لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
ولې دې ولسمشر ته مبارکي ورنکړه
لیکوال: مجید قرار   نېټه: 23.02.2020   خپرونکئ:   سمسور  

 ځینې ملګري سهار پرې را برګ شول چې ولې دې ولسمشر ته مبارکي ورنکړه. په لاندې دلیلونو:


۱) د حکومتونو د کار په اړه قضاوت خلک د پروسو، مشکلات، ننګونو، دښمنانو او توطیو پر اساس نه، بلکې د نتایجو پر اساس کوي، ځکه یو څوک چې ولسمشرۍ ته درېږي، دا ننګونې مني او د بدلون ژمنه کوي او بیا په دې ځان نه خلاصوي چې ما د ستونزو له امله کار ونکړای شو. د ملي وحدت د حکومت د پنځه کلن کار نتایج خراب دي. لاندې یواځې څو خرابو پایلو ته اشاره کوم.

۲) ټوپک سالار چې د مردارو قراردادي پیسو له امله پر هېواد واکمن و، لومړی د امریکایانو د قراردادونو د پیسو درېدلو، دوهم، شمال ته د ټالیبانو د غځېدلو، او درېیم، د ځوان نسل د هوښیارېدلو له امله مخ په زوال و، اوسني ټیم د هغوی دوهم نسل پر سیسټم تحمیل او د هغوی بقاء یې اوږده کړه؛

۳) ټالیبانو ته لسګونه ولسوالۍ په لوی لاس، او د نه مدیریت له امله ور پرېښودل شوې چې د اندړو ولسوالۍ یې یوه نمونه ده. ټالیبانو د ولایتونو د نيولو خوبونه ولیدل او د هېواد راتلونکی یې ریښتیا له ګواښ سره مخامخ کړ؛

۴) که د ښځو، اقلیتونو، ډیموکراسۍ او ځینو نورو موضوعاتو بحث نه وای، تر حکومت د ټالیبانو سیاسي مخ غښتلی شوی و، هغوی ځان په ترهګروالي سربېره پر نړۍ د یوه مشروع سیاسي مخالف ځواک په توګه ومانه چې د حکومت د لابي د پاتې راتګ ثمره وه؛

۵) ډپلوماټیکه دستګاه ورځ تر ورځې ګنده او چټله کړای شوه، د غني ګومارلي سفیران یو یو تارومار او وشړل شول، او پایله دا شوه چې غني خپله د ټلوالي د مهرو په ګومارلو لاس پورې او د اروپا، واشنګټن، کاناډا، او مهمو هېوادونو سفارتونه او استاځې یې د لنډه غرو داد ته پرېښودل؛

۶) ټاکنې چې د نظام د مشروعیت اساس جوړوي، په شرمونو وشرمول شوې، د برخوالو شمېره مسخره آمېزې کچې ته را ټیټه او د ولسي جرګې ټاکنې د بې عدالتۍ په اوج کې ترسره شوې؛

۷) د ښارونو د منځ امنیتي مديریت، چې نه په ټالیب، نه په نړیوالو او نورو پورې اړه لري، د تباهۍ حد ته نابود او خراب شو، اختطافونه، شوکې او ډاکې، بدمعاشۍ، ګواښونه او ترورونه اوج ته ورسېدل او دا سلسله لا روانه ده؛

۸) سرمایې، او سرمایدارو له هېواده کډه وکړه، د جایدادونو بیې پنځوس تر اتیا سلنې را لوېدلي، کوم کورونه چې پخوا خلکو په پنځه لکه بیه کول، اوس یې په یو لک بیه دي.

۹) د نظام ښېرازه وشړېده، ښایي په تاریخ کې لومړی ځل و چې په افغانستان کې د تجزیې نارې، هغه نارې چې د رباني په انارشي کې هم نه وې را ولاړې شوي، وغږول شوې او افغانیت له اتفاق څخه تنازع ته بوتلل شو؛

۱۰) پخوا یواځې د دولت د مامور او ملت ترمنځ کلتوري واټن موجود و، په دې دوره کې لومړی د دولت د مامور او عام ولس ترمنځ واټن زیات شو بیا د دولت د مامور او د هغه د آمر ترمنځ د تفاهم رابطه ونړېده او داسې مسؤولینو ته چارې وسپارل شوې چې له ملت سره خو څه، له هماغه فېشني مامور سره هم په خبره نه پوهېږي. په حقیقت کې د ملت او رعیت فاصله دوه چنده او دوه لایې شوه.

۱۱) د اقتصاد په مختلفو برخو کې غیر واقعي، مبالغه آمېزه او ناکره محکي ارقام خلکو ته ارایه شول چې عملا یې پر بازار او ژوند اغېز صفر دی؛

۱۲) د خلکو توقعات را ولوېدل. مثلا، پخوا به خلکو دنده غوښته، بزګرو به د قرضې له نشتون، د تخم له نه لاسرسي او سوداګرو به د ځمکې د اجارې له نشتونه او یا له طرزالعملونو شکایت کاوه، اوس هغه توقعات یواځې د ژوند هیلې ته را ټیټ شوي، خلک وایي هرڅه دې وي خو چې تر کاره مې څوک د موبایل پر سر ونه وژني، ترور نشم، اختطاف نشم، ټالیب را نشي، لنډه غر واک ته ونه رسېږي، د حاجي ظاهر، قیصاري، او همایون همایون رحم ته پاتې نشو.

دا پورته مې یواځې یو څو سطحي یادونې وکړې، که یو ساتکی نور ځان ورته ټېک او شپه ورته رڼه کړم، د ملي وحدت د حکومت په شرمونو او عارونو به کتاب ولیکم، خو د دې ټولې لیکنې مقصد مې بیا هم دا نه دی چې همدغه شته، فاسد، نا اهله، بې کفایته او غافل حکومتي ټیم تر دې هم کمزوری، ضعیف او فاسد کړو. هدف مې دا دی چې مثبت فشار رامنځته کړو، د ټالیب، لنډه غر او نظام د سقوط وېره مو توقعات دومره را ټیټ نه کړي چې بیا د یوه فاسد او نا اهله واکمن د فساد څپېړه هم د ګلو وار را ته برېښي. باید ټول له غني تعهد واخلو چې دا راتلونکي پنځه کاله به کار کوې، له معاملو به لاس اخلې، ټوپکساران او د هغوی اولادونه به نه چاغوې، د ټوپکسالارانو دوهم نسل به تر چپنې لاندې نه تودوې، له جاسوسانو، بالخصوص د آی ایس آی له جاسوسانو سره به دې دین او مذهب معلوموې، د پښتنو د یووالي په برخه کې به جدي کار کوې، له پښتو ژبې سره روانه جفا به دروې او پښتو به دې په ویناوو کې یواځې ترهګرو ته د پیغام ورکولو لپاره نه کاروې. یو عالم نور مسایل شته چې باید له غني یې تعهد واخیستل شي، کنه کیسه تر نیمایي ډېره خرابه بویه. درناوی.
 
بېرته شاته