لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
خبرې ډېرې سر یې یو
لیکوال: مجید قرار   نېټه: 29.02.2020   خپرونکئ:   سمسور  

خبرې ډېرې سر یې یو. د هر ټالیب مرکه واورئ، دا یوه خبره بیا بیا تکراروي چې د افغانستان نظام نه مني. نن یې یو وایي چې بین الافغاني مذاکرات له هغو افغانانو سره کېږي چې له دوی سره یې پخوا جګړه کړې ده. هدف یې لنډه غر دي.


سره له دې چې ټالبانو د اهلي مخلوقاتو په شکل را څرګند کړل شول، تبلیغ ورته وشو، مبلغین ورته کرایه شول، ډالر پرې ولګېدل، سیاسي رسمیت ورکړل شو، خو دوی لا تر ټولو اساسي خبرې ته نه دي راغلي چې هغه د افغانستان د نظام منل دي.

په تېرو څلوېښتو کلونو کې د دښمن جګړه، په تېره د پاکستاني دښمن مشکل د افغانستان له نظام سره دی. له ملوک الطوایفي، له لنډه غر، له ګوندونو، له افرادو سره هیڅ مشکل نه لري. د ډاکټر نجیب شهید نظام چې نسکور شو، سلیمان لایق غوندې مخور لا هم په پاکستان کې شخ برېتونه ګرځېدل، چا څه نه ورته ویل، ځکه چې د پاکستان، او د پاکستان د ځریو مشکل له ماشین سره دی، له ماشین چلوونکيو سره نه دی. همدا اشرف غني چې سبا له واکه لري شي، په پاکستان کې به ګرځي. نن خو به مو د ټالیبانو د مالیې وزیر خبرې اورېدلي وي چې وایي کرزی پریښته دی. هماغه کرزی چې د دوی دفتر یې نه غوښت او نظام یې د ټالیبانو تر لومړۍ درجه قاتلانو، یعنې لنډه غرو قربان کړی و، له هماغه سره هم دوی مشکل نه لري. له دوستم سره یې هم نه لري چې سپین ږیري وطی کوي. له اشرف غني سره یې لري، ځکه چې هغه د افغانستان د نظام په رأس کې دی.
که ټالیب لږ هم خپلواکي درلودای، فقط د یو ځل غپهار خپلواکي یې درلودی، په هماغه یوه ځل غپهار کې باید ده ویي وای چې زه یواځې د افغانستان له نظام سره مذاکرات کوم. له غلو، ټوپکسالارو، فرصت طلبو، لوطیانو، جنسي تجاوزګرانو، دوستم، قانوني، محقق، کرزي سره یې نه کوم. اوس خو چې یې هر یو غاپي، وایي دا ټول مو قبول دي، کرزی مو ملي مشر دی، قانوني مو مشر ورور دی، دوستم مو پخوانی سیال دی، خو له نظامه مو ځکه کرکه ده چې د پاکستان له موخې سره د ټکر اراده نه لرو.

بیا وایم. چې نظام نه وي، دوی له هیچا سره ستونزه نه لري. د دوی ستونزه له خاورې سره نه ده، له ملت سره ده او د ملت کېدلو اساسي غوښتنه نظام درلودل دي. افغانستان که یو وار مرکزي حکومت له لاسه ورکړ، بیا یې منځته راتګ له سره لږ تر لږه یو ټریلیون ډالرو ته ضرورت لري، حال دا چې د افغانستان د ټولو کانونو د مجموعي قیمت تخمین یو ټريلیون ډالر شوی دی.

د پنجاب رسنۍ واورئ، د ټولو پر خوله همدا یوه خبره ده چې ټالیب نظام نه مني، له حکومت سره نه غږېږي. د پاکستان سپین ږیري مبصرین، مطرح ژورنالسټان چې کله په سوله غږېږي، خپله کرکه او د افغانستان د نظام سقوط ته خپله بې حوصله ګي نشي پټولای. ځینې یې بېخي هیجاني او خوشاله دي، ځینې یې په هغو تورو، کرغېړنو څېرو او شرابي سترګو داسې غږېږي، ته به وایې چې اوس د خدایۍ اعلان ونکړي. په ښکاره وایي چې ټالیب زموږ اسیټ، یا پانګه ده.

لنډه دا چې پنجاب، ټالیب، د پنجاب ټوکخواره ملایان، د پنجاب بې پته کړل شوي ملایان به تر وروستي حده زور ووهي چې د پنجاب وروستۍ هیله، د افغانستان د نظام سقوط ممکن کړي، خو داسې نه کېږي. دا چې ولې نه کېږي، اوږد او خوندور بحث دی، کله به یې بیا وکړو.
 
بېرته شاته