لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
د سیاسي لنډغرانو ارواپوهنه
لیکوال: پوهاند محمد اسمعيل يون   نېټه: 23.02.2020   خپرونکئ:   سمسور  

 د سولې په دې خوږو شېبو کې مې اصلاً نه غوښتل ترخو سیاسي اصطلاحاتو ته داخل شم او ددې بختورو شېبو خوند پرې پیکه کړم ، خو څرنګه چې لنډغر د ټولنې د سوکالۍ او سولې دښمنان دي نو مجبور شوم تاریخ او اینده نسل ته یوځل بیا غاړه خلاصه کړم او د لنډغرانو د روحیاتو او جذباتو په باب یو څه ووایم:

لنډغریزم زموږ د ټولنې په سیاسي ترمینالوژۍ کې یو نوې اصطلاح ده چې د طالب نظام تر سقوط وروسته په تېره بیا په تېره یوه لسیزه کې دود شوې ده. خو د لنډغر کلمه او عمل تر لنډغریزم دمخه موجود وو. کله چې د وطن یو شمېر سیاسیونو د لنډغرو عادت او عمل خپل کړ نو سیاسي لنډغریزم رامنځته شو. دا د ټولنې داسې یو مکروب دی چې له وسلې سره ژوند کوي ، له بهره خړوبېږي او د حاکمیت تر سیوري لاندې وده کوي. دوی د پوزېشن او اپوزېشن دوه نقابونه لري ؛ کله له یوه او کله بل څخه سر را وباسي. دوی پر مظلومانو ډېر بې رحمه دي او تر ځان زورورو سره د یارۍ پټ او ښکاره تارونه لري. دوی له ظاهري پلوه ډېر زړور خو په باطن کې ډېر ډارن دي. دوی د سر چوک مزدروان دي چې د ورځې په نرخ اجاره کېږي او کرایه کېږي. د دوی بل خصلت دا دی چې هره شېبه له لوزه اوړي او د حافظې قوه یې ډېره کمزورې ده. دوی داسې ارتجاعي خواص لري چې هر چاپېریال سره خپل رنګ بدلوي او د هرې زمانې له رباب سره سمه سندره زمزمه کوي ، پر یوه وخت کولای شي هم مجاهد وي هم ملحد ، هم روسان خوشاله کړي هم امریکایان ، هم د بنسټپال مسلمان تمثیل کولای شي او هم د افراطي ولسواک. شرم او حیا خو بېخي پېژني نه ، هر کله چې پرې زور او فشار راشي نو ژر د قومیت تر شعار لاندې ځانونه خوندي کړي او لکه کاسه ګړب پر ځان د قومي محافظت پوخ راواړوي ، شل نور مرضونه او خصلتونه هم لري چې د ټولو بیان یې په دې لنډه لیکنه کې شونی نه دی.
هغه سیاستوال او واکمن چې دا ډول پدیده سمه نه پېژني او یا ترې د وېرې احساس کوي ، دوی کولای شي له هغو څخه ډېر ناوړه او نامشروع امتیازات تر لاسه کړي. دوی د کرزي صیب په واکمنۍ کې له هغه څخه ډول ډول امتیازات تر لاسه کړل او ځانونه یې ښه وپړسول ، یوه برخه به یې په اپوزېشن کې وه او بله به یې په پوزېشن کې دواړو خواوو به د یوې بلې ملاتړ هم کاوه ، امتیازات به یې هم اخیستل او د منافقت لپاره به یې کله کله زرګري لفظي جنګونه هم کول ، اوس هم هماغه فورمول او قاعده ده ، یوازې د څو کرکټرونو ځای ځایګي بدل شوي دي. دوی د کرزي په شان پر (۲۰۱۴م )کال داکټر غني ته هم پښې ودربولې ، نیم حکومت یې ترې واخیست او په نیم نور کې هم ونډوال شول. اوس هم یو ځل بیا غواړي د خیالي موازي حکومت د جوړونې او د تش په نوم والیانو د تقرر تر نامه لاندې غني ته پښې ودربوي او د امتیازاتو له پاسه نور امتیازات هم تر لاسه کړي. ایا دا امتیاز نه و چې د کرزي صیب د واکمنۍ پر مهال احمد ضیا مسعود او فهیم خان په (۳۳۷) او (۵۰۰۰) رایو او کریم خلیلي هم دوه ځله په اټکل یو سلنې رایو مرستییلان وو ؟ د ډاکټر غني په واکمنۍ کې هم امرالله صالح د ټولو دوه زره رایو په راوړلو سره لومړی مرستیال دی او سرور دانش هم د خلیلي په شان په ورته کیس کې دی ، نو دوی نور څه امتیاز غواړي ؟ زه د یو افغان په توګه ټول افغان ولس ته ډاډ ور کوم چې د ډاکتر عبدالله پر محور ټول راټول شوي جنګسالاران د دغسې کاذبو ګواښونو له لارې هېڅ نه شي کولای او غني هم باید د (۲۰۱۴ م) کال ترخه تجربه بیا تکرار نه کړي . لنډغر هغه وخت خطرناک دي چې په حاکمیت کې شامل وي او قانوني زور او وسله د ناقانونه کارونو لپاره وکاروي . کله چې جنګسالاران له حکومته بهر شي داسې شي لکه کب چې له اوبو وباسې ، ژوند یې ناممکن شي ، غوره مثال یې عطامحمد نور دی چې پخوا یې د ټول نظام د ننګونې ګواښه کول او نن جمهور رییس سره په تش یو ملاقات هم خوشاله برېښي. په تلو تلو کې دا یوه خبره بله هم واورئ : که څوک داسې فکر کوي چې د امرالله خان او عطامحمد نور به د عبدالله او قانوني او یا هم سرور دانش به د خلیلي او محقق شعوري مخالف وي ، نو دا یو احمقانه فکر دی. یو وخت امرالله خان په واک و، عبدالله په اپوزېشن کې ، بیا عبدالله په واک کې شو امرالله په اپوزېشن کې ، اوس امرالله په واک دی عبدالله کېدی شي اپوزېشن ته لاړ شي ، خو د یو بل ملا نه ماتوي ، بلکې د یو بل ملاتړ کوي، د دانش رول هم له همدې دانشه خالي نه دی، خو افسوس د هغه چا پر حال چې مشران یې د کشرانو او کشران یې د مشرانو له حاله خبر نه شول او هېڅکله یې د خپلمنځي پوهاوي ژبه پیدا نه کړه.
 
بېرته شاته