لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
« ژوند چې شین شي له خندا نه» چاپ شوه
لیکوال: سمسور حبیبي   نېټه: 08.02.2020   خپرونکئ:   سمسور  
د عزت الله شمسزي د شعرونو درېیمه ټولګه ( ژوند چې شین شي له خندا نه) د افغانستان د ملي تحریک په مرسته له چاپه راووته. دا کتاب چې ټولټال دوه سوه مخه دی، ګڼ شمېرغزلونه، نظمونه او ازاد شعرونه په کې ځای کړل شوي دي.‌ 

پر کتاب سریزه د هېواد تکړه شاعر او کره کتونکي مصطفی سالک لیکلې ده. ښاغلي سالک لیکلی “شمسزی صیب د غزل استاد شاعر دی دده په غزل کې هم نوښت موجونه وهي او هم نوي ترکیبونه سترګکونه وهي، هم یې وزنونه روان دي او هم یې د طبیعت انځورګري کړې ده په لنډه توګه به ووایم چې شمسزي صیب د شاعرۍ په ډګر کې په بل شاعر پسې پل نه دی اخستی بلکې خپل سبک او خپله لاره لري.“   د سالک په وینا د شمسزي‌ په شاعرۍ کې د زمانې غم د یارانې غم ته ورغاړې وتی دی.

«ژوند چې شین شي له خندا نه» د عزت الله شمسزي درېیمه شعري ټولګه ده. تر دې وړاندې یې دوه نورې ټولګې
 ( دشپې په غېږ کې) پر ۲۰۰۳ کال او ( د ژوند پاڼې) پر ۲۰۰۹ میلادي کال چاپ شوي‌ دي.‌ 

« ژوند چې شین شي له خندا نه» له ښکلاو او مینه ناکو روایتونو مالامال ټولنه کې دیوه جنګ ځپلي شاعر د ژوند، مینې، سرګرمیو او اضطراب تصویرونه وړاندې کوي. شمسزی د شعرونو ترڅنګ نثر هم لیکلي چې تر اوسه یې درې کتابونه  د لغمان د شاعرانو تذکره  (د نښترو او ګرګرو څو سندرې) ۲۰۰۱، د (ارتباطاتو لارې چارې) ۲۰۱۱ او ( پر پښتو شاعرۍ د جنګ اغېزې پر ۲۰۱۳ میلادي کال چاپ شوې دي.
 
 
بېرته شاته