیاتېږي او هم یې هنري او ذوقي تنده ماتېږي. ذوق یې ځکه خړوبېږي چې دغه کره کتونکي د شعر د هنري جمال پر مخ پراته نقابونه ورو، ورو او په خوند خوند په یو بل پسې اړوي او بلاخره لوستونکی د لوی هنر له ریښتیني جمال سره مخامخ کوي. دا څلورمه ډله کره کتونکي د شاعر د هرې کلیمې تر شا د انتخاب دليل پېژني او لوستونکي ته ور تداعي کوي چې که دا کلیمه عوض کړو څومره لویه بدرنګي پیښېدلای شي. دوی د شعري توکیو ترمنځ د تناسب پر رازونو پوهېږي او که په کوم ځای کې وچې لفاظۍ یا د تصویرونو گڼې گوڼې د عاطفې مرۍ خُپه کړې وي، دوی ی
 
بېرته شاته